ژباړه :حکمت الله حمزه
یو سړی څلور زامن درلودل غوښتل یی چی زامنو ته په ژوند کی د زر قضاوت نه کولو فن ورذه کړی سړی زامن لری پرتی سیمو کی په مختلفو موسمونوکی د
ناک د ونی د څرنګوالی په خاطر ولیږل اول ځوی په ژمی دوهم په پسرلی دریم په دوبی او څلورم ځوان ځوی یی په منی کی ولیږل د پلټنی او څرنګوالی د لیدلو څخه د بیرته راکرځیدلو وروسته سړی زامن راوغوښتل چی تری و پښتی څه مو ولیدل اول ځوی یی وویل چی ونه ډیره بدرنګه تاوه راتاوه او خرابه وه دوهم ځوی وویل نه نه داسی نه ده تکه شنه غوټی غوټی ګلان او د میوو د امیدونو ښکاریده دریم ځوی یی وویل ځه یی نه منم داسی بیخی نه وه د بار څخه ډکی خوږ بوی اوزړه راښکونکی ونه وه چی له دی څخه مخکی ما نه وه لیدلی څلورم ځوی مخالفت وښود چی تاسو ټولو درواغ وویل میوی له ډیری پخوالی له کبله زوړندی او راغورځیدلی او عمر یی پوره او د ژوند اخری پړاو یی وه سړی خبره راغبرګه کړه چی تاسو ټولو سم وویل یو یو موسم مو لیدلی سړی وویل تاسو هیڅ کله د یوی ونی یا یو سړی د اصلیت ،خوښی،مینه ،طبیعت او مهربانی په یوه موسم کی نه شی معلومولای ترڅو د ژوند ټول موسمونه یی ونه ګوریی که په ژمی باوری شوی د دوبی ښکلا د پسرلی شینوالی او د منی تکمیلیدونکی شیبی به له لاسه ورکړی نو هیڅ وخت د ژوند د یو سخت موسم په وجه قضاوت مه کوی د یو موسم درد به مه پریږدی چی د ټول ژوند خوشحالی ،ارامتیا او کامیابی درتباه کړی