کور / هراړخیز / د ارواښاد کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطايي د تاریخ‌ لیکني ځانګړتیاوي

د ارواښاد کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطايي د تاریخ‌ لیکني ځانګړتیاوي

محمد ابراهيم عطايي

ارواښاد عطايي د افغانستان د تاریخ‌لیکني د مخکښانو څخه وو. نوموړي په تاریخ‌لیکنه کي نوي علمي معیارونو په نظر کي نیول او دې کار هغه ته د نورو سترو افغاني تاریخ‌پوهانو په منځ کي خاص ځای ور په برخه کړی دئ. محمد ابراهیم عطايي د خپل اکاډمیک ژوند په جریان کي په بېلابېلو علمي ډګرونو لکه ادبیات او ژورنالیزم کي د پام وړ تخلیقي کارونه کړي دي خو تاریخ‌لیکنه یې شاید د علمي ژوند  تر ټولو لویه بریا وي. ارواښاد ته زموږ د نورو سترو تاریخپوهانو د تاریخ‌لیکني نیمګړتیاوي مالومي وې نو یې ځکه په خپل کتاب «‎د افغانستان معاصر تاریخ ته یوه لنډه کتنه» کتاب کي یو شمېر نوې اکاډمیک اصول په نظر کي ونیول او دې کار یې هغه د نورو لویو تاریخ‌لیکونکو سره د مقایسې وړ وګرځاوه.

البته بې‌انصافي به وي چي د مرحوم عطايي دغه کتاب، چي دی یې خپله «لنډه کتنه» ګڼي، په تمامه مانا زموږ له نورو تاریخونو جلا او مخکښ اثر وبولو ځکه د تاریخ‌لیکني اسنادي او کتابتوني میتود یې له نورو سره مشترک دئ.
له نېکه مرغه ما درې کاله مخکي فرصت پیدا کړ چي د کندهار پوهنتون د پښتو ادبیاتو یوه ټولګي کي د دغه کتاب څخه دماخذ او تدریسي کتاب په توګه کار واخلم، د مرحوم عطايي د تاریخ‌لیکني ځانګړتیاوي په دقت یاداښت کړم او له تاریخ‌پوهني یې د خپل برداشت مطابق ګټه واخلم.

محمد ابراهيم عطايي سيمينار- کندهار

په دې مقاله کي مي د کاندید اکاډمیسین عطايي د تاریخ‌لیکني مهمي ځانګړتیاوي راټولي کړي دي.

لومړی: علمي تحلیل

زموږ نورو لویو تاریخ‌لیکونکو تر ډېره ځایه تاریخي پېښي په داسي انداز لیکلي دي چي ته به وایې د دغو پېښو ترمخه هیڅ نه ول؛ هیڅ چا هیڅ نه کول. یوه خلا وه او دا هر څه په ناڅاپي ډول سره واقع سول. زموږ دغو تاریخ‌لیکونکو پېښي په مجرد ډول مطرح کولې. دا ډول تاریخونه و لوستونکو ته داسي احساس ورکوي چي د تاریخ ستري څېرې د خپل کارنامو لپاره هیڅ ذهني او ټولنیز عوامل نه لري بلکي یو دم د پېښو د رامنځته کولو لپاره تصمیمونه نیسي او هر څه بدلوي. مرحوم عطايي و دغه دود او قاعدې ته تغییر ورکړ. نوموړي د پېښو او بدلونونو لپاره عوامل ولټول. تاریخ یې د فکري او اقتصادي قواوو ترمنځ د تعامل او د ټکرونو محصول وباله. عطايي ته تاریخ یوازي د پېښو ټولګه نه ده چي مورخ یې ځان په لیکلو مکلف ګڼي بلکي مورخ باید د دغو پېښو د رامنځته کېدو دلایل او عوامل هم راوښيي. مورخ باید وڅېړي چي پېښي او واقعات ولي کیږي؟ دولتونه ولي رامنځته کیږي او بیا چپه کیږي؟ ایا یوازي سیاست د خلګو سرنوشت بدلوي که د خلګو شعور، د شرایطو غوښتنه، اقتصادي حالتونه او نور عوامل هم رول لري؟

عطایي صاحب دا نه منله چي تاریخي بدلونونه دي په یوه شپه او یوه شېبه کي رامنځته سوي وي. عطايي تاریخي تحولات یو د بل سره په اړیکه کي تحلیل کړي. مثلا د میرویس نیکه د کارنامو او د کندهار د حالاتو اړیکی څېړي. د احمد شاه بابا د دولت‌جوړوني هڅو ته د میرویس نیکه د کلتوري نقشې عملي مرحله وايي او داسي نور.

دوهم: د تاریخ نوی علمي تعریف

مرحوم عطايي د تاریخ د علم لپاره یو نوی، جامع او علمي تعریف لري. ارواښاد عطايي تاریخ داسي راپېژني: 

په پرون کي د مادي، شعوري او سلیقه‌يي تفاوتونو او اختلافاتو څخه د راپیدا سوو پېښو علمي تحلیل او بیان ته تاریخ ویل کیږي.
په دې تعریف دغه خبري د غور وړ دي:

الف: دا تعریف ډیالکټیکي منطق ته اشاره کوي. ډیالکټیک یو پېچلی او پراخ فلسفي-تاریخي بحث دئ. د تاریخ په فلسفه کي یې مطلب دا دئ چي تاریخي پېښي یوه د بل سره تعامل کوي او له دې تعامله بله نوې پېښه زېږي. په تاریخي بحثونو کي ډیالکټیک تر ډېره د یوه میتود په مفهوم کارول کیږي. د الماني فیلسوف، هیګل د «تاریخ فلسفې» بحثونو و دې مفهوم ته ډېره پراختیا او علمیت ورکړی دئ. د هیګل ډیالکټیک د  تیسس (مفهوم)، انټي‌تیسس (د مفهوم ضد) او سینتسیس(ترکیب) کي خلاصه* کیږي. په تاریخ کي پېښه د مفهوم، غبرګون یا متضاده پېښه د انټی‌تیسس او نوې پېښه د سینتسیس ځای نیسي. عطايي صاحب په خپله تاریخ‌لیکنه کي د دغه منطق منونکی او پالونکی دئ. هغه تر ډېره کوښښ کړی چي زموږ د ملي تاریخ بېښي د دغه منطق او میتود پر اساس تحلیل او بیان کړي؛ یوه پېښه له بلي سره وتړي او په نویو واقعو کي د زړو واقعو نقش مطالعه کړي. نوموړی په لوړ تعریف کي هم پېښي یو د بل په مقابل کي دروي او نوري نوي پېښي د هغو زېږنده ګڼي. د تاریخ‌لیکني او په تاریخ د پوهېدني دغه ډول میتود ته ډیالکټیکي میتود وايي.

ب: دا تعریف د تاریخ لپاره یو نسبتاً پراخ او څو اړخیزه تعریف دئ. د تاریخ په باره کي زموږ افغانانو ذهنیت دا دئ چي تاریخ یاني د سیاسي پېښو پرلپسې وچ بیان، خو مرحوم عطايي د تاریخ کلي او لوی مفهوم را اخیستی دئ او په هغه کي یې فکرونو ته هم ځای ورکړی دئ. تاریخي پېښې یې د فکري او اقتصادي تفاوتونو او ټکرونو زېږنده بللي دي. زموږ نور تاریخونه د داسي پراخ لیدلوري څخه بې‌برخي دي.

ج: دا یو جامع تعریف دئ چي د ټولو لویو او کوچنيو تمدنونو، بشري ډلو او لویو تاریخي بدلونونو استازیتوب کولای سي.
د: دا تعریف پر علمي تحلیل تاکید کوي. ښاغلی عطايي په خپل تعریف کي د تحلیل یادونه کوي. دا په دقیقه سره د نوي تاریخپوهانو وظیفه ده چي د پېښو بیان ترڅنګ د هغوی تحلیل هم وکړي. تاریخ یوازي د کیسو او افسانو بیان نه دئ او تاریخ‌لیکنه یوازي د پاچاهانو د دبدبو او ظلمونو خونخوار داستانونه دي. تاریخ علم دئ او وظیفه یې د پېښو د علتونو څېړل او تحلیلول دي. عطايي صاحب د تاریخ دا رسالت مني او خپل تاریخ د دغو معیارونو پر اساس لیکي. عطايي صاحب واقعات بیانوي خو د واقعاتو تر شا بېلابېل علتونه هم څیړي. د عطايي صاحب تاریخ د دغي ممیزې په درلودو سره مهم او نسبتاُ علمي دئ. هغه زموږ د معاصر تاریخ هر فصل او هره مهمه پېښه د نورو پېښو سره په تړاو کي تحلیل کړې ده داخلي او خارجي علتونه یې څېړلي دي او د دغو پېښو او لویو سیاستونو تاثیرات یې شمېرلي دي.

دریم: تاریخي پېښي د بشري ټولنو ترمنځ د تعامل، فکري ټکرونو او تضادونو د  محصول ګڼل

ښه به وي که دا اړخ هم په دوو برخو، تعامل او جیوپولیټیکي تحلیل، کي بیان کړم.

الف: تعامل

تاسي ولوستل چي مرحوم عطايي تاریخ ته د تعاملي او تحرکي نظره ګوري. ارواښاد عطايي نه یوازي دا چي زموږ د معاصر تاریخ ستر بدلونونه د سترو نړیوالو قدرتونو د سیاستونو سره تړي بلکي افغانستان او تاریخي لوبغاړو ته یې هم د یوې فعالې قوې په توګه قایل دئ. دی که څه هم زموږ په سیاستونو کي د سترو امپراتوریو رول برجسته ګڼي او د ده د تاریخ لوستونکی کله کله داسي حسوي چي زموږ د ډېرو ملي تصمیمونو انګېزه له دباندي څخه راتله خو یو دقیق نظر موږ دې قضاوت ته رسوي چي ارواښاد عطايي په سیمییزو سیاسي معادلاتو کي و افغانستان ته د یو فعالي قوې په توګه ګوري. په بل عبارت، ارواښاد عطايي په خپلو تحلیلونو کي و سترو نړیوالو لوبو او پېښو ته په مراجعې کولو سره خپل هیواد ته د یوه فعال لوبغاړي او په سیمییزو سیاسي معادلاتو کي هغه ته د یوه مهم عنصر په نظر ګوري.

مثلا د لومړي افغان-انګریز جنګ (۱۸۴۱ ز) څخه وروسته د دغي مهمي پېښي او د انګریز امپراتورۍ و سیاستونو ته د اففانستان ننوتل او د وخت پر افغاني امیرانو د دې پېښي تاثیرات بیانوي. مرحوم ښيي چي دغي جګړې په څه ډول زموږ ځیني سرټمبه واکمنان و معقول سیاست او حسابلو تصمیمونو ته اړ کړل. دغه جنګ د دې باعث سو چي تر دې وروسته د افغانستان دولت د انګریزانو د سیاسي-مالي ملاتړ له احتیاجه ځان خلاص کړي او د یوه اغېزمن، فعال، تصمیم نیوونکي او حتا خپلواک دولت په توګه عمل وکړي.

همدا ډول مرحوم عطايي د کتاب په اتم فصل کي د لويي لوبي یا ګریټ ګیم په باره کي خپل نظر وړاندي کوي. د لويي لوبي اصطلاح د هغه مهال د انګرېز او روسي طاقتونو و سیالیو او خپلمنځي معاملو ته کارول کیږي. مرحوم عطايي هلته استدلال کوي چي د دې لوبي په نتیجه کي زموږ سرحدونو، واکمنیو او خارجي سیاستونو تغییر کاوه او د وخت افغاني امیرانو د دغو لوبي د خطرونو او پایلو په نظر کي نیولو سره د خپلو داخلي او دباندني چارو پریکړي کولې.


ب: جیوپولیټیکي تحلیل.

نن-سبا په علمي څانګو کي دغه ډول تحلیل تر ډېره پهجیوپولیټیکي څېړنو کي کاریږي. البته دا خبره په دې مانا نه ده چي ارواښاد عطايي خپل ټول تاریخ په جیوپولیټیکي میتود لیکلی دئ خو د اړتیا پر ځای زموږ د مهمو تاریخي پېښو جیوپولیټیکي تحلیل وړاندي کوي. جیوپولیټیکي تحلیلونه و ملتونو ته د جغرافیايي او سیاسي واحدونو په نظر ګوري او کله چي ارواښاد د د افغانستان سیاسي حالات د سیمي او نړۍ له لویو سیاستونو سره په تړاو کي څېړي نو تحلیل یې جیوپولیټیکي بڼه اخلي.

مرحوم عطايي، د بېلګي په توګه، د ناپلیون نقشه چي افغانستان یې پر هند د ورختلو تخته په نظر کي نیوله، زموږ لپاره سرنوشت ټاکونکې ګڼي.
موږ په تاریخونو کي لولو چي د فرانسې انقلاب او د ناپلیون نظامي پرمختګونو پر نورو دولتونو هم تاثیرات لرل. دا تاثیرات تر ډېره غیرمستقیم او زماني لحاظه لیري بلل کېدل خو ارواښاد یې د لویو سیاستونو په توګه په نظر کي نیسي او دا پلانونه زموږ د معاصر تاریخ د ډېرو جریانونو او تحولونو لپاره برخلیکټاکونکي ګڼي.  

د ښاغلي عطايي د تاریخ‌لیکني یوه ډېره ځلېدونکې ځانګړتیا دا ده چي هغه تک‌عاملي فکر او تحلیل نه کوي. د پېښو په یوازیني علت باور نه لري او د هغو لپاره څو ډوله دلایل او بېلابېل اړخونه بیانوي. مرحوم په خپله تاریخ‌لیکنه او څېړنه کي ځان په یوه عامل او یوې علمي څانګي نه محدوداوه. دې کار د ده څخه یو ممتاز تاریخ‌لیکونکی جوړ کړی؛ ممتاز او عالم تاریخ‌لیکونکی.

څلورم: څو-عاملي تحلیل

لوړ مي اشاره وکړه چي ارواښاد عطايي د پېښو په یوه علت اکتفا نه کوله. زموږ نور تاریخونه د پېښو لپاره یو ډول او اکثره وختونه سیاسي علتونه بیانوي خو ارواښاد عطاي د پېښو په تحلیل کي بېلابېل علتونه او دلایل په نظر کي نیولي او څو-اړخیزه او نسبتا پراخ تصویر یې وړاندي کړی دئ.

د ټولنو پېښي په خپله د ټولنو غوندي پېچلي او د مختلفو ذهني او مادي شرایطو په پایله کي رامنځته کیږي. د ټولنو د واضح او څو-اړخیز تصویر وړاندي کولو لپاره مورخ مکلف دئ چي د یوه علت پر ځای، څو علتونه بیان کړي. مرحوم عطايي په خپل دا مکلفیت پوهیږي او د هري مهمي موضوع د شاربلو لپاره بېلابېل سیاسي، اقتصادي او فکري شرایط د پېښو د عواملو په توګه بیانوي. ارواښاد لوستونکی قانع کوي چي هیڅ تاریخي کرکټر په یوه شېبه کي تحول نه راولي بلکي څو ډوله شرایط سره یوځای کیږي او د پېښو مسیر او ماهیت ټاکي.

پنځم: د معاصر تاریخ د ظاهراُ جلا پېښو ترمنځاړیکی بیانول؛ د پېښو واحد او کُلي تصویر

دا د مرحوم عطايي د تاریخ‌لیکني یوه برجسته ځانګړنه ده. هغه د سترو او د ظاهري لحاظه یو له بله لیرو پېښو ترمنځ اړیکی پیدا کوي؛ د واقعاتو نسبتاُ غټ او کلي تصویر راښيي. نوموړی په دې کار کي ډېر بریالی دئ. زموږ نور تاریخي څېړني او کتابونه د ډېرو داسي پېښو په بیان ډک دي چي د مخکنۍ پېښي سره یې اړیکی پیدا کول ستونزمن وي. د مرحوم عطايي و دې نیمګړتیا ته پام دئ او خپل تاریخ داسي لیکی چي موږ د جزئي پېښي د لوستلو پر مهال د کُلي یا لويي پېښي سره د هغې ارتباط نه ورک کوو.

تاریخ هیڅکله د واقعاتو او بدلونونو یو ولاړ تصویر او وچ بیان نه دئ. هیڅ تاریخي پېښه په خلا کي نه رامنځته کیږي بلکي بېلابېل ټولنیز، اقتصادي او ایډیالوژیک علتونه لري. د مورخنامیتوب دا وي چي دا علتونه معلوم کړي او د هغو په نظر کي نیولو سره د پېښو څو-اړخیز تحلیل وړاندي کړي.

مرحوم عطايي د یوه نوي تاریخ‌لیکونکي او تاریخ‌پوه په توګه دغه قاعده په نظر کي نیولې او

د پېښو پر داخلي عواملو سربېره یې د هغوی پر خارجي عواملو هم بحث کړی دئ. مثلا د کتاب په پنځم فصل کي د افغانستان د تجرید موضوع لپاره بېلابېل علتونه راوړي دي.

د دې خبري بل ښه مثال د ده په کتاب کي د افغانستان د بنسټ اېښووني د مهال بحث دئ. مرحوم عطايي د کتاب په لومړي فصل کي په ډېره ښه توګه د سیاسي جوړښت په توګه د یوه نوي دولت د رامنځته کېدو اړتیا تشریح کوي. دی هلته د کندهار د سیاسي او ټولنیز حالات د نوي دولت د جوړېدو ایجابوونکي بولي. د میرویس خان نیکه دوره د احمدشاه بابا د دورې سره نښلوي، میرویس نیکه د هغه مهال د افغانستان د کلتوري نقشې طراح او احمدشاه بابا د هغې نقشې او پلان عملي کوونکی ګڼي.

شپږم: عینیت یا بې‌طرفي پالنه

ارواښاد عطايي د واقعو د بیان او تحلیل پر مهال د موضوع‌ګانو عینیت، رښتیا‌والی او مهم‌والی په نظر کي نیسي. هغه په خپلو تحلیلونو کي د خپلو شخصي قضاوتونو د داخلولو هڅه نه ده کړې. که څه هم تاریخ‌لیکنه په خپل ذات کي قضاوت دئ اما دا قضاوت باید پر واقعیت، بې‌طرفۍ، په سترګو لیدل سویو ثبوتونو ولاړ وي. د مرحوم تاریخ‌ له نېکه مرغه یوه عیني او له تصعبونو څخه پاک تاریخ دئ.

اووم: ولسي روایتونه (د دوهمي درجې تاریخي لاسوندونو په توګه کارول)

کله چي د تاریخ‌لیکني شرایط سخت وي او مورخ د پېښو اړوند موثقو او کره مالوماتو ته لاسرسی ونلري نو بیا د پېښو د لږ تر لږه ثبتولو لپاره ولسي روایات د یوازینی منبع په توګه پاتیږي. دا روایات که څه هم دقیق او کره نه وي اما څه نا څه اعتبار لري. دا یادونه مي ځکه وکړه چي د ارواښاد دا کار و خپل کار ته د وفادارۍ په مانا دئ. هغه د خپل ژوند تر پایه پېښي د خپلو جزئیاتو سره ولیکلې او د منابعو د کاختۍ په وخت کي یې د تر ټولو لږ اعتبار لرونکو معلوماتو ثبتولو څخه هم مخ نه واړاوه. دا خبره هم رښتیا ده چي د نوموړي دا کار د ده د کتاب د مجاهدینو د دورې اړوند فصل کي راغلي ځیني مالومات تر پوښتني لاندي راولي.

نوموړی د کتاب په مقدمه کي په خپله هم دا منلې چي د مالوماتو د خلا له امله یې په یاد فصل کي د ځینو پېښو د ثبت لپاره د خلګو پر شفاهي کیسو او روایتونو تکیه کړې ده.

اتم: ټولنپوهنیز تحلیل

مرحوم عطايي د یوه عصري او ځیرک ټولنیز عالم په توګه د ټولنیزو علومو پر یوې بلي مخکښي څانګي، ټولنپوهني باندي هم برلاسی ښکاري. دی د پېښو د عواملو د لټون پر مهال هغه ټولنیزي ناخوالي هم یادوي چي د ملتونو د راتلونکو جمعي حرکتونو وړاندلیدنه ځني کېدای سي او د بې‌ثباتو حکومتونو سرنوشتونه ټاکي.

دا ځانګړنه یې په دوو برخو کي په لنډه توګه بیانوم.
الف: مرحوم عطايي په سیاسي خوځښتونو کي د ټولنیزو عاملونو لکه لوږي، بې‌سوادي،  قومي اړیکو، سیاسي بې‌سرنوشتي، د حاکمیت خلا او نورو نقش په رسمیت پېژاند.

ب: ارواښاد عطايي د ټولني پر دودیز جوړښت هم خبري کړي. مثلاُ، جرګه یې د یوه اړین سیاسي بنسټ په توګه د دولت‌جوړوني لپاره مشروعیت‌ورکوونکې قوه ګڼلې ده. د خپل کتاب په لومړي فصل کي بیانوي چي احمد شاه بابا په څه ډول سره جرګه د خپلي شاهي ادارې ترڅنګ د تصمیم‌نیوني د یوه باصلاحیته بنسټ په توګه کاروله.

نهم: په معاصر ملي تاریخ کي د نویو کرکټرونو او لوبغاړو معرفي کول

مرحوم عطايي د خپل څو-اړخیز تحلیل پر اساس په خپلو منابعو کي په نویو لوبغاړو او شخصیتونو پسي ګرځېدلی دئ. دا خبره تر ډېره د انګرېز چارواکو په برخه کي صادقه ده. هغه داسي نوي انګرېز چارواکي معرفي کړي دي چي زموږ د معاصر تاریخ په پېښو او تصمیمونو کي یې برخلیک ټاکونکي نقشونه درلودل. د بېلګي په ډول، لارډ مارنګټن چي د بنګال حکمران وو او جان مالکم. دا د یوه ژمن او اکاډمیکتاریخ‌لیکونکي خاصه ده چي پر پخوانیو روایتونو او معلوماتو بسنه ونکړي بلکي د نویو معلوماتو د کشف هڅه وکړي.

لسم: تاریخ‌لیکني ته وفاداري

ارواښاد عطايي د طالبانو وخت ټولي مهمي پېښي او پرمختګونه یادښت کړي او په ډېر احتیاط یې د خپل کتاب په اخیري فصل کي راوړي دي. هغه مني چي د دغو پېښو د لیکني پر مهال ځیني قیودات او د دغي دورې نه‌تکمیل دا مجال نه پرېږدي چي د ده دغه کار ته تاریخ‌لیکنه وویل سي خو د دغو مشخصو دلایلو پر اساس دا کار کوي:
الف: د طالبانو د دورې پر مهال تاریخ‌لیکنه یو ستونزمن کار وو. ډېرو لږو کسانو و معلوماتو او سرچینو ته لاسرسی درلود. د نوموړی په وینا، دی یو د دغو کسانو څخه وو او په وینا یې،که ده دغه پېښي نه وای یادښت کړي او ثبت کړي نو شاید دا معلومات ضایع سوي وای.

ب: د کرونولوژيک نظم په خاطر.

مرحوم یادونه کوي چي دا کار یې علمي نه دئ او ځکه خو د دغي دورې او پېښو په باره کي تحلیل هم سي کولای. دی دلوړو دلایلو پر اساس د طالبانو دوره د کتاب د اخیري فصل په توګه اضافه کوي؛ بېله کوم قضاوته او بېله کوم تحلیله.

په ټولیز ډول سره علمي او څو-اړخیزه تحلیل، د تاریخ نوي او ژور تعریف، د مهمو پېښو ترمنځ نویو رابطو کشفول او ټولنپوهنیزي څېړنه د مرحوم کاندید اکاډمیسین محمد ابراهیم عطايي د تاریخ‌لیکني ځانګړني شمېرل کیږي. ارواښاد عطايي د هیواد د اکاډمیک کهول یو بې‌ساری څېړونکی تېر سوی دئ. ښايي ډېر وخت او دا ډول څو نورو سیمینارونو ته اړتیا وي ترڅو نوی نسل او نوي څېړونکي د ده د علمي شخصیت او اکاډمیکو لاسته‌راوړنو په باره کي خپل معلومات بشپړ کړي.

۱* دا د ډیالکټیک یو ډېر تقلیل سوی او سطحي بیان دئ. لکه څنګه چي دا بحث دلته فرعي دئ نو ټول جزئیات راوړل یې مقاله اوږدوي. په دغه بحث باندي پوه لوستونکي دي زما عذر ومني.
ـــــــــ
ماخذونه:

په دې مقاله کي زما د شخصي یاداښتونو او مطالعې ترڅنګ ما د دغو کتابونو څخه ګټه اخیستې ده:
۱- عطايي، محمدابراهیم. د افغانستان پر معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه. میوند ۱۳۸۹ز. کابل

۲-کالینګووډ، رابین. ت: مهدیان. مفهوم کلی تاریخ. اختران ۱۳۸۵ز. تهران

۳-علي، مبارک. ت: نوید احمد. د تاریخ فلسفه.

تبصرې پرانیستي‌

  1. ورته خیر دې وي .