د کوچنیانو له پاره یوه لنډه کیسه
دوی پیشو ګانو چی یوه یی تور رنګ درلود په عمر لویه او په ځان هم تکړه او چُست او چالاکه وه ، او بله یی چی ژیړ بخن رنګ یی وو که څه هم چی عمر یی دومره وړوکی نه وه خو هومره چالاکه نه وه چی توره پیشو وه،
د ښار په لور تکل کړای وو.
که څه هم دوی د ښار په باره کی دومره معلومات نه درلودل خو له کله یی چی له خپل ګاوندی نه د ښار په باره کی اوریدلی وو ډیره تلوسه یی درلوده چی ښار وګوری. نو همدا وو د ښار په لور یی په لوڅو پښو حرکت وکړ.
کله چی د ښار په لور روانیدی له ګاوندي سره یی چی یوه زړه پیشو وه او عمر یی په ښارو کی تیر شوای وو، صلاح مشوره وکړه او له هغی یی د ښار د چل او ول ، سمی لاری، څه وکړی او څه ونکړی ، په باره کی پوښتنی وکړی.
پشو د هر څه په باره کی خبری وکړي زړي پیشو په یوه شی ډیر تینګار وکړ هغه دا وو چی د ښار له هټی والو به هیڅ شی نه خوری تر څومو کوم شی په خپله نه وی پیدا کړی. دو ی هم قبوله کړه او د ښارپه لور روانی شووی.
دوی چی له ډیر مزل وهلو نه بعد ښار ته رسیدلي او ډیری وږی وي، ښار ته د رسیدو سره یی دیخوا ها خوا منډی شروع کړل ترڅو یو شی د خوړلو له پاره و موندی. څو هټیو ته یی سر دیننه کړ خو نه چا کوم شی ورګذار کړ او نه دوی کوم شی پيدا کړ چی وی خوری. اخیر د یوی هټي مخي ته ودریدل او انتظار یی ایسته که کوم شی پیدا کړی نو په میو میو ویلو یی شروع وکړه.
له څو دقیقو وروسته یی چی د هتی وال اوقات تریخ کړ نو یو پارچه وچه ډوډی یی په شیدو کی لمده کړه او پیشو ته یی ګذاره کړه. یوی پیشو توپ کړ خو بلی پری نه ښوده چی د هټی وال له لاسه کوم شی وخوری نو هغی ته یی په قار وویل
″د ګاوندی خبره د په یاد نه ده″
بلی پيشو خپل ګوته په غاښ کړه او وی ویل
″هو ښه شوه چی په یاد دی کړه… ما لیونی خو اوس خوړلی وه″
نو بیا یی په میو میو ویلو شروع وکړه. هتی وال په قار شو او تر یوی یی و پوښتل
ما چی ډوډی په شیدو لمده کړه تا سو ولی ونه خوړه
پیشو په خندا ځواب ورکړ
″ والله… موږ له شیدو پرهیز یو″
پای
۱۳۸۷ د تلی ۲۰ بعد له غرمی ۱:۱۷
وزیر محمد اکبر خان مینه