د افغان زړور ملت د يو داسې ملت په عنوان چې د ستونزو سره د مقابلې هر ډول جرت او توان لري د نړۍ په تاريخ كې ځانګړى ځاى لري،د ژوند هېڅ ډول ستونزې ددې جوګه نه دي چې ددې اتل او ميړاني ملت افغاني غرور ورمات كړي،بلكې د همدې افغاني غرور په مټو يې د ژوند تر پايه د هرې ستونزې سره مقابله كړي،تاريخ ښودلي چې افغانان يوازې د جنګ په ډګر كې نوميالي او ننګيالي نه دي بلكې،د هر ډول سوليز خوځښت په ډګر كې هم شهامت او ميړانه لري.
تاسو وګورئ د هيواد د كركټ ملي لوبډله چې دا مهال د خپلې تنكۍ ځوانۍ په درشل كې ده،له داسې مراحلو تيريږي چې ټول نړيوال ورته ګوته په خوله پاتي دي،هغوى دا په زبات ورسوله چې افغانان ددې وړتيا لري چې څه ډول د ورسره امكاناتو څخه ګټه واخلي او څه ډول دا امكانات د خپل ځان په ګټې وڅرخوي.زمونږ دې د وياړ شملې دې خوار او كړيدلي ملت ته داسې د وياړ لنګۍ ور په سر كړې چې تاريخ به يې هيڅكله هم هېرې نه كړي،دا منم چې په هيواد كې ځينې معتصبې كړۍ شتون لري چې دا بريا نه شي زغملى او هڅه كوي چې دا لويه بريا ډېره كوچنى وښيي او ددولتي چارواكو توجه كومه چې لا له مخكې هم كمزوري وه بلې خوا واړوي،په هر صورت وياړ د ټولو دى او هيواد د ټولو دى.خو خبره داده چې دولت زمونږ د كركټ ملي لوبډلې ته دومره توجه نه ده كړي لكه څه ډول چې لازمه ده،
تاسو وګورئ دوى تر اوسه د تمرين له پاره خپل ميدان نه لري وموليدل چې د تانزنيا له تګ مخكې د تمرين په موخه دوى د پاكستان د پښاور په ښار كې لوبې كولې كومه چې ددولت له پاره ډېره د شرم خبره ده،د نړۍ د هرې لوبډلې لوبغاړي كه له يوې خوا كافي معاش لري نو له بلې خوا يې دولت د ژوند نور اړخونه هم له پامه نه دي غورځولي،زمونږ بيچاره لوبغاړي داسې امكانات لري چې نړيوالو ته د منلو وړ نه دي،
هره ورځ ددې خوار ملت پر مليونونو پيسو لوبې وهل كيږي خو هغه څوك چې هيواد او خلكو ته وياړ وربخښي له مرستې او همكارۍ پاتي دي،زه هغو چارواكو ته وايم كوم چې په لس ګونه زره ډالري معاش اخلي ،تاسو دې خوار ملت ته د څه وياړ وربخښلى او يا مو هم كوم داسې كارونه كړي چې ددوى په ژوندانه كې يې مثبت بدلونه راوستي وي،تاسو ولې دا ډول امكانات لرئ او بيچاره لوبغاړي چې په خولو كې ډوب د هيواد د نامې د اوچتونې په موخه منډې وهي د ډوډۍ پيسې نه لري،خو ستاسو د دسترخوانونو پيسې تاسو په غوښو،پلوونو او ميوو ماړه ساتي.
نور نو دولت ته لازم دي چې د كركټ ملي لوبډلې ته جدي او هر اړخيزه پاملرنه وكړي،د هغوى سره د ژوند په هر اړخ كې مادي او ماناوي مرستې وكړي.تاسو وګورئ كله چې د يو هيواد لوبډله د كوم بل هيواد له لوبډلې سره لوبه كوي،دولتي راډيويي او تلويزوني چينلونه د هغوى تصوير په ژوندۍ بڼه د خلكو سترګو او غوږونو ته رسوي،خو په دې اړه كه له يوې خوا زمونږ دولتي چينلې خاموشي غوره كوي نو له بلې خوا شخصي تلويزوني چينلې هندي سريالونو دومره بوختي كړي چې دا ډول ملي مسايلو ته وخت نه لري،دا چې په تولسي،پرينا او پروتي كې ددوى شخصي ګټي خوندي دي نو همدا لامل دى چې ملي ګټې او وياړ ورته هېڅ ښكاري،
په دې ډګر كې دې د بې بې سي راډيو ټوله اداره د تل له پاره ژوندۍ وي چې زمونږ ګران هيوادوال يې دقيقه په دقيقه د خپلې ويب پاڼې او راډيو له لارې خبرول،همدا ډول په ټولو ملي پانګوالو او مخابراتي شركتونو غږ كوم چې د يو افغاني درد او احساس له مخې ددې اتلانو مرستې او همكارۍ ته ور ودانګئ تر څو دوى لا نور په ځان باوري او د لا زياتو برياوو د لاس ته راوړنې په هڅه كې شي،بيا هم هيله لرو چې دولت او ملي پانګوال به دې اتلې لوبډلې ته د زړه له تله توجه وكړي،په اخر كې ددې لويې بريا له امله ټول ملت ته د زړه له تله مباركي وړاندې كوم.وياړ او افتخار دې وي پر دې اتلانو.
ستوري به په لاس لرم او لمر ته به مې لاس رسي.
تل به ټوپك نه وي يو هنر ته به مې لاس رسي.
بيا به د چنار لاندې د پيو ډك جامونه وي.
شين به مو چنار وي او نښتر ته به مې لاس رسي.
نورې به تيارې د بېلتانه را ځينې كډه كړي.
وايم لكڼوال چې خپل دلبر ته به مې لاس رسي.
*