د سره صليب نړۍ والي ټولني په افغانستان کي د بهرنيو ځواکو سره په نښتو کي د ملکی کسانو د وژني پر زياتېدو باندي اخطار ورکړی دئ .
د فرانسې دخبري آژانس په حواله د سره صليب نړۍ والي کوميټې اعلان کړی دئ چي د ائیتلافي ځواکو سره د نښتو په جريان کي يوازي په تيرو پنځو ورځو دوه نيم سوه ملکی افغانان وژل سوي دي .
په کابل کي د سره صليب نړۍ والي کوميټې رئيس فرانس روچن سټین دټولوښکېلو خواوو څخه په ټينګه غوښتي دي چي د پوځيانو او ملکي کسانو تر مينځ فرق دي بايد قايله شي .
په دې وروستيو ورځو کي د افغانستان په شرقي او جنوبي سيمو کي د ائیتلافي ځواکو د هوائي بمباريو په نتيجه کي زيات شمېر ملکي کسان ان د واه د مراسمو ګډون کونکي وژل سوي دي . همدا رنګه تازه په کابل کي د هند په سفارت باندي ځان وژونکې حملي ۴۱ بېګنا افغانا وو ژل او په لسګونو نور يې ټپيان کړل .
اختار يعني څه ؟ هلته ټوله دنیا حاضره ده ، ټوله دنيا ورته ګوري څه نه وايي ، سور صليب خو څه د دنيا تمويلوونکی نه دی چي خبره يې ومنله سي ،بلکي دنيا د سره صليب تمويلوونکې ده او پيسې ورکوي .
دداسي پېښو مخنيوئ د افغان دولت له خوا په وسلوال غبرګون کيدای سي ، هغه الوتکه يا ډله چي پر عامو خلکو بمبار وکړي بايد د افغان پوځ له وسله وال ځواب سره مخامخ سي .
This is a big farud from west.