کور / ترخې خبري / د کوچیانو او هزاره ګانو جګړه خلیلي، محقق او مدبر جوړه کړې

د کوچیانو او هزاره ګانو جګړه خلیلي، محقق او مدبر جوړه کړې

menaahmadzai@yahoo.com
د جوزا د میاشتي په ۲۶ نېټه د وردکو ولایت د بهسودو ولسوالۍ په کجاب دره کي هزاره ګانو د کوچیانو مخه ونېوله او له هغوی سره جګړي ته کېوتل ، د رپورټونو له مخي پدی جګړه کي ۵ کوچیان وژل شوي او د هزاره ګانو له خوا بیا په همدی جګړه کي ۸ هزاره ګان وژل شوي دي.

د هزاره ګانو له خوا کوچیانو سره دا جګړه سمدمي کار نه وو دا جګړه هزاره ګانو له ډیري پخوا منظمه کړي وه او هر ډول تیاري یي ورته نېولي وو.

د ۱۳۸۷ لمریز کال د وري یا حمل په یوولسمه د هزاره ګانو د کابل د ولایت شورا د ولسمشر کرزي د دوم مرستیال کریم خلیلي حزب وحدت خلیلي، دولسي جرګي د غړي حزب وحدت محقق او د چارو دلوی ریاست د مرستیال ډاکټر صادق مدبر د انسجام ګوند له لوري او هڅونه په کابل کي د کوچیانو په وړاندي یو لوی لاریون ترسره شو.

دغه لاریون چي له دشتي برچي نه پيل شوئ وو د ښار تر مهمو څنډو وغزید پدې لاریون کي د کوچیانو په وړاندي شعارونه پورته کېدل او ان تر دې چي حکومت یي په دې شخړه کي ښکیل باله.

ددې لاریون لپاره پدی ځای کي مهمه خبره داده چي دا لاریون څنګه وشو، چا وهڅاوه؟

د ۱۳۸۷ د حمل په اتمه د کابل ښار د دشتي برچي د پل خشک په جومات کي د پارلمان د غړي او دهزاره ګانو د مشر حاجي محقق د ویاند او زوم حاجي خلیل ، دولسي جرګي د غړي اسمعیل صفدري ، د پارلمان غړي عبدالرضا رضايي، د کریم خلیلي د اوښي حاجي یاسین او د ددوی د نورو ملګرو له لوري یوه ناسته جوړه شوه.

له غرمي مخکي ناسته ناکامه وه خو له غرمي وروسته د ولسي جرګي غړی حاجي محمد محقق په خپله غونډي ته راغئ او په ډېره جذبه او ولوله یي دغونډي برخوالو ته تبلیغات وکړل دوی ته یي دپښتنو پخواني استبدادي حکومتونه ورپه زړه کړل دوی ته یي وویل چي همدا اوس له ډیموکراسۍ نه ګټه واخلئ که نه بیا به د ټولو عمر لپاره کراچي واني کوئ که اوس کوچیان له سېمي ونه شړئ او په وړاندي یي فرض جهاد ونه کړي پښتانه به بیا تاسي غلامان کړي ښځي به مو وینځي کړي، د محقق دغو حساسیت لرونکو خبرو د غونډی په برخوالو کي د پښتنو کوچیانو په وړاندي د جهاد جذبه را ژوندئ کړه ، په غونډه کي تصمیم ونېول شو، چي په هر ډول شرایطو کي به په هزاره جات کي د کوچیان مخه نیسي.

غونډي پریکړه وکړه چي عبدالرحمن ، حاجي بازل ، د میدان وردګو دولایتي شورا مرستیال او غړي حاجي سلطان ، خواني خان ، معلم حسن ، حاجي حسن خان ، دپارلمان غړي سنګردوست ، د پارلمان هزاره ګۍ غړي صدیقه مبارز او ګڼو نورو چي د ډاکټر صادق مدبر له ګوند پوری تړلي دي خلک را ټول کړي او د لاریون کولو امر ورته وکړي.

د لاریونو لپاره تصمیم ونېول شو د لاریونو پروګرام د عبدالرحمن او حاجي بازل له خوا ولوستل شو وروسته په دوو ورځو کي کارتونه وویشل شول او د لاریون لپاره وخت وټاکل شو چي لاریون بیا د حمل په یوولسمه په کابل ترسره شو.

حاجي محمد محقق د ۱۳۸۷ کال د حمل د مېاشتي د سي شنبي په ورځ د دشت برچي د هزاره ګانو د ګذر د وکیلانو یا ملکانو څلویښت تنه خپل کورته ور وغوښتل، د همدغي ورځي له غرمي وروسته په دوو بجو جلسه پيل شوه ، محقق لومړی له خلکو نظرونه ټول کړل ، دغو ملکانو ورته وویل چي زمونږ ځوانان د کوچیانو په وړاندي جهاد ته نېغ ولاړ دي، محقق چي خلکو ته وکتل چي زیات په احساساتو دي نو سمدستي امر یي وکړ چي ډلي دی وګماري تر څو د هزاره ګانو په منځ کي د کوچیانو په وړاندي د جهاد تبلیغ وکړي او د جهاد لپاره پیسي او مالي امکانات برابر کړي، محقق دغو خلکو ته په جدي ډول وویل چي بچیان دی له جګړی نه ایساروي که څه هم په ناسته کي ځېني ورسره همغږي نه وو خو په خپله حاجي محقق دولسمشر کرزي دووم مرستیال کریم خلیلي د چارو دلوی ریس ډاکټر فاروق وردک مرستیال صادق مدبر او اکبري له کوچیانو سره د جګړي لپاره سخت لیواله دي.

له هزاره ګانو سره دنورو جنګسالارانو ملاتړ

د ۱۳۸۶ کال د حوت دمیاشتي په ۲۵ نېټه د کابل ښار په شیرپور کي د ازبک جنګسالار وحشي عبدالرشید دوستم په کور کي د دوستم ، محقق او د کریم خلیلي په مشرۍ د حزب وحدت د ځینو مشرانو له خوا یوه معاهده لاسلیک شوه دغه معاهده ددی لپاره وه چي عبدالرشید دوستم د هزاره ګانو مشرانو ته ډاډ ورکړ چي په هزاره جات کي به د پښتنو کوچیانو مخه په جګړي نیسي، وحشي دوستم هزاره ګانو سره ژمنه وکړه چي زر میله هرډول وسلي به ورکوي تر څو په هزاره جات کي د کوچیانو مخه په ګډه ونیسي.

ستمیان : پدی وروستیو کي د افغانستان دستمیانو مشر لطیف پدرام د شراب او کباب په ټولو مجلسونو او ساعتیریو کي له دوستم سره یو ځای وي پدی اړه دقیق معلومات هم دا ښيي چي لطیف پدرام په خپله هزاره جات ته د کوچیانو د ورتګ په اړه له هزاره ګانو سره په ټینګه ملاتړ کړی.

له کوچیانو سره د جګړی پلان دری میاشتي مخکي جوړ شوی.

که څه هم معمولا د هر کال د جوزا په میاشت کي کوچیان پر هزاره جات ور ماتېږي، خو هزاره ګانو سږکال د هغوی د مخنیوي لپاره لا دری میاشتي وړاندي پلان جوړ کړی وو د جګړي لپاره لانديني قومندانان ټاکل شوي وو.

د ډاکټر صادق مدبر دانسجام حزب پوری اړوند قومندانان

۱: حاجي فیضي د بهسودو د اولي حصي او قومندان سعادت دا ډول د ځینو نورو لکه قومندان جعفر ، عزیز مبارز ، طاهر روخان هغه خلک دی چي د چارو د لوی ریس ښاغلي فاروق وردک د مرستیال صادق مدبر په لارښوونه له کوچیانو سره جګړي ته د هڅولو لپاره ګمارل شوي دي دوی یوه بله مهمه دنده هم لري دوي ټولي مالي سرچېني لټوي او جګړی ته د پېسو د ټولولو مسولین دي.

د اکبري ډله بیا له وحشي دوستم سره یوه بله ځانګړي طرحه لري دوی اکبري په خپله له وحشي دوستم سره معاهده لاسلیک کړي تر څو که چیري کوچیان له بهسودو واوښتل او د پنجاب ، ورس او یکاولنګ سیمو ته ورسېدل نو بیا به داکبري ډله او په خپله ګلم جم یا د دوستم ازبک ملیشه جګړه کوي.

د هزاره ګانو هغه مشران او قومندان چي د حاجي محقق د ولسمشر کرزي د دوم مرستیال کریم خلیلي او د چارو دلوی ریاست مرستیال صادق مدبر له خوا له کوچیانو سره جګړی ته موظف شوي وو.

د صادق مدبر ډله:

عبد الرحمن د سرخ اباد ، حاجي سلطان حسین د وردکو ولایتي شورا مرستیال ، پاشا خان د دهقان له قوم څخه ، امیر ، معلم حسن سلطاني‌، خواني د کجاب ، حاجي فیض قول ، حاجي جمعه علي

د ولسمشر کرزي د دوم مرستیال کریم خلیلي ډله:

دهغه زوم حاجي یاسین ، حاجي نصیحي مرک ، چمران باد اسیاب ، میر حسین محمدي‌، اسدالله یوسفی ، واعظ زاده بهسودي‌ ، عزیز غواصي ، عزیز مبارز ، رجب عرفاني ، جعفر راغب د ملا یعقوب له کوتله ، علی یاور او داسي نور

د پارلمان د غړي حاجي محقق ډله:

غلام حسین ناصري له کجاب ، عبدالصمد مبارز له کوه بېرون ، صدیقه مبارز د پارلمان غړي ، محمد حسین فهیمي د ولایتي شورا غړی ، کریم موشک ، غلام علی ناطقي ، محمد امین عطايي، حاجي امیر ، فیضي ، داود حسیني ، ابراهیم د صدیقي مبارز د خور زوی

ددی جګړي لپاره دایران ملاتړ

کره معلومات په لاس کي شته چي د پارلمان غړي صدیقه مبارز ، واعظ زاده ، شیخ غلام حسین ناصري ایران ته بلل شوي خو دا لا نده معلومه چي د ایران حکومت ورسره څومره لاس لري خو ددوی د تګ یو لامل هم همدا دی چي هلته په ایران کي هزاره ګانو ته ووايي چي دا تاریخي موقعي له لاسه مه ورکوي ټول عمر لپاره هزاره جات خپل کړی کوچی ورک کړې.

چنده او پیسې

تر ډېره له کوچیانو سره د جګړي لپاره د پیسو لاری چاری د صادق مدبر په لاس کي دي، د صادق مدبر ډله دا مهال په اسټرالیا، جرمني او امریکا کي په ټولو سرمایه دارو او غیری سرمایه دارو هزاره ګانو ګرځي او له هغوی د مرستو غوښتنه کوي، دوی خورا زیاتي پیسي راټولي کړي دي او له کوچیانو د جګړي لپاره یي مالي توان شته.

د هزاره جات تاریخي شالید

امیر عبدالرحمن خان داسېمي کوچیانو ته ورکړي وي البته چي بیا وروسته د غازي امان الله خان په دوره کي دیوي لنډي مودی لپاره دا ځمکي بېرته واخیستل شوې‌، خو کوچیان په هغه وخت سرمایه دار ول ، دوی په خپلو پیسو په ډیرو سیمو کي ځمکي واخیستې، دوی ټولي حاصلخیزی ځمکي چي ورس، یکاولنګ ، دبهسودو په اوله او دومه حصه ، پنجاب او لال سرجنګل کي وي د وخت له حکومته په پیسو واخېستلې، ددغو یادوشویو ځمکو یوه پر درېیمه برخه د کوچیانو ده ، د غازي امان الله خان د دوری د کابل حاکم یعقوب خان د غازي په امر دی سیمي ته لاړ او هغه سلطانۍ یا علفچري ځمکي چي معمولی د حکومتونو وي کوچیانو ته ورکړي که ووايو چي کوچیانو حاصل خیزي ځمکي په پیسو اخیستي او علفچر ورته حکومت ورکړی سمه خبره به مو کړي وي.

خو په تېرو دیرشو کلونو کي دا ټولي ځمکي له کوچیانو پاتي وي ځکه دغو ځمکو ته کوچیان نه شوای تللای کوچیانو دغه ځمکي هزاره دهقانانو ته ورکړي ، هزاره دهقانانو به دا ځمکي کرلي څه دپاسه پنځوس په سلو کي هزاره دهقانانو د ځمکو د حاصل برخه کوچیانو ته نه ورکوله او پاتو به بیا دا کار کاوه ، خو چي کله د کرزي خان پاچاهي راغله دیوه پښتون لیډر مشري را ایجاد شوه ، نو که په ډاګه ووایو دافغانستان لږه کیو په ډېره میړانه سر راپورته کړ ټولي ګټې‌، د بهرنیو ډالر، پوهنه او بلاخره هر څه لږه کیو خپل کړل هزاره ګانو هم له همدی ګټه واخیسته او د کوچیانو په مشروع ملکیت یي دعوه وکړه ، دا اوس له کوچیانو سره جګړه په کجاب کي شوي کجاب دوردکو په وروستي ټک البته د پښتنو دسیمو او د هزاره ګانو د سیمو په سر کي پروت دی هزاره ګان اوس چي ډیری پیسي لري په زوره داسي فضا ایجادول غواړي چېری چي کوچی ځمکه په هزاره ګانو بېرته خرڅه کړي او یا یي ورته وړیا پریږدی پدی سره به هزاره ګان په افغانستان کي هزاره ګي واتیکان جوړ کړي او که په اینده کي د فدرالي نظام غوښتني ځای نیوه نو هزاره ګي ایالات به تیار جوړوي.

ستونزه د افغانستان د حکومت داده چي نه یوازی چي کوچیانو ته دهغوی مشروع اصلي قباله لرونکي ځمکي نه شي ورکولای علفچري یا سلطاني ځمکي هم نه شي ورکولای پس ویلای شو چي کوچیانو حکومت چیلنج کړی دوی سرکښي کوي د هیڅ چا احترام نه لري نه د کرزي صیب په کیسه او نه هم په بل څه سر خوږوي.

له هزاره ګانو سره دملي پولیسو او ملي اردو ملاتړ

تېر کال د سرطان په میاشت کي هزاره ګانو له کوچیانو سره جګړه وکړه پدغه جګړه کي د هزاره ګانو د ګډون سربېره د بهسود ولسوال او امنیه قومندان په نېغه لاس درلود هغه پلاوی چي تېر کال ددی قضېي د څیړني لپاره سیمي ته تللی وو ، هغه مړي چي کوچیانو په هزاره ګانو کي کړي وو ، نهو ته رسیده دغه پلاوي د نهو جسدونو په موندلو سره ولیدل چي پدوی چي ۴ یي ملي پولیسو پوری تړلي هزاره ګان دي او پاتي پنځه یي له ملي اردو پوری تړلي هزاره ګان دي، دسیمي ټول مسلح پولیس او ملي اردو په خپل قوم ولاړ دي او ان تر دی چي ځانونه یي هم پکي ووژل.

د کوچیانو غوښتني له حکومت څخه

دا دری مادی له هغه پریکړه لیک څخه ما را اخیستي چي کوچیانو په کابل کي خپور کړی وو.

ټولو ته معلومه ده چي کوچيان د افغانستان هغه سيار وګړي دي چي د مالدارۍ له لاري يي د افغانستان اقتصاد ته ډېر خدمتونه کړي دي، دولت د قانون له پورتني حکم سره مکلف دى چي د مالدارۍ دپراختيا لپاره لازم اقدامات وکړي او ددي ترڅنګ د کوچيانو لپاره د استوګنځيو په برابرولو کي هلي ځلي وکړي. کوچيانو د سلګونو کلونو په بهير کي د افغانستان د طبيعي جوړښت او قومي سکښت له مخي له ځينو موسمي ستونزو سره سره خپلي مالدارۍ ته دوام ورکړى او د پېړيو په اوږدو کي يي له نورو افغانانو سره هېڅ ډول سياسي او قومي ټکر نه دى راغلى، خو په دي وروستيو کلونو کي يو شمېر معلوم الحاله سياسي کړۍ چي افغانستان کي قومي نفاق ته لمن وهي، غواړي د افغانستان طبيعي جوړښت او د خلکو طبيعي پيوستون زيانمن کړي، دوى له يوي حقوقي مسلي څخه قومي ستونزي جوړوي او له دي ډول پارونو څخه خپله سياسي ګټه پورته کوي، په همدي خاطر يي د هېواد په ځينو سيمو له هغي جملي څخه د ميدان وردګو په بهسودو او دايکندي کي د کوچيانو پر ضد يو لړ پوځي او سياسي تحرکات پيل کړي، دا ډول تحرکات اوس د هېواد په ځينو نورو سيمو کي هم ليدل کېږي. له دي تحرکاتو څخه په کابل او ځينو نورو سيمو کي يو شمېر داسي سياسي اشخاص، جنګسالاران او زورواکي چي په افغانستان کي ډېره بدرنګه ماضي لري،لاسونه يي د خلکو په وينو ککړ دي او بيت المال يي لوټ کړى، په څرګند ډول ملاتړ کوي او غواړي په دي ډول د کوچيانو مظلوميت او محکوميت لاپسي وغځوي. سره له دي چي د افغانستان اساسي قانون وايي: ((د افغانستان د اتباعو ترمنځ هر راز تبعيض او امتياز منع دى، د افغانستان اتباع د قانون پر وړاندي مساوي حقوق او وجايب لري، هر افغان حق لري چي د هېواد هر ګوټ ته سفر وکړي او استوګن شي خو له هغو سيمو پرته چي قانون منع کړي دي.))

زموږ غصب شوي ځمکي چي موږ يي قانوني او شرعي اسناد لرو، له غاصبانو خلاصي زموږ په واک دي راکړل شي، د يادوني وړ بولو چي د افغانستان په مرکزي سيمو کي نه يوازي د کوچيانو ځمکي غصب شوي، بلکي د هېواد د ځينو نورو قومونو ملکيتونه هم غصب شوي دي، ځيني ګاونډي هېوادونه د سيمه ييزو زوراکانو او جنګسالارانو په مرسته غواړي له دي سيمي څخه يوه (علاقه غير) جوړه کړي چي نور افغانان او د افغانستان د نورو سيمو خلک په کي تګ او راتګ او کاروبار ونه کړاى شي او په دي ډول دوى له دي (حايلې) سيمي څخه د خپلو شومو سياسي هدفونو لپاره ګټه پورته کړي.

د افغانستان د مرکزي سيمو په تېره بيا د باميانواو دايکندي مامورين په يوه قوم پوري اړه لري، دا دولتي مامورين د خلکو د حقوقي لانجو په حل کي بي طرفه نه دي او د محلي جنګسالارانو پلوي کوي، له مرکزي دولت څخه هيله لرو چي دا محلي اداري د لياقت د اصل له مخي د يو ځانګړي قوم او داسي اشخاصو له اسارت څخه خلاصي کړي چي په سيمه کي قومي شخړو ته لمن وهي.

تبصره نسته

  1. Dear Sir
    I have read your column this fact the Government and all other peoples know that there is big oppression going on over Pashtoon peoples we need to unite or face this kinf of degredation.

  2. مینه جانه احمدزۍ سلامونه او نیکې هیلې مې قبول کړه، وروسته له سلام دا چې یوه په زړه پوري مقاله مو لیکلی ده ،او دکوچیانو ستونزو ته مو پکی رڼا اچولې وه . رښتیا هم چې نن په افغانستان کی هزارګان زموږ سره پر بدې لاس پوري کړی او غواړي چې پردي ملکیت خپل کړي ، ولی دیادونې وړ یې بولم چې دا ستونزه زموږ ددولت او بیکفایت رئس جمهور له خوا ده که نه خو کوچیان رسمي قبالی لري دهغه ځای…. په درنښت

  3. تاسو ته معلومه ده چي كوچيان دافغانستان اصلي اوسيدونكي دي دوي ته بايد پوره حقوق وركړل سي داچي دوته د حقوقو پرځاي لانور عذاب وركول كيږي
    هزاره ګان ته لوي لا لا ډير واك وركړي ان چي تر رياست جمهوري معاوينيت يي وركړي دي نو نور پر داخپلو سيمو وبيريږي
    يوه خبره هزاره وايي چي خدايه زه دي بيدا كولم نو دي خر ولي پيدا كوي ؟

  4. سلام مينه احمدزۍ خورې.
    (كه له زلمو نه پوره نشوه __ ګرانه وطنه جينكۍ به دې ګټينه)

    تاسې خو خپل فرض پوره كړل او د ملالۍ انا ياد مو تازه كړ، چې دومره كره مالومات مو رابرسېره او خپلو ورونو ته مو ټولې لارې چارې روښانه كړې اوس نو د نن سبا پښتانه زلمي پوى شه او ددوى خپل احساس، همت او غېرت.

    ځينې كسان به دا وايي چې هلكه پرېږده، مسئله به خپله حل شي او بيا به خبر شو ، چې څه وشول او د هغو مشرانو ياد تازه كوي، چې وايي دا تعاصب دى، خو زه وايم دا تعاصب نه، بلكې د ځان دفاع او د خپل حق ساتل دي، چې په اسلام كې دې كار ته فرض ويل كېږي، خو موږ د نورو له اغېز لاندې راغلي يو، خپله چوكۍ ساتو او محافظه كاري كوو. خو د خليلي، محقق، مدبر او داسې نورو ښاغليو په چوكيوو باندې هيڅ هم نه كېږي، داځكه چې هغوى نران دي او د هيچا په كيسه كې هم نه دي، او هرڅه يې په خپل لاس كې نيولي دي، موږ صرف او صرف لكه د پرديو په څېر پخپل كور كې ورځې شپې تېروو. يواځې به دا نه وي د پردې تر شا به نور پلانونه هم وي، هغه د مار كيسه به وي، چې لاره به جوړه كړي او بيا به يې خپله خوښه وي چې هرڅه كوي هغه به كوي. بيا نو د افسوس اوښكې تويوه پښتونه! او له لاسه به دې هيڅ هم نه كېږي، اوس خو كم تر كمه تش په نوم د پښتنو پاچاهي ده، چې اوس څه ونشو كړاى نو سبا به تكړه شو.

    زړه مې ډېر څه غواړي چې ويې ليكمه خو بيا وايم چې هسې په هسې …. په چايې څه …دا هغه د تور ، سپين او سور غوايي كيسه ده، چې زمري يو يو وخواړل، داسې مو سره يو يو كوي او بيا به مو تېروي، خو دوى ټول سره يو دي كه هغه …. خو موږ هر يو بېل بېل يادېږو، دا زموږ خپله ناپوهي او بدمرغي ده.

    راځئ چې خپل فرض پوره كړو.
    په پاى كې له خپلو ګرانو ليكوالانو او شاعرانو ورونو هيله كووم ، چې رامنځته شي او لكه څرنګه چې په نورو ملي مسئلو كې خپله ونډه ترسره كوي بايد پدې برخه كې هم ليكنې وكړي، چې زموږ ولسمشر ته مالومه شي چې كوچيان يانې څوك. يانې ټول پښتانه. كه نه د خپلو ورونو او خويندو د شهادت، ربړېدنې ، ځورېدنې ، بې كوره كېدنې او بې عزته كېدنې مسووليت به بيا نېغ په نېغه تاسو ته هم راجع وي.

    (( د بې غېرته كليوالو به كډوال ملك وي))

    په درنښت
    ستاسو ورور ژوندون

  5. سلامونه ومنه گرانی مینه احمدزی صاحب ته که شخصی تعصب د ایران سره لری هغه جلا مسله ده او دا چی بی اساس ترونه پر یو همسایه دولت لگول خو انصاف ندی چی یو شی دلته را سه خراب سی تور پر بل چا ولگو.