چي وې دوې کوچنۍ پيشيانې وې. يوه پيشو رنګينه او بله پيشو سنګينه نومېدله. دوی دواړې سره خوېندي وې او هميشه به يې يو د بل سره لوبي کولې.
يوه ورځ چي هغوی له لوبو وروسته کور ته راغلې نو يې په کور د خوب د خونې پر يو ديوال يوه نوې وړه کړکۍ جوړه سوې وه. دا په اصل کي کړکۍ نه بلکه يوه هنداره وه چي مور يې هلته لګولې وه. خو رنګينه او سنګينه نه پوهېدلې چي هنداره څه شی وي.
کله چي سنګيني په هنداره کي وکتل نو ډېره وبيرېده او رنګيني ته يې وويل: «په دغه کړکۍ عجيبه يوه پيشې ولاړه ده. د هغې مخ سخت چټل دی. پنجې يې هم خيرني دي.» د دغې خبري وروسته سنګينه له هنداري راليري سوه.
رنګيني چي کله د سنګيني خبره واورېده نو ورغله او د هنداري مخي ته ودرېده. هغې وويل: «وۍ وۍ، دا خو په رشتيا ډېره خيرنه پيشو ده. ته وګوره څنګه ژړ ژړ غاښونه يې دي.»
د رنګيني او سنګيني مور د خونې په دروازه کي ولاړه وه او د هغوی خبري يې اورېدلې او لږ لږ خندا هم ورغلې وه. هغې وويل: «زما خوږو پيشوګانو، ورسئ لاسونه او مخونه مو ومينځئ. خپل غاښونه پاک کړئ او بيا دلته راسئ.»
رنګيني او سنګيني د مور په خوله وکړل او مخ لاسونه او غاښونه يې ښه پاک پرېولل. کله چي هغوی د خوب کوټې ته راغلې نو يې مور ورته وويل: «اوس ورسئ او په جادويي کړکۍ کي وګورئ.»
لومړی سنګينه ورغله او په کړکۍ کي يې وکتل چي په اصل کي هنداره وه. هغې وويل: «اوهو، دغه د کړکۍ پيشي اوس څومره ښايسته سوې او پاکه سوې ده. زه غواړم چي دغه ښايسته پيشي خپله ملګرې وګرځوم.» سنګينه راشاته سوه او رنګينه و هنداري ته ورغله. هغه هم حيرانه سوه او ويې ويل: «سنګيني جاني، ستا خبره بالکل سمه ده. دا خو په رشتيا ډېره ښايسته پيشوګۍ ده. واه واه، غاښونه يې هم څنګه ښه پاک خواپاکي او تک سپين دي. زه هم غواړم چي دغه پيشوګۍ مي ملګرې سي او زما سره لوبي وکړي.»
په دغه حال کي يې مور وخندل او ويې ويل: «زما ګرانو او خوږو لوڼو. دا کومه جادويي کړکۍ نه ده. بلکه هيڅ کړکۍ نه ده. دا هنداره ده او تاسو پکښي خپل ځانونه وينی. خپل عکس پکښي وينی. کله چي تاسو ځانونه نه ول پاک کړي نو تاسو ته خپل انځور چټل معلومېدی. اوس چي تاسو ځانونه پاک کړل، نو خپل عکس هم په هنداره کي پاک وينئ.»
سنګيني او رنګيني د خپلي مور خبري واورېدې او په ځغاسته په ګډه ورغلې او بيا يې په هنداره کي وکتل. رنګيني وويل: «په رشتيا، په دغه کړکۍ کي خو سنګينه هم معلوميږي.» سنګيني وويل: «هو، بالکل زه هم رنګيني تا پکښي وينم او دغه بله پيشي زه يم چي پکښي معلومېږم.»
سنګيني او رنګيني په دغه ورځ د مور سره ژمنه وکړه چي د دې وروسته به په جادويي کړکۍ کي صرف ښايسته او پاکي پيشياني تر سترګو کيږي او هيڅکله به داسي پيشي هلته معلومه نه سي چي مخ، لاسونه، جامې او غاښونه يې پاک نه وي.
کيسۍ ولاړه پورته زه راغلم کور ته
ليکوال: احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۷ کال د دسمبر ۲۵مه نېټه، بون
www.kochnai.com
____________________________________
د ليکوال له وېبلاګ www.ahmadwali.achakzai.com څخه په مننه