کور / کیسه / یو کوچنۍ نیالګۍ

یو کوچنۍ نیالګۍ

د کوچنیانو له پاره یوه لنډه کیسه

اجمل چی څلو ر کاله عمر یی هم پوره شوی نه وو په باغ کی یی د مڼی یو کوچنی نهال ښخ کړی وو او هره ورځ به یی ورته اوبه ورکولی.
پلار یی چی په عمر له هغه دیرش، پنځه دیرش  کاله مشر وو هره ورځ به د اجمل نهال ته نږدی شو، له نږدی به یی وکاته او اجمل  ته  به یی د ښی روزلو لپاره معلومات ورکوول خو اجمل به د پلار ټولی خبری نه منل کوم یوه حبره په یی نظر کی نیولی  وه خو  ډیر به یی هیروول.
نو همدا وو چی یوه ورځ یی پلار په ډیره بیړه د هغه په لور مڼده کړه او هغه ته یی وویل
″ تا ته می نه وو ویلی چی نیالګی ته هره ورځ اوبه مه ورکاوه … تا ورته هره ورځ اوبه ورکولی او اوس چی ما ولید د تا نیالګی له کاره وتی دی.″
″ ولی څه پری شوی دی″
″  هره ورځ دی اوبه ورکوولی او نیالګی دی ګنده کړی دی ″
″  دومره اوبه خو به می نه ورکولی″
″ ورکولی دی… څو ځله می تا ته وویل چی اوبه یی بس دی یو یو ځل یی بیخ ته هم ګوره که بیخ یی شین وو او یا لوند وو نو زیاتی اوبو ته ضرورت نه لری خو تا به هره ورځ د نیالګی بیخ کی اوبه اچوولی وی… اوس دی نیالګی وچ شوی دی. ″
″  زه اوس څه وکړم″
″  له ځمکی یی وباسه او لری یی ګوزار کړه″
″ ښه نو نیالګی وچ شوی دی؟ ″
″  هو… ځه وی ګوره ″
″  نیالګی وچ دی. هیڅ اوبه نه لری.″
اجمل نور ونه درید چی د پلار خبری واوری مڼده یی کړه چی خپل نیالګی وګوری. د نیالګی په لیدو سره دی هم پوه شو چی رښتیا هم  په نیالګی کی څا نده پاتی خواشینی شو او ټول هغه چرتونه یی چی د نیالګی لپاره لیدلی وو په اوبو لاهو شول.

پای
۲۵ میزان ۱۳۸۷ کال

وزیر محمد اکبر خان مینه -کابل، افغانستان