په کابل کي د ښوونکو د ورزني لومړني مرکز په کار پيل وکړ ،ددغه روزنيز مرکز پر جوړېدلو چي پنځه ميليونه امريکايې ډالر ه لګښت راغلى د ايران ددولت لخوا ورکول کيږي ، د پوهني وزير حنيف اتمر ددغه روزنيز مرکز د شتون موخه د ښوونکو لپاره د زده کړي په لاره کي اسانتياوي برابرول وښودل .
ددغه رونيز مرکز د جوړېدو چاري درې کاله وړاندي د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا پيل سوي وې ، د افغانستان دپوهني وزير محمد حنيف اتمر د دغه مرکز پرانيستل په په هيواد کي د پوهني په برخه کي يو مهم اقدام وباله .
په عين حال کي د افغان ولسمشرۍ دويم مرستيال محمد کريم خليلي وايې په افغانستان کي شپږ ميليونه زده کوونکو د پوهني د ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي .
د ايران د ښووني او روزني وزير علي احمدي وايې ددغه مرکز په شتون سره به افغان محصيلين د ايراني ښوونکو د فکري وړتيا او تجربو څخه ګټه واخلي او د نوې درسي ميتود د زمينې په برخه ، او د کتابونو د تاليف لپاره ګټوردى .
د ساينس او تکنالوجۍ ننني چټکتيا ته په پام سره؛ په نړۍ کښي په لسګونو عالي ترينه مطتودونه شته ! موږ له ښاغلي وزير صيب څخه هيله کوو؛ چي يو څه د دريمي دنيا (اسيا) څخه سترګي دباندي هم و رغړوي ! په درناوي