کور / هراړخیز / د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتوني پیښي (۴)

د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتوني پیښي (۴)






مکمل غیر سیاسي: ایا زمونږ اوسنې حال خو همداسې نه دې!

د التمش لیکنه
دایمان پلورنکوداستان

دوهمه برخه


د التمش  لیکنه:
 د  قریب الرحمن  سعید  ژباړه :
دایمان پلورنکوداستان

پرلپسې…..۶
د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت ریښتونې پیښې (۳)
په راتلونکو لسو ورځو کې نژدې لس زره روزل شوي سپاهیان د مصر د امارت په فوځ کې را ټول شوي و ، او په دې لسو ورځو کې ناجي هم ذکویي ته ټریننګ ( Training ) او روزنه ورکوله، او دایی ورته ښوول چی په څه ډول او څنګه لارو چارو صلاح الدین ایوبي د خپل ښایست او زلفو په جال کې په رانښلولو سره د هغې شخصیت او کردار کمزورې کړي ، کله چې د ناجي د راز ملګرو ذکویي و کتله نو هغوې دکومې ویرې او شک پرته وویل چی که چیرې د مصر فرعون هم دغه نجلۍ وويني نو د خدایي ددعوې څخه به لاس په سر شي .

د ناجي د جاسوسۍ خپل نظام و ، ډیر تیز او زړه ور، هغه ته دا ډاګیزه شوې وه چې علي بن سفیان د صلاح الدین ایوبي ځانګړې مشاور دې او هغه د عربو یو منل شوې رازموندونکې . هغه دعلي پسې خپل جاسوسان پرې ایښي و، او هغوی ته یې د علي دو ژلو پروګرام ورکړې و.

ناجي ، د صلاح الدین ایوبي د په دام کې د رانښلولو له پاره ذکویي روزلې اوتیاره کړې وه ، خو هغه دا نه وه محسوس کړې چې د مراکش اوسیدونکې دغه نجلۍ پخپله دهغې په اعصابو باندې سپره شوې ده ، هغه نه یواځې دخپل شکل او صورت له اړخه په زړه پورې وه ، بلکه دهغې په خبرو کې هم د جادوداسې اغیز و چې ناجي به تل له ځانه سره کښینوله او دهغې خبرو ته به یې غوږ ایښوده ، هغه د هغې نورو دوه نڅونکو سندرغاړو نجونو څخه چې تل به یی ورسره ناسته کوله اوس خپلې سترګی دې لورې ته رااړولې وې، ددرې څلورو شپو راهیسې یې هغوې خپلې کمرې ته هم نه وې را بللې ، ناجي دطلایي هګیود چرګې په څیر و، چې دهغوې د لاسو څخه وتلې او د ذکویي په غیږ کې ناست او هګۍ یې اچولې .هغوې هم د خپلې لارې څخه د ذکویي د لرې کولو پلانونه جوړ کړل . او دې پایلې ته ورسیدې چې دهغې د وژلو پرته بله لاره نه لري ، خو دهغې وژل هم دومره اسانه په نظر نه راتلل ، ځکه هغه کمره چې ناجي هغې ته ورکړې وه ، په هغې باندې ددوه ساتونکو پهره ولاړه وه ،ددې نه اخوا دغه دواړه نجوني هم بې له اجازې دخپلو د اوسیدو د هغو ځایو څخه چیرته تللاې نه شوې چې ناجي ورته ورکړې و . خو دخپل پلان د پلې کولو له پاره ،هغوي د حرم د خدمت کونکو ښځو څخه یوه له خپلو ځانو سره باوري کړه . هغوي غوښتل د دې په لاسو ذکویي ته زهر ورکړي .

علي بن سفیان د صلاح الدین ایوبي ساتونکې ډله تبدیله کړه ، داټول د مصر د امیر (وایسراې ) پخوانی ساتونکي و،ددې پر ځای هغه د هغو سپاهیانو څخه د ساتونکو ډله تیاره کړه چې نوي نوي په عسکري خدمت کې را ننوتي و. دا د سر تیرو یو ټاکل شوې ډله وه ، چې په سپاهیتوب کې یی هم سارې نه درلود،او د جذبې له اړخه خو هر سپاهي د ډګر میړه و. ناجي په دی بدلون بلکل خوښ نه و، خو هغه د صلاح الدین ایوبي په وړاندې ددې بدلون ډیره زیاته ستاینه وکړه ، او ددې تر څنګ یی غو ښتنه وکړه چې صلاح الدین ایوبي دې د هغې بلنه ومني. ایوبي هغه ته ځواب ورکړ چې په یوه دوه ورځو کې به ځواب ورکړی چې ستا بلنه څه وخت منلاې شي . دهغه د تللو وروسته صلاح الدین ایوبي د بن سفیان سره مشوره وکړه چې کله دغې بلنې ته ولاړ شي. علي ورته مشوره ورکړه چې اوس دې چې هر وخت خوښه وې دعوت یې منلاې شې .

هم په بله ورځ صلاح الدین ایوبي ناجي ته خبر ورکړ چې هغه په هره شپه چې ته وغواړې ستا بلنې ته درتللاې شي . ناجي درې ورځې وروسته دعوت ورکړ . او ورته یی وویل چې ددې دعوت ، دعوتي اړخ کم خو د جشن اړخ یې زیات دې . او دا جشن به د ښاره بیرون په دښتې اوصحرا کې د مشالونو په رڼاو کې لمانځل کېږی . د نڅا،ګډا او سندرو انتظام به په کې وي ، د ساتونکو سواره به د خپل فن مظاهرې کوي ، د تورې وهلو او د وسلې پرته دجنګ مقابلې به په کې وي ، او صلاح الدین ایوبي به دشپې هم هملته پاته کېږي . د هغه د تمځاې له پاره به خیمې درول کېږي……. صلاح الدین ایوبي د پروګرام تفصیل اورید ، هغه په ګډا ، نڅا او سندرو باندی هم کومه نیوکه و نه کړه . ناجي په ویره او لړزنده اواز وویل ، «د فوځ ډیر هغه سپاهیان چې مسلمان نه دې او یا هغوې چې نیم مسلمان دي کله کله شراب څښي، هغوې د شرابو عادي نه دې ، هغوې اجازه غواړي چې د جشن په شپه هغوي ته د شرابو د څښلو اجازه ورکړل شي .»

«ته د هغوې قومندان یې ! » صلاح الدین ایوبي ورته وویل « که ته غواړې نو هغوې ته اجازه ورکړه ، او که اجازه ورکول نه غواړې نو زه پرتا باندې خپل حکم نه بار وم »

«د مصر د امیر بخت دې هسک وی !» ناجي د غلامانو په څیر وویل « زه څوک یم چې دداسی کار اجازه ورکړم چې ته یی سخت بد ګڼې.»

«هغوې ته اجازه ورکړه چې د ګډوډیو د جوړولو او بدکاریو پرته هر څه کولاې شي .» صلاح الدین ایوبي ورته وویل ،« که چیرې د شرابو د څښلو وروسته ، چاهم ګډوډي وکړه نو هغوې ته به سخته سزا ورکړل شي.»

کله چې دا خبردصلاح الدین ایوبي ساتونکو ته ورسید چې ناجي د ایوبي د عزت او ښه راغلاست له پاره چې کوم جشن جوړول غواړي ،په هغې کې به نڅا او سندرې وي او شراب به په کې هم څښل کېږي او صلاح الدین ایوبي ددی جشن بلنه ددې ټولو خرافاتو سره سره منلی هم ده ، نو ټولو د حیرانتیا څخه یو دبل خولو ته کتل . یوه به ویل چې ناجي درواغ وایي ، هغه غواړی په دې توګه خپل رعب او دبدبه په نورو باندې و اچوي. او چا بیا ویل چې د ناجي جادو په صلاح الدین ایوبي هم خپل اغیز وکړ، دا انګیرنه هغو مشرانو ته ډیره په زړه پورې ښکاره شوه چې د ناجي د پیالې ملګري و . ځکه صلاح الدین ایوبي د مملکت د امورو د سنبالولو سره سم دهغوې له پاره د عیش او عشرت ، شرابو څښلو او بدکارۍ ټولو دروازې بندې کړې وې او دا کارونه یې جرم ګرځولي و. هغه دومره سخت ډسپلین رواج کړې و چې هیچاته هم د پخوا په څیر د خپلو دندو څخه د غفلت جرآت نه وه پاته ، هغوي په دې خوښ و چې نن د مصر نوي امیر په کومې بلنې کې د شرابو ، ګډاو نڅا له پاره اجازه ورکړې ده نو سبا به هغه پخپله هم په همدی رنګینو محفلونو خپل زړه بایلي او زمونږ دډلې یو وګړې به ترې جوړ شي.

دا یواځې علي بن سفیان و چې ورته ډاګیزه وه چې صلاح الدین ایوبي د دې خرافاتو اجازه ولی وکړې ده .

د جشن ماښام را نژدې شو ، له یوې خوا د پنځلسمې سپوږمۍ شپه وه ، او د صحرا سپوږمۍ دومره شفافه او روښانه وي چې د شګو ذرې هم په کې په نظر را ځي ، اود بلې خوا د زرګونو مشالونو روښنایی هم دهغې صحراشپه رڼا ورځ کرځولې وه .د ساتونکوسپاهیانو هجوم و چې په یوه پراخه میدان کې را چاپیره د یوه دیوال په څیر ولاړ و، په هغه خواکې یې چې د صلاح الدین ایوبي د کښیناستو کوم تخت ایښی و نو هغه د یوه ستر پادشاه تخت معلومیده ، دهغې کېڼ او چپ اړخونو ته د سترو رتبو د خاوندانو له پاره د ناستې ځایونه ټاکل شوي و. ددې پراخه او خپور نندار ځاې څخه لږ څه لرې د میلمنو له پاره ډیر ې ښایسته خیمی درول شوې وې . ددوې تر څنګ یوه ستره خیمه د صلاح الدین ایوبي له پاره هم هملته دریدلې وه . په دې خیمه کې به هغه شپه تیروله ، علي بن سفیان د لمر د پریوتو تر مخه هلته ولاړ او ددی خیمی په چار چاپیر کې یی ساتونکي و درول .

کله چې علي بن سفیان هلته ساتونکې درول نو ناجی ذکویي ته دصلاح الدین ایوبي د راپرزولوله پاره اخري لارښوونې کولې ، په دې ماښام د ذکویې ښایست څه بل منګه زیات و ، د هغې د جسم څخه د عطرو داسې زړه وړونکې بوې را ته چې د سحراو جادو اغیز یې درلود. هغې خپلی تورې ملایمې زلفې په خپلو لوڅوسپینو مټو باندې را خپرې کړې وې ، د هغې لباس دومره باریکه و چې د هغې د وجود ټول ښکته پورته او لوړې ژورې تر ې له ورایه معلومیدې ، دهغې په شونډو باندې قدرتي مسکا اوخنداوه .

ناجي هغه د سره تر پښو پورې له نظره تیره کړه او ویې ویل «په صلاح الدین ایوبي باندې شاید ستا جسماني ښایست دومره اغیز و نه کړي ، خو خپله جادو شکله ژبه به استعمالوې، ګوره هغه سبق مې چې درته په دومره ورځوکې ښوولې هیر نه کړې ! او دا هم هیر نه کړې چې هغه ته په ورتللو سره دهغې وینځه و ګرځې، له ځانه د انځر هغه ګل جوړ کړه چې د بوټي په سر کې تر سترګو کېږي خو په بوټی د ورختلو وروسته له نظره ورککېږي . هغه په خپلو قدمونو کې کښینوه ، زه تا ته ډاډ درکوم چې ته به دا تیږه په اوبو باندې بدلوې .

په همدې سیمې کې «قلو پطره » نومي هم د سیزر په څیر د اوسپنیز عزم خاوند د خپل ښایست او ځوانۍ په زور او توان ویلی او د مصر په شګو کې یی ډوب کړ . قلو پطره ستا څخه ډیره ښایسته نه وه ، ماچې تا ته کوم سبق ښوولی دې هغه ټول د قلو پطره چالونه دې ، د ښځو دا چالونه هیڅکله هم د ناکامۍ مخ نه ویني ،

ذکویې مسکۍ مسکۍ کېده ، او دهغې خبرې یی په پوره غور سره اوریدلې ، د مصر شګو یوه بله قلوپطره د یوه ښایسته جادوګر مار په څیر زیږولې وه ، او داسې بریښیده چې د مصر تاریخ خپل ځان یوځل بیا تکراراوه.

لمر پریوت ، او مشالونه روښانه شول ،صلاح الدین ایوبي په یوه آس سپور راغې د هغه چپ او کېڼ ، شا او مخ ته دهغو ساتونکو اسونه و چې علي بن سفیان منتخب کړي و . هغه د همدې ډلې څخه لس کسه سواره د صلاح الدین ایوبي د خیمې شاوخوا ته په پهره درولي و.

سازونو د ډول په اواز باندې د ښه راغلاست نغمی و غږولې او صحرا د «صلاح الدین ایوبي دې ژوندې وي » په غږونو ډکه شوه . ناجي مخته راغې او ښه راغلاست یې ووایه ، او زیاته یې کړه چې « ستا څخه ځان ځارونکي ، داسلام د عظمت ساتونکي ،تاته د خپل سر په سترګو ښه راغلاست وایي ، د هغوې ناقرارۍ ته وګوره ، ستا په اشارې باندې مرګ ته تیار دي . » او د ښه راغلاست له پاره یی چې نور څومره الفاظ زده و هغه یی ټول په لوړ اواز سره تکرار کړل .

څنګه چې صلاح الدین ایوبي په خپل شاهانه تخت باندې کښیناست ، د زغلیدونکو اسونو د نوکانو او پښو اوازونه واوریدل شو. کله چې داسونه د مشالونو رڼاو ته راغلل نو ټولو و کتل چې څلور اسونه د ښي لورې او څلور آسونه د کېڼ لورې څخه یو دبل پر خلاف ځغلي، په هر یوه یو یوکس سپور و. د هغوې سره وسله نه وه . هغوی یو دبل مخې ته مخ په مخ را تلل .پوره ډاګیزه وه چې هغوې به ټکر کوي ، هیچاته نه و معلوم چی هغوې به څه کوې؟ کله چې هغوې یو بل ته ډیر را نژدې شول نو ددواړو خواو سپرو په رکابونو کې پښې کښیښودې او ودریدل . بیا یی د اسونو قیضې په یوه یوه لاس کې و نیولې او بل لاس یې و غځاوه ، ددواړو خواو آسونه یو دبل مخ ته راغلل او دواړه خواوې یو دبل سره لاس وګریوان شول ، سپرو یو دبل د نیولو او د اسونو څخه د راپرزولو هڅې کولې ، کله چې آسونه مخته ولاړل ، نو هغه دوه سپاره چې د اسونو څخه لاندې راپریوتې و په شګو کې یې سرکونډالې وهلې ، د یوه لورې یوه سپور د بل لورې سپور د آس څخه د خپلو مټو په زور را نیوه او په خپل آس یی د هغې د کښینولو هڅه کوله ، په هجوم کې دومره شور او غوغا راپیدا شوه چې خپل اواز په خپله هم نه اوریدل کېده .

داسپاره په تیاره کې ترې تم شول ، نوبیا ددواړو لورو څخه څلور څلور اسونه د همدې ډول مقابلې له پاره راغلل. او په دې توګه اته مقابلې تر سره شوې ، ددې وروسته اوښ سپاره راغلل ، بیا اوښ سپرو او آس سپرو ډول ډول لوبې تر سره کړې چې وروسته بیا د تیغ وهلو او د وسلو پرته د جنګ لوبې پیل شوې چې یو څو سپاهیان په کې زخمیان هم شول . صلاح الدین ایوبي د زړه ورتیا ، بهادرئ او شجاعت دې لوبو او مقابلو په خپل ځان کې جذب کړې و . هغه ته د همداسې زړه ور فوځ اړتیا وه ، هغه د علي بن سفیان په غوږ کې وویل « که چیرې په دې فوځ کې اسلامي جذبه هم وي نو زه به یواځې دهمدې فوځ به واسطه صلیبیان په ګونډو کړم .»

علي بن سفیان همغه مشوره ورکړه چې پخوا تردې یې هم ورکړې وه ، هغه ورته وویل « که چیرې د ناجي څخه قومنده واخستل شي نو داسې جذبه ، چې ته یې ارزو لرې ، هم په دوې کې را پیدا کېداې شي .» خو صلاح الدین ایوبي د ناجي په څیر تجربه لرونکې او ذهین سالار د ګوښه کولو پر ځاې په نیغې لارې د راوړلو هڅه کوله . هغه په دې جشن کې په خپلو سترګو همدا کتل چې دا فوځ دکردار له اړخه څه ډول دې ؟ هغه ته د ناجی ددې غوښتنې څخه نا امیدې را پیدا شوې وه چې دهغې سپاهیان او قومندانان شراب څښل غواړي ، او تر څنګ یې د نڅا اوسندرو شوق هم لري، صلاح الدین ایوبي دهغې غوښتنه په دې خاطر منلې وه چې ووینې چې دالښکر تر کومه ځایه په عیش او عشرت کې ډوب شوې دې .

په زړه ورتوب ، آسب زغلولو ، او د تیغ په مقابلو کې خو دا فوځ په ټولو عسکر ی او جنګی معیارونو پوره و خوت خو کله چې د ډوډۍ دخوړلو وخت راغې نو دې فوځ د نااهلو ، بدتمیزه او …… خلکو په څیر شورو غوغا جوړه او د یوه بې کنتروله هجوم شکل یې ځانته و نیوه . د ډوډۍ انتظام په یوه پراخه اووسیع میدان کې شوې و. په یوه اړخ کې یې د فوځ نزدې دوه زړه وګړو ته د ډوډۍ د خوړلو له پاره ځاې جوړ کړل شوې و او د هغوې څخه په ډیره لږه فاصله کې د صلاح الدین ایوبي او نورو میلمنو د خوراک څښاک انتظام و. په سلونو مکمل وریت کړل شوې پسونه ، وزې ، د اوښانو مکمل ورنونه ، اوپه زرګونو روسټ کړل شوې چرګان ایښوول شوې و. د نورو لوازماتو خو شمار نه کېده ، سپاهیانو ته ددې تر څنګ د شرابو کوچنۍ کوچنۍ مشکېزې او صراحې ګانې ایښوول شوې وې ، سپاهیان په خوراک او شرابو باندې لکه د وږو لیوانو په څیر را پریوتل ، په غړپ غړپ یې شراب څکل او یو دبله سره یې لاس اچول پیل کړل . صلاح الدین ایوبي دا ننداره کتله ، اوچپ ناست و، دهغې پر مخ باندې هیڅ داسې اغیز نه و چې په ډاګه کړې چی هغه د څه په هکله فکر کوي . هغه د ناجی څخه همدومره و پوښتل « تا د خپل پنځوس زره فوځ څخه ددعوت له پاره دا سپاهیان څه ډول منتخب کړي و،؟ ایا دا ستا بدترین سپاهیان دي ؟»

«نه د مصر امیره !»ناجي په غلامانه لهجې سره وویل « دغه دوه زره عسکر زما د ډیرو ښو سپاهیانو څخه دي. تا دهغوې مظاهرې وکتلې ، دهغوي زړه ورتیا دې و کتله ، هغه ځان ځارنه به چي دوې د جنګ په ډګر کې کوی ، هغه به دې نورهم حیران کړي . ته د هغوې دغه بدتمیزۍ ته مه ګوره ، دوې به ستا په اشاره خپل ځانونه ځار کړي. زه کله کله هغوې ته همداسې خلاص لاس ورکوم ، تر څو د مړینی تر مخه ددنیا د رنګ او بوي څخه پوره پوره خوند واخلي .»

صلاح الدین ایوبي ددې استدلال په مقابل کې هیڅ هم و نه ویل ، کله چې ناجی د نورو میلمنو په لور مخ واړاوه ، نو صلاح الدین ایوبي ، علي بن سفیان ته وکتل او ويې ویل « ماچي څه کتل غوښتل ، هغه می و کتل ، دا سوډاني عسکر د شرابو او هنګامو کولو عادی دې ، ته وایې چې په هغوې کې جذبه نه شته ، خو زه وینم چې په هغوی کې کردار هم نه شته ، که چیرې دا فوځ ته د جنګ ډګر ته یوسې نو دوې به د جنګیدو په ځای دخپلو ځانو د خوندې ساتلو په فکر کې شي. او د غنیمت مالونه به لوټوي ، او د سوبې شوې سیمې د خلکو د عزت سره به لوبې او وحشیانه سلوک کوي . »

«ددې علاج دادې » علي بن سفیان ورته وویل « چې هغه فوځ چې تا د مختلفو سیمو د خلکو څخه تیار کړې هغه د ناجي په دې پنځوس زره سوډاني فوځ کې ورګد کړي ، خراب سپاهیان چې د خو سپاهیانو سره یوځای شي نو دهغوې په سلوک کې هم بدلون را پیدا کېږي .»

صلاح الدین ایوبي مسکې شو اوعلي ته یی وویل « ته په رښتیا سره زما د زړه په راز پو هیږې ، زما پلان هم همداسې دې خو ما نه غوښتل چې تا ته یی اوس په ډاګه کړم، هیچا ته په دې هکله څه مه وایه »

علي بن سفیان کې دا صفت و چې چې د نورو د زړونو په راز به پو هیده ، ډیرزیات ذهین و، هغه لږ څه نور ویل غوښتل چې تر مخ یی څو نور مشعلونه روښانه شول ، په ځمکه باندې قیمتی قالینې غوړیدلې وې ، د شپیلۍ او رباب داسې زړه وړونکې نغمې په غږیدو شوې چې په میلمنو کې یې پوره چپتیا را وسته . له یوه اړخه د نڅونکو قطارونه را ښکاره شول ، شل نجونې په داسې نازکه او نري لباس کې راښکاره شوې چې په هغې کې دهغوې د جسمونو ویښته ویښته په نظر راته ، دهر یوه لباس د یوې نرۍ چغې په شکل و چې د اوږو څخه تر د زنګونو تر سترګو پورې رسیده ، دهغوې ویښتان خواره و او د وریښمو د یوې برخې به څیر څلیدل ، دصحرا د نري نسیم او د نجونو د زرکوپه څیر تګ دغه نرې نرې لباس خوځاوه، داسې بریښیده لکه د ګلونو ډک بوټې چې په فضا کې لامبو وهي ، د هر یوه د لباس رنګ جدا و ، او د هر یوه شکل او صورت یو دبل سره توپیر درلود، خو د ښایست اود جسم په نرمښت کې ټولې یو څیر وې . د هغوې مرمرینې مټې بربنډې او لغړې وې ، هغوې مخته راتللې خو د قدم ښکته پورته کېدل یی په سترګو نه لیدل کېده ، هغوې د هوا د څپو په څیر مخته راتللې .

هغوې په نیمه دایره کې سره را ټولې او ودریدې ، د صلاح الدین ایوبي په لور یې مخ کړ او د تعظیم او احترام له پاره سرونه یې ښکته کړل ، د ټولو ویښتان د هغوې په اوږو را پریوتل ، سازونو دهغوې په دغه وریښمی ویښتانو کې د جادو طلسم را پیدا کړې و . دوه تور پوسته دیوشکله حبشی ځوانان چې د ملاګانو څخه یې د زمري پوستکي را تاو کړې و ، یوه ستر شان ټوکرۍ په لاسو کې نیولې په پوره چټکۍ سره را روان دې هغوې ټوکرۍ د نجونو په نیمه دایره کې کښیښوده ، په دې وخت کې د مار د بین ساز په غږیدو شو . حبشي ځوانان د مستو غوایانو په څیر خپل ښکرونه اخوا دیخوا غورځول او له صحنې څخه غایب شول ، د ټوکرۍ څخه یو ډیر ه ستره غوټۍ را ووته او دګل په څیر و غوړیده ، ددې ګل څخه یوه نجلۍ را برسیره شوه ،چې سوکه سوکه را پورته کېده ، داسې بریښیده لکه د سرو وریځو څخه چې سپوږمۍ سر را وکاږي ، دا ددې دنیا نجلۍ نه معلومیده ، دهغې خندا هم ددې ځمکې د نجونو خندا نه وه ، دهغې د ویښتانو ځلا هم د مصر د نجونو د ویښتانو د ځلا په څیر نه وه ، او کله چې دغې نجلۍ د ګلانو دپاڼو څخه بیرون قدم کښیښود نو دهغې د جسم نرمښت او ملایمت ټول نندارچیان حیران او مسحور کړل .

علي بن سفیان د صلاح الدین ایوبي په لور وکتل ، دهغې په شونډو باندې نرۍ خندا وه ، صلاح الدین ایوبي په خندا شو او دهغه په غوږ کې یې وویل «ما هیله نه درلوده چې دا به دومره ښکلې وي .»

ناجي د صلاح الدین ایوبي په لور راغې او ورته یی وویل «د مصر د امیر بخت دې ستر وې ، ددې نجلۍ نوم ذکویي دې ، هغه ما ستا له خاطره د سکندریې څخه را بللې ده ، دا مسلکي ډمه نه ده او ځان پلورنکې فاحشه هم نه ، د نڅا سره مینه لري ، په خپل شوق سره کله کله ناڅي ، د چا محفلونو ته هم نه ځي ، زه ددې پلار پیژنم، هغه په ساحل کې د ماهیانو کار وبار کوي ، دا نجلي ستا سره مینه لري ، ان تر دې چې تا د پیغمبر په توګه مني ، زه په ناڅاپي توګه ددې د پلار د کتلو له پاره ددوي کور ته ورغلم ، نودې نجلۍ له ما و پوښتل چې خبره شوې یم صلاح الدین ایوبي د مصر د نوی امیر په توګه راغلې دې . د خداې له پاره ما ته د هغه سره د لیدلو کتلو وخت برابر کړه ، ما سره دهغې له پاره دخپل ځان او نڅا څخه بله کومه داسې تحفه نشته چې ددې سترې هستۍ په قدمونو کې یې کېږدم ،…. ډیر زیات دروند امیره! ماستا څخه د نڅا او موسیقي اجازه په دې خاطر غوښتې وه چې غوښتل مې دغه نجلۍ ستاسې حضور ته هدیه کړم .»

«تا هغې ته نه و ویلې چې زه په خپل مخکې هیڅ یوه نجلۍ نڅونکې او لوڅه نه شم لیدلي؟ » صلاح الدین ایوبي ترې وپوښتل او ورته یې وویل « دا نجونې چې تا په کالیو کې پټې راوړي بلکل لوڅي دي،»

« دستر مقام خاونده !» ناجي په لړزنده اواز سره وویل ، « ما ورته ویلې و چې دمصر امیر نڅا او رقص نه خوښوي ، خو دې ویل چې هغه به زما نڅا خو ښه کړي ځکه چې زما په نڅا کې د ګناه په لور بلنه نه شته . دا به د یوې عزتمندې نجلۍ نڅا وې ، زه د ایوبي تر مخه جسم نه ، بلکه خپل فن وړاندې کول غواړم ، که چیرې زه نارینه واې نو د ایوبې دځان د خوندې ساتلو په خاطر به دهغې په ساتونکې ډله کې ور ګډه شوې واې .»

« ته څه ویل غواړې » صلاح الدین ایوبي ترې وپوښتل « ایا دا نجلۍ ځان ته را وبو لم او تعریف یې وکړم چې تا دخپل وجود په لوڅولو سره د زرګونو وګړو تر مخ ډیره ښه نڅا وکړه ؟ هغه ته په دې خبره شا باسې ورکړم چې هغې د نارینه و د جنسي د جذباتو په را پارولوکې ښه پوهه او مهارت تر لاسه کړې دې ؟»

«نه د مصر امیره !» ناجي ورته وویل « ما هغه په دې وعدې سره دلته راوړې چې ته هغې ته د لیدلو کتلو شرف ور وبښې ، دا د ډیر لرې څخه دلته راغلې ده ، لږڅه هغې ته وګوره ! دهغې نڅا مسلکې اغیز نه بلکه د خپل ځان سپارل دي ، هغه تاته په څومره مینه ګوري ! بی شکه چې عبادت یواځې د الله کېږي خو نوموړې د خپلې نڅا ، او عقیدې له لارې په خمارو سترګو ستا عبادت کوي . ته هغې ته اجازه ورکړه چې ستا خیمې ته راشي ، که څه هم د لږ وخت له پاره وي، دا د راتلونکې مور و ګڼۍ چې د رحم څخه یی د اسلام د ساتنې له پاره یو سرتیرې و زیږیږي، دا به خپلو بچیانو ته په فخر سره وایې چې ما ته د صلاح الدین ایوبي سره په ځانته ځانۍ کې دخبرو کولو شرف را په برخه شوې و .

ناجي په ډیره اغیزمنه توګه او جذباتي وینا سره په صلاح الدین ایوبي دا ومنله چې دا نجلۍ ، چې هغه د یوه غلام پلورونکې څخه را نیولې وه ، د یوه شریف پلار عزتمنده لور ده ، هغه په صلاح الدین ایوبي باندې دا ومنله چې ووایې چې « ډیر ښه ! دا زما خیمې ته را ولیږه »

ذکویي هم سوکه سوکه خپل جسم مخته کاوه او بیا بیا به یې د صلاح الدین ایوبي په لور کتل او مسکۍ مسکۍ کېدله به، پاته نجونې دهغې په چاپیر کې لکه د تتلیو په څیر الوت کاوه ، دا د ښکته پورته کېدو نڅا نه وه . دوې د مشالونو په رڼاو کې داسې بریښيدې لکه په شفافو او صافو اوبو کې چې ښاپیریانې لامبو وهي او تیریږي را تیریږي ، دسپوږمۍ خپل یو اغیز و ، خو د صلاح الدین ایوبي په هکله هیڅوک نه شي ویلاې چی هغه په کوم فکر کې ډوب ګونګ سونګ ناست و. د ناجي لښکرو چې د شرابو د څکلو وروسته کومه هنګامه او غوغا جوړه کړې وه ، اوس هغوې هم خمار، ستومانه او د مړو په څیر ګرزیدلي و. په ځمکه او اسمان کې یو ډول چپتیا خپره وه ، او ناجي پر خپلو بریاو ډیر زیات خوښ و، او شپه لږه لږه دسهار لور ته راونه وه .

*****(۷)

دشپې نیمایې وه چې صلاح الدین ایوبي هغه ښایسته خیمې ته ورننوت چې د ناجي له اړخه هغه ته درول شوې وه.، په خیمه کې دننه قالینې خپرې شوې وې ، په پالنګ باندې د زمرې دپوستکې په څیر پوښ غوړیدلې و.کوم فانوس چې هلته ایښول شوې و ، دهغې شفافه او ښایسته رڼا د صحرا د سپوږمۍ په څیر زړه وړونکې وه، دخیمې دننه سیمه ټوله دښایسته عطرو په بوي معطره شوې وه. د خیمې په دیوالونو باندې وریښمینی پردې را زوړندې وې ، ناجي د صلاح الدین ایوبي سره یوځاې خیمې ته ور ننوت ، او ترې ویې پوښتل « ایا هغه د لږڅه وخت له پاره را واستوم؟زه د وعده خلافۍ څخه ډیر بیریږم .»

«را ویې لیږه !» صلاح الدین ایوبي ورته وویل ، او ناجي د هرن په څیر په ښکرونو غورځولو سره د خیمې څخه بیرون شو .

لږ وخت به تیرشوې و چې د صلاح الدین ایوبي ساتونکو یوه نڅونکې دهغه دخیمی په لورد راتللوپه حال کې و کتله، د خیمې په ټولو اړخونو کې مشالونه د علي بن سفیان له خوا روښانه شوې وترڅو د شپې په وخت کې ساتونکې د خیمې شاوخوا په ښه توګه ترنظر لاندې و ساتلاې شي . کله چې نڅونکې را نژدې شوه نو ساتونکو و پیژندله ، هغوې هغه د نڅا په وخت کې کتلې وه ، دا خو هماغه نجلۍ ده چې د ټوکرۍ څخه را وتلې وه. او دا ذکویې وه ، هغه تر اوسه هم د نڅا په لباس کې وه ، دا لباس توبه ماتونکې و ، په دې کالیو کې هغه لوڅه لغړه ښکاریده، د ساتونکو قومندان هغه هملته و دروله ، خو ذکویې ورته وویل چې هغه د مصر امیر صلاح الدین ایوبي پخپله دخپل خوب ځاې ته را بللې ده . خو قومندان ورته وویل چې ایوبي دهغه امیرانو څخه نه دې چې دفاحشو نجونو سره شپې سبا کړي .

«ته د همغې څخه پو ښتنه وکړه ،» ذکویي ورته وویل « زه خود خپله ځانه دلته د راتللو جرآت نه شم کولاې »

« دهغه بلنه تاته څنګه در ورسیده ؟» قومندان ترې و پوښتل.

«ماته سالار ناجی وویل چې د مصر امیر دې ځانته غواړي » ذکویي ورته وویل ، « که ته غواړې زه بیرته ځم که امیر زما په هکله و پوښتی نو دځواب پایلې به یې پخپله پر تا وې »

قومندان دا نشوه منلاې چې صلاح الدین ایوبي دې د خپل خوب ځاې ته یوه رقاصه نڅونکې را وبولي ، هغه د ایوبې د عمل او کردار څخه پوره خبر و ، دهغه ددې حکم څخه هم خبر و چې د نڅاکوونکو او سندرو ویونکو سره د اړیکو لرونکې باید سل لښتې (درّې ) ووهل شي ، قومندان په شک و شبه کې ولوید ، په فکر فکر کولو سره یې جرآت وکړ او د صلاح الدین ایوبي خیمې ته ورننوت ، ایوبي دننه قدم واهه. قومندان ترې په ویره ویره و پوښتل « بیرون یوه نڅونکې ولاړه ده ، وایې چې حضور دلته را بللې ده ، صلاح الدین ایوبي ورته وویل « هغه دننه را ولیږه »

قومندان بیرون را ووت او ذکویي یې دننه خیمې ته و استوله ، ساتونکو هیله درلوده چې ددوې امیر او ستر سالار به دا رقاصه د خیمې څخه بیرون را وغورزوي ، هغوې ټول د هغه د غضب ناکه اواز انتظار کاوه ، خو هغوې ته هیڅ داسې اواز په غوږو نه شو ، شپه لږه لږه اخرې وختو ته رسیدله ، د خیمې د دننه څخه د سوکه سوکه خبرو اواز را ته ،د ساتونکو دډلې قومندان په ډیره نا ارامۍ سره اخوا دیخوا قدم واهه، یو ساتونکې د هغې څخه و پو ښتل،« ایا دا حکم یواځې زمونږ له پاره دې چې د کومې فاحشې سره اړیکې درلودل جرم دې .»

«هو!» هغه ځواب ورکړ« حکم یواځې د تر لاس لاندې خلکو له پاره وې او قانون یواځې د رعایاو له پاره جوړیږي .»

« ایا دمصر امیر به په درّ و نه وهل کېږي ؟»

« پادشاهان کوم ځانګړې کردار نه لري ،» قومندان په سوزیدونکي اواز وویل « صلاح الدین ایوبي به شراب هم څښې ، یواځې پر مونږ باندې ددرواغو د تقوا رعب اچوي .»

د هغوې له آنده د صلاح الدین ایوبي بًت ټوټې ټوټې شوې و ، ددې بُت څخه یو عربې شهزاده را ووت چې یو بدکاره او عیاش انسان و ، او د تقوا په لباس کې یې دګناه ټول کارونه تر سره کول.

ناجي ډیر خوښ و، هغه په دې شپه د صلاح الدین ایوبي د خوښۍ له پاره شراب بوي کړې هم نه و. هغه په خپله خیمه کي ناست او د خوښۍ څخه زنګیده ، دهغه تر مخه د هغه سالار «اوروش » ناست و ، هغه ناجی ته وویل « هغه چی تللې نو ډیر وخت تیر شو، داسې بریښې چې زمونږ غشې د صلاح الدین ایوبي په زړه کې کښیوتې دې .» «زما غشې خطا شوې کله دې ؟ » ناجې په وازه خوله و خندل او ویې ویل « که چیرې دا تیر خطاکېداې نو سمدستي به بیرته زمونږ لورې ته راغلې واې »

«ته صحیح خبره کوې ،» اوروش ورته وویل « ذکویې د انسان په کالیو کې یو طلسم او جادو دې ، دا نجلۍ د حشیشینو سره اوسیدلې او که نه د صلاح الدین ایوبي په څیر بُت یې هیڅکله هم نه شو ماتولاې.»

«ماچې هغې ته کوم سبق ور زده کړې و هغه به هیڅ کله د حشیشین په وهم وګمان کې هم را نه شي . » ناجي ورته وویل « اوس د صلاح الدین ایوبي په ستوني کې د شرابو ور ښکته کول پاته دې ،» په دې وخت کې ناجي ته بیرون د قدمونو اواز تر غوږو شو . منډه یی واخسته او بیرون را ووت، هغه ذکویې نه وه بلکه یو سپاهي روان و، ناجي دلرې څخه د صلاح الدین ایوبي د خیمې په لور و کتل، پردې یې را زوړیدلې او ساتونکې بیرون په پهره ولاړ و ،هغه دننه ولاړ او اوروش ته یې وویل « اوس زه په ډاډمنه توګه ویلاې شم چې زما ذکویې دا ستر بُت مات کړې دې .»

*****(۸)

دشپې اخرې برخه وه ، چې ذکویې د صلاح الدین ایوبي د خیمی څخه ووتله ، هغه د ناجې د خیمې پر ځاې په بلې لورې ولاړه ، په لاره کې ورته یو سړې ولاړ و چې ټول وجود یې د سره تر پښو پورې په یوه ډول لباس کې پټ شوې و. هغه په ډیره سوکه توګه ذکویې ته ورغږ کړ. هغه هم د همغه سړې په لور ورغله ، هغه سړې هغه یوې خیمې ته ورننویستله ، د لږ څنډ وروسته هغه ددې خیمې څخه ووتله او د ناجی د خیمې په لور یې مخ کړ. ناجې تر دې وخته پورې بیدار پاته و ،هغه څو ځله بیرون را وتلې و او د صلاح الدین ایوبي د خیمې په لور یی کتلې و،او ګمان یې کاوه چې ذکویې صلاح الدین ایوبي په خپل جال کې را ګیرکړې او هغه یې د اسمان د شنو څخه لاندې د ناجي د پست ذهنیت په لمن کې را غورځولې دې .

«اوروش » هغه وویل « شپه خو تیره شوه ، او هغه تر اوسه را نه غله ،» ، « هغه به اوس کله هم را نه شي !» اوروش ورته وویلې ،« د مصر امیر به هغه د خپله ځانه سره یوسي ، داسې ښاپیرۍ خو هیڅ شهزاده د لاسه نه ور کوي،…… ایا تا په دې هکله کله هم فکر کړې دې ؟»

«نه !»ناجي ورته وویل ، « ما دخپل چال په دې اړخ باندې کله هم فکر نه دې کړې »

«ایا دا نه شي کېداې چې دمصر امیر د ذکویي سره په اصولي توګه واده وکړي ؟ » اوروش ورته وویل « په هغه وخت کې به دا خطره وې چې نجلۍ به په مکمله توګه زمونږ له کاره ووځي ،»

«هغه خو ډیره هوښیاره ده »ناجی ورته وویل « خو په رقاصو باندې څه باور ؟ هغه د رقاصې لور ده اوتجربه لرونکي ځان پلورونکې ، دوکه هم ورکولې شي»

هغه په ژور فکر کي ډوب ناست و، چې ذکویي په ناببره توګه دهغې خیمي ته ور ننوتله ، هغې ورته په خندا کې وویل «اوس نو دخپل امیر جسم مو وزن کړئ او دهمغې په اندازه طلا راوړئ ! تا خو ماته همدا انعام ټاکلې و »

«لمړې خو ووایه چې وشول څه؟» ناجي ترې په پوره ناقرارۍ سره و پوښتل .

«هماغه څه چې تا غوښتل !» ذکویې ځواب ورکړ ، تاته چا داویلې و چې صلاح الدین ایوبي د تیږې په څیر کلک دې یا دفولادو په څیر نه ویلي کیدونکې او یا داچې هغه مسلمانانو ته د الله سیورې دې .؟» هغې خپله پونده پر ځمکه ووهله او ویې ویل « هغه ددې شګو څخه ، چې هوایې ذره ذره له ځانه سره له یوه ځایه بل ته الوزوي ، هم ډیر بې وسه او سپک دې »

«ستا د ښایست جادو او دژبې طلسم د هغې څخه د شګو ډیرې جوړ کړ» اوروش ورته وویل » « او که نه دا کمبخته خو ستر او ولاړ غر و غر.»

«هو ! ولاړ غر و ،» ذکویې ورته وویل « خواوس شګلوړه غونډۍ هم نه ده »

« ایازما په هکله هم څه خبره وشوه؟» ناجي ترې په بې صبرۍ سره و پوښتل .

«هو!»ذکویې ځواب ورکړ« پوښتنه یې کوله چې ناجی څه ډول سړې دې ، ما ځواب ورکړ چې که په مصر کې پر چا باور کولې شې نوهغه یواځې اویواځې ناجي دې ، هغه بیا راڅخه و پوښتل چې ته یې څه ډول پیژنې ، ماورته وویل چې هغه زما د پلار ډیر نژدې دوست دې ، زمونږ کور ته راغلې و او زما پلار ته یې ویلې چې زه د صلاح الدین ایوبي غلام یم هغه که ماته په سمندر کې د ورغورځیدو حکم وکړي نو زه به ځان ور وغورځوم ……بیا هغه له ما څخه و پوښتل چې ته خو پاکه نجلۍ یې ، ما ورته وویل چې زه ستا وینځه یم ، ستا هر حکم د سر په سترګو منم ، ویې ویل چې د لږ وخت له پاره زما تر څنګ کښینه ، زه دهغې څنګ ته ورغلم بیانو که هغه تیږه وه موم و ګرزید او ما هم دا موم په خپل قالب کې ور واچاوه. کله چې ترې را رخصتیدم نو زما څخه یې بښنه و غوښتله ، ویل یې چې ما په خپل ژوند کې د لمړې ځل له پاره ګنا ه کړې ، ما ورته وویل چې دا ګناه نه ده ،تا له ماسره دوکه نه ده کړې ، زور دې را سره نه دې کړې ، زه دې د پادشاهانو په څیر د حکم کولو له لارې نه یم را بللې ، زه پخپله راغلې یم او بیا به هم درته را ځم .»

نجلۍ هره خبره داسې باوري او په بربنډه توګه کوله لکه څنګه یې چې جسم بربنډ و. ناجی د ډیرې خوښۍ څخه هغه پخپله مټو کې را و نغاړله ، او اوروش په داسې حال کې چې ذکویي ته یې افرین وایه او ناجي ته یې د هغې په دې بریا مبارکې ویله د خیمی څخه ووت .

*****(۹)

ددښتې د رازونو د ډکې شپې څخه چې کوم نوې سهار را و زیږید، هغه د نورو صحرایې سهارونو څخه ځانګړې نه و ، خو ددې سهار رڼا په خپلې تیارې سینې کې یو راز پټ کړې و چې ټول ارزښت یې د همدې اسلامي امت تر ارزښت پورې رسیده ، او د قیام له پاره یې صلاح الدین ایوبي خوبونه لیدلې و او دهمدې تعبیراو تفسیر په عزم باندې هغه را ځوان شوې و .

تیره شپه چې په دې دښتنه کې څه تیر شوې و، هغې دوه اړخونه درلودل ، چې د یوه اړخ څخه یواځې ناجي او دهغې بل سالار اوروش خبر درلود، او دبل اړخ څخه یې د صلاح الدین ایوبي ساتونکې ډله او په خپله ایوبې خبر درلوده . خو صلاح الدین ایوبي ، ذکویې او د ایوبي د جاسوسۍ د څانګې مسئول علي بن سفیان هغه درې شخصیتونه و چې د پیښې ددواړو اړخونو په هکله یې پوره پوره معلومات درلوده .

ناجي سلطان صلاح الدین ایوبي اودهغې ملګري په ډیر ښه شان او شوکت سره رخصت کړل ، دلارې په دواړو خواو کې سوډاني عسکر و د« صلاح الدین ایوبي دې ژوندې وې » اوازونه پورته کول ، صلاح الدین ایوبي ددوې د اوازونو دځواب له پاره خپل لاسونه خوځول ،د خندا او نورو تکلفاتو هیڅ پروا یې و نه کړه. دناجي سره یې لاس ورکړ، خپله آس ته یې لغته ورکړه دهغه وروسته د هغه ساتونکو او د دولت کارکونکو هم خپل آسونه و ځغلول ، خپل مرکزي دفتر ته په رسیدو سره یې ، علي بن سفیان او یو بل نائب دخپله ځانه سره دننه دفتر ته یوړل ، او دروازه یې له دننه څخه بنده کړه ، هغوې ټوله ورځ په همدې کمره کې بند پاته شول ، کله چې لمر پریوت ،او شپه تیاره شوه نو د کمرې په داخل کې غذا خو پریږده چې اوبه هم نه پیدا کېدې . لږ څه شپه تیره وه چې درې واړه بیرون را ووتل او خپلو خپلو کورونو ته روان شول . علي بن سفیان ترې را جدا شو، نو د ساتونکو د ډلې قومندان هغه تم کړ او ورته یی وویل « محترما ! زمونږ دنده ده چې حکم و منو او ژبه بنده وساتو، خو زما په ډله کې یو ډول ناامیدې او بې اطمیناني راپیدا شوې ده ، او پخپله زه هم دهمدې ناامیدې ښکار ګرزیدلې یم .»

«څه ډول نا امیدې؟» علي بن سفیان ترې وپوښتل.

«ساتونکي وایې ، کله چې یوه فوځ ته د شرابو د څښلو اجازه وي نو مونږ ترې ولې منه کړل شوې یو؟» قومندان ورته وویل « که چیرې ته زما دا ګیله بدسترګي ګڼې نو سزا راکړه خو زما ګیله واوره ، مونږ خپل امیر د الله غوره بنده ګاڼه ، او پر هغه د زړه له کومی ځاریدو ته تیار و، خو تیره شپه …….»

«دهغې خیمې ته یوه رقاصه ورغلې وه ،» علي بن سفیان دهغې خبره ور پوره کړه او ویې ویل «تا هیڅ ډول بدسترګي نه ده کړې ، ګناه که امیر وکړې او یا غلام ، په سزا کې یې هیڅ توپیر نه شته . ګناه په هر حال ګناه ده ، زه تا ته ډاډ درکوم چې د رقاصې او د مصر د امیر تر منځ لیدنه د ګناه سره هیڅ تړاو نه درلود ، دا چې څه شوې، زه یې اوس نه شم درته بیانولاې ، سوکه سوکه د وخت په تیریدو سره به هر څه تاسې ته پخپله مخته راشي چې په هغه شپه څه شوي و؟» هغه د قومندان په اوږه لاس کښیښود او ورته یې وویل « ای عامر بن صالح ! زما خبره په غور سره واوره ، ته پخوانې عسکر یې ، په ښه توګه پوهیږې چې د فوځ او د فوځ د مشرانو څه رازونه وې چې خوندې ساتل یې زمونږ د ټولو دنده ده . د مصر د امیر خیمې ته د رقاصې ورتګ پخپله یو راز دې ، خپل ځان ځارونکې په هیڅ شک کې مه پریږده ، او چاته یې یادونه هم و نه کړې چې د شپې څه تیر شوې دي .»

دا قومندان دعلې بن سفیان د ذهنیت او وړتیا څخه پوره پوره خبر و ، په دې اساس ډاډمن شو اود خپلې ساتونکې ډلې شکوک یې هم ورختم کړل .

بله ورځ صلاح الدین ایوبي د غرمې ډوډۍ خوړله ، چې هغه ته خبر ورکړل شو چې ناجي یې کتلو ته راځې ، صلاح الدین ایوبي د ډوډۍ څخه لاس پریمینځه او د ناجي سره کښیناست ، د ناجي مخ ښوول چې لږ څه اندیښمن غوندې هم دې او په غصه هم، هغه په نښتونکې اواز سره وویل ،« دروند امیره ! ایا دا حکم تا ورکړې چي د سوډانې ساتونکې فوځ دغه پنځوس زره کسان په هغه فوځ کې ورګډ کړئ چې همدا اوس اوس تیار کړل شوې دې ؟»

«هو ناجي !» صلاح الدین ایوبي په زغم سره ځواب ورکړ،« ما پرون ټوله ورځ او دشپې یوه برخه د همدې موضوع د حل له پاره پوره فکر او غور وکړ او د پوره دقت وروسته مې دا پریکړه وکړه چې هغه فوځ چې ته یې سالار یې ، د مصر په فوځ کې داسې ورګډ کړل شي چې په هرې ډلې کې د سوډانیانو د نفرو شمیره لس په سلو کې وې، او تا ته به داحکم هم در رسیدلې وي چې ته اوس ددې فوځ سالار نه یې ، ته د فوځ په مرکزي دفتر کې په خدمت ګمارل شوې او هملته به خدمت ته راشې .»

«د ستر مقام خاونده !» ناجي ورته وویل « ماته دکوم جرم سزا راکول کېږی ؟»

« که چیرې د ا پریکړه دې خوښه نه وې نو د فوځ څخه جدا شه ،» صلاح الدین ایوبي ورته وویل .

« داسې معلومیږی چې زما پر خلاف کوم سازش شوې دې »ناجی ورته وویل « تاسې باید په دې هکله تحقیق وکړئ ، زه په مرکز کې زیات شمیر مخالفین لرم ،»

«زما ګرانه دوسته !» صلاح الدین ایوبي ورته وویل «ما دا پریکړه یواځې په دې خاطر کړیده چې زما د دولت او فوځ څخه د سازشونودا لړۍ د تل له پاره بیرون شي ، او ما دا پریکړه په دې خاطر کړیده چې په فوځ کې د یو چا رتبه ، که څه هم ډیره پورته وې، او یا ډیره ټیټه وي هغه به شراب نه څکي ، رمباړې به نه وهي اونه به په عسکري جشنونو کې نڅا، ګډا او سندرې وی .»

«خو درونده مشره !» ناجی ورته وویل «ما خو له حضور څخه اجازه اخستې وه »

« او ما د نڅا ، ګډا او سندرو اجازه په دې خاطر ورکړې وه چې دا فوځ ، چې ته یی د اسلامي امت ساتوندویان ګڼې ،دهغوې په اصلي بڼه کې ووینم . زه پنځوس زره کسان له یوه سره ګوښه کولاې نه شم په دې خاطر هغوې په مصري فوځ کې مدغموم تر څو دهغوې کړنې درستې کړم او دا هم واوره ، چې په مونږ کې هیڅ سوډانی ، مصرې ، یمني اوعجمی نه شته ، ټول مسلمانان دي ، بیرغ مو یو دي او مذهب مو یو دې .»

«دروند امیر به زما د حیثیت په هکله فکر هم کړې وي چې زما حیثیت ته به څه پاته شي ؟»

«هغه چې ته یې وړتیا ولرې !» صلاح الدین ایوبي ورته وویل « په خپله تیره شوې (ماضي ) باندې پخپله فکر وکړه ، دا ضروری نه ده چې د خپلو کارونو قصې را ته بیان کړې ……. سمدستي بیرته ولاړ شه او دخپل فوځ سپاهیان ، ځناور ،او د خوراک څښاک او ……دسامانونو کاغذونه تیار کړه او زما نائب ته یې وسپاره ، په اوه ورځو کې دننه دننه باید زما د حکم تعمیل وکړل شي »

ناجي غوښتل څه ووایې ، خو صلاح الدین ایوبي د لیدنې د ځای څخه بیرون شو.

نور بیا…..

تبصره نسته

  1. ډير اموزنده او دتلوسې نه ډك تاريخي داستان دى

  2. دروند سعیدصیب !
    دقلم او لیک څخه دې مننه .
    ددې داستان ډیرې برخې همدا اوس زمونږ په هیواد کې عملي بڼه لري
    همدا اوس د ناجي هم شکله عناصرو د کرزي صیب نظام په خپلو لاسو کي اخستې ، هم په نظام کې دي او هم د نظام پرخلاف د ناجي څخه ډیر خراب رول لوبوي، یو شمیر په قومي تعصب ککړ عناصر چې دهیواد په ملي اردو اوپولیسو کې خدمت ته ور ننوتي دسوډانیانو د لښکر څخه هم ، هم د خپل دولت پر خلاف او دهم د پښتنو په سیمو کې د تیرې او تجاوز نه ډکو نظامي عملیاتو په وخت کې ډیر منفي کارونه تر سره کوي .
    ددوې مشران ستر مجرمین دي ، خو د صلیبیانو او عیسایانو له اړخه ورته دقهرمانۍ ، مارشالۍ او ….. څه لقبونه ورکړل شوي ، کاش زمونږ هیوادوال ددغسې تاریخې پیښو څخه درس واخلي او دا د لستوڼي ماران د خپلو لستوڼو څخه هیسته لرې و غورزوي .
    په لاسو دې برکت شه.
    په درنښت
    محمدنظیف صاپې