کور / کتابتون – اسلام او مذهب / کتابتون : [سپېڅلي ورځي] د مولوي عبدالهادي حماد انلاين اثر

کتابتون : [سپېڅلي ورځي] د مولوي عبدالهادي حماد انلاين اثر

سپېڅلي ورځي
…؛ اصحاب كهف چي دالله[ج] په قدرت دسوو كلو راهيسي ژوندي اوپه يوغار كښي  بيده دي دعاشورا په ورځ ديوه اړخ څخه بل اړخ ته اوړي يعني په لسمه دحسن حسين دمياشتي…


تړون
 اللهم اجعله خالصا لدين المتين .


سپېڅلي ورځي د مولوي عبدالهادي حماد اثر



د کتاب پېژندنه :

د کتاب نوم :  سپېڅلي ورځي
ليکوال :  مولوي عبدالهادي حماد
کمپوز :  مولوي عبدالهادي حماد
چاپ چاري :  دانش مطبعه – پېښور
چاپي لګښت :  دليکوال لخوا
اړيکي :  ۷۰۰۳۰۸۹۲۹-۰۰۹۳ , ۷۰۷۷۲۵۵۶۴-۰۰۹۳
دچاپ شمېر : ۱۰۰۰ ټوکه
انلاين چاري : مختار احمد احسان – لر اوبر افغانستان  http://www.larawbar.com


د لراوبر افغانستان نښلونکی






د کتاب د لوستلو لپاره دلته کليک وکړئ       size = 130 KB   ~  وزن = ۱۳۰  کيلو بايټه


د کتاب د ډاونلوډ لپاره دلته کليک وکړئ     size = 296 KB   ~  وزن = ۲۹۶  کيلو بايټه

تبصره نسته

  1. ياره ښاغلى حماد صاحب!
    زه دي له څه وخت راهيسي ليكني لولم او
    په دې مي ډېر زړه خوشحاله كېږي چي تاسو د هغو دوديزه ملايانو غوندي نه ياست، چي
    اسلام يې بس داسي تنګ او تروش معرفي كړى دئ چي كه دي دا مازي پښه دې خوا ته سوه نو
    دوږخ دئ او نه هم د اسلام په فلسفه خبر دي چي اسلام اصلاً څه دئ، دوى فقط اسلام په
    يوه اوداسه او لمانځه كي ويني او تر كلونه-كلونه تدريس وروسته يو و نيم په دې
    توانېدلي وي چي يوه موضوع په ليكلې توګه دې خلكو ته وړاندي كړي او هغه هم وي چي:
    (اودس په څه شي سره ماتېږي)، يا (استنجا څنګه وهل كېږي) او…، زه نه پوهېږم چي
    اسلام بس يوازي پر استنجا ولاړ دئ؟؟؟. دغه ملايان؟؟؟ دې ساده ولس ته دا نه ور ښيي
    چي په اجتماعي لحاظ دوى بايد څنګه ژوند وكړي، د رسول اكرم صلى الله عليه و اله وسلم
    پر سننو څنګه ولاړ سي، بس فقط يې د دوږخونو دعذابو او ډولونو كيسې ور ته شروع كړي
    وي او خلك بېروي. څو كاله تر مخه د كندهار ښار د دوهمي ناحيې د ملا فرح الدين اخوند
    (اخوند صاحب) د مسجد جامع امام او خطيب په روژه كي درسته مياشت هر مازيګر د پٌُل
    صراط په باب ږغېدى، چي داسي نرى دئ، تر ورېښته نازك دئ، تر چړې تېره دئ، تر اور سور
    دئ او داسي نور. ما د هغه وخت استاد كٌل مولوي رازمحمد اخوند زاده ته وويل چي تاسو
    په دې اړه څه واياست، هغه مرحوم را ته وفرمايل چي تا به د دغه امام څخه پوښتنه كړې
    واى چي تا دي قرآن ووهي چي تا پُل صراط ليدلى دئ چي په داسي مشرح ډول پر ږغېږې؟؟؟.
    نور نو په عمومي صورت زموږ د ديني عالمانو؟؟؟ دغه حال دئ، خو د حماد صاحب ستاسو
    ليكني خوند را كوي چي له ډېر سخت دريځ څخه كار نه اخلئ، خو ياره دې ته هريان يم چي
    دا د كتاب پر وقايه دي (ورځي) چي د (ورځ) جمع ده، دا مو ولي په (ورځې) ليكلي دي؟؟؟،
    تاسو هم لكه چي ددغي معياري ژبي د پيروانو تر تاثير لاندي راغلي ياست چي هر تورى او
    تركيب پر خپله لهجه سموي او بيا د معياري ليكدود نوم ور كوي. ورځې خو د ورتللو معنا
    لري او په لوى لاس داسي كار كول به زما په نظر له دې ژبي سره جفا وي.
    ستاسو د
    جواب په هيله.

    فرهنګپال

  2. محترم فرهنګپال ته !
    تر څوچي مولوي حماد تاسي ته اړوند ځواب وايي، غواړم خپل مالومات تر يوه ځايه دده د کتابو او چاپ په اړه درسره شريک کړم: مولوي عبدالهادي حماد په ښوونځي کښي زموږ د اسلامي مضامينو ښوونکی وو…؛ د نوموړي پدې کتاب کښي بل ځای زما دغه دپه نامه معياري پښتو اوږده [ې] نه سول تر سترګو؛ نو زه فکر کوم چي پر پښتۍ د [ې]سهوه يا زياتوب به د پښتۍ د جوړونکي څخه سوئ وي… البته دا زما خپل نظر دئ . پدرنښت

  3. ورور حماد صاحب
    ستا مضمونونه هر وخت لولم او دیر خوند پر اخلم او هم یی خپلو دوستانو او کورنی ته ورکوم چه پر حان یی تطبیق کری. د الله ج له دربار حه در ته اجر عظیم غوارم. والسلام

  4. محترم فرهنګپال صاحب !
    تر سلام وروسته لومړى ستاسي څخه دزړه له كومي مننه كوم چي دخپل نيك نيت څرګندونه مو كړې وه او الله ج دي همداسي وكړي لكه څرنګه چي ستاسو نيت دئ . دوهم داچي تاسو ليكلي وه چي د (دسپېڅلي ورځي) دكتاب پر ټايټل (پوښتۍ) باندي مو د (ورځي) ياء په (ورځې) سره ليكلې وه او بيا دي راته دمعيار خبره هم كړې وه ، محترم فرهنګپال صاحب ! زه به لومړى تاسو ته په لنډو ټكو كي دپښتو دمعيار په اړه خپل نظر وړاندي كړم هغه داچي ګرانه ! زه كلك قندهارئ هرڅوك چي راته هرڅه وايي په پښتو كي به هيڅكله (چي) په (چې) ،(كي) په (كې) ونه ليكم او نه به (سو) په (شو) وليكم ، همداډول به د(په) پرځاى(پر) ونه ليكم او داسي نور ترڅو چي ماته معيار ثابت نسي په اوس وخت كي زه هيڅ معيار دهيچا سره نه منم نه يې دقندهاريانو سره منم او نه يې دختيځي او كوزي پښتونخوا سره منم ځكه په معاصر وخت كي ژبپوهانو دپښتو څخه دخپلي فكري لوبي يو سمبول جوړ كړى دئ كوم لغت چي يې خوښ سي هغه په يوډول نه په يوډل ثابتوي او كوم لغت چي يې دخوا چپ سي هغه په يوډول نه په يوډول تورنوي ترڅو خپل مطلوب ترلاسه كړي .

    دروند فرهنګپال صاحب ! دا زيرى هم دركوم چي هيڅ وخت به دا وړۍ شړۍ نه سي چي دټولو پښتنو ترمنځ دژبي په اړه يو معيار رامنځته سي ځكه په نړۍ كي ترټولو زياته شتمنه ژبه چي تر لس پېړۍ زيات وخت دنړۍ وتلو پوهانو ورته خدمت كړى دئ يعني عربي ژبه چي دسپېڅلتيا په ډګر كي هم تريوځايه رول لري هغه هم پريوه معيار نه بلكي څو بڼي ځانته لري آن تردې چي دقرآن تلفظ لا پكښي په څو ډول ترسره كيږي نو زما او ستا نوى راچوڼېدلې ژبه به كله يوه معيار ته ورسيږي نو زما دا فيصله ده چي دهري سيمي دخلګو لپاره دهغې سيمي علمي ژبه البته نه امي ژبه معيار دئ زما لپاره (سو) معيار دئ او دبل چا لپاره بيا (شو) معيار دئ او هغه د(ورځي) ياء چي په (ورځې) سره ليكل سوې ده دا كار دمحترم دانش صاحب دپيښور په دفتر كي دده كمپيوټري همكار قاري صاحب عمرخيل ترسره كړى دئ چي زما په نه شتون كي ورته ټآيټل جوړ كړى كه څه هم زه پرهغه ياء نيوكه نه لرم ځكه دا دهغې سيمي ددويزو نواميسو څخه دئ زه هيڅكله ځان ته ددې اجازه نه وركوم چي دچا پر ملي ، عنعنوي او دپلار او نيكو څخه په ورپاته اسلامي پلوريك ادب باندي تېرئ وكړم او يا دي په سپكه ورته وګورم ترڅو چي دوى ته دغه اصطلاحاتي محترمي وي ماته هم محترمي دي ځكه كه زه ددوى اصطلاحاتو او عنعناتو ته په سپكه وګورم حتما به دوى هم داسي راسره كوي او ترڅنګ به يوه فكري خلا هم رامنځته سي او په اخره كي درته دعا كوم چي پر قلم دي بركت تل دي فكر روښانه او ځلانده واوسه.
    ستاسو ورور عبدالهادي حماد