کور / نثر / د متلونو کيسې

د متلونو کيسې

متلونه د ټولنې د اوسېدونکو د کلونو کلونو تجربو محصول دي، هغوى چي د خپل ژوند په اوږدوکې له تودو سړو او د ژوند له خوږو ترخو سره مخامخ شوي دي، خپلې تجربې يې دمتلونو په بڼه راتلونکو نسلونو ته انتقال کړې دي.
دا وار مو ددریو متلونو کیسې درته غوره کړې دي چې درې واړه یې له یوبل سره تړاو لري  او دروایتونو له مخې په غزني کې پیښې شوې دي :



درې متلونه


١: شل به يې نه کړې .
٢: په هغه خره،چې سپوريې هغه نه حسابوې.
٣: سپاره رانيسه، پياده مو خپل دي


په غزني کې دوه تاريخي منارونه ولاړ دي، داسې وايي،چې په پخوا زمانو کې دغزني دسلطانانو او پاچاهانو په وخت کې ديوې سيمې خلکو نيت و کړ، چې دا دوه منارونه راوړي او په خپل کلي کې يې ودروي، وايي،چې دوى شل نفره وو او په شلو خرو سپاره ول، دمنارونو په خوا يې حرکت راکړى دى، کله چې منار ته رانېږدې شوي دي ، ويلي يې دي، چې راځئ چې دا خپل کسان حساب کړو،موږ خو شل کسه را روان شوي وو، دايو نفر،چې په خره سپوردى حساب يې کړى دى، ١٩کسو ته يې رسولي دي، دابل ته يې ويلي دي، هغه هم په خره سپور و، هغه هم نور ١٩ حساب کړي دي، ځان يې نه دى حساب کړى، هرچابه چې حساب کاوه، نو په هغه خر
 ه به،چې سپور و، نه به يې حسابا وه، نو يو متل له دې دا راپيدا شوى دى،چې په کوم خره،چې سپوريې هغه نه حسابوې.
کله چې ټولو حساب کړى دى، نو اخري کس غږ پرې کړى دى،چې شل به يې نه کړې . دامتل په دې ډول رامنځ ته شوى دى.


کله چې دغزني د هغه وخت واکمن په دوى باندې خبر شوى دى،چې داخلک دمنارونو دوړلو له پاره راغلي دي، نو ددوى په ناپوهى او جهالت پوه شوي دي، خپلو عسکرو ته يې ويلي دي،چې نورغرض مه ورسره کوئ، دلته يې راولئ، دوى يې راوستي دي، په يوه تياره غوندې کوټه کې يې کښېنولي دي. نو په پتنوسونو کې يې له توتو سره يو قسم خزنده ،چې ځينې خلک يې غوځاړي يا قانفوزک بولي تور رنګ لري، دايې له تورو توتو سره ګډکړي دي، پتنوسونه يې ،چې په ځمکه ايښي دي قانفوزک يا غوځاړي له پتنوس څخه تللي دي او يوې بلې خواته يې منډې کړې دي، نو دلته يوه نفر په بل غږ کړى دى،چې فلاني سواره رابګير، پياده ازÙ�است، يعنې کوم توت،چې روان دي دا اول رانيسه دانور توت خو بې له هغه هم زموږ دي، دوى په دې هم نه پوهېدل،چې توت حرکت کوي که نه؟


وروسته دا متل په پښتو کې هم وشو،چې سپاره رانيسه ،پياده مو خپل دي .