ادبي ټوټه
لیکوال :مصطفی ساپی
خوب مې ولېده سهار وختي ملاته ورغلم ماویل دتعبیر په اړه مې ترې وپوښتل ملا ویل دادې بې مانا اوبې تعبیره خوب لېدلی دی،بله شپه مې بیا خوب ولېده بیاملاته ورغلم دا واريې هم راته پخوانۍ بره وکړه،خوپه ماباندې څوشپې دا خبره تکرار شوه سهاروختي به ملاته تلم خوهغې ته هم زما دخوب کېسو خوندورکړی ووهرسهاربه یې رانه بيلابیلې پوښتنې کولې خوپه ارکې به یې راته ویل داخوب دې بې مانا دی هیڅ تعبیر نه لري،زه به هم ستړی،ستومانه دملاصیب دوانه راروان شومپه دې شوچ و فکر کې به وم،چې اخیر دازما ټول خوبونه ولې بې مانا اوبې تعبیره دي کا نه زما کېسو ملاصیب ته خوند ورکړی اوغوړایي،چې ماهره ورځ وکړاوي اوپه همدې چل له مانه ټولې کېسې اوخبرې وباسي،څو وارې بیاهم ملاصیب خواته په همدې تمه ورغلم،چې ګوندې نن به راته دلېدلي خوب تعبیر حتمی کوي،خوملاصیب به راته بیاهم منفي ځواب راکوو اوبه یې ویل دا خوب دې هم بې مانا اوبې تعبیره دی.
نورنو زه هم ملاصیب ته په تلو ستړی شوی وم اودامې نوره نه شوې زغملی،چې زما دلېدلو خوبونوپه اړه دې راته څوک منفي ځواب راکړي اویا دې ووايي،چې دابې مانا اوبې تعبیره خوبونه دي.
بس له ځانه سره مې فیصله وکړه،چې له دې وروسته به هیڅ خوب نه کوم،چې بیاتاپه خوب ووینم ،اوبیایې څوک په تعبیر نه پوهیږي او دارته ووايی،چې دابې مانااوبې تعبیره خوب دی.