په پرله پسې پنځمه ورځ هم په خوست ولايت كښي لاريونونه روان ول .
لاريون كوونكي چې شميره يې سلګونو ته رسيږي د خوست ښار په واټونو كې د تيرو پنځو ورځو راپديخو په پرله پسې توګه لاريونونه كوي. دوى په دې ولايت كې د ازادۍ مينې د پروژې پيليدل غواړي.
د خوست امنيتي ادارې وايي چې كه د لاريون كوونكو مخه ونه نيول شي نو د ځينو ستونزو د رامنځته كيدو ويره ليدل كيږي.
خو لاريون كوونكي د هر ډول ستونزې د راپيداكيدو مسووليت د خوست پر ملكي چارواكو وراچوي.
دغه كسان چې د خوست ولايت له بيلا بيلو ولسوالۍ څخه راغلي دي د تيرو پنځو ورځو راپديخوا يې په خوست ښار كې په سختو لاريونونو لاس پورې كړى دى.
دوى له دولت څخه د ازادۍ مينې د پروژې په بيړنۍ توګه پيليدل غواړي.
لاريون كوونكي وايي چې دوى څلور كاله وړاندې د هرې نمرې ځمكې پر سر له يو لك څخه ډيرې افغانۍ دولت ته سپارلي خو تر دې مهال ورته خپلې نمرې نه دې وركړل شوي.
لاريون كوونكي ګواښ كوي چې كه چيرې ژر تر ژره د ازاۍ مينې پرژوې چارې پيل نه شي نو خپل لاريونه به پراخ او ښار ته راتلونكې لارې به بندې كړي.
خوست ښاروال له دې وړاندې ويلي ول چې دوى او ولايت مقام په دې اړوند خپلې هلې ځلې كړي خو د كړونو په وړاندې د دفاع وزات خنډ شوى دى.
د ښاروال په وينا دفاع وزات دعوه لري چې د ازادۍ مينې د پروژې ځمكه د دوى ملكيت دى.
هغه په پښتو كي يو فلسفي متل دئ،چي وايي جنګ پر غله دئ. په رښتيا سره هم چي كله-كله دا سياسي كارپوهان؟؟؟ وايي چي ټولي نړۍ د اقتصادي ګټو لپاره جنګ روان كړى دئ، نو هسي خوشي خبره نه ده، بلكي يوه لكۍ حتماً تر شا لري. دا جنګ نو كه په نړيواله كچه وي، كه په ملي سطحه او كه په محلي ډول، خو جنګ، جنګ دئ او د پيسو لپاره روان دئ. زه سركښو خوستيانو ته هريان يم چي دا څو ورځي كېږي چي د مځكو لپاره يې په خورا جوش او خروښ سره لاريونونه پيل كړي، خو د لويي پكتيا پر سر چي د اسلام د ټېكه دارانو(طالبانو؟؟؟) او د پردېو خونخوارانو(ناټو) لخوا كوم آفت را نازل سوى دئ، د هغه په اړه هيڅوك پنځه يا شپږ ورځي لاريون نه كوي، په داسي حال كي چي د پرديو ښامارانو لخوا د اور باران پر سوى دئ او زموږ بېچاره او ساده كوچنيان، سپين ږيري، تور ږيري او تور سري يې د خاورو شومه كړي دي، خو دا هسي په نمايشي توګه دا پېښه تر سر تېره سوه، اما د نمرو پر سر دا دي په خورا ايماندارۍ؟؟؟ سره لاريونونه روان دي.
په مينه
ملا ملنګ اخوند