کور / تازه خبرونه / طالبان پر كرزي د ترسره سوي بريد مستند فلم خپروي

طالبان پر كرزي د ترسره سوي بريد مستند فلم خپروي


طالبانو هم د افغانستان د ملي امنيت وياند هغو څرګندونو ته چي ويل يې پر كرزي د غوايي د اتمي بريد پاكستاني استخباراتو پلان كړى و، غبرګون وښود.
طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د افغان ملي امنيت ادارې څرګندوني ردكړې او له ملي امنيت څخه يې د اسنادو د خپرولو غوښتنه كړې، خو په همدې اعلاميه كي يې له واره لا د ملي امنيت پر اسنادو د جعلي توب ټاپه لګولې ده.
طالبان وايي پسله دوو مياشتو په دې باب څرګندوني د كندهار د محبس پر شرمناكه پېښه د پردې اچولو معنى لري.
همدا راز طالبانو ويلي چي دوى به ډېر ژر پر كرزي د ترسره سوي بريد چي د غوايي پر اتمه د جشن په مراسمو كي ورباندي وسو، مستند فلم خپور كړي. او دنيا ته به وښيي چي دا بريد چا كړى و.

تبصره نسته

  1. طالبان دپاكستان *** غواړي په دې شكل د خپل بادار په *** تيز واچوي او مسله پۀ خپل ځان واړوي او بادار يي پۀ نړيوال حيثيت كې د شرم احساس ونه كړي

  2. دلته طالبانو خپل اصليت وښودو چې دچا دلاس اّلې دي . ځكه چې اوس دا ويډيو خپروي چې دخپل بادار نوم يې په نړيوال رسنيو كښې خپور نه شي . او دا ويډيو هم دخپل بادار څخه اخلي .