کور / راپور / طالبانو د افغان دولت لخوا د زندانيانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی

طالبانو د افغان دولت لخوا د زندانيانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی

طالبانو د افغان دلوت لخوا د هغه بنديانو راخوشي کول ستايلي دي، چي د ولسمشر اشرف غني په حکم له بګرام، هرات او پلچرخي زندانونو څخه خوشي سول.

تېره ورځ د هرات له مرکزي محبس څخه ۳۷ طالب زندانيان له بنده ازاد سول.

همداراز دوې ورځي وړاندي د پلچرخي له محبس څخه ۱۷۱ تنه طالب زندانيان خوشي سول.

طالبانو نن د سه شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کي ويلي، چي د بنديانو راخوشي کول يو ښه ګام دی او هيله لري چي دا لړۍ به دوام پيدا کړي.

افغان ولسمشر اشرف غني د اختر په ورځ وويل، چي د ښه نيت په خاطر به  شاوخوا ۹۰۰ طالب بنديان خوشي کړي.

د طالبانو په اعلاميه کي ويل سوي، چي د حکومت لخوا په خوشي  زندانیانو کې یوازې ۲۶۱ تنه د دغه ډلې وسله وال شامل دي او وايي، پاتې هغه کسان دي چې د «غلطو» معلوماتو په اساس زنداني سوي دي.

په کابل کي د امريکا سفير جان بس هم د حکومت لخوا د بنديانو د ازادولو هرکلی کړی دی.

نوموړي ويلي، چي دا کار به تلپاتي سولې او پخلاینې ته د رسېدو لپاره د یو بل له منلو څخه منشاء واخلي.

هغه ویلي چي بل مقابل د افغان حکومت زندانیان طالبان نه خوشي کوي، بلکې د افغان سرتېرو لخوا د عملیاتو پرمهال خوشي کېږي.

تبصرې پرانیستي‌

  1. طبیعی خبره ده