د خوست ولايتي روغتون ټولو ډاكټرانو او د عامې رغتيا رياست يو شمير كاركونكو د كار د نه كولو اعلان كړى
د كاربندۍ په دغه اعلان كې لسګونه ډاكټران برخه لري. دوى د تيرې ورځې راپديخوا د خوست په ولايتي روغتون كې پرته له عاجلو پيښو د نورو ناروغانو له كتلو ډډه كوي.
دوى له دولت څخه د نوى پيل شوي روغتون معياري جوړنه ، وركړل شوې دوه سوه جريبه ځمكه او د سرپنا غوښتنه لري.
خو خوست والي د دوى دغه كار بندي يو غير قانون ګام بللى.
د خوست ولايت دغه شمير ډاكټرانو د تيرې ورځې راپديخوا په ولايتي روغتون كې ټولې روغتيايي چارې په ټپه درولي دي.
دوى له عاجلو پيښو پرته نور هيڅ ډول ناروغان نه ګوري.
دغه شمير ډاكټران چې د عامي رغتيا رياست يو شمير كاركوونكي يې هم ملاتړي دي له دولت څخه درې غوښتنې لري.
دوى وايي چې د نوي دوه سوه بستريز روغتون چارې په غير معيار ډول روانې دي او په نقشه كې يې ستونزې دي همدارنګه هغه دوه سوه جريبه ځمكه چې د جمهور رئيس په فرمان دوى ته وركړل شوې وه د خوست ادارې په نورو برخه كې كار ولې، او بله غوښتنه يې د سرپناه ده چې په وينا هيڅ ډاكټر ته د سرپناه لپاره ځمكه نه ده وركړل شوې.
د كاربندې دغه اعلان چې د تيرې ورځې راپديخوا شوى دى ، ناروغان او ناروغ لرونكي يې له سختو ستونزو سره مخامخ كړي دي دوى له دولت څخه غواړي چې د دوى ستونزې ژر تر ژره ور هوارې كړي.
بلخوا خوست والي د دوى دغه ګام غيرى قانوني بللى دىاو وايي چې دوه سوه جريبه ځمكه دوى په معين وخت كه نه ده كارولې او همدارنګه د سرپناه ستونزه يې د ځينې ډاكټرانو شخصي غوښتنه وبلله .
د خوست د والي په وينا كه چيرې هر ارګان د يو كال په موده كې له ټاكل شوې ځمكې ګټه پورته نه كړي نو زراعت رياست حق لري چې ځمكه بيرته واخلي.
ډاكټرانو ګواښ وكړ چې كه د دوى غوښتنو ته دولت مثبت ځواب ونه وايو نو د عاجلو ناروغانو له كتلو به هم ډډه وكړي او كاربندي به لا پسې وغځوي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه
ټولو ورونو ته سلامونه،
دایو حقیقت دی چې ډاکټر دټولنې خدمت ګاردی او باید په پوره ایماندارې سره خپله دنده ترسه کړی ډاکټر باید دمادیاتو په وړاندې د خپل ګران هیواد دخوار ولس دخدمت څخه بايد ځان شاته نه کړی دخوست به روغتون کې جګه شوې مسله چې یوشمیر بېسواده ډاکټرانو بکې دخپلې بېسوادۍ مظاهره کړې ده د امیربادشاه منګل او مجید منګل دسېسه ده چې بېسوادان یی له ځان سره مل کړی او دخوار ولس دخدمت څخه یې ځان نونه ګوښه کړی دی .
امیر بادشاه منګل او مجید منګل چې دخوست له روغتون څخه ېې د دوایاو او د پی ار ټی د ورکړل شوو وسایلو څخه یې دغلا کول له خلکو پټ نه دی همیشه کوشش کړې دی چې د یوشمیر بېسواده ډاکټرانو چې یوه دوه میاشتی یی د ابتدایی طب کورسونه ویلی دی په ټوله مانا داستعمال څخه ګټه پورته کړی او خپل کبان ونیسی ،دادوه تنه مسلکی غله اوس داددې د پی ار ټی د ورکړل شوو وسایلو او داۍ ام سی دورکړل شوو دویانو په غلا ماړه نه شول اوس یی دخوار ولس د مظلومو خلکو د تداوۍ څخه هم د بدې استفادې مټې رانغښتی دی .
د صحت عامې وزارت باید زرترزره پورتنی دوتنه غله محاکمه او د خپلو دندو څخه منفک کړی او یو شمیر هغه بېسوادان چې دې دوو تنو او د کندهار د پوهنتون دطب پوهنځی د دویم کال ناکام شاګرد ډاکټر سخی سردار په واسطو مقررشوی دی باید وشړی
مننه
ډاکټر ملنګ
ډيره بده خبره ده چي د پېسو لپاره دخلكو تداوي پريږدي
fd
`