
ډاکټر لمر
تاسو ته جوته ده، چې د نوي کورونا وايروس رسمي نومونه «SARS-CoV-2» ده او ناروغي او کلينيکې بڼې يا نښو ته يې «COVID-19» نوم کارول کېږي، چې د چين په وهان ښار کې د فبروري مياشتې شاوخوا د دغه وايروس پېښې ثبت شوي دي او په ډېره لږه موده کې ټولې نړۍ کې دغه وايروسي ناروغي خوره شوه، چې اوسمهال تر ۹ ميليونه زيات خلک په دغه ناروغۍ اخته دي او تر ۵ لکه ډېر ترې مړه شوي دي.
د ايټالیا او فرانسې څېړونکو په خپلو څېړنو کې دې ته نغوته کړې ده، چې د ويني په مشخص ګروپ کې د کورونا بحراني حالت زياتره رامنځ ته کېږي. په دې اړوند په ايټاليا کې ۸۳۵ تنه او په هسپانيا کې ۷۷۵ ناروغان څېړل شوي دي. په دغو څېړنو ښودل شوې ده، چې د وينې د «A» په ګروپ کې د ۵۸ سلنه ناروغانو وضعيت بحراني حالت ته رسېدلی دی، چې د مړينې کچه هم په دغه ناروغانو کې لوړه ده. د وينې د «B» ګروپ لرونکي بيا د ناروغي په بهير کې متوسط يا د ناروغي منځنی حالت لري. مګر د وينې د «0» ګروپ لرونکي بيا د کورونا ناروغي يوه ملايمه يا سطحي بڼه تېروي او لږه سلنه يې بحراني حالت ته رسېږي.
مخکې له دغو وروستيو څېړنو څخه هم دا جوته شوې ده، چې د وينې د «0» ګروپ خلکو کې د ملاريا ناروغي هم کمه ليدل کېږي او د «A» ګروپ لرونکي خلک د نورو په پرتله د طاعون وباَ په مقابل کې مقاومت لري. د وينې په «AB» ګروپ کې بيا د زړښت په موده کې د يادفراموشي يا «Alzheimer» نښې نښانې د نورو خلکو په تناسب ډېرې تر سترګو کېږي.
د وينې ګروپ |
|||
A+ |
B+ |
AB+ |
0+ |
۳۷ ٪ |
۹٪ |
۴٪ |
۳۵٪ |
A- |
B- |
AB- |
0- |
۶٪ |
۲٪ |
۱٪ |
۶٪ |
A |
B |
AB |
0 |
۴۳٪ |
۱۱٪ |
۵٪ |
۴۱٪ |
ټول ۱۰۰٪ |
په ټوليزه توګه د انسانانو سلنه د وينې د ګروپ په اړوند په بېلابېلو ملکونو کې يو شان نه ده. په عمومي توګه داسې ښودل کېږي، چې په انسانانو کې د وينې د «A» ګروپ خلک د نورو په پرتله زيات دي او بيا ورپسې د «0» ګروپ لرونکي خلک دې، چې تر ۴۱ سلنه پورې دي. په کورونا وايروس ټول انسانان آخته کېدلی شي، مګر په ۸۱ سلنه کې دغه ناروغي د يو عادي زکام يا رېزش په بڼه پر ناروغ تېرېږي، خو په ۱۰ سلنه کېکېدلی شی د کورونا ناروغي يو بحراني حالت ته ورسېږي. په بحراني ناروغانو کې د وينې د «A» ګروپ خلک زيات دي، چې تر ۵۸ ٪ د کورونا په بحراني حالت آخته کېدلی شي او د نورو ګروپونو په پرتله يې شمېره دوه چنده ده.
د کورونا ناروغي د هوا له لارې سږمو او له سږمو ستوني او بيا سږيو ته سرايت کوي، نو د کورونا وايروسي ناروغي مخنيونه يا وقايه بايد د حفظ الصحې له لومړنيو اقداماتو لکه نظافت، د لاسونو پرېول، د ماسک آغوستل او له نورو سره د مخامخ صحبت او نېږدې کېدلو څخه د ځان ساتل دي. روغتيايي پرسونل د ناروغانو د مراقبت او درملنې په ترڅ کې بايد په ځانګړو کاليو يا جامو سمبال وي، مسلکې زده کړې ولرې او په خپله حفظ الصحه کې بايد پاملرنه وکړي.
د کورنا تشخيص:
د ناروغي نښې نښانې:
څنګه چې په ډېرو ليکنو کې دې ته نغوته شوې ده، چې د کورونا وايروسي ناروغي زياتره د رېزش يا ساايستنې د سيستم د التهابيت په بڼه راڅرګندېږي، چې غوره نښې يې تبه او ټوخېدا ده. د کورونا ناروغي په بهیر کې تر ۸۱ سلنه خلک سطحي ناروغېږي، ۱۴ سلنه ناروغان بيا متوسط يا تسبتأ سخت ناروغېږي، خو ۱۰ سلنه ناروغان بيا بحراني حالت لري، چې تر ۳ سلنه ناروغان کېدلی شي له دغه وايروسي ناروغي مړه شي [2]. په «ICU/MCU» کې هغه ناروغان چې د ساايستنې له نيمګړتيا يعنې نفستنګي سره مخ شي او پرلپسې ساايستنه يې د (>30/min) او يا تر دې هم سريع وي او ناروغ د آکسيجن په عدم کفايې يا «Hypoxaemia» آخته شوی وي نو دغه ناروغ بايد تر جدي مراقبت لاندې ونيول شي او درملنه يې په جدي توګه تر سره شي. دغه ناروغان زياتره د سېنې يا ټټر د ايکسرې يا «Computertomography» په انځورونو کې د سږيو التهاب نښې نښانې لري[3] . په دغه پړوا کې د کورونا ناروغي کېدلی شي د «ARDS» پړاو ته واوړي او نور باکتريايي مل ميکروبونه «Coinfection» هم د سږيو التهابيت نور هم پياوړی کړي او سېپتيک شوک «Septic shock» رامنځ ته کړي. د کورنا په ترڅ کې کېدلی شي د زړه د ضربان نا معينه حرکت «Arrhythmia»، د زړه عدم کفايه يا التهابيت «Myocarditis» او همدا ډول د بډوډو يا ګوردو عدم کفايه «kidney failure» رامنځ ته شي. د ناروغي له پيله او بيا د «ICU» تر پړاوه پورې د ناروغ رسېدل کېدلی شي تر ۱۰ ورځو وغځېږي [4].
لابراتواري معاينات:
انځوريز تشخيص:
د سينې په ايکسرې تصويرونو کې د هغو ناروغانو چې د سابندي سره مخ شوي وي او د «ICU» تر مراقبت او درملنې لاندې وي، نو په سږيو کې يې دوطرفه يا بيلاترال «Bilateral» التهابيت ليدل کېږي. په «CT» کې بيا د ناروغي په پيل کې په دواړو سږيو کې د سږيو تر پردې لاندې د سپينو وريځو يا د کنګلشويو شيشو په بڼه التهابونه يا اينفيلتراتونه «Infiltrats» ليدل کېږي [6] او یا هم د سږېو د انساجو د پړسوب او کلکېدو «Consolidation» نښې ښيي [7]. ګڼشمېر پوهان د دې سپارښتنه کوي، چې له کورونا څخه د پرسونل د ژغورنې لپاره د «ICU» تر مراقبت او تدواي لاندې ناروغانو د «CT» څېړنه صرف په هغه حالت کې تر سره شي، چې د تدواي په دريځ کې يې اړتيا وي [8]. د «CT» پر ځای د سونوګرافي يا معاينې تلويزيوني سپارښتنه کېږي، چې د ناورغ له بستر سره نيږدې تر سره شي، يعنې ناروغ له يو ځايه بل ځایه ته انتقال نشي، چې د نورو خلکو او پرسونل د مصابېدو مخنيوی وشي.
د حفظ الصحې مقررات:
د کورونا ناروغان بايد په يوه کوټه کې يواځې بستر شي، چې هره کوټه خپل بېل دهلېز يا کاشکن ولري. د يوې پاندېمي او يا اپيديمي په ترڅ کې کېدلی شي ناروغان د کوهورت ايزولېشن «Cohortisolation» پر بنسټ قرنطين شي او طبي پرسونل په ځانګړيو جامو سمبال وي. د دغو ناروغانو مراقبت او تداوي بايد صرف هغه پرسونل تر سره کړي، چې د «COVID-19» لپاره روزل شوي وي. دغه روغتيايي پرسونل د نورو غير کورونايي ناروغانو په مراقبت او درملنه کې بايد برخه وانخلي. د کورونا ناروغانو د مراقبت او تدواي لپاره بايد د پرسونال تعداد تر بريده کم وي او پايوازان د ناروغ د ليدلو لپاره د ملاقات اجازه نه لري.
روغتيايي پرسونل صرف د ضرورت په وخت کې ناروغ ته ورتلی شي. د ناروغ سره د مخامخېدو او يا د مراقبت په ترڅ کې بايد د حفظ الصحې ټول مقررات په پام کې ونيول شي، يعنې لاسونه بايد تعقيم او يا پرېمينځل شي، ځانګړې جامې، ماسکونه، عينکې او دسکشونه بايد سم واغوستل شي، چې د یکبار مصرف دسکشونه او د «FFP2» يا «FFP3» ماسکونه او يا هم د ضرورت پر اساس د ريسپېراتوار ماسک «Respirator» سپارښتنه کېږي. د برونشوسکوپي يا هم د بورنشونو د لَواژ په ترڅ کې، کله چې د ناروغ د سږيو او برونشونو له افرازاتو سره طبي پرسونل مخامخ کېږي، نو دغه پورته یاد شوي ځانګړي ماسکونه بايد واغوستل شي او د حفظ الصحې ټول مقررات په پام کې ولري.
د کورونا درمليزه تداوي:
د کورونا لپاره تر ننه د کومې مشخصې وايروس ضد تداوي يا انتي ويرال تراپي احصايوي څېړنه نه شته ده. په ګڼشمېر ليکنو کې د يو شمېر درملو، چې د کورونا لپاره کارول شوي يادونه شوې ده، چې د يو شمېر په اړه يې معلومات هم خپاره شوي دي، لکه«Hydroxychloroquin, Lopinavir/Ritonavir, Camostat, Remdesivir»، خو زیاتره د یو ناروغ او یا څو تنو په اړه معلومات ورکړل شوي دي، چې د ناروغي د بحراني حالت د پياوړي کېدو د مخنيوي لپاره له دغو درملو استفاده شوې ده، چې د درملنې د «Compassionate-Use» له پروګرام سره سر لګوي [10]. د لېورپول په پوهنتون کې د «COVID-19 » په اړوند د تجربوي درملنې يوه څېړنه د درملو د اينتراکشن يا د درملونو پر يو اوبل اغېز کولو په اړه خپره شوې ده [11].
د آکسفورد د پوهنتون څېړونکو او پوهانو د «Recovery-Study» تر نامه لاندې، چې تر ۱۱۵۰۰ د کورونا ناروغان يې تر څېړنې لاندې نيولي وو، خپره کړې ده او د درملنې بېلابېل ميتودونه او اړخونه پکې څېړل شوي دي. د څېړنې يوه برخه يې، چې تر ۲۱۰۰ کورونايي ناروغان پکې شامل ول د «Dexamethason» په نامه يو درمل د ۶ ملي ګرام په اندازه د تابليت يا د تزريق د آمپولونو په بڼه ورکول کېدل. څېړنې دا جوته کړې، چې د «Dexamethason 1 dd 6 mg» د تابليت یا هم د ۶ ملي ګرامه امپول د وريد له لارې د تزريق په ترڅ کې د کورونا ناروغانو د مړينې کچه د ۲۸ ورځو په بهير کې په هغو ناروغانو کې، چې ماشيني مصنوعي تنفس يې اخيستلو تر ۶۰ سلنه، په هغه ناروغانو کې چې پرته له مصنوعي تنفسه يوازې آکسيجن د ماسک په مرسته اخيستلو تر ۷۵ سلنه او په هغه ناروغانو کې چې ناروغي يې نسبي مشکله وه، خو د مصنوعي تنفس او يا هم اضافي آکسيجن ته اړ نه ول، نو تر ۸۷ سلنه د دغه درملنې په ترڅ کې روغ شوي دي. د دغه څېړنې نتيجه ښيي، چې د ورځې «Dexamethason 1 dd 6 mg» د کورونا ناروغي په درملنه کې ګټور اغېز لري او د کورونا په تداوي کې يې سپارښتنه کېږي.
د کورونا وايروس د واکسين جوړولو بهير په ګڼشمېر ملکونو کې ګړندی روان دی، چې چين، جرمني، امريکا او انګلستان په دې برخه کې خپل مقدماتي معلومات له رسنيو سره شريک کړي دي. د انګلستان د «Imperial College of London» د جون په درېيمه اونۍ کې د کورونا يا «Covid-19» د واکسين کلنيکي څېړنه پېلوي. د دغه څېړنيز ټيم مشر «Professor Robin Shattock» نغوته کوي، چې په يو شمېر حيواناتو کې ثابته شوې، چې دغه واکسين د کورونا ضد انتي باډي جوړوي، يعنې ايموني غبرګون ښيي، نو په انسانانو کې هم د کورنا ضد ايمونيتي رامنځ ته کولی شي.
د دغه نوي کورونا ضد واکسين لپاره د دغه وايروس د «RNA» د ځنځير يوه برخه چې جنيتيکي ځانکړتيا لري کارول کېږي. دغه جنيتيکي مواد د غوړين څاڅکي په بڼه تابليت کېږي. څنګه چې ياده شوه، زياتره واکسينونه د کورونا وايروس د «RNA» يا جنيتيکي موادو يوه برخه لري. دغه واکسينونه د انسان په عضلاتو کې تزريقېږي، چې د وايروس يو شمېر پروتينونه جوړ کړي، چې د انسان په بدن کې ايموني غبرګون رامنځ ته کړي، چې بدن له دغه وايروسي ناروغي وژغوري.
په دغه څېړنه کې به تر ۳۰۰ تنه برخه اخلي. په انګلستان کې د دغه څېړنې لپاره ۴۵ ميليونه ډالره ځانګړي شوي دي. په نړۍ کې تر ۱۰۰ زيات د کورونا وايروس يا «Covid-19-Vaccine» لپاره د ګڼشمېر واکسينونو لړۍ پيل شوې ده، چې د يو شمېر کمپنيو لکه «AstraZeneca, Pfizer, BioNtech, Johnson & Johnson, Merck, Moderna, Sanofi und CanSino Biologics» واکسينونه په انسانانو هم آزمويل شوي دي.
د سېپتيک شوک او يا هم د پنوموني يا د انساجو د پړسوب، چې د «Oxygenation» پروسه په انساجو کې کاوړي کوي، په ترڅ کې د ډېر سيروم له استفادې بايډ ډډه وشي. د سيروم د حجم د ډېرېدو په ترڅ کې د انساجو د «Oxygenation» نيمګړتيا رامنځ ته کېږي، ځکه نو د سيروم له تزريق سره بايد احتياط وشي. د نفستنګي او یا هم د پنوموني او سېپتيک شوک په ترڅ کې د درملنې موخه د بدن انساجوته د کافي اکسيجن رسېدل يا «Oxygenation» پروسه ده، چې د «SpO2 ≥90 %» سپارښتنه کېږي [14]. د تداوي په بهير کې باید دې ته پام وشي، چې د لوړ فشار آکسيجن ورکول «High-flow-Oxygentherapy» او همدا ډول د آکسيجن ماسک له کارولو سره د آیروزوليشن (Aerosolization) ګواښ موجود دی، ځکه نو دغو ناروغانو ته اکسيجن ورکولو لپاره باید ځانکړي ماسکونو يعنې «NIV-Mascs» ماسکونو او یا هم د «High-flow-Brille» وکارول شي [15] او همدا ډول د پرسونل لپاره هم بايد د «FFP2-Mascs»، چې سم اچول شوي وي، استفاده شی. تجربو ښودلې ده، چې د اکسيجن د استفادې لپاره ناروغانو ته کېدلی شي د رېسپېراتور (NIV Mascs) له لارې آکسيجن ورکړل شي، چې د کورونا د وايروس د خپرېدو مخنيوی وشي او طبي پرسونل په دغه ناروغي مصاب نه شي.
د ماشين په مرسته د اکسيجن درملنه:
د نفستنګي په ترڅ کې د اکسيجن په مرسته تداوي ډېره اړينه ده. د ماشيني تنفس لپاره بايد ځينې ټکي ياد شي، چې په اړه يې معلومات اړين دي. د اينتوبېشن پروسه، برونشوسکوپي، د برونشونو پاکول، د لاسونو په مرسته نفس ورکول او د تراخې يا وچې مرۍ سوروي کول يعنې د «Tracheotomy» تر سره کول. دغه پورته يادې شوې پروسې بايد د ايروزولېشن د ګواښونو په پام کې نيولو سره په خاصو حالتونو کې، چې د ماشيني تنفس پرته د ناروغ تداوي نه شي کېدلی، تر سره شي. دغه ټول بايد د پرسونل د ژغورنې له مقرراتو سره سم تر سره شی، يعنې د خاصو ماسکونو «FFP2/FFP3»، ځانکړیو دفاعي عينکو، دفاعي جامو له اغوستلو سره تر سره شي. د ماشيني تنفس په ترڅ کې بايد هغه سيستمونه وکارول شي، چې د ناروغ سا د بستر يا کوټې چاپېر ته نه بلکې په سيستم کې پاتې شي، يعنې د تنفسي له تړي سيستم څخه بايد استفاده وشي.
د ناروغ اينتوبېشن بايد د يو مسلکي ډاکټر چې د اينتوبېشن په برخه کې ښه تجربه ولري تر سره شي. که ممکن وي بايد د «Rapid Sequence Induction (RSI)» پرته د تنفسي د منځني يا بهرني سيستم څخه استفاده وشي، چې د آيروزولېشن مخنیوی وشي يا يې کچه را ټيټه شي [16]. د ناروغ سره بايد واټن په پام کې ونیسی، چې د څېړنې او يا اينتوبېشن په ترڅ کې د ويډیولارينګوسکوپ «Videolaryngoscop» د کارولو سپارښت کېږي. د عاجل اينتوبېشن په ترڅ کې د ستيتوسکوپ په مرسته د سږيو له کنټرولولو بايد له امکاناتو سره سم ډډه وشي. د ريانيمېشن يا د زړه مصنوعي مساج په ترڅ کې بايد د حفط الصحې ټول موارد په پام کې ونيول شي، چې په کورونا د پرسونل د اخته کېدلو ګواښ کم شي او د ناروغي د خپرېدلو مخنيوی وشي. د اينتوبېشن پروسه بايد ګړندۍ تر سره شي او د اينتوبېشن او مراقبت په ترڅ کې د طبي پرسونل تعداد بايد تر برېده کم وي.
ماشيني تنفس:
هغه کويد ۱۹ يا کورونا ناروغان چې د «ARDS» سره مخ شي، نو د تنفس حجم يې بايد «VT ≤6 ml/kg Standard-KG» او د سا اخيستلو یا د تنفس ورستنی یا اخري فشار يې بايد د «end-expiratory airway pressure ≤30 cm H2O» په بريد کې وي. د «PEEP» اعيارول بايد د «ARDS-Network-Tabelle (FIO2-PEEP-Tabelle)» د شيما په مرسته تر سره شي. د یو بحراني «ARDS» په ترڅ کې بايد د «PEEP» کچه په مناسب ډول لوړه وي، چې د «High-PEEP-Tabelle» په مرسته اعيارېږي [17].
ماشيني تنفس او مرستندي اقدامات:
د «ARDS» او د «PaO2/FIO2 <150 mm Hg» په ترڅ کې بايد ناروغ پرلپسې پړمخې واچول شي، چې د ناروغ د پړمخې اچولو موده بايد له ۱۶ ساعتونو کمه نه وي. په يو شمېر ناروغانو کې د «Hypoxaemia» په بحراني حالت کې د «NO2»، د عضلاتو د نرمښ يا رېلکسانس درمل «Muskelrelaxierung» او د تنفس د آسانتيا تخنيکي مانور کارول کېږي. د يو شمېر ناروغانو د بحراني «ARDS» او د اکسيجن د نيمګړتيا «Hypoxaemia» د «PaO2-FIO2-Quotient <80-60 mm Hg» په ترڅ کې د «venovenouse» د «ECMO» له سیستم څخه کار اخیستل کېږي، چې په سږيو کې د آکسيجن تبادله ممکنه شي. مخکې له «ECMO» لګولو څخه بايد د درمليزې تداوي ټول امکانات وڅېړل شي او ټول اړين درملونه بايد لومړی وکارول شي او بيا د «ECMO» د لګولو پروسيجر پيل شي، مګر په دې برخه کې د ناروغ او يا يې د وکيل او يا يې د کورنۍ موافقه اړينه ده.
اخذځایونه
Literature