څو ځلې يې سپين سان په لاس کې واړو را واړو او بيا له دوکانه ووت . شيبه وروسته بيرته راننوت .
کله يې جيب ته کتلې او کله يې په سپېرو ګوتو ټوټه لاس کې اړوله را اړوله .
چې څنګه يې را پام شو را نږدې شو ، يوه شيبه يې زما پر سر پاچ پټکي ته وکتل او بيا يې وويل :
زويه ! ملا يې ؟
ما ويل نه بابا ، ملا نه يم خو څه ناڅه کتابونه مې لوستي ، خيريت خو به وي ؟
په موټي کې پيسې نيولې وې ، لاس يې اوار رپېده ، ښه رانږې دې شو :
زويه !
دوه بچيان يې راته غبرګ وژلي ، خو ماسره دومره پيسې نه شته چې پوره کفنونه پرې واخلم ، که کفن لنډ شي ګناه ګار خو به نه شم ؟
د چنګاښ ٩مه