کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د هند پر سفارت بريد او په سيمه كي د ځواك د انډول په سر سيالي

د هند پر سفارت بريد او په سيمه كي د ځواك د انډول په سر سيالي

سياسي شنونكي په دې باور دي چې د هند پر سفارت ترهګر بريد په حقيقت كې په افغانستان كې د ستراتيژيكي ګټو او د ځواك د انډول په سر د پاكستان او هندوستان تر منځ د سيالۍ يوه ننداره وه چې د پاكستان د جاسوسانو له خوا ترسره شوه.


په كابل كې د هند په سفارت د چنګاښ د 17 مې بريد په افغانستان كې د ځواك د انډول په سر له هند سره د پاكستان له سيالۍ او د افغانستان په اړه د يو شمېر پټو لوبو پرده پورته كړه.


افغان طالبانو د دې بريد پړه پر غاړه وانخيستله او هم يې د بريد غندنه وكړه، پاكستان هم په دې بريد كې خپل لاس لرل رد كړل.


افغان دولت دغه بريد د بهرنيو جاسوسانو كار وباله، د چا نوم يې وانخيست، خو يې وويل چې دوى د بريد په اړه خبر وو.


د هند دولت په رسمي ډول څوك په بريد تورن نه كړل، خو پاكستان ته يې تلقين كړه چې دغه بريد به د هند او افغانستان په اړيكو څه اغېز پرې نباسي.


لويديځو رسنيو دغه بريد د ځواك د انډول په سر د پاكستان او هند سيالي وبلله او ځينو يې وويل چې دغه بريد پاكستاني طالبانو كړى دى.


افغان طالبانو كله ناكله د پاكستان په دوه مخې پاليسۍ نيوكې كړي او د دوى له خپلسريو يې ناخوښي څرګنده كړې چې دا په خپله د دې څرګندوى دي چې پاكستان خپلې موخې په خپلسرې توګه تعقيبوي او له طالبانو اجازه ناخلي. سره له دې چې د طالبانو په رامنځته كولو او كارولو كې د پاكستان د استخباراتو لوى لاس دى، خو بيا هم نوموړي استخبارات ځينې داسې كارونه چې په دپلوماسۍ سره نه كيږي په پټه د طالبانو تر پوښښ لاندې د ټولو نړيوالو قوانينو او موازينو پر خلاف په مافيايي او استخباراتي ډول تر سره كوي، چې په دې توګه د هند د سفارت په دغه بريد كې د طالبانو لاس نه لرل ناشوني نه ښكاري او كېداى شي چې پاكستان د هند پر سفارت بريد له طالبانو نه په پټه ترسره كړى وي. بل خوا د ځانمرګو بريدونو په اړه ډېرى پلټنې دا په ګوته كوي چې زياتره تر هګر بريدونه نېغ په نېغه د پاكستان د استخباراتو له خوا پلانيږي او د خپلو نويو شاګردانو يانې پاكستاني طالبانو او مدرسو پر مټ يې ترسره كوي.


له كله راهيسې چې د پاكستان استخباراتو پر پاكستان د امريكې د احتمالي بريد د مخنيوي په موخه  په قبايلي سيمو كې د مدرسو پر مټ طالبان رامځته او په وسلو سنبال كړل له هماغه وخته زيات شمېر افغاني طالبان ګوښې ته وهل شوي او يا د چارو مشري ترې اخيستل شوې القاعدې او پاكستاني طالبانو ته وركړ شوې ده.


د پاكستان استخباراتو د پخوانيو طالبانو په اړه خپله تګلاره بدله كړې او له يو دپلوماتيك حالت څخه استخباراتي حالت ته ورتېر شوي او د افغانستان د جګړې په برخه كې يې لكه د شورويانو پر ضد د مقاومت مهال جنګي_استخباراتي تګلاره خپله كړې ده.


دغه تګلاره په دې مفكورې سره چې افغانستان بايد وسوځول شي پر مخ ځي، جګړه د تكتيك په همدې كرښو روانه ده او موخه يې د كومې ډلې ملاتړ او واك ته رسول او يا په افغانستان كې د كوم ډول انډول او دولت رامنځته كول نه دي.


په افغانستان كې روانه جګړه پاكستان له خپلې خاورې او ځمكنۍ بشپړتيا نه د دفاع جګړه ګڼي چې په ډېر كم لګښت او زيان يې د افغانانو پر مټ پر مخ بيايي او د افغان دولت له مخالفينو نه د جګړې د سرتېرو په توګه كار اخلي. پاكستان او ايران په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو شتون په افغانستان كې خپلو د اوږده مهال ستراتيژيكو ګټو او خپلې ځمكنۍ بشپړتيا ته ګواښ ګڼي. پاكستان په خپل جنګي تكتيك كې دم مهال خپلې دفاع ته لومړيتوب وركوي او په پام كې لري مخكې له دې چې د جګړې اور يې هېواد ته خپور شي او يا د نړيوالې ټولنې سرتېري يې پولو ته ورواوړي بايد خپله دفاع په افغانستان كې وكړي او لكه د شورويانو په څېر دغه بلا همدلته په افغانستان كې له منځه يوسي او له خپله سره يې كمه كړي.


پاكستان د اټومي وسلو او پياوړو استخباراتي شبكو په درلودلو سره له تمې پورته غوښتنې او په سر كې پر سيمه د راج چلولو خيال لري او لكه ښامار غواړي چې د افغانستان او منځنۍ اسيا په طبعيي زېرمو خيټه واچوي. پاكستان ډار لري چې په سيمه كې د امريكې او اروپا په څېر د ځواكمنو هېوادونو شتون نه يواځې دا چې په منځنۍ اسيا كې د دوى د راج شونتيا له منځه وړي، بلكې د سيمې په بازار كې هم د دوى د كم كيفيتو توليدي توكو د سيالۍ امكانات له منځه وړي.


پاكستان د چټك صنعتي پرمختګ په درشل كې دى، طبعيي زېرمې نه لري او خپل لا پرمختګ له پاره طبعيي زېرمو ته زياته اړتيا لري چې د خپلې دغې موخې لاسته راوړلو له پاره يې افغانستان په ګوته كړى دى. پاكستان د خپلو اوږدې مودې ستراتيژيكي ګټو د ډاډمنولو په لړ كې د افغانستان په اړه زيات حساسيت ښيي او له همدې امله په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې د ګټو او شتون خنډ ګرځي. بل پلو بيا افغانستان يو وياړمن خپلواك هېواد دى، د پاكستان په پرتله اوږد تاريخ لري، د چا تړلتيا نه مني، له نړيوالې ټولنې سره د برابرۍ او متقابل درناوي پر بنسټ د اړيكو ټينګول غواړي.


پاكستان غواړي كه لومړى وكولى شي افغانستان خپله يوه صوبه وګرځوي، يا د يوه فدريشن په ترڅ كې يې په ځان پورې وتړي او كه په دې يې هم وس بر نه وي، نو لږ تر لږه دومره خو وي چې د ده په كنټرول كې وي او له ده سره اقتصادي، سوداګريزه او سياسي تړلتيا ولري.


پاكستان په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې شتون خورا نهيلې كړى، نو ځكه خپله ټوله پاملرنه يې په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې د شتون پاى ته رسولو ته اړولې ده. بل پلو په سيمه كې د نړيوالې ټولنې د شتون په اړه د روسيې او چين بدګومانې هم زياته شوې او اوس نړيواله ټولنه هڅه كوي چې دغه دوو سترو او ځواكمنو هېوادونو ته په سيمه كې د خپل شتون د نه زيان په اړه ډاډ وركړي او د سيمې په راتلونكو اقتصادي پروژو او سياستونو كې دوى ته په برخې او امتياز وركولو سره دوى له ځانه سره ملګري او ملاتړ يې تر لاسه كړي، چې دغه ټول پر سيمه د پاكستان د انحصار او برمتې په زيان دي او د پاكستان هغه ټولې هڅې شنډوي چې غواړي روسيه او چين په سيمه كې د نړيوالې ټولنې د شتون پاى ته رسولو په جګړه كې د ځان ملګري كړي.


پاكستان همدغه نويو پرمختګونو ته په كتنې سره شايد د نړيوالې ټولنې پر ضد د خپلې جګړې له بري نهيلې شوى وي او د خپلې جګړې د تكتيك په بدلولو او په افغانستان كې د هند په شاته وهلو سره غواړي چې په سيمه كې د ځواك انډول خپل په ګټه واړوي.


كله چې د ځواكمنو هېوادونو تر منځ په سيمه كې د ځواكونو د انډول پر سر هوكړه رامنځته كيږي نو پاكستان ته نوره دا ناشوني كيږي چې په يواځې سر د نړيوالې ټولنې پر ضد جګړه مخته يوسي، نو همدا لامل دى چې پاكستان په افغانستان كې د جګړې تر څنګه په سيمه او افغانستان كې د راتلونكې اقتصادي سيالۍ او ځواك د انډول په برخه كې ستراتيژيك او تكتيكي كړنلاره هم پر مخ بيايي.


پاكستان په افغانستان كې د هند له نفوذ څخه زياته اندېښنه لري او دا ځكه چې له يوې خوا پاكستان د هند او افغانستان ګډ دښمن دى چې د دوى دوستي او متقابل نفوذ د پاكستان پر ضد جبهه پياوړې او د ځواك انډول ته د پاكستان په زيان بدلون وركوي او له بل پلوه په راتلونكې كې د پاكستان كمزورې ټكنالوژي نه شي كولى چې په سيمه كې د هند د پرمختللې ټكنالوژۍ  سيالي وكړي او دا په سيمه كې د پاكستان د  ټكنالوژيك شتون د له منځه تلو لامل ګرځي، ځكه چې پاكستان هم خپله ټكنالوژيكي اړتيا له هنده پوره كوي چې په سيمه كې د هند او نړيوالې ټولنې په فعال شتون سره نوره دغه اړتيا له منځه ځي چې د سيمې هېوادونه د پاكستان له لارې له هند او نړيوالې ټولنې سره سودا ته كېني او له اړتيا پرته د پاكستان تړلتيا دې غاړه كېږدي.


پاكستان ته د هند له خوا د همدې ورپېښ ګواښ له مخې ده چې پاكستان په افغانستان كې د هند د نفوذ مخه نيسي او په افغانستان كې پر هندي تاسيساتو، كاركوونكو، انجينرانو او كارمندانو بريدونه كوي او په خپلو دغو بريدونو سره غواړي هند ته دا تفهيم كړي چې له افغانستان څخه لاس واخلي.خو هند ته د افغانستان اړيكې اهميت لري او په سيمه كې د يو مطرح ځواك په توګه په پام كې لري چې د سيمې د ځواك په انډول او سياست كې فعاله برخه ولري.

تبصره نسته

  1. زما نوم عبدالولي دی ، زمری ورور ته سلامونه وايم ، ليکنه مو ډيره په زړه پوري وه ، زموږ مشرانو او ليکواو ته هيله کوم چي د پښتنو د معلوماتو د پاره خپلي تجربې وليکي .