د امريکا راتلونکې ولسمشريزو ټاکنو ته کانديدان (ريپیليکن جان ميکين او ډيموکراټ بارک اوباما) په ډاګه کړي که د امريکا ولسمشر شي، افغانستان کې به د امريکايي ځواکونو شمېر زيات کړي. د دې همغږۍ سره سره، دواړه کانديدان په يو بل د افغانستان په اړه د لږو معلوماتو د لرلو توورنه لګوي.
نن جان ميکين خبريالانو ته وويل چې نوموړی به درې کنډکونه افغانستان ته وليږي. د واشنګټن پوسټ په وينا کله چې هغه وپوښتل شوچې د اوباما سره يې د افغانستان په ستراتيژۍ کې څه توپير دی؟ نوموړي وويل. ((اوباما هيڅ ستراتیژي نه لري. هغه يوازې په افغانستان کې د پوځونو زياتوالی غواړي او د سيمي په اړه ډير کم معلومات لري. اوباما هيڅکله افغاسنتان ته نه دی تللی او په دغه هيواد کې يې د امريکايي جنرالانو سره مخامخ نه دي ليدلي او نه هم د هغوی له اړتياوو خبر دی.))
خو اوباما وايي چې په سينيټ کې د بهرنيوو چارو د کمېټي مشر وو او په بهرنيو حالاتو د ميکين په پرتله ښه خبر دی. د نوموړي ويب سايټ ښئ چې هغه به په نزدې راتلونکي کې افغانستان، عراق او څو نورو منځني ختيځو هيوادونوته لاړ شي. بارک اوباما وار دمخه ويلي چې افغانستان ته بايد نور لس زره پوځيان وليږل شي .
د بارک اوباما ويب سايټ څرګندوي چې افغانستان ته بايد ډيره پاملرنه وشي کنه نو حالت به يې ډير زر د عراق نه هم بدتر شي. هغه څو ورځي مخکې د کرزي په حکومت تور لګولی وو چې د حکومتي چارو په بريالي چلولو کې پاتې راغلی. اوباما همدارنګه د پاکستان په اړه سخت دريځ لري او مياشت وړاندې يې ويلي وو چې که پاکستان په خپلو قبايلو سيمو کې د ترهګرو مخه نه شي نيولی نو امريکايي پوځيان بايد هلته ننوځي او ترهګر وځپي.
السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته،
پخوانی شوری اتحاد خپل ډیر فوجونه او شوبلې زمونږ په هیواد کې وازمویل خو کومه مثبته نتیجه یی ورنه کړه ولې چې دافغان ولس د هیلواو غوښتنو خلاف یی لاس پورته کړلوپه همدې شکل د امریکا کړنلارهم مخکې درومی که چیرې دوی ټوله امریکا هم دافغانستان داشغال لپاره وګوماری او ورسره ورسره بېګنا انسانان وژنی او دهیواداستقلال په خطر کې واچوی نو باوری یم چی انجام به یې د پخوانی روس څخه هم بدتر وی
انشا الله
د امريكا د ديموكرات كانديد څرګنده كړې ده كه ولسمشر شي نو په افغانستان كې به خپل ځواكونه ډير وي زما په اند بايد امريكا لومړى افغاني ځواكونه تقويه كړي او بيا يو ښه وطنپال حكومت د خلكو په خوښه تعين كړي اوسى حكومت كې فساد په اخري ګچه رسيدلى خلك د حكومت څخه ورځ په ورځ واټن اخلي نو غربيان بايد په خپلو سياست كې دې د سره څخه غور وكړي او نور د افغانستان د خلكو لپاره شاهد دغه عمليات د منلو وړ ندي