حليم فدايې چې دسيمه ايزو ارګانونو دلويې ادراې په وړانديز اودولسمشر حامدکرزي په تايد سره ټاکل شوي دي تردې وړاندې په افغانستان کې دسفما( دسوېلي اسيا دخپلواکو رسنيو ټولنې ) مشر او د افغانستان دمدني ټولنې دهمغږۍ دمرکز مرستيال په توګه دنده ترسره کوله .
٣٨ کلن فدايي په پکتيکا ولايت کې زېږېدلى، لوړې زده کړې يې دپه بهرکې ترسره کړي دي .
وردګ چې په دې وروستيو کې يو له نا امن ترينو ولايتونو څخه بلل کيږي په دې وروستيو کې يې امنيتي حالت ډير خراب شوي دي .
له دې وړاندې جبارنعيمي ددې ولايت دوالي په توګه دنده ترسره کوله ، که څه هم نعيمي دمطبوعاتو په خوله کې ښه لويدلى ولي وو او ټول شخصي سايټونه او ويبلاکونه خو لاپريږده چې يوشمير رسنى به هم دده په اړه تبليغات کول .
که څه هم نعيمي لږ کارونه وکړل خو دخپلې هغه اشتباه له امله چې په دې وروستى ځل يې وکړه هغه ټول ښه کارونه اولاسته وراوړنې يې له لاسه ورکړي .
نوموړي دولسمشر کرزي لخوا منفک شوي وو اودي په دې خبر وو نوخپله تېښته يا استعفايې مخې ته کړه اوخپله لاړ په دوبۍ کې دبهر په غاړو چکروته يې ملاوتړله .
ياده دي وي چې نعيمي په ميدان ښار کې ډير کارونه وکړل اوپه رښتييني توګه يې ميدان ښار جوړ کړي خو په دې وروستى ځل يې هرڅه له لاسه ورکړل .
محمداصف ننګ فدايې يوپه کار پوه سړي بولي هغه وايې چې په اداره اومنجمنټ کې لوړې زده کړې لري اودي به وکولاي شي په وردګو کې امنيت ټينګ او يوه ښه اداره رامنځ ته کړي .
عجيبه خبر مې واوريدو. حليم فدايي سره دې خداي اوس مرسته وكړي كه نه داصف ننګ په خبره دمنجمنت لوستونكې به اوس څه ډول دميدا ن وردګو په ناامنه ولايت كې دامنيت په راوستو كې خپل منجمنت وكاروي. خدائ دې وكړي چې فدايي اوس دخپل خودخواه صفت او ځان ښودنې او تشهير خوښولو پرځائ خلكو ته كار وكړي. خو بيا هم دكرزي صيب دا وړ پريكړې راته خطرناكې او داوبو وړي انسان په توګه ښكاري چې هربوټي ته لاس اچوي.
You deserve to be the minister of Culture and Information, not a journalist, can you please check your report on Jabar Naemi and think about it, do you think is it a correct report ??