هغی په وارخطایی وویل
\” دادی څه وکړل.\”
\”څه می وکړل\”
\”دا وینی نه ګوری\”
\”هو وینم یی څه خبره ده\”
\” لکه چی څیری شوه… اوس به څه کووم.\”
\”څه څیری شوه\”
\”پرده \”
\”فکر به دی نیولی وو\”
\” بیخی می له هیره ووته\”
\”لیونی\”
\”اوس به څه کووم\”
\”څه به کوی … کوم کار به وکړو.\”
جلی د پښو په مینځ کی یوه پاکه تکه چی تل به یی په خپل دستکول کی ساتله، کیښوده پطلون یی کش کړ او هلک ته یی وویل
\” زه دی سپکه کړم\”
\” ما څه کړای دی … خپله دی په خوښی ما ته راغلی. دا به دی له وخته فکر کړای وای… اوس خبره له خبری تیره ده. زه به دی نه پریښودم. اوس … \”
\” ما خو یواځی د مینه کوولو لپاره بللی وی خو تا… \”
\” بس که نور… تا په خپله ویل چی داخل یی که … کلک دی نیولی ووم … ما خو نه غوښته. \”
\” خدای پو هیږی زما زړه کی له اوله ګرځیده چی ته به همداسی وکړی… لیونې شوم. هر څه می له هیره ووته… خدایه اوس به څه کووم، که امیدواره شم \”
\” څه به کوی… وبه یی غورځوې. \”
\”ولی زما او تا ماشوم دی… ولی به یی غورځووم.\”
\” زه اوس ماشوم نه غواړم\”
\” ولی مینه کولای شی او ماشوم نه غواړی… بیا تا خو ویل چی له ما سره به واده کوی \”
\”هو ویلی می وه، خو زه اوس محصل یم د خپل له مصارفو کله وتلای شم چی ماشوم او مور یی و پالم.\”
جلی چی رنګ یی تک سپین شوای وو، په وارخطایی له ځایه پاسیده او د هلک څنګ کی کیناسته او په پسته او نرمه ژبه یی وویل
\” دواړه به کار وکړو.\”
\” څه کار به وکړو… پنځه میاشتی شو چی زه بعد له وخته کار پسی ګرځم او پیدا کولای یی نشم. ته به څه وکړی. \”
\” یو کار به وکړم. \”
\”څه کار به وکړی.\”
\” زه به په کوم مکتب یا کورس کی درس ورکړم… خو ته هم یو کار وکړه او مور دی زموږ کور ته ولیږه. شاید اوس می مور راضی شی . که راضی نه شوه بیا به محکمی کی واده وکړو… خدای مهربانه دی شاید یوه لاره او چاره پیدا شی.\”
\” څه لاره او چاره به پیدا شی… له آسمانه خو ډوډی نه لویږی… یا ولیږی. ته به دومره پیدا نکړی چی حتی ستا د فیشن مصارف پوره کی. مور دی هم د امریکی او جرمنی خوبونه ګوری ولا که دی ما ته راکی\”
\”زه نه وایم چی له آسمانه به ډوډی ولویږی. خو که زه بی عابه شم بیا مجبور کوم کار وکړم. \”
\”څه به وکړی\”
\”مجبور ورور ته می ووایم. ته خو هغه پیژنی… اول به ما مړه کی او بیا که تا مړ نکړی، ژوندی دی هم نه پریږدی\”
\” ښه نو خبره دی اوس دی ته ورسیده چی ما له خپل وروره بیروی… دومره چی با غیرت دی خپل خور به یی ښه تربیه کړی وای او ښه او بد به یی ورته ښودلی وای \”
\” ښه نو اوس ته ما سره واده نه کوی\”
\” نه، نه یی کووم… ځه لاس دی خلاص. چی هر څه کولای شی صرپه ونه کی .\”
\”زه خو هیڅ نه کووم… هر څه چی کوی ورور به می کوی. که ما هم ووژنی قبول می ده خو تا ته به هرومرو جزا درکړی. \”
هلک له ځايه جګ شو لاړ او موټر یی چالان کړ. شاته راغی او انجلی ته چی د سیند غاړی کی ناسته وه او ډیره ستومانه او په قاره ښکاریده، نږدی شو د موټر آواز یی وایسته او انجلی نه یی د پورته کیدو غوښتنه وکړه. هغه مخ دیخوا او هاخوا تاو راتاو کړاما بله لار یی و نه مینده نو همدا وه چی له ځایه پورته شوه لمن او پطلون یی پاک کړ او د پښو له مینځه تکه وباسته، لری یی ګوزار کړه او حرکت یی وکړ.
هلک موټر چالان کړ او د نیم ساعت وروسته یی جلی ته چی په ټوله لار کی ژړل وویل
\” ښه ده صبا به محکمی ته لاړ شو.\”
\” رښتیا وای.\”
\” هو لاړ به شو خو… یو ځل بیا دی مور سره و غږیږه، که قبول یی کړی ښه ده ابرومندانه به په هوتل کی واده وکړو.\”
\” ښه صحیح ده زه به ورسره وغږیږم اما ته دی هم تندی لږ ورین که، که نه بیا له موټره ښکته کیږم\”
هلک په خندا شو او وی ویل
\” آخیر دی خپل کار وکړ… نوش جان دی شه.\”
\”څه نوش جان می شه … برباده دی کړم اوس وای…\”
\”ښه خو زه او ته پوهیږو\”
\”صحیح ده.\”
هلک ته په یاد شوو چی ټولو به ورته ویلی چی له دی انجلی سره دوستی مه کوه، خو دی پری مین شوی وو او بله چاره یی په نظر نه راتله.
جلی موسکنی شوه داسی ښکاریده چی د خپل د کلونو امید ته رسیدلی وی هیڅ یی و نه ویل او لاسونه یی سره یو ځای کړل، د غاړی تر شا یی وی وړل، شا ته یی تکیه ووهله او سترګی یی پټی کړی.
هلک چی مخامخ سرک ته کتل د مو ټر سرعت یی زیاد کړ او دسترګو په رپ کی له ساحی بیرون ووته.
د زمری پنځمه ۱۳۸۷ کال
د وزیر محمد اکبر خان مینه، کابل