The Economic Shock of Coronavirus on the GlobalEconomy
لیکوال: شفیق الله یوسفزی
د روغتیا نړیوالې ادارې د راپور له مخې کرونا ویروس په لومړي ځل د 2019 کال په ډیسمبر میاشت کې د چین په وهان ښار کې پیژندل شوی. د چین او روغتیا نړیوالې ادارې ازمېښتځیو کې په دې ویروس د اخته کسانو معاینې وشوې او پوهانو دا ویروس د “کرونا” ویروس د کورنۍ بللی دی. تراوسه د کرونا ویروس شپږډولونه موندل شوي او دا وروستی یې هم اووم دی. د دې ویروس د لېږدېدو ځای هم وهان ښار کې د سمندري خوړو بازار ښودل شوی دی.
د روغتیا نړیوالې ادارې د وروستیو مالوماتو له مخې د کرونا ویروس له چین څخه د نړۍ 122 هېوادونو ته په ډېرې چټکۍ خپور شوی او تر اوسه 1439516 تنه پرې ککړ دي او 85711 تنه یې وژلي دي.
دا چې د کرونا ویروس د نړۍ کوډ کوډ ته په ډېرې چټکتیا سره خپرېږي نو اکثرو هېوادونو ددې ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د عامه روغتیا معیارونه عملي کوي لکه ګربنديز لګوي، ټولنیز واټنعملي کوي، ګڼې ګوڼې مخه نیسي او داسې نور چې دا معیارونه د انسانانو د ژوند د نورو برخو ترڅنګ اقتصاد ته هم سخت زیان اړولی دی. اقتصادي فعالیتونه یې په ټپه ودرولي، اقتصادي وده خورا را ټېټه شوې ده او د نړۍ د اقتصاد څرخ له حرکته لوېدلی دی. د کرونا ویروس د نړۍ اقتصاد ته اقتصادي شاک یا ټکان (Economic Shock) ورکړی او اکثرو هېوادونو خپلې ټولې چارې یوې څنډې ته پرېښي دي او د دې ویروس د خپرېدو مخینوي لپاره په هلو ځلو بوخت دي چې په افغانستان کې د دې ویروس له امله د افغانستان تلپاتې سولې مهم بحث هم څنډې ته شوی دی.څومره چې کرونا ویروس ژر خپرېږي په هماغه اندازه اقتصادي حالت مخ په ځوړ ځي.
د کرونا ویروس اقتصاد شاک (Economic Shock) له امله د نړۍ اقتصاد پدې ډول اغېزمن شوی دی:
1. په ټولیزه تقاضا کې کموالی (The Decrease in Aggregate Demand): د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ټولنیز واټن ساتل، په کور کې پاتې کېدل، په ګڼه ګوڼې کې نه ګرځېدل… او د روغتیا نړیوالې ادارې لخوا نورې لارښوونې او معیارونه چې د دې ویروس د خپرېدو مخنیوي لپاره شوي دي ددې سبب ګرځېدلی څو ښارونه وتړل شي، سوداګریز سکتورونه خپل فعالیتونه ودروي، خلک کار ته لاړ نشي، ښوونځي، پوهنتونونه او د زده کړو بنسټونه وتړل شي، دولتي او خصوصي ادارې رخصت شي، شخصي کاروبارونو باندې هم منفي اغېز وښندي. د خصوصي سکتور فعالیتونو په ټپه درېدل او په ټوله کې د ګربندیز پلي کېدا له امله په بازارونو کې عمومي تقاضا کمېږي، تولید کمېږي، بې روزګاري لوړېږي، عایداتي سرچینې وچیږي، د پيرلو توان کمېږي او خلک هڅه کوي څو راتلونکي نامعلوم حالت لپاره د تیاري په موخه یو څه سپما ولري او د یو څهسپما لپاره خپل لګښتونه کموي. په ټوله کې د لګښتونو کمواليسره په عمومي تقاضا کې د پام وړ کموالی راځي.
2. په ټولیزې عرضې کې کموالی (The Decrease in Aggregate Supply): د ټولیزې تقاضا کموالي ترڅنګ ټولیزې عرضې کې هم کموالی راغلی. ګربندیز، د عایداتي سرچینو وچوالی، د کاروبارونو په ټپه ودرېدل، رسټورانټونو، هوټلونو، سیاحت ځایونو، الوتنو، ترانسپورټ سیستم… تړل کېدلو سره د توکو تولید او ویش هم تر ټولو تيټې کچې ته رسېدلی. یوازې د روغتیايي سامان الاتو، درملو او د نارنج جوسو تولید او عرضې کې ډېروالی راغلی دی چې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په کارېږي. په یو داسې اقتصادي ناورین کې چې د توکو تولید او ویش کچه ټېټېږي، اړینو توکو ته د خلکو تقاضا لوړېږي او بازارونو ته د توکوناوخته عرضه کېدلو له امله د توکو بیې لوړېږي.
3. د صادراتو او وارداتو کمېدل (The Reduction in Export & Import): اکثرو هېوادونو د کرونا ویروس د انتقال مخنیوي لپاره خپلې پولې له نورو سره تړلي دي چې د عامو وګړو د تګ راتګ ترڅنګ یې سوداګري هم بنده کړې ده. د سوداګرۍ کچه ځکه خورا ټیټه شوې ده چې صادرات او واردات له نشت سره برابر دي او یوازې د اړینو خوراکي او طبي توکو سوداګري پر مخ ځي چې هغه هم د اړتیا له مخې تر سره کېږي.
4. د عامه او خصوصي خدماتو ځنډېدل (The Postponed of Public & Private Services): د کرونا ویروس له امله اکثرو هېوادونو خپل فعالیتونه، خدمات اوعملیاتي چارې ځنډولي چې د دولتي چارو ترڅنګ دخصوصي سکتور ټولې چارې ور سره هم ودرېدلي دي. عامه خدمات نشته او ځینې حکومتي چارې ډېر بسیط روان دي،فاریکې تولیدات نه لري، د خدماتو سکتور خدمات نه وړاندې کوي، سیاحت سکتور هم صفر دی، هوټلونو سکتور هم سخت اغېزمن شوی او د سپورت سکتور عایداتي فعالیتونه هم صفر دي. د خصوصي سکتور بندېدو سره د حکومتونو عواید او مالیات را کم شوي ځکه هغه فعالیتونه ډېرې ټیټې کچې ته راښکته شوي چې حکومت ته عایداتي سرچینې وې د مثال په ډول د پولو تړل کېدلو سره واردات نشته نو ګمرکي عواید هم نشته، د فضایي حریم له لارې الوتنې نشته نو مالیات یې هم نشته، دا چې فابریکې تولید نه کوي نو مالیات هم نه ورکوي.د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې سږ کال په عوایدو کې به تقربیا 76 میلیارده افغانۍ کموالی راشي.
5. د ناڅرګند حالت حاکمیت او د باور نشتون (Uncertainty & Lack of Trust): د ویروس له کبله رامنځته شوی اقتصادي ځوړ حالت د ژوروالي، اوږدوالي، سیمه ایزوالي په اړه ناڅرګند حالت او د وګړو د اطمنان نشتون ددې سبب ګرځېدلی څو خلک کره او دقیقه وړاندوینه ونشي کړی او پدې ډول دوی نشي کولای چې د اقتصادي فعالیتونو لپاره کوم ګام واخلي. عام وګړي پدې هم نه پوهېږي چې ایا حکومت به د رامنځته شوي اقتصادي ناورین مخه ونیسي او که به دا حالت اوږدې مودې ته وغځېږي او په خلکو به یې اغیز تر اوږدې مودې شندلې وي. په نړیوال اقتصاد د کرونا ویروس د اغیز له امله د ونډو سترو مارکیټونو کې د ونډو بیې راغورځولي دي.پانګوال ویره لري چې اقتصادي وده به ورو شي او په پانګونې به داسې منفي اغیز وښندي چې کنترولول به یې په لنډمهال کې له امکان څخه لرې وي. د 1987 کال څخه وروسته د ونډو بیې تر ټولو ټیټې کچې ته را ښکته شوي دي. د ونډو پیرونکي په دې ناڅرګند حالت کې د ګټې وړاندوینه نشي کولای او نه د لوړ ریسک یا ګواښ په منلو سره د لږې ګټې په طمعه کیني. اکثرو مرکزي بانکونو د پانګونې د تشویق لپاره د سود کچهټېټه کړې څو پانګوال پانګونې ته وهڅوي او پدې ډول اقتصادي فعالیتونه خپل نورمال حالت ته راوګرځي او اقتصادي ثبات رامنځته شي.
6. د بې روزګارۍ او بې وزلۍ کچې لوړېدل (The Increase inPoverty & Unemployment Rate): کله چې ښارونه، سوداګریز مارکیټونه، خدمات او هر څه وتړل شي نو تقربیا ټول وګړي بې روزګاره کېږي. هغوی چې دایمي دندې لري د اقتصادي شاک پدې موده کې به ورته تنخواوې ورسېږي خو پاتې نور ټول وګړي چې په غیرمستقیم ډول په روزګار بوخت وي، له بې روزګارۍ څخه رنځېږي. د ګارډین د راپور له مخېپه متحده ایالاتو کې د تېرو دوه اونیو راهیسې لس میلیونه وګړي بې روزګاره شوي دي چې د بې روزګارۍ کچې لوړېدلپه کې د 2007-8 کلونو مالي بحران پر مهال د بې روزګارۍ څخه هم چټک ارزول شوی دی. همدارنګه د ملګرو ملتونو په ټوله نړۍ کې د 25 میلیونه وګړو د دندو له لاسه ورکولو وړاندوینه کړې ده.
د کرونا ویروس بې وزلۍ ته هم لمن وهي. د لوړ عایدلرونکو عایدات وچېږي، د ټيټ عایدلرونکي به لا وځپل شي او د مطلقې بې وزلې تر کرښې لاندې وګړي د خپل ژوند په بیه به له اوسني ناورین سره مخته ځي. د بې روزګارۍ لوړېدل په بې وزلۍ مستقیم اغېز لري او د بې روزګارۍ لوړه کچه د عامه شتمنیو د ناانډولې ویش ښکارندوی دی. هر څومره چې شتمني په ناانډوله توکه ویشل کېږي په هماغه کچه په بې روزګارۍ او بې وزلۍ اغیز لري.
7. د اومه تیلو بیې ټیټېدل (The Decrease in Crude Oil Prices): د صنعتي فابریکو په ټپه ودرېدل، په هوايي او ځمکني سفرونو بندیز، د عامه او خصوصي سکتور تړل او په ټوله کې د اقتصادي چارو ځنډني کېدل ددې سبب ګرځېدلی څو په نړیوال مارکیټ کې د تیلو تقاضا کمه او عرضه ډېره شي او پدې ډول د تیلو بیه له اتلس کلونو وروسته تر ټولو ټیټې کچې ته رسیدلې ده. د بي بي سي د یو راپور له مخې د یو بیلر اومه تیلو بیه 23 ډالرو ته ښکته شوې چې دا د 2002 کال راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده. له سلو ډېرو هېوادونو په هوايي الوتنو بندېز لګولی. د اوپک سازمان او سعودي عربستان غوښتي چې د اومه تیلو په تولید کې به کموالی راوړي څو د مارکیټ عرضه او تقاضا ثبات ومومي او ترڅنګبه د تیلو بیه بیرته لوړه شي خو روسیې دا پرېکړه نده منلې او د تیلو تولید ته یې دوام ورکړی، چې له امله یې د سعودي عربستان او روسیې ترمنځ د نرخ جګړه (Price War) رامنځته شوی.
8. پڅه اقتصادي وده (Low Economic Growth): د صنعت، ټکنالوژۍ، ترانسپورټ، تیل او ګاز، خدمات، الوتنې، سیاحت، هوټلونو، سپورټ او داسې نورو سکتورونو د فعالیت په ټپه درېدو سره به اقتصادي وده هم په ټپه ودرېږي. د کرونا ویروس له امله د 2019 کال د وړاندوینو خلاف د 2020 کال د هېوادونو اقتصادي وده به پڅه وي. په 2020 کال کې د ټولو هېوادونو اقتصادي وده د دوی د طمعې خلاف کمه ده.هېوادونه اړ دي چې د دومره اقتصادي فعالیتونو او عوایدو د کمېدو ترڅنګ خپله یوه برخه پرمختیايي بودیجه د ویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي، چې دې سره به پرمختیايي کارونه له ځنډ او خنډ سره مخ شي. پانګوال ویره لري چې د دې ویروس له امله به د هېوادونو اقتصادي وده له صفر څخه منفي رقم ته تقرب وکړي او دولتونه به ونه شي کولای چې د اقتصادي ودې مخ په ځوړ حالت مخه ژر ونیسي. د پیسو نړیوال صندوق د مشرې په وینا کېدای شي د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی اقتصادي ناورین په 2021 کال کې بیرته ورغېږي.
د پیسو نړیوال صندوق یا IMF د راپور له مخې د کرونا ویروس سره د چین له مبارزې څخه لاندې ټکي زده کولای شو ځکه چې د کرونا له امله رامنځته شوی اقتصادي شاک د 007-82 کلونو اقتصادي بحران په نسبت ډېر ژور دی:
I. چین وښوده چې د محدودیتونو په لګولو سره کولای شو د کرونا د خپرېدو مخه ونیسو خو په لوړ اقتصادي بیې
II. د کرونا ویروس له امله رامنځته شوی اقتصادي شاک د 007-82 کلونو اقتصادي بحران څخه ډېر ژور او ګواښوونکیدی
III. پالیسي جوړونکي باید د زیانمن شويو کورنیو او واړو کاروبارونو ملاتړ وکړي څو د اقتصادي ناورین اغیز پرې کم شي
د کرونا ویروس د نړۍ په اقتصاد ژور اغیز لري او د چین پالیسي جوړونکو کامیابه تجربې څرګنده کړه چې د ګټورو پالیسیو له لارې ددې ویروس اغیز په اقتصاد راکمولی شو.
د کرونا ویروس له امله د رامنځته شوي اقتصادي زیان د اغیز کمولو لپاره مهمه ده چې د اغیزمنو کورنیو سره مرستې وشي. چینايي پالیسي جوړونکو نوي پالیسي د بې وزله کورنیو او واړه کاروبارونو د ژغورولو لپاره وړاندې کړې چې په پایله کې د برېښنا بیلونه او مالیات ورته وبښل شول او همدارنګه د دوی مالي ملاتړ لپاره یې دوی ته مالي مرستې او پورونه ورکړي.
د اقتصادي بې ثباتۍ له امله د پيسو په نغدیګۍ کې کموالی راغلی و او مارکیټونو کې هم غیرمنظموالی رامنځته شوی چې اقتصادي شاک سره یې نوره هم مرسته کوله څو اقتصادي بې ثباتي ډېره کړي خو دوی بې ثباتي کنترول کړ. کارخونو او سترو شرکتونو ته یې مالیات وبښل او بانکي خدمات یې ورته مساعد کړل څو د پیسو د نغدیګۍ د کموالي مخه ونیسي، د چین مرکزي بانک د ځانګړي پروګرام له مخې د پور اسانتیاوې برابرې کړې او خصوصي او نیمه خصوصي بانکونو ته یې د پیسو د اړتیا وړ زیرمو کې کموالی راوست. سترو کمپنیو، کارخونو او دولتي شرکتونو پورونو ته لاسرسی پیدا کړ، همدې سره په چین کې د نورمال اقتصادي حالت نښې څرګندې شوې، سترې کمپنۍ او کارخونو خپل ورونه بیرته پرانیستل، ځايي کارکوونکي خپلو دندو ته ستانه شول، په کور دننه هوايي سفرونه بیرته پیل شول او اقتصادي وده مخ په ټوکېدو شوه.
چین پداسې حال کې د کرونا ویروس اقتصادي شاک څخه بیرته په رغېدو ده او اقتصادي چارې یې بیرته مخ په نورمال کېدو دي چېنوره نړۍ بیا د کرونا ویروس سره لاس او ګریوان ده او د نړۍ اقتصاد یې مخ په ځوړ روان کړی. یوه داسې نړۍ چې چینايي توکو ته تقاضا پکې د نشت برابر وي، د چین په زیان ده. نو چینايي پالیسي جوړونکي مجبور دي څو د نړیوال اقتصادي ثبات او ودې څخه ملاتړ وکړي او پدې برخه کې له نړۍ سره خپلې مرستې ونه سپموي. څو نړۍ له کرونا ویروس ځپنې وروسته بیرته لوړې اقتصادي ودې ته مخه کړي.
په درنښت