کور / نثر / «انسانيت اوبو يووړ»

«انسانيت اوبو يووړ»

د سوريې ډوب سوي درې کلن مهاجر اېلان ته سرخلاصی ليک

HTML5 Icon

تر شکرو خوږ تر ګلاب نازک «اېلان» بچيه،

د دې څخه ترمخه چي ظالمي څپې ستا ښايسته بشر تر ستوني تېر کړي، ولي د مهربانه مور په غېږ بدلي نه سوې؟ ستا پر معصومه څهره خپرې بيري آسمان څنګه راکښته نه کړ؟ ستا تر ستوني راوتونکي چيغي د سور د شپېلۍ پيلامه ولي نه سوې؟ دا او يو شمېر نوري ازغي لرونکي پوښتني لاجوابه پاته دي.

تر مخه هم په دې نړۍ کي څه نه ول پاته، خو ستا سره خدای په اماني راته هر څه نور هم پيکه پيکه کړه. تر مخه لا له ګلابه خوشبو کوچ کړی ؤ، خو اوس ګلشن ايرې اېرې سو.

ستا معصوم ډوبېدنه يوه بله څرګنده نخښه او خبرداری ؤ چي کرکي په زړونو کي د عاطفې کلاوي وراني کړي او شيطان د انسان لباس خپل کړی دی.

هو، زه هم وايم چي ستا سره يوځای «انسانيت اوبو يووړ.»

يو کاکا دي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د احمدولي اڅکزي د وېبلاګ څخه په مننه

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ