لنډه کيسه
لیکوال: نورالله غازي
د مازديګر اذان وشو، غرڅه ګل خپل لاسي ساعت ته وکتل، لمانځه ته نيم ساعت پاتې و، وزې يې په زړه شوې. ده پينځه پسه وزې درلودې، چې سهار به يې له کښتونو نه لرې بېوې او غره ته به يې شړلې، مازديګر به مخې ته ورتلو او بېرته به يې کور ته راوستې. له کوره ووتو، له کښتونو او پټيو چې لږ ورتېر شو، پر وړې غونډکۍ وروخوت، چې بلې خوا ته اوښتو، لاندې په هواره لمنه کې يې يوې ډلګۍ ته پام شو، عجيبه صحنه وه، ټيټ ټيټ لاړو د يوه لوی ازغي تر شا کرار کيناست، سترګې يې وازې پاتې شوې، سر يې وخوځاوه:
ــ توبه خدايه توبه! نور به څه حال شي….؟
دوه کسه اوږده پراته وو، له پاسه پرې خړ څادرونه خواره شوي وو، د دوو کسانو لاسونه تر شا تړلي وو، نورو چې وربوزونه يې وهلي وو، همغسې ټوپکونه مخامخ کسانو ته نيولي وو:
ــ ډوو، ډوو، ډووووو . . . .
عجیب شی يې خولې نيولی و، لکه وړه راډيو، پشا يې پورته کيده، يو کس په بيړه بيړه غږيدو:
ــ اورې!… اورې! راکيټي سيب…! توپان، توپان!، دوه کسه مو شيدان شوي، دوه کسه مو جاسوسان نيولي، چې ووس به خپله سزا وګوري . . . .
غرڅه ګل بيا ساعت ته وکتل، لس دقيقي وتلې وې، د غره پر لور يې وکتل، وزې يې ورو ورو پر نرۍ لاره راروانې وې، زړه يې يو څه ډاډه شو، بېرته د مخامخ ټولي پر ليدلو بوخت شو: يو کس چې لاسونه يې پرې تړلي وو، راچپه يې کړ، څو کسو يې پښې ورته ونيوې، د کس پښې ښکارېدې چې خورېږي، نور يې اواز نه اوريدل کيدو، نورو ټولو په يوه خوله ويل:
ــ الله اکبر! الله اکبر . . . .
د غرڅه ګل چې پام شو، وزې يې ده ته راورسېدې، ډکې ګيډې د کور پر لور روانې وې، ده چې ساعت ته وکتل جمعې ته څه کم لس دقيقي پاتې وې، يو ځل خو يې زړه کې وويل، چې ځان پرې وګوري؛ خو وروسته يې وويل، چې له دوی سره بند شوې جمعه درنه تېرېږي.
***
ډله کليوال د زاړه جومات په خوا کې پر اوږده چارپره تير ناست وو، غرڅه ګل ورته د نن ورځې د ليدلې پيښي کيسه راخيستې وه، ټول له خندا نه ورته شنه وو، دوی پر همدې کېسو بوخت وو، چې وربوز وهلې ډله د جومات له څنګه تېره شوه، د جومات نه لاندې په يوه پټي کې سپين ږيري کار کاوه، چې ناڅاپه ټوله ډله پر پوله ورته ودريده، ټوپکونه يې پرې د پاسه ونيول:
ــ شور ونه خورې!!
سپين ږيری ناڅاپه له ځايه راپورته شو، ويريدلې بڼه يې خپله کړه، خو چې د ماشومانو په لاسونو کې يې لرګين ټوپکونه وکتل، لوټې يې پسې ټولې کړې، د ماشومانو په خوا کې ګردونه پورته شول، دوی په خندا ترې وتښتيدل. د جومات په خوا کې کليوال له خندا نه کاږه واږه کيدل.
پای