مخه یي نه نیسم جانانه مګر دومره وایم
ستا د لاس غشي په پردیو نه په خپل وريږي
زړه ته چي مي ډاډ ، خوند ، هوسايي بخښي . په ایمان وایم چي دا ، لیوني شعرونه دي؛ کله چي مي ، لیوني فکرونه په ګریوان منګولي خښي کړي.ځان زر ورته تسلیم کړم.کله په ذهن د کیسي لپاره موضوع لټوم ، او کله بیا ګوډ مات توري سره وپییم، خو لیکلو ته یي زړه نه شم ښه کولی.بیا یي سره وشیندم ، راټول یي کړم ، خو چي څه مي د زړه غوښتنه وي ، هسي اوډون ونه شي.زه خو پخپله شعر هغه بولم ، چي زما د زړه خبره پکي نغښتي وي ، خو خپله مي د هغي ( خبرې) د همغي ډول انځوروني هنري ځواک نه درلود ، نو ځکه (د ګلپاڼو اتڼ) ته قلم له غاښو سره جنګوم .
هله پیڅه کي مي نیسه چي توییږمه جانانه
د شلیدلي آیني غوندي د پري پاڼي انځور شوم
کله مي چي د زړه خبره ، په کوم شعر کي ووینم . نو بیا مي تر هغو په شونډو څرخي چي تر څو بل همداسي بیت پیدا کړم.
ما خو ویل چي د شعر خوښوني لوی سبب همدا زما د زړه خبره کول بولم.خو که هغه هم ، د رنګونو ، وړانګو او خوندونو په بدرګه شوي وي . نو بیا خو یي د شاعر لاسنیوی په ځان ضروري بولم .
له چپ ناستي دي ځار شم څه خو ووایه جانانه
هجري د پښتنو خو د بانډار لپاره وي
جلان صاحب لکه چي ښه بانډاري ځوان دی ، تر اوسه خو مي له نیږدي نه ده لیدلی.خو بیا هم تیره خبره کړم ، چي د شعرونو له لاري مي یي لاس نیوی کړی.خو ده هم تر اوسه خپل مرید نه دی لیدلی. ریښتیا ! خبره مي د بانډار کوله . رښتیا جلان صاحب له خاموشۍ او چوپ ناستي ځوریږي.
ځوږ ځوږ چي جلانه شي خاموش ماحول
غږ غږ د ټپو په جمبو پروت ښه دی
ګرانه منم دي ! ښایسته خبره دي کړې.پخپله له بي غږه ، هغه هم د چمبو له بي غږ ماحوله خو لکه تاسو غوندي بد راځي .
ځان ساته ګلڅانګي د تور وخت د اور لمبه دي خوري
ګرځي هره لار باندي د وږي نظر غله دي خوري
واه ! بیشکه . هر بیت دي د سړي په زړه منګولي خښوي. سم دم جادوګر یي . کله کله خو شکي شم چي د جلان صاحب همداسي خبري به هم لکه د شعر غوندي په زړو خولي لګوي؟ او د کاروان صاحب دا بیت خولي ته راشي :
تا سره هره جامه ښه ښکاریږي
دا هنر کله د خیاط منمه
یعني جلان صاحب په شعر نه ده ښکلی ، بلکه خپله شعر په جلان صاحب ښکلی دی.
راوړه سترګي دي زما سترګو کي کیږده
چي لوړ غرونه درته لوړي آییني شي
چي له خدای سره غږیږم ته را یاد شې
دا ګناوي دي جانانه تا پسي شي
په ټوله پښتني مینه