کور / تازه خبرونه / په کابل کښي افغان خبريال (عابداکمل) ووژل سو

په کابل کښي افغان خبريال (عابداکمل) ووژل سو


په کابل کې د ايسا د مطبوعاتو د څانګي غړى عابداکمل دوه اونۍوړاندې دکابل د زړه نه تښتول شوى ومړى يې پرون دکابل په شمال کې وموندل شو. ارواښاد عابد اکمل چي ويل کېږي د پلار يوازنی زوی و ، د نوموړي ميرمني (د بي بي سي خبرياله غزل اکمل ) ته د هغه څخه يوه يتيمه ماشومه لور ورپاته شول .


 دصمدروحاني دوژلونه وروسته په درې مياشتوکې دادوم خبريال دى چې په ورته برخليک اخته کيږي. دخبريالانو په ضدپه افغانستان کې منظم تيرى روان دى .داسې ښکاري دده د وژلو بڼه هم له صمد روحاني له هغې سره لږ توپير لري هغه دا چې له دوه اونيو وروسته يې مړى وموندل شو.دې پيښې په افغانستان کې ټول خبريالان لړځولي او هک پک درولي دي .

تبصره نسته

  1. زما د معلوماتو له مخې دا مرګ سياسي مرګ نه دى په پټو سترګو بايد قضاوت ونه کړو

  2. له لراوبر ويبپاڼې هيله کوم چې د عابد اکمل ژوند ليک او د وژل کېدلو په اړه نور جزيات خپاره کړي .زه شهيد روحاني ، عابد اکمل او د ژورناليزم او خپلواکۍ د لاري ټولو شهيدانو ارواحونو ته دمغفرت لاس پورته کوم .