خپله نکتایی می سمه کره او یو کوچنی ګل چی یو دوست می له خارج نه لیګلی وو د نکتایی په سر نصب کړ، بوټان می رنګ کړه او له کوره ووتم.
آسمان شین وو او د لمر رڼایی لا هری خواته خپره وه. د انسانانو سیوري می خپل شاوخوا ته لیدل چی ټول د یو مقصد په لور روان وول، کور.
یو څو قدمه مخکی لاړم او کله چی د سرک سر ته ورسیدم د تکسی راتګ انتظار می ایسته. ها خوا اودیخوا می ډیر وکتل اما تکسی می نظر ته ونه رسیده. ډیر انتظار می وایسته یو دوه تکسی چی په نظر راغلل ما ته یی ونه دروول. د لمر تودوخی زما په سر تاثیر واچاوه د دید توان می له لاسه ورکړ او سر می وګرځید. ژر کیناستم او د یو څو دقیقو وروسته د سرک ها خوا د اوبو د یو نل څنګ ته کیناستم. په معدی می درد راغی، معده می له بیرون نه و موخله او پدی جریان کی می څو ارګه می هم وواهه. ما چی د څو کلو راهیسی د معدی تکلیف درلوده او اکثراً به د روحی او دماغی فشارونو لاندی د اسید افرازات
زیاد شول او په سر به می هم درد پیدا شو.
نکتایی می له غاړی وایستله او د کمیس څو تنی می واځی کړی. بیا می کرتی وایستله اوبه چی سړی هم وی لږ می وڅکلی اولږ می په سر هم واچولی ګنسیت می لږ کم شو او د معدی درد می هم لږ کم شو.
بیرته د سرک څنګ ته لاړم او د تکسی په انتظار ودریدم. د یو څو دقیقو وروسته یوه تکسی راغله. زه چی د یو رستورانت ته تللم، د رستورانت نوم ورته واخیست او په قیمت مو سره خبری وکړی. او تکسی ته پورته شوم.
***
زه چی د دولت مامور ووم او په ډیرو ستونځو سره می د یوی میاشتی معاش د میاشتی تر اخیره رساوه اما بیا می هم پیسی د اضافی مصارفو لکه داسی مخصوصو ورځو لپاره جدا کوول.
په لاره چی تلمه دیخوا و هاخوا به می کتل یو یو کس به می تر نظره کیده او ډیر خلک د تودوخی له آمله بیرون نه وتل. ما خپل لاس د مخ مخی ته نیولی وو چی د لمر د شعاع مخه ونیسم. ورو ورو زما سر آرام شو. سګرت می ولګاوو او یو څو نفسه می په آرامه وایستل، بیا می ګومنځ له جیبه وایستله او سر می هم ګومنځ کړ.
د تکسی چلوونکی سره په خبرو لګیا شوم او د سیاسی مسائیلو نه شروع تر اقتصادی او اجتماعی مسائیلو، پر هر څه مو خبری وکړی. او د چا خبره د زړه کړس مو وباسته.
تکسی چلوونکی چی د شل کلو ځوان وو او ګیره یی په فرانسوی تیپ سره جوړه کړی وو او د سر ویښتان یی چی تور رنګ یی درلوده پورته وهلی وو. او کله به چی کومه ښایسته انجلی د موټر له خوا تیریده نو حتماْ به یی ورته کتل او بعضی جنوکی به یی خو تر ډیری فاصلی پوری په سترګو تعقیبوولی.
تکسی چلوونکی هم چی زه ولیدمه چی سګرت څکووم، خپل سګرت یی روښانه کړ او په ډیره علاقی سره یی خبری کولی. هغه د خپل خبرو په منځ کی وویل چی دوه کاله مخکی دی له ښوونځی نه فارغ شوی دی او دا دوه کاله یی پر له پسی کانکور امتحان کی اشتراک کړی وو خو ښه نتیجه یی تر لاسه نه کړه، نو همدا وو چی د یو دوست نه یی څو لکه روپی په پور واخیستی او دا موتر یی واخیست. اقتصادی وضع یی متوسطه ده.
***
د تکسی چلوونکی سره می ښه بندار جوړ کړی وو. چی یو ځل له سرکه یو ماشوم په منډه تیر شو. دی چی په کیسه کوولو مصروف وو نا څاپی یی برک ونیو او د ټایر آواز یی شاو خوا ټول خلک حیران او وارخطا کړل. جلی هم چی ډیره ډاره شوی او رنګ یی تک سپین شوی وو یو ځل د سر ک مینځ کی ودریده، نه پوهیده چی کوم خوا ته لاړ شی. بعد له یو څو ثانیو فکر نه یی بیرته په حرکت شروع وکړه او په منډه له سرکه تیره شوه. تکسی چلوونکی چی دیر په قهر وو د ژبی لاندی یی څو ښکنځلی هم وکړې. ځان یی کنترول کړ او بیر ته یی په حرکت پیل وکړ.
یو څو متر ه چی مخکی لاړو رستورانت می تر سترګو شو اما هیڅ څوک د رستورانت مخی ته نه لیدل کیدل. په زړه کی می وګرځیده چی زه به خو ډیر وخته نه یم راغلی، ساعت ته می وکتل شپږ نیمی بجی وی دومره وخته هم نه وو لمر لویدلی وو. موږ یی پنځه بجی رستورانت ته غوښتی وو. له ځانه سره می فکر کاوو چی وخته خو ندی نو ولی هیڅ څوک د رستورانت مخی ته نه لیدل کیږی.
د تکسی پیسی می ورکړی او د رستورانت د دروازی په لور می حرکت وکړ. له جب نه می کارت راویسته او بیا می ولیده چی رستورانت می غلط کړی نه وی خو چی و می لیده رستورانت می غلط کړی نه وو. اما خلک ولی نه ښکاره کیدل.
بیر ته می د روازی په لور حرکت وکړ.
دروازی ته چی نژدی شوم د رستورانت کارکوونکی ته می کارت وښود، هغه کارت ته وکتل او بیا یی ما ته وکتل او وی ویل
\”وروه تا ته یی څه ندی ویلی…. \”
ما ویل \” نه\”
هغه ویل \” د شاه ماما مړ شو. \”
ما ویل \” زه خو خبر نه ووم… انا لله و انا الیه راجعون… څه وخت مړ شو. \”
هغه ویل \” دری ورځی کیږی\”
ما سر و خوزاو او ومی ویل
\” زه خو خبر نه یم…. څنګه مړ شو.\”
هغه ویل \” زه هم دقیق خبر نه یم خو یو چا وویل چی د هند سفارت مخی ته چی انفجار وشو په هغه انفجار کی دی هم شهید شوی دی. \”
ما چی دا خبره واوریده ډیر خواشینی شوم، اوف می و ایسته او له رستورانت نه بیرون ووتم.
مازیګر ۷:۶ بجی د ۱۳۸۷ کال د چنګاښ ۲۶
سره مینه- کابل، افغانستان