په روهي ویبپاڼه کې د ښاغلي فرزان له لیک سره په ملتیا :
که په پښتو پوه نه شي پښتو خو باید ولري !
غواړم خپله خبره له دغې ویل شوې اومنل شوې خبرې راپیل کړم چې :
وایی یوه لاروي له اوښ والا کوچي ماما څخه پوښتنه وکړه ، چې « ماما اوښان لرې ؟ » کوچي ماما ته دلاروي په دغې پوښتنې خندا ورغله،له بی پروایۍ مخ ترې واړاوه او ځواب یې هم ورنه کړ.لاروی هم ترې روان شو او خپله لاره یې ونیوه .څو شیبي لا نه وې تیرې چې کوچي ماما ته په فکرکې ورتیره شوه چې دغه لاروي دا پوښتنه په کوم لامل له ما وکړه ، دده هدف له دغې پوښتنې څه و ؟ په همدغه فکر کې يې په لاروي پسې ورمنډه کړه او غږ یې پرې وکړچې وروره ودریږه ، ورغی او ورته ویې ویل : زه دوه ډوله اوښان لرم ، یوه ډله هغه دي چې بارونه وړي اوږده مزلونه وهي ، لوږې اوتندې ګالي او دویمه ډله هغه اوښان دي چې یوازې پچې کوي ،خوري څښې او پراته وي ، اوس ته راته ووایه چې ستا هدف کومه ډله ده ؟ لاروي وخندل او ورته ویې ویل چې زما یوازې همدغه ځواب په کار و …
زه له فرزان سره پردغه ټکي یوخوله یم چې موږ ته غم ، له خپلې لمنې را رسیدلی دی ، موږ ښه خلک نه یو ، پښتانه په خپل ټول تاریخ کې یو دوه ځلې شعوري عمل کړی ، شعوری یې پښتو کړې او شعوري یې پښتو ویلې ، چې تراوسه پورې یې تاریخ نه شي هیرولی، ددغه شعوري کړن په پایله کې دوی په رښتیا هم په اسیاکی دیوه شعوري ځواک په توګه هم ومنل شول او هم وپیژندل شول . له هغه راورسته ټوله معامله وه چې تراوسه پورې روانه ده ، ځکه نوموږ اوس ورسره عادت شوي یو ، موږ کله هم نه وایو چې موږ باید پارسو ونه وایو ، باید ویې وایو ، ویې لیکو خو نه دخپلې مساوي الحقوق مورنۍ او رسمي ژبې په بیه . پښتانه هسې هم تر فارسی ژبو زیات فارسي ته خدمت کړی هغه هم په دي لامل چې داهم زموږ ژبه ده ، زموږ څخه مو مراد پښتانه دي ، ځکه علامه حبیبی به ویل چې که فارسي مات لاس هم شي موږ یې باید دخپلو ګاونډیانواو سیالانو سره دتاریخی سیالۍ او اړتیا پرلامل په خپله غاړه کې واچوو او دا کارموږ کړی دی .
په افغانستان کې پښتون تراوسه هم دیوه اکثریت په توګه په دغه هیواد کې خپل ځای نه دی موندلی ، ځکه چې په خپلې مورنۍ ژبې دنا پوهئ تور ځنځیر یې په غاړه کې پروت دی، ناپوهي په دې ورته وایم چې پښتو اوس نه ښه سیاسي سرپرست لري ، نه ښه لیکوال لري او نه هم یوه داسې غمخواره کړۍ لري چې دهغې لپاره یوشعوري کاروکړي. لکه چې همدلته په همدغه وطن کې ددغې ژبې لپاره یومهال راونه اوپه دغه برخې کې یې هرې بې غورۍ ته به یې جدی ګوته نیوه او له هرمشراو سرکرده به یې چې بې پروایی ولیده نو دوی به ډاګه ورته ویل چې : « په دي کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی » . آیا اوس داسې یو څوک شته ، او یاداسې یو څوک او یوه کړۍ چې هماغه کاروان په معقولیت او ملي رسالت سره پرمخ بوځي اوس شته ؟ یوشمیر خو شاید ووایې هو ، شته ، ان ترهغو پیاوړي ، ترهغو رند او ترهغوی ځان پلوري ، ځکه دوی وینې چې یوشمیر ځانونه د (پښتو په نامه) منصبونو ته و رسول ، امتیازونه ترلاسه کړل او کاذب تجارت یې اوس هم پرې روان دی . ځکه چې دی شاعرو ، لیکوال و ، ریس شو ، وزیرشو اوپه پای کې اوس دلال ترې جوړشو . زه یې نوم نه اخلم ټول خپل ځانونه ډیرښه پیژني اوپه دغه معامله باندې هم ښه پوهیږي چې دوی دلته روانه کړې ده .
فرزان صاحب پرحق دی ، ده یوڅو لوړ رتبه مامورینو ته اشاره کړې دهغوی نومونه یې راوړي ، خو زه وایم چې دا لست دومره هم لنډ نه دی په دغه اړه پوره باور دی چې : کوم زیان چې پښتو او پښتو ژبې ته دخوشال په وینا دغو بې ننګو پښتنورسولی ، هغه به تاریخ کله هم جبیره نه شي کړای ، ما یومهال ډاکتر نجیب ته مخامخ وویل چې « تا په ملګرو ملتوکې په فارسي وینا وکړه ، ستااودایران ، ستا اوتاجکستان دمشرانو فرق ونه شو ، نړیوالو ټولو فکرکاوه چې افغانستان او تاجکستان هم دایران فرهنګی مستعمره دی ځکه خو یې ولس مشران دهغوی په ژبه وینا وې کوي » هغه په میړنتوب سره دا خبره ومنله او راته ویې ویل چې دا ښه کار ونه شو باید په دغه باره کې مصلحت شوی وای ، موږ لا خبرې کولې چې بیرته یې ماته مخ راواړاوه او راته ویې ویل چې په راتلونکي میاشت کې په بلګراد کې دناپیلو هیوادو غونډه ده ، هلته به خپله دغه تیروتنه تلافي کړم . او هغه ارواښاد دا کار وکړ . زه اوس یوازې یوه خبره تاسې ګرانو لوستونکو ته دلته کوم اوهغه داچې تاسې زموږ د اوسني مشر پښتو له پخوانیو ولس مشرانو لکه تره کې ، ډآکتر نجیب ،او حفیظ الله امین او ان کرزي سره پرتله کړئ ،(له پښتو سره د جفا په ترڅ کې کرزي هم دبښلو وړنه دی ) دی په پښتو نه پوهیږی او نه په کورنۍ کې دپښتو ویلو تجربه لري .
زه بیرته د کوچي ماما خبرې ته ورګرځم او دا په ډاګه وایم چې زموږ ټول لوړ رتبه مامورین نه په پښتو پوهیږي ، نه پښتو کوي او نه هم باید ګیله ترې وکړو ، دوی معاملي کوي ، ترهغه وخته چې پرمنصب وي نه د پښتون په غم کې دي او نه یې د ژبې سوال ورسره دي ، داطلاعاتو وزیر خو ترپرون پورې آسمان په توپو ویشت ، خو تراوسه هم ده ونه شوای کولای چې د زرین انځور مجبوریت درک کړي اوهغه خوارکی د نظارمافیایی کړۍ د غیرملي اوپښتو ضد ښکیل څخه راوباسي او په ملي تلویزون کې د پښتو ونډه له څلویښته سلنې څخه پورته کړي ، کله چې له دغې څوکۍ را لرې شو ، بیا به زموږ خوارانو په جونګړوکې خپل بي عمله درواغجن او غولونکي (شعرونه میرونه ) زمزمه کوي خو نن باید دغو یارانو ته ووایو چي دا مو وروستي چانس دی ، که دلته درنه خطا شوه نورموټول عمر خطا دی .
بیرته د فرزان صاحب خبرې ته راځم او دهغه په تایید ، تاسې زما په خاطر نه دخداي په خاطر د یوه ساده پښتون په توګه د غني صاحب پښتو ته غوږ ونیسې که دده په یوه جمله کې هم مبتدا او خبر په خپل ځای سره وکاریده زه ملامت … زه نه پوهیږم چې دده ادبی مشاورینواو یا نورو خواخوږو یو ه ورځ دا خبره ورته کړې چې لږخو د یوه مشر په توګه ددغې ژبې عزت وساته ، ته خو ددې وطن لومړی سړی یې له تاخودوطن مطبوعات ، پوهنیزمرکزونه الهام اخلي ، ستا پښتو با ید ستا تریرغلګرې انګریزي که زیاته اوپه ګرامر سمه نه وي باید چې ترې کمه او نیمګړې خوهم نه وي. زه د پښتوښونکي په توګه تا جلالتماب ته دخپل مشر په توګه پرته له رسمي مشاوریته یوه وړه او د زړه له کومي مشوره درکوم چې په پښتو ویلو او پښتو ویناوو کې دی له سړي سینې کاراخله او مطلب جمله دې په سم ګرامري ډول سره افاده کړې وایه . ته دافغانستان مشر یې اوباید په دغه هیواد کې ددغه هیواد د اکثریت ژبې ته په درنښت وګورې ، ځکه ته په امریکایي مشرب توب نه ،بلکي د پښتون اکثریت دیوه غړي په خاطر غوره کړل شوی یې ، دا چې په دغه نامه غوره شوې یې باید ددوی د ژبې او نورو حقوقو په تیره بیا په اداره کې دمشروع حقونو خیال هم وساتئ .
هو ، موږ باید له شکه پرته دا ومنو چې د پښتنو مدني او ژبني حقوق د کوچي ماما په وینا دویمې ډلې غصب کړي، هغوی هم هغه دی چې دنظار شورا په تناره کې ښایسته ډوډۍ پخې کړې او اوس یې په دغه نوي بڼه چې ځانونه بښتانه معرفی کوي په مزو مزو سره وهي ، او که نه د بالفعل او بالقوه پښتنو کمي اوس هم نشته ، تردوی ملي ګټو ته وفادار ، تر دوی مسلکي ، تردوی په تحصیلاتو کې لوړ ، لیکن دهغو پوښتنه چا کړې ؟ په امریکا اوانګلستان کې لوی شویو لپ ټاپی ماشومان چې له خولو یې تراوسه دشیدو بوی ځي په امریکا ، کانادا ، جرمني ، فرانسه اونور هیوادو د سفیرانو او دیپلوماتانو په توګه یوازې له دي امله چې خارجي ملاتړي لري مقریزیږي، موږ دا ټول څه دچا خبره په خپلو وینو او غوښو محسوسوو . او دافغانستان د اکثریت د رښتینو بچیانو په وړاندې دعه غیرانسانی جفا دیوه څرګند مدني تیري په توګه په دغه ملک کې وینو .
دافغانستان دوه سری او واسکټ واسکټ حکومت باید ځان لږ له دغو معاملو څخه چې دغه دستګاه کې روانې دي پریوخوا کړي . دا دهرپښتون دنده ده چې له خپل سیاسې حق ، خپل کلتوري او ژبني میراث او له خپلې رسمي ژبې څخه د دفاع په سنګر کې ودریږي . جنګ خو را باندې تحمیل شوې ، هره ورځ د انتحاری ، مجاهد، طالب ، مخالف او مسلمان په نامه وژل کیږم دخپل پښتون په ټوپک د ازیک او هزاره ، ایرانی ، پاکستانی او امریکایی په قومانده دالقاعدیې او ترهه ګر ترسیوري لاندې مرم . اوس داده خبره دې ته هم ورسیده چې دقام ، پښتو ژبی او (پښتو ) عزت هم دنورو په لاس رانه اخستل کیږي . موږ باید په دغه برخه کې دیوه مدني حرکت لاره پرته له دي چې معامله او دلالي پرې وکړو په ملي او نړیواله کچه ولټوو او دکوچي ماما د دویمي ډلې ځاي او ځایګی باید له لومړۍ هغې څخه بیل کړو . او یا که داهم نه وي نو دامعیارخوباید ومني چې :
که په پښتو ژبه نه پوهیږي ، پښتو خو باید ولری
دښاغلي فرزان څخه ، له روهي ویپاڼۍ مننه چې دغه سرلیک یې د یوه ملي رسالت په توګه راپورته کړ . مننه !
پروفیسور کابلی والا – هند
د ۲۰۱۵ کال د جون ۲۸