کور / نثر / دنوي زړې نړۍ په لور

دنوي زړې نړۍ په لور


  • دادهغي څيړونکي ليکني عنوان دۍ چي سويډني مشهور ژورنايست او څيړونکېWolfgang Hansson  نن ددي هيواد د  aftonbladet په ورځپاڼه کي خپور کړئ دئ .

  • نور هغه وخت تير شو چي امريکا دنړۍيواځينۍلوۍ قدرت ګڼل کيده .

  • روسيه بيا دنړۍ ديو لوۍ واکمن ځواک په توګه را پيدا شوه.

  • په کال 2001کي کله چي جورج بوش د روسي دوخت د نوي جمهور رئيس  ولاديمير پوتين سره وليدل نو ئي ديوي پوښتني په جواب کي داسي وويل ” ما دغه ځوان ته په سترګو کي وروکتل او دي نتيجې ته ورسيدم چي پر ده باور کيداۍ شي” .

  • نو ايا ښاغلۍ ج 0 بوش  به اوس هم خپل نظر سم ګڼي؟

  • نوري دامريکا لپارهغه ورځي تيرۍ شوۍ  چي روسيه  ته به ئ د ماشوم په سترګه کتل .

  • دنړۍ دلوۍ ځواک امريکا  لپاره هغه ورځي تيري شوي چي دبرلين دديوال او دشورو ي ترنړيدوه وروسته ئ پر  نړۍ  واک چليده.

  • اوس موږ ديوي نوي زړي نړۍ په لور درومو 0   ددي خبري ثبوت د قفقاز په ورستيو پيښوکي ليدلۍ شو، چيري چي شمالي ايږ  (روسيه )ددموکراسۍ  کوترۍ ( ګرجستان ) په وهلو وهلو د خپله کوره ويستۍ خو ددموکراسۍ ټيکه دار ( امريکا ) هغه دم نه ځه ليدل نه ئ اوريدل .

  • اوس با يد دامريکا نور نړيوال شريکان دا سوال وکړي که پر دوۍ د ګرجستان حالت ر اشي نو  به واشنګتن څه مرسته ورسره وکړاۍ شي او که نه ؟

  • روسانو دتيلو او ګاز په پيسو خپله اردو تر سږمو مصلح کړيده ، دوۍ دامريکا په کچه فعاله اتومي صلاح لري0 دشوروي تر ړنګيدوه وروسته روسانو سږکال په لمړي ځل خپل نوي راکيټونه د عسکري پراد پر وخت په سره ميدان کي وښودل .

  • دګرجستان په جګړه کي روسانو هغه پرستيژ چي ښاغلۍ پوتين ئ ډير وخت په ارمان وه تر لاسه کړئ

  • د اټول د نوي سړي جګړي  په  معني ندي ولي نړۍ او په خا صه بيا دروسي ګاونډيانو دهغه جملي نه  سويډن ته  ښکاره يو نوۍ پيغام دئ

  • روسانو ګرجستان مجازات کړ ايا داسي ځوک سته چي روسان مجازات کړي ؟