کور / نثر / ارمان چي وژلي افغانانو وائ

ارمان چي وژلي افغانانو وائ

له دوو كلونوراپه دي خواله وسله والوطالبانو سره ډلي ،ډلي بهرنيان چي عربيان ،پنجابيان ،چيچينيا ن اودنورهيوادونو وسله وال كسان دي په ډاګه اوښكاره كلي په كلي ګرځي ،لاري نسيږي اوپه يوه اوبل نامه سره خلګ وژني .


دوي مخكي هم ول خوپه غرونوكي به اوسيدل اوپه كليو كي نه وو ،نن سبا دحالاتو په ورانيدوسره دوي دطالبانو په ټولو ګروپونو اوډلوكي ويشل شوي دي ،دهغوي سره ددوي په ژبۀ جهاد كوي، په تير دوبي كښي دغزني ولايت دګيلان په اولسوالي كي د وسله والوطالبانو سره يو ځاي عربانو اوپنجابيانو دطالب قومندان حاجي انورسره دمقر ګيلان ترمنځ دكابل كندهار لويه لاره دمتي پر پوله بآندي دورځي په يولسو بجوباندي ونيوله ،موتريي ودرول اوپلټني پيل سوي ،داځاي تقريبا څلور كيلومتر دګيلان له بازاره لري ده  چي پكي دامريكايانولويه هډه  ده، اودورايه هرځه ليدلاي سي .دګيلان دلوړي غونډي ځخه هرځه اسانه ليدلي سي بل داچي دامريكايانو داډي اودمتي دپوله ترمنځ هواره دښته ده هغه دخلګوخبره چي هګي هم له لري ښكاريږي  خو امريكايان دانه ويني چي لاره طالبانو نيولي په لس ګونوموترسايكل اوموټرورسره دي او خلګ كښته كوي ، دمقر اودګيلان لاره وتړله سوه ، موتر راځئ دريږي اوطالبان يي پلټي په دولتي اود ملي پو ځ په كسانو پسي ګرځئ ، يوه سي َصد وسي سرويس ته وروختل ځلورتنه ځوانان چي دملي پوځ دكسانو بڼه يعني ځانونه ي برابر كړي وو راكښته كړل ،دوي ته وويل سول تاسو دملي پوځ كسان ياست په پلټنو كي ورسره ځيني كارتونه چي دشخصي كمپنيو او خلګووو وموندل په دري او انګليسي ژبه ليكلي سوي وو.


دوي نورنه پوهيدل دادڅه شي كارت دي خوورته ويي ويل تاسي دملÙ Š پو ځ كسان ياست دامو كارتونه دي دوي سي هرځونه ورته وويل دادشركتونو دي داوريدي غوږونه نه ول،په همدي خبروكي ووسي يوپنجابئ راوړاندي سو په اردو ژبه يي ښكنځل ورته وكول او په كنداكونو يي ووهل لاسونه يي وروتړل په ټيوټاموتروكي سپاره كړل اودګيلان په لوري دموترواوموتر سايكلو يوه اوږده ليكه روانه سوه.



په ګيلان كي دترنك تر راده  پوري وتل اودمستان كلا په كلي كي ودريدل ،حاجي انور اودپيجابيانو عربانو مشرانوسره دملنګ كوټئ ته  ولاړل څوتنه پنجاپيان يي ددو ي امنيت ته پري ښودل سي ولاړنه سي.



 په دي مهال كليوال سپين ږي ،څوانان اوماشومان ورباندي راوګرڅيدل سي په ګوډه اوماته پښتو پنجابيانو ورته ويل داده كافران مو ونيول ،
ددوبي سخته ګرمي وه نيول سوي كسان ډيرتږي سوي وو دكليوالويي داوبو غوښتنه وكړه سي پيجاپي په اردو ژبه ورته وويل (بينجود پاڼي مانګتاهي )وروړاند ي سو په ځپړويي ووهل ،ددغه ځوان په ستر ګوكي اوښكي وګرځيدي وروسته يي په ځواب كي ورته وويل:
 ارمان سي افغانانو وهلي واي دونه زوريي نه راكاوو لكه دغه پردي پيجاپيان سي مي وهي ،په خپلوكي سره وويل نورمو وارتير دي اوداتومخي مو وژني نو بايد چي همت دلاسه ورنه كو ،بيا به وايي افغانان ډير ويريدونكي دي .



ددي حا ل په ليدو دكليوالو وينه په جوش را غله له پيجابئ سره يي خوله ووهله سي يوه مشر ورته وويل :
 داډير دافسوس ځاي ده چي خپل پښتانه مو پيجاپيان په خپل كوركي راته وهي ولي موږورته هيځ نه شو ويلاي ،غږ مه لري خوله پټه ونسيږي اوس به تاسو هم  ورسره خوندي كړي نه دي وليدو سي دتس دكلي يوه سړي يوازي دونه  ويلي وو  دا پينجاپيان بيا دڅه لپاره راغلي دي په داسبايي وواژو،نو اوس هم تاسي ته دا ګوري ، يوتن ولاړي دكوره يي اوبه ورته راوړي ، پيجاپي يي مخنيو ي وكوخو كليوال ورته يوه خوا سول اوبه يي وركړي ، ددوي لاسونه يي ډير كلك ورتړلي وونويي ورته وويل: دالاسونه راخلاص كړي پينجاپي بيا په ردواوبدو ورته پيل وكو دكلي ځوانانو ورته وويل:
 لاسونه ورخلاس كړه ده وته وويل:
 كه ولاړ و مسوليت يي ستاسو دي ،څوانانو ورته وويل:



 ټول مسوليت يي موږ په غاړه اخلو،كليوال څوان قاسم وروړاندي سو لاسونه يي ورخلاس كړل نيول سويو ورنه مننه وكړه ده ورته وويل :



ډيرخفه يو سي تاسي په دي حال وينو خوڅه وكو هيڅ نه سواي كولاي ،مشران ددي حال په ليدوډيرخفه سول نو ورغلل حاجي انورته يي وويل :
هغه خواران بنديان سره لمرته ناست دي دخداي لپاره رايي وله دلته اخير افغانان دي ،حاجي انورقومندان ورته وويل :
پريږده سي لمريي پاخه كړي بي له هغه يي وارتير دي پريږده سي لږ خلګ وويني ،داكافران دي ودغومجاهدينوته سي ځه بيا ونه واياست ، داپيجاپيان مجاهدين دي كنه خير به مونه وي ،
دكلي دملاصاب اودسپينږيرو كليوالو په ډيره غوښتنه يي دوي هم كوټي ته راوستل ،كليوالو ورته چاي او ډوډي راوړله ، په دي مهال ديوه بندي تلفون سي مخكي انو ر ځيني اخيستي وو زنګ راغلي انورورته وويل :بلي ځوك يي ؟
بلي زويه راورسيداست چيري ياست زه دي مورخبري كوم
موږ پرلاري يو دربه سو
ښه نوكله به راورسيږي ؟



ستاځامن موږنيولي دي موږدملي اردو كسان يو دوي له طالبانو سره اړيكي درلودي .
نه ، نه ،زويه دوي له طالبانو سره اړيكي نه لري دوي خپله دملي اردوكسان دي
ښه نوداسي ده .
هو زويه دوي طالبانو سره كارنه لري .



كورموچيري دي ؟
زويه موږهم تاسو غوندي پښتانه يو دوي راخوسي كړه واړه بچيان يي دي دبغلان يو.
ولي نه، ګوره غوږونسيږه موږ خپله طالبان يو دوي نه منله چي موږدملي اردوكسان يوښه سوچي تاشاهدي ورباندي وويله،
زويه دخداي لپاره داته ځۀ وايي ؟



په داسي حال كي چي دبرياليتوب له امله سي ګواكي كافران يي نولي وغوړيدو وغزيدو په ډيره بي پروايي يي ورته وويل :
دوي زموږ لاس ته راغلل نورنو مه ورپسي ګرځي اودراتلو تمه يي هم مه كوي ،
دخداي لپاره زويه زه يي موريم خداي ته وګوره دوي مسلمان دي واړه بچيان لري رحم ورباندي وكوي  اخيرته هم پښتون يي زه ديوي پښتني مورغوندي درته پلو غوړوم دوي راخوشي كړه ؟



ته چي هرځوك ي زمادرسره كارنشته اوس بايد په خپله سزا ورسيږي ،نورنو دعاوي پسي كوي ،
ددي خبر ي په كولويې تليفون بند كو ترخواناستو پيجابئ اوعربئ بادارانوته يي په ډيره پوسخندانه ډول وويل :
ددي ملحدينو خپلوان وو ويل يي راخوسي يې كړ ي ،ماهم ښه ځواب وركوچي فاتايي واخلي ريښتيا خوله مي ختاسوه ددوي خوفاتا هم نه كيږي ،
تاسو خوويل موږ دملي اردو كسان نه يو ولي مودرواغ ويل موږمو سترګي پيژنوسي دكافراونوملګري  ياست ،داده اوس دي خپلي مورهم درباندي شاهدي وويله سي تاسي ځوك ياست نورتوري اوسپينيي ته
 حاجت نسته .



 تاسو خوځآنونه مجاهدين بولي ولي موزموږ له كورني سره داسي خبري وكولي دهغو به ځه حال وي؟



په مايي ځه بلامي ورپسي چي زمن يې د كافرانو سره ولاړ وي نوبايد چي دغسي ورته وويل سي ،
دوي يوه بل ته وكتل له زړه يي يوالله ښه خبر ووخو په ښكاره يي څانونه ډير زړه ورنيولي وو،
په دي مهال بيا د تلفون زنګ راغلي انور ورته وخندل بيايې دا نوروته وكتل دسترګوپه اشاره يې ورته وويل:
 دادي بيا دوي دي .
دهوكي دبټن دكيښكلوسره سم يې ورته وويل :



دخداي په خاطر داسي مه  كوي دوي راپريږدي
دژړاګانو سره دخبري اوريد لي كيدي ده ورته وويل:



مادرته وويل له دوي نورلاس پري ولي دوي نورمړه وغواړي دعاوي پـسي كوي ،تاسي بيا ژړاګاني
پيل كړي .په دي مهال يي دفون لوړغږي پورته كو ټولويي ژړاوي اوناري اوريدلي په پاي كي ورته وويل :
ستاسوسره خبري كول لويه ګنا ده اوزه نوره داګنا نه كوم دوي نورنه درځئ موږيي مرداره وو كه مسلمان ووجنت ته بۀ ولاړشي اوكه كافران وو دوزخ ته به ولاړشي ، نوري ډيري ناري مه وهي دستي يي فون بند كو ،پنجابيانو ورته وويل :
دوي ولي دونه ناري وهي زمن يي ولي پريښودو چي دكا فرانو سره يوځاي شي ،يوه پري راغږ كو:
دوي ډآلر غوښتل په ښه بلا وا وښتل دوي ته مجاهدين نه مالوميدل ،دادخداي نصرت دي وموليدلو سي څنګه مو ونيولاست ،
دكيلوالوډيره خوابده سو په ټولو سرونه وڅړيدل،يوه بندي ورته وويل :



كه موږ دبهرنيانو سره ولاړيو اودريشي يې كړيدي نوداده تاسوسره هم بهرنيان دي دوملي كالي اغوستي دي فرق يي څه ده دوي ټول خاريجان دي ،ډيري خبري مه كوه دوي له موږسره جهاد كوي مجاهدين دي .
له لږ ځنډوروسته يي پيجاپي ته وويل:



موږ افغانان يو كه مودي ونسيږي يامو ووژني پروانه لري تور لينګي يه ستايې څه ،تاسومودوطن اوخاور ي دوښمنان ياست كشكي داخلګ دربآندي پوهيدلاي چي تاسو دځه لپاره راغلي يا ســـــــت پخواني انتقامونه په دي ډول اخلي ،كليوال په دي خبره اوددوي په زړه ورتيا ډيرخو ښ سول خوهيڅ يې نه سواي كولاي داخبره نه وه بلاوه، دوه پينجاپيان اودوه عربان وروغورځيدل په ګيډوكي ګونډئ ورووهلي ډيريې ووهل وروسته يوه عرب ورباندي غږكو:



 بس پريي ږدي ،ځوشيبئ وروسته سره راولاړ سول دباندي راووتل بنديانو ته يي لاسونه وروتړل په موټر كي سپاره اود تس دكل په لوري روان سول. له يوي ورځي بندي كيدو وهلوڅورولو ټكولو اوتودپينجابيانو له مستي اوساتيري نه وروسته يي لاسونه وروتړل دبهبود كلا اود تس دكلي ترمنځي يي له موتره راكښته كړل ،تورلينګي پيجابئ چاړه راوايستله انورته يي وويل :
په دي باندي زه څان غازي كوم دازماښكاردي ،
خوديي ته ووژنه غزادي مبارك سه ،
له دوتنو پنجاپي سرونه پري كړي ،ددي نورسي وارراغلي نو يوه بندي ورته وويل :



قومندان صاب تاسو افغانان ياست پښتانه ياست كه مو تاسي ووژني زه ډيرخوشاله كيژم پروانه لري زړه ته به تسله وركوم چي پښتانه ووژلم . اخير پښتانه ياست دخداي په خاطرداسي ناروامه راسره كوه
 په دي تورلينګو مي مه وژنه بيابه په پاكستان كي پښتنوته پيغوروركوي سي
داسي مي ستاسو په پټانانو باندي زړه سوړكو اوسرونه مي پري كړل ؟



ډيري خبري مي درته ويلي وومه كو ته په پښتنو پسي ګرځي پښتانه پريږده دخپل مرګ غم دي وخوره .
نه داسي ظلم مه راباندي كوي په مړينه به څان بدراته ښكاريږي شي تورلينګي ووژلم .په مرګ مي خوانه ده بده ارمان چي پردوپنجاپيانو نه  وژلي ،دده خبروكومه اغيزه ونه كوله په پلورلي وجدان اوزړه به داخبري ځه اثر وكړي.



په دي ډول  نيول شوي كسان عربو، پيجابيانو اوانورسره وويشل، هريوه ددوي په خبره څانونه غازيان كړل ، له وژلووروسته يي ددوي مړي دبهبود كلا او دتس دكلي ترمنځ په لويه لاره كي كيـښودل په سبا له ولسوالي عسكرراغلل اوجنازي يي يوړي ،



حاجي انورمشهورپه انوري دګيلان دتس اوسيدونكي دي ،دوه كاله وړاندي امريكايانو دكوئټي په نوي كلي كي ونيو دځومياشتووروسته يي بيرته راپريښود اوپه طالبانو كي دجلاد دنده په غاړه واخستله دي هروخت پاكستان ته ځي اوپه نوي كلي كي دخپل خسر ملامحمديعقوب سره اوسي چي هغه په نوي كلي كي دتاجك دكالوني ملا دي دطالبانو داجرائييه كميسون غړي اوپوره لاس بري په طالبانو كي لري،


داي اس اي خاص سړي دي ، هره شپه طالبان اوپوځيان ورسره وي .په ګيلان كي داسي خبري ډيري كيږي چي ملا انوري دامريكايانو سړي دي ځكه په ګيلان كي دطالبانو ځوتنه مشران چي دخلګوسره يي ښه چلند كاوو اوانورÙ Š يې خپلي مخي ته نه پريښو داورسره يي دخلګو په څورولوسره خوړلي وو،دده د چغلي سره ملاجمالدين ،ملاغلام محمد ،دامريكايانو له خواووژل سول ،انوري په خلاص مټ خلګ وژني وهي يي اوبنديانه وي .دسمي خلګ يي ترخپل پوره وحشي اوظالما نه چلند لاندي راوستلي دي ،اوس مهال يي په ګروپ كي ټول بهرنيان دي ،ډئروخاكوله ده سره په زرګونو ډآلر ليدلي دي ،اوهركله سي امريكان كوم طالب مشر ووژني نوله ده سره يي په داسبا ډالروي خلكوته يي وركوي چي په غزني يادمقر په بازار كي ورته په افغانيو بدل كړي .