" /> " /> " /> " /> يو سفر د جنوبي پښتونخوا  – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / يو سفر د جنوبي پښتونخوا  Fotos

يو سفر د جنوبي پښتونخوا  Fotos

د دوه زره اتم کال د جون په دويمه نېټه مونږ په لواړگي کې نادرخان کلي ته په يو واده کې د گډون لپاره لاړو. د واده په سبا زه د لواړگي بازار – چې د سيمې خلک يې ((سراى)) بولي – ته لاړم او د خلکو سره مې په څو تازه موضوعاتو خبرې وکړې. دغه خبرې په دې ډول وې:
سيخانو والا:

– ياره يو سيخ په څو دى؟
– په پنځه روپۍ.
– ښه! پېښور کې خو په لس روپۍ دى. ته يې دلته ارزان ولې ورکوې؟
– يره دلته خو يې څوک په پينځه هم ناخلي، گراني دومره ده چې څوک چولې نشي خوړلاى نو سيخان به څه وخوري!
يو سړى چې نژدې ولاړ و او زمونږ خبرې يې اورېدلې، زمونږ په خبرو کې راگډ شو او وې ويل:
– هغه د پېښور سيخانو کې غوښه ډېره وي او ښه پاخه شوي وي، ده خو پکې د مچانو د سرونو قدر ته غوښه ورمنډلې ده نو په پينځه هم نه ارزي.
ما چې سيخانو ته په ځير وکاته نو خبره يې ريښتيا وه. سيخانو والا خجالت غوندې شو او زر يې وويل:
– ستاسو خبره سهي ده جي، که لس روپۍ ماله څوک راکړي زه به د پېښور نه ورته ښه سيخان جوړ کړم خو که منگل باغ خبر شو چې يو سيخ په لس روپۍ خرڅوم نو پانسي به مې کړي.
ما همدا ښه موقع وگڼله او سيخانو والا نه مې پوښتنه وکړه:

– په ساعت کې دې زوړ وخت دى که نوى؟
– دولس بجې دي، زوړ او نوى پکې لا څه وي؟
– حکومت وخت بدل کړى دى کنه؟
– د حکومت دا او دا وکړم… وخت بدلول د خداى کار دى که د حکومت؟

دا بحث مې په همدې ځاى پرېښود. د يو افغان نه – چې د لباس او کړه وړه نه ښه باسواده ښکارېده – مې پوښتنه وکړه چې د افغانستان کرکټ ټيم د جرسي په ټاپو کې د دولسو هېوادونو اتلولي گټلې، ته څنگه احساسوې؟ هغه راته وويل چې د کرکټ سره هيڅ علاقه نلري نو د دې نه هم نه دى خبر چې چرته چا لوبه گټلې ده. بيا مې ترې پوښتنه وکړه:


– ښه نو په جلال اباد کې چې ځانمرگى بريد شوى دى، هغې نه خبر يې؟
– ويې ويل ((نه))

د څو نورو خلکو نه مې هم پوښتنې وکړې چې زياتره ځوابونه د ((نه يم خبر)) وو. يواځې يوه موضوع چې هر څوک ترې خبر وو او په هر چا يې اغېز کړى و هغه په سيمه کې د منگل باغ هلې ځلې وې. چا ويل منگل باغ د حکومت سړى دى دا غېره (ايجنسۍ) پرې رعايتوي. چا ويل ښه ((امن)) يې راوستى دى. چا ويل ټوله سيمه ترې تر پوزې راغلې ده او خلک د خېبر نه کډې باروي. شل خولې شل خبرې.

خو ما دا يوه خبره احساس کړه چې دې خلکو ښه بېغمه ژوند تېر کړ. يواځې د منگل باغ نوم يې په خوله پروت دى خو نور د دې نه خبر نه دي چې په دنيا کې څه روان دي او په افغانستان او پاکستان څه تېرېږي. راشه وگوره زمونږ ژوند چې يو خوا ته مو د پېښور گرمۍ او ماشو څرمنې واړولې نو بلخوا چې سهار راپاڅو تر ماسخوتنه د ځانمرگيو بريدونو، چاودنو، جگړو، مرگونو، حلالولو او تښتولو خبرونه دي. ټوله ورځ دغه خبرونه ليکو او ټوله شپه چې مو ماشي د کوم ساعت نيم لپاره خوب ته پرېږدي نو دغه هر څه بيا په خوب کې وينو.
په همدې سوچ او ستړيا کې ذهن ته دا خبره راغله چې ولې نه يو څو ورځې رخصت واخلم او چېرته داسې ځاى ته لاړ شم چې نه خبرونه وي او نه دا لانجې. نو بيا په دې فکر شوم چې چېرته بايد لاړ شم. کراچۍ يا کندوز ته. يو ځاى کې مې مور او پلار دي خو ډېر ورته تلى راغلى يم او دا بل مې وطن دى خو تراوسه يې د ليدو نه بې برخې يم.

د لواړگي نه پېښور ته ستون شوم او څو ورځې نورې هم تېرې شوې خو پرېکړه مې نه وه کړې چې کوم ځاى ته بايد لاړ شم. په همدې کې خبر شوم چې د جنوبي پښتونخوا په لورالايي کې د ښاغلي سعيد گوهر د ادبي خدماتو د اعتراف لپاره يو دوه ورځنى سيمينار جوړېږي.نو د پروفېسر محمود اياز سره مې تماس ونيو چې پوره معلومات واخلم.

د سعيد گوهر د ادبي خدماتو د اعتراف لپاره دوه ورځنى سيمينار

پروفېسر محمود اياز راته وويل چې د پښتو ادبي ملگري لورالايي له لوري د دغسې يو سيمينار تابيا شوې ده خو د وخت او ځاى په ټاکنه کې يو څه ستونځه موجوده ده. چې دغه ستونځه حل شي نو ټولو ملگرو ته به بلنې واستول شي. څو ورځې وروسته يې بيا راته ټليفون وکړ او ويې ويل چې د ٢٠٠٨ءم د جون په پنځلسمه او شپاړسمه نېټه به سيمينار په لورالايي کې وي او ورسره يې د ورتگ بلنه هم راکړه. زه يو خو کله جنوبي پښتونخوا ته نه وم تللى، بل هلته موسم هم ښه و، او د ځينو ملگرو سره ليدل مې هم ارمان و، نو بس د تللو پرېکړه مې وکړه. د شمالي پښتونخوا نه چې کوم نور ملگري بلل شوي وه د هغوى نومونه يې
هم راته وښودل تر څو يو ځاى د تللو پروگرام جوړ کړو. دا ملگري ښاغلى سليم راز، اسير منگل، سليم بنگښ، خالد پښتون، طاير ځلاند، نور قاسم قاسم او حکيم ځلند اورکزى وو. دوى سره له ټليفوني تماسونو وروسته معلومه شوه چې په ديارلسمه نېټه به د پېښور نه روانېږو.

تگ

د جون ٢٠٠٨ء په ديارلسمه نېټه ماسپښين دوه بجې تر ټولو لومړى زه اډې ته ورسېدم. څه گورم چې اشرف غمگين خپل بېگ په غاړه ناست دى او په اډه کې تلونکو راتلونکو خلکو ته حېران حېران گوري. ورغلم ستړي مشي مې ورسره وکړه. لورالايي ته په تلونکې ډله کې د هغه نوم نه و نو ځکه ما فکر وکړ چې کېداى شي کراچۍ ته ځي. پخوا يې يو ځل راته ويلي وو چې په کراچۍ کې يې ځامن کار کوي. بيا هم پوښتنه مې ترې وکړه:
– غمگين صېب چېرته روان يې؟
هغه په خپل خاص انداز کې ځواب راکړ:

– يره غبدالخادي خانه…. په بلوچستان کې يو ځاى دى لورالايي ورته وايي، هلته روان يم.
– لورالايي کې څه کوې؟
– غبدالکريم بريالي راته ټليفون کړى و چې راشه.
– څه يې ويل چې د څه لپاره؟
– ويل چې څه پروگرام دى راشه نو بس روان يم. نور يې څه کَيې!
– يواځې يې که نور څوک درسره دي؟
– يو ملگرى بل هم دى خو هغه خداى وخلى (وهلى) تراوسه رانغى نو.

اوس نو پوه شوم چې زمونږ ملگرتيا د اتو تنو په ځاى د لسو تنو شوه. بل دا چې غمگين صېب په زړه خوشحاله او د دنيا جهان نه بې غمه سړى دى ما ويل ځه سفر به مو ورسره په گپ شپ او ښه تېر شي. لږ وروسته راز صېب او نور ملگري هم راغلل، د غمگين صېب ملگرى ممتاز حسن هم راغى، د هغوى لپاره مو دوه نور ټکټونه واخيستل او پوره درې بجې بس د پېښور د اډې نه حرکت وکړ.

لورالايي

سبا ماسپښين و چې د لورالايي په اډه کې د بس نه ښکته شو. په لاره باندې زمونږ سفر ډېر ښه و. بس نيم خالي و نو چا ته چې به خوب ورغى شاته سيټونو ته به واوختۀ او اودۀ به شو. که چا ته به خوب نه ورتلو نو غمگين صېب سره به کېناست، هغه به دا نه کاته چې څوک ورسره ناست دى، بس کله به يې کيسه د يو سر نه پېلوله او کله د بل نه. کله به يې د چا ښه ثناء صيفت وکړ خو بيا به په بل چا پسې لگيا شو د تنقيدي غشو باران به يې پرې جوړ کړ. کله به يې غږ دومره لوړ شو چې په بس کې ناستو خلکو به مونږ پله په ځير ځير کاته پېل کړل. يو وخت د بس يو چلوونکى زما خو اته رانژدې شو ما نه يې پوښتنه وکړه:
– تاسو خو ټول صېبان ياست، لورالايي کې څه کار پسې روان يئ؟
ما ورته وويل چې صېب راپکې همدا يو غمگين صېب دى ده له چا په لورالايي کې مېلمستيا کړې ده او مونږ ورسره بدرگه روان يو.

هغه يوه خبره وکړه چې اوس يې ليکلو ته وضعه ښه نده، چې حالات ښه شي بيا به يې چېرته وليکم.
د لورالايي په اډه کې راز صېب د هغه ځاى ملگرو ته ټليفون وکړ او لږ ساعت وروسته ما د لومړي ځل لپاره خېر محمد عارف او شوکت ترين وليدل. افضل شوق هم ورسره راغلى و خو هغۀ سره زما ليدۀ مخکې په کراچۍ او پېښور کې هم شوي وو.

په لورالايي کې موسم د پېښور په نسبت ډېر ښه و. مونږ ته د يو مسلم ليگي (نوازشريف) مشر سردار محمد يعقوب ناصر په بنگله کې د اوسېدو لپاره کوټې راکړاى شوې چې ډېر ښه موقعيت يې لرلو. نور ملگري د وررسېدو سره سم اودۀ شول، ما د موسم د خوږوالي نه خوند واخيست او غمگين صېب د ځان لپاره د يو داسې يار په لټه کې شو چې په دارو يې درمند شي. لږ وخت لا نه و تېر چې يو ملگرى يې پېدا کړ. ملگرى هم داسې چې خټه او گټه. چې ورته وبه دې کاتۀ نو د دواړو په مخونو کې د هلمند د کوکنارو پټي ښه په سندرو ښکارېدل.

(دوام لري)

تبصره نسته