د سهار اوه بجی وی. د لمر وړانګی نری نری د د نیا د حصاروولو په تمه راوتلی وي. لا دنیا یی توده کړی نه وه چی باران پیل شو او ځمکه یی په خټو و پو ښووله. باران ورو ورو پیل شوی وو . ژمی وو کله باران ا و اکثراْ به واوری اوریدلی او هر ورځ به له بلی ورځی نه سړه وه. ورځی ډیری لندی، شپی اوږدی او ډیری سړی وی.
کاکا فضل چی د سړو له امله یی شپی هم صحیح خوب نه وو کړی په ډیر زحمت سره یی د څو کالیو په اغوستلو سره ځان تود کړی وو. پدا فصل کی چی بی له بخاری او یا نورو امکاناتو ژوند کوول حتی ناممکن بریښیده، د کاکا فضل په کور کی د یو زوړ دیزلی اشتوپ نه پرته هیڅ شی نه وو. په هغه به یی تمامه ورځ پخلی کاوو او د شپی له خوا به یی په صندلی کی د تودیدو لپاره تری استفاده کوله. هغه به هم هر وخت له تیلو ډک نه وو. کله به هم په تیلو کی خلکو اوبه ګدولی.
هغه اول بام پورته شو تر څو وګوری چی ناوه پاکه ده او اوبه تری راځی که نه له دی نه ډاریده چی لکه تیره اونی بیا یی کوټه ونه څڅیږی. بیرته چی راغی بوټان یی چی په خټو ککړ شوی وو د دهلیز په پیل کی له پښو وباستل او په یوه پاکه تکی او اوبو یی ومینځل هغه چی مجبور وو له کوره ووځی او فابریکی ته لاړ شی. د بیرون لپاره یی خپلی زړی او ډبلی جرابی چی څو ځایه یی سوری شوی هم وی، واغوستل. په سر یی خپلی د دریو کالو زړی موزی چی څو ځله ګندل شوی هم وی ا و لا هم تری اوبه تیریدلی او کله کله به چی په خټو کی ګرځید ه نو له ډیر نم ا وخټو له امله به یی پښی بوډی وهلی او په خټو ککړ شÙ
�ی وی، په پښو کړل.
یوه زړه دریشی یی له یو زوړ کمیس سره چی هیڅ یی نه خوښیده اغوستی وو او دکار په لور روان شوی وو. که څه هم چی کمیس یی هیڅ نه خوښیده خو له مجبوریته یی اغوستی وو. څه یی کړی وای نور یی نه درلوده. یو زوړ جمپر چی اوږده او پشمی خوله یی درلوده او خوله یی هم په سر کړی وه، آغوستی وو. په جمپر یی هم ډیرو خندلی اما څه یی کړی وای نور یی نه درلوده چی اغوستی یی وای . دومره اقتصادی توان یی نه درلوده چی قیمتی جامی او جمپرونه واغوندی. مجبور وو چی د همدا کالو په اغوستلو سره خپل ورځی او شپی تیری کړی.
کاکا فضل دری کوچنی ماشومان هم درلودل چی یو یی یوولس دویم یی اته او بل یی پنځه کاله عمر درلوده. د ماشومانو ښوونځی د ژمی د رخصتی له امله تړلی وو نو همدا وو چی دوی تصمیم و نیو ترسو له خپل پلار سره د اقتصادی مرستی په خاطر کار وکړی. دوی به له خپل پلار سره فابریکی ته تلل. او تر مازیګر به یی په ډیره تلوسی کار کاوو.
***
کاکا فضل د دوه لسیزو را پدیخوا د کیک او کلچو په فابریکه کی کار کاوو او تقریباْ پدی مسلک کی مسلکی شوی وو، په څو فابریکو کی یی کار کړای وو او د هغه له جملی نه یی شپږ اووه کاله کیده چی پدا اوسنی فابریکی کی کار کاوو. له خپل کار نه یی هیڅ هم نه خوښیده، خو د بل یو کار توان یی هم په ځان کی نه لیده. که څه هم چی د هغه عمر دومره زیات نه وو… د څلویښت ـ پنځه څلویښت کالو به وو اما د معیوبیت او بیساری بیکاری له امله یی نه بل کار کولای شو او نه هم پیدا کولای شو. که څه هم چی هغه د کار کوولو لپاره ډیر زیات مال او شته هم نه درلوده، خو دومره یی درلوده چی د چا خبره خول
ه او لاس کیده. ژوندی وو او خوشحاله هم وو چی خلک یی په نیک نامه یادووی او ورته احترام کوی او بد یی نه وایی.
هغه به د خلکو په غم او خوشحالی کی تل شامل وو او تل به یی د خلکو د نیکی او ښیګنو لپاره دعاوی کولی او له زړه یی غوښتل چی ټول شاو خوا ګاونډیان یی خوشحاله وی او هغه په نیکی یاد کړی. که څه هم چی شته یی نه درلودل اما بیا هم د میلمنو په راتګ به ډیر خوشحاله کیده او دده په کور کی به همیشه یو څو کسه میلمانه موجود وو او ده به یی د زړه له کومی قدر او عزت کاوو.
هغه چی پنځه کاله مخکی د کومی ناروغی له امله د معدی عملیات هم کړای وو، ژر ژر به وږی کیده نو تل به ورسره یو ټوټه وچه ډوډی وه، تر څو خپله ګیډه پری مړه وساتی. او د ورځی به یی پنځه شپږ ځله ډوډی خوړله.
کاکا فضل له خپل ماشومانو او نورو ماشومانو سره ډیره مینه درلوده. او په مخه به یی چی کوم ماشوم راغی نو په خوږو خوږو خبرو به یی ورسره مجلس شروع کړای وو.
***
نن ورځ کاکا فضل چرت یو څه خرابه شوی وو. په کور کی یی هم دخپلی ښځی سره د کور د مصارفو په سر جګره کړی وه او له ډیره قهره یی خپل کوچنی هم وهلی وو او پرته له دی نه چی په کور کی ډوډی وخوری په لوږی نس له کوره وتی وو. او د کار په وخت کی یی هم چی ماشوم یادیده نو ډیر به خفه شو، اماڅه یی کړی وای.
د غرمی یوولس بجی وی چی د هغه لوږه زیاته شوه نو له ځایه جګ شو او حرکت یی وکړ. پخلنځی ته ننوت او یوه تیږه چی د وړو د کندو په سر ایښی وه او وچه ډوډی به هم همالته ساتله کیده جګه کړه. تیږه یی له ځایه جګه کړه چی سریی وګرځیده، ولوید او تیږه یی په پښو ولویده. کاکا چی تیږه یی په پښو ولویده آه یی وکړ او په ځای ولوید.
دهغه د ژوبلیدو آوازه ژرپه ټوله فابریکه کی خپره شوه او ټول یی د هغه په لور جلب کړل چی پخلنځی کی بی سده پروت وو. دوی چی نږدی شول په منځ کی یی د کاکا فضل دویم زوی هم وو چی د پلار لیدو له پاره یی منډه کړه، اما چا ورته لاره ورنکړه چی پلار ته نږدی شی. پوه نه شو چی په پلار یی څه شوی دی.
\”څه خبره شوی … څه خبره شوی. \”
کوم چا له اخیر قطاره غږ کړ
یو نفر چی بی سده کاکا فضل ته دیر نږدی ولاړ وو، ځواب ورکړ
\” لکه چی پښه یی ماته شوی ده. حرکت نه پاتی او شنه اوښتی ده…. مرسته وکړی چی روغتون ته یی یوسو.\”
د کاکا فضل زوی چی خبرو ته غوږ نیولی وو ددی خبری په اوریدو یی یوه چیغه وکړه او په ځای ولوید. یو ساعت وروسته چی په حال راغی ځان یی روغتون کی د پلار تر څنګ و موند.
یادونه اوس چی دا دومره لرګی، ګازی دستګاوی او نور په کابل کی پیدا کیږی او بعضاْ ډیر ارزان هم دی، څو کاله د مخه دومره تسهیلات او امکانات نه وو. مننه
۱۳۷۸ کال ژمی
کابل، افغانستان