" /> " /> " /> " /> پاکستان د هند او افغانستان نږدې اړیکې نه شي زغملای – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پاکستان د هند او افغانستان نږدې اړیکې نه شي زغملای

پاکستان د هند او افغانستان نږدې اړیکې نه شي زغملای


د کلونو مخکې خبره ده. د پېښور څخه په خپرېدونکې ورځپاڼه وحدت کې مې د یو پاکستاني لیکوال مولانا یوسف قریشي یوه ژباړل شوې لیکنه لوستله. په لیکنه کې د هندوستان او افغانستان د اړیکو په هکله د پاکستاني چارواکو د غبرګون او نظر په هکله ډېر مهم مطلب پروت ؤ. ټوله کیسه به درته وکړم.

مولانا یوسف قریشي دا لیکنه د برهان الدین رباني د پاچاهۍ ؟ په مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د تاوتریخوالي د علت په اړه کړې وه.

نوموړي لیکلي ؤ چې کابل ته تللی ؤ او د وخت واکمن برهان الدین سره د خبرو په مهال ورته رباني وویل چې دی پخپله او د هغه د دفاع وزیر احمد شاه مسعود دې ته تیار دي چې د پاکستان سره ښې اړیکې ولري. او په دې اړه چې پاکستان څه غواړي نو دوی یې ورسره مني. مولانا قریشي وایي رباني ورڅخه هیله وکړه چې د پاکستان لومړۍ وزیرې بې نظیر بوټو ته د ده دا پیغام ورسوي.

مولانا قریشي وایي چې کله له کابله پاکستان ته راستون شوم نو په اسلام اباد کې مې د لومړۍ وزېرې بې نظیر بوټو د ملاقات دپاره وخت وغوښته او ومې ویل چې د رباني مهم پیغام ورته لرم. خو راته وویل شول چې بې نظیر بوټو درسره نشي کتلی او که څه پیغام وي نو د وخت د کورنیو چارو وزیر نصیرالله بابر ته یې ووایه.

مولانا قریشي زیاتوي چې نصیرالله بابر سره یې وکتل او د رباني او مسعود هیلې ورته وړاندې کړې چې غواړي د پاکستان سره ښې اړیکې ولري. مولانا وایي چې د دې خبرې په اورېدو نصیرالله بابر رباني ته ډېرې بدې کنځاوې وکړې او ویې ویل چې رباني لا اوس هم د هندوستان سره سفارتي اړیکې لري.

دا خبره به مې هر وخت په مغزو کې ګرځېدله چې هغه پاکستان چې د افغانستان او هندوستان تر منځ سفارتي اړیکې نه شي زغملای، کله دا زغملای شي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ دې د سفارتي اړیکو برڅېره پوځي، صحي، تعلیمي، اقتصادي، …، او بالاخره ستراتیژیکې اړیکې شتون ولري.



  د موضوع په اړه د نن تازه خبرونه 
 
2008-07-07 
د هند پر سفارت د بريد مرګ ژوبله لسګونو ته پورته شوه
2008-07-07 
د ملي امنيت او خارجيانو ترمنځ نښته وسوه
2008-07-07 
په كابل كې ځانمرګى بريد وشو

تبصره نسته