شاته مې وکتل په هغه ځای ولاړه وم چې ته راڅخه بیل شوی وی، په سرتاخ کې مي ټولې کړې دزردالو مندکې ایښي وي دتاخچې په زرینه بُخچه کې څو داني پلاستیکې زرین بنګړي، یوه رنجنونې، دسره بخمل جامې چې په ډول، ډول خالونو ښایسته شوي او ما به د خپلواکۍ په جشن کې اغوستې، وړه هینداره او سره پلا ستیکې ږمنځ پیچلي پراته وه، د دالان مخ ته پر هوار ټغر باندي په لرګین رهېل کې بغدادي قاعده دمازدیګر وږمو پاڼه ، پاڼه اړوله او په ارامۍ یې ښکلوله، ما د بام ځینې په یوه ساه ووهلي او دبام سر ته وختم، په کوڅه کې د بګۍ شرنګی او د اس د پښو ټکهار داسي شور جوړکړي وُ چې زړه مي یې لیدو ته تؤسیده ،کوښښ مي وکړ چې کوڅې ته وګورم خو دواړه لاسونه مي دخاورین دیوال دڅوکو څخه بیرته کښتي خواته را وښوئیده او لاندی را ولویدم، ځان ته مي وکتل یوازي وم، لاسونو مي سخت درد کوئ، کلونه وشوه چې روماتیزم مي ټول بندونه نیولي …
ویلس، برتانیا۲۰۲۱/ ۵ / ۲