حکومت ادعا کوي چي پنځلس تنه اورپکي يي وژلي او شپيته تنه يي نيولي دي
پيښور(هيوادخبر)د هنګو په مختليفو سيمو کښې پوځي عمليات روان دي او حکومت ادعا کوي چي پنځلس تنه اورپکي يي وژلي او شپيته تنه يي نيولي دي په هنګو ښار کښې څلور ساعته ګرځنده بنديز ليري کړل شويدي دخبري سرچينو تر مخه د هنګو په سيمه زرګړۍ شنه وړۍ باندې د امنيتي ځواکونو واک ټنيګيدو وروسته په اړوند سيمو کښې عمليات دوام لري چي پکښې سپکې او درنې وسلې او ورسره د ګڼ شپ هيلي کاپټرو څخه هم کار اخستل کيږ ي دپوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس رسنيو ته ويلي دي چي په هنګو کښې دروانو عملياتو په ترڅ کښې پنځلس تنه اورپکي وژل شوى او شپيته نيول شويدي د عملياتو پرمهال پنځه سرتيري هم ژوبل شويدي.
تيرا کښې لادرنه جګړه روانه ده
پيښور(هيوادخبر) د خيبرايجنسۍ په سيمه تيرا کښې لادرنه جګړه روانه ده د لښکر اسلام اوانصارالسلام پلويان ديوبل پرضد له درنو وسلو څخه استفاده کوي د لښکر اسلام ډلې ادعا کړيده چي د مخالفې ډلې څخه يي ځينې سيمي نيولي دي ديادونې وړ ده چي په تيرا کښې له تيرو دوو کالو څخه د دغو دوو ډلو ترمنځ وخت ناوخت نښتې کيږي او له امله يي دواړو خوا ووته درانه تلفات اوښتي دي .
پاکستان به دخپل ځان څخه دفاع وکړى =اويس غني
پيښور(هيوادخبر) دصوبه سرحد ګورنر اويس احمد غني خبردارى ورکړ چي پر قبايلي سيمو د امريکا بريد به د ټولي نړۍ لپاره د سخت خطر بنسټ شي فرانسوي خبري سرچينې سره په مرکه کښې ښاغلي اويس غني وويل د امريکا دولس مشرۍ ټاکنو ته کانديد بارک اوباما دي پرقبايلي سيمو د بريد په هکله بيانونه ورکولوڅخه ډډه وکړي نوموړي زياته کړه نړيوالو قوتونو ته پدغه خبره پوهيدل پکار دي چي جمهوري يا پوځي حکومت دعوامي جذباتو په ضدد ترهګرۍ په ضد جګړه کښې شامل نشي پاته کيدلې ښاغلي اويس غني خبردارى ورکړى چي پر قبايلي سيمو د بريد په صورت کښې به پاکستان دخپل ځان څخه دفاع وکړى او په زرګونو قبايلي به د امريکا د تيري په وړاندې ودريږي.
دډيزلو او پيټرولو په نرخ کښې زياتوالي
پيښور(هيوادخبر) دډيزلو او پيټرولو په نرخ کښې د زياتوالي راوستلو غوښتنليک ومنل شو د اوګرا لخوا دپيټرلو نرخ لس کالدارې اووه نيمي پيسې او دډيزلو نرخ نهه کالدارې پنځه نيمي پيسي زياتولو غوښتنليک لومړي وزير ته ليږلۍ وو چي د لومړي وزير لخوا ومنل شو د شخصي ټلويزون تر مخ لومړي وزير دتيلو نرخ زياتولو غوښتنليک منلو سره وويل په نړيوال مارکيټ کښې د تيلونرخ زياتيدو له امله مونږ اړيو چي د تيلو په نرخونو کښې زياتوالۍ راولو او حکومت اوس نور د دې توان نه لري چي دتيلو په اړه نرخونه په ځاى وساتي.
د پيښور پوليسو چاوديدونکي مواد کشف
پيښور(هيوادخبر) د پيښور پوليسو دبانه ماړى په سيمه کښې چاوديدونکي مواد کشف او له منځه يي يووړل د پوليسو دوينا ترمخه د بانه ماړى پوليسو تاڼه په بمونو الوزولو د پلان خبر ترلاسه کولو سره مو وتاڼه ته نږدي چاويدونکي مواد ترلاسه کړل او له منځه مو يووړل .
عبدالطيف افريدي =حکومت د قبايلي سيمو حالاتو ته پاملرنه ونه کړه
پيښور(هيوادخبر) دعوامي نيشنل ګوند مخکښ او د پيښور دوکيلانو د اتحاديې رئيس عبدالطيف افريدي ويلي دي چي مرکزي حکومت د قبايلي سيمو حالاتو ته پاملرنه ونه کړه ځکه اوس حالات دومره خراب شول اوخبره اوس دامريکا تر بريد پورې راغلې ده په پيښور کښې د عوامې نيشنل ګوند فاټا د غونډې وروسته مطبوعاتى کنفرانس کښې ښاغلي افريدي وويل چي عوامي نيشنل ګوند پرخپله خاوره د هرډول بهرني تيري غندنه کو ي حکومت دي په قبايلي سيمو کښې د قانون دواکمنۍ لپاره اقدامات وکړي ښاغلي افريدي زياته کړې چي تر هغه وخت پورې په پاکستان او په ځانګړې توګه قبايلي سيموکښې امن نشي راتلې چي ترڅو حکومت دافغانستان په هکله په خپله تګلاره کښې بدلون رانه ولي عبدالطيف افريدي د قبايلي سيمو انتظامي چارې صوبه سرحد ته سپارلو غوښتنه هم کړيده.
ډيره بګټي =دڅلور سرتيرو په شمول پنځويشت تنه وژل شوي دي او ترشل زيات ژوبل شويدي
پيښور(هيوادخبر) د بلوچستان ايالت د ډيره بګټي په سيمه کښې د امنيتي سرتيرو او بلوڅووسلوالوتر منځ په نښته کښې دڅلور سرتيرو په شمول پنځويشت تنه وژل شوي دي او ترشل زيات ژوبل شويدي امنتي سرتيرو د عملياتو پرمهال په لوړه کچه دوسلې او چاوديدونکو موادو د نيولو خبر ورکړيدي دشخصي ټلويزون دراپور ترمخه په عملياتو کښې 25 تنه وسلوال بلوڅ جنګيالي يوانجنير او څلور تنه امنيتي سرتيري شامل دي او 9 تنه نيول شوي هم دي بلخوا ته بلوڅ ياغيانوادعا کړيده چي په نښته کښې يې امنيتي سرتيرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
په سوات کښې عملياتو ته چمتوالۍ نيول کيږي
پيښور(هيوادخبر) په سوات کښې عملياتو ته چمتوالۍ نيول کيږي دشخصي ټلويزون ترمخه امنيتي ځواکونو په سوات کښې دامن لوظنامې دماتيدو په صورت کښې هلته په پراخه کچه عمليات ترسره کولو پريکړه کړيده د سوات په سيمه فضاګټ ،چارباغ او نورو سيمو کښې نوې امنيتې پوستې جوړې شوې او د سرتيرو په شمير کښې زياتوالۍ راوستل شويدي او هلته ځاي په ځاي سرتيرو ته د چمتواوسيدلو امر شويدي بلخوا ته طالبانو هم دعملياتو د پيل کولو د خطر ترمخه چمتوالۍ نيولي دى تيره ورځ دمولانا فضل الله په مشرۍ غونډه کښې د سوات سيمي په پنځوسو برخو ويشلو او هره برخه يوه قوماندان ته سپارلو پريکړه شويده .
*