یادونه: دا لیکنه مي د ډاکټر پالوال په مناسبت جوړ سوي علمي سمینار ته کښلې وه، خو هلته د ویلو نوبت را نکړل سوو، هیله ده اوس یې ولولئ!
زه زراعت وایم، خو د ادبیاتو سره مي هم جوړه ده. ځیني کسان ادبیات یوازي د څو متروکو لغاتونو زده کړي او د شعري عروضو یادولو ته وايي، حال دا چي ادبیات د انسان د ژوند سره یو شان عمر لري.
د ژوند د پرمختیا اغیز پر ادب هم سوئ، یو وخت نثر یوازي غیري منظوم کلام ته ویل کېده، وروسته د ملغلرو پاشل پکښي وسول او کرار-کرار یې لمن پراخه سول، نن سبا خلک نثر یوازي په غیري منظوم کلام نه درسره مني!
لکه د نثر د تعریف په اړه چي اختلاف سته همداسي هر مقید کلام نن سبا شعر نه بلل کیږي، ډیر نثرونه سته چي په هنري لحاظ یې له شعر څخه میدان وړی.
لکه مخکي چي ذکر وسو، ژوند او ادبیات سره لازم دي، کله چي ژوند نوی رنګ اخلي ادبیات هم زوړوالی نه مني، د سانسکریټ د بډايي ژبي په اړه دا خبره عامه ده، چي د ورکېدو علت یې د پخوانیو ادبیات او نوي ژوند تر منځ د تناسب نه موجودیت وو، په سانسکریټ کي د ویدي سرودونو خبر لوی پسمنظر لري، خو عالمانو یې فکر وکړئ چي موږ باید خپل د ژبي تیر اصول په نوي ژوند کي تطبیق کړو، خو د هغه وخت نوي نسل چي د ځان او ژبي تر منځ واټن ولید، نتیجه یې د سانسکریټ مرګ سوو.
زموږ د ځوانانو پر شعر د ډیر(خو لنډ مهاله) تمرکز یو علت دادئ چي په مکاتبو کي د نثر پر ارزښت هیڅ نه ورته ویل کیږي، دوئ په میخانیک ډول یوازي د نثر تعریف زده کړی وي، خو په دې نه پوهیږي چي د یو هیواد، تاریخ، ادبیات، کلتور او د ملي ارزښتونو ثبت د نثر په توسط تر ډیره کیږي.
زما د نن لنډکی بحث د ډاکټر (پالوال) په نثر کي انځورونه یا ژوندي تصویرونه دي.
اول باید واضح کړم، چي هنري نثر او علمي نثر ځانله جلا خواص لري، په هنري نثر کي الفاظ، ایماژ او تر یوې اندازې تشبهاتو ته ترجیح ورکول کیږي، خو علمي نثر یوازي پر حقایقو او واقیعتونو بناء وي.
د ډاکټر صاحب پالوال، تر تاریخي لیکنو رادیخوا، معیاري پښتو چي د ژبني مسائلو حل او تحلیل پکښي سوئ په علمي نثر کښل سوی اثر دی خو په دا ورستیو کي یې د (موږ محوه کیږو) د لیکنو مجموعه تر یوې اندازې په هنري نثر ملمع سوې.
موږ محوه کیږي که د یوې خوا د وطندوستۍ حس پیاوړی کوي، له بلي خوا ویونکی فکر کا چي یو داستان لولي، کله چي په کتاب پیل وسي، تر څو یې ختم نکړي مشکله ده چي له مخه دي لیري سي.
د هري ژبي ویونکي د ادبي ذوق یو معیار لري، ځیني کسان د پیغام لپاره څه لولي او بعضي بیا د ادبي کنایو او سوژو څخه ځان خبروي. دلته پیاوړی لیکوال هغه دی چي د خلکو ذوق درک کړي او د هر ویونکي تنده پر خپل-خپل ځای اوبه کړي، د استاد غضنفر په خبره (په زحمت لیکل سوې لیکنه اسانه لوستل کیږي خو بې زحمته لیکل سوې لیکنه په زحمت ویل کیږي) رښتنی لیکوال هغه دی چي د خپل ژوند له لوړو،ژورو پند واخلي او هغه څه په خپلو لیکنو کي ونغاړي، کوم چي د ټولني غوښتنه وي.
موږ ته یوازي د شعر د تصویرونو خبره کیږي، خو ژوندی ایماژ هغه څه دی چي لوستونکی له خستګۍ ژغوري، په کومه لیکنه کي چي تصویرونه وجود ولري، سړی فکر کوي چي یوه ژوندۍ صحنه ننداره کوي او یا له بل کس سره په ډیالوګ بوخت دی.
تاسو د ډاکټر پالوال لاندي جمله ولولئ، چي څه فکر کوئ؟
د پوهنتون محصلان دیوچا څخه سوال کوي:
محصلان: سړی اکا اجازه سته چي د وطن او ټولني په باره کي درې لنډي پوښتني درڅخه وکړو؟
جواب: څنګه پوښتني دي؟ نو وایاست چي څه دي وسي؟
ښاغلې؛ که ته په ښارکي یاترښاردباندي چیري سړک کنډوکپر ووینې لکه په کابل دروازه کي؛ یا یوپول چیري ناموزه ووینې یالیدلی وي؛ تا دهغه اړوند و مسول مقام، راډیویا اخبار ته ټلیفون یا دلیک په وسیله سره اطلاع ورکړې ده؟
جواب: یا؛ دغه زما کارندئ ؛ هربنده خپلې کرونده؛ دوئ پوهیږي خپل یې کارپوهیږي زما اوستایې په څه؟ چي سردي نه خوږیږي؛ داغ مه پرایږده.
پوښتندوئ: ولي ته دغه وطن دځان نه بولي؟ ته یې په ابادۍ نه خوشحاله کیږي؟
جواب: ما درته وویل چي دا دهغه چا کاردئ چي وظیفه یې ده.
پوښتندوئ: نو هغه خوپه دفترکي د میزترشا پرچوکۍ باندي ناست دئ، او پټي هم باندي ښکاره ندي نوباید یوڅوک یې ونغوږوي! هو،دوئ باید خپل ځیني خلګ ولري پرټاپي باندي له پروګرامه سره سم هرچیري دهرڅه ګرویږني وکړي.
تاسو پورتنی ډیالوګ د محصل او ښاري تر منځ ولید، لکه څنګه چي ښايي د محصل ژبه هم هغسي مهذبه وه خو د ښاري خبري داسي وې، تا به ویل چي په رشتیاګو د کلاچې د سرې غونډۍ د یوه پوخ سنه دکاندار سره خبري کوي.
زما لپاره د یاد کتاب تر ټولو مهم اړخ د موضوعاتو انتخاب دی، زموږ ډیری د سن په لحاظ مشران پر دې نه ږغیږي چي دا د کیلې پوستکی او د پیپسي بوتل پر سړک مه غورځوه او نه هم دا درته وايي چي د یو چا سره په معنوي اړخ کي مرسته وکړه، خو پالوال صاحب هغه سوژې د خپلي لیکني لپاره ټاکلي چي هغه د وطن او وطن ژغورني لپاره ډیر ارزښتمني دي.
د استاد پالوال د لیکني یوه بله جمله وګورئ:
دریمه ډله پنځه تنې د دولسم ټولګۍ زدکړیاني نجوني او یوه یې د پوهنتون زدامنده(محصله) دي. دوئ و یوه کورته ننوزي اوله ښځمنو (ښځو) سره ږغیږي.
د پیغلوانوټلواله په اوومه مېنه کښي د لومړۍ کوڅې د منځ په برخه کښي و هغې نرۍ کوڅې ته ورغله، په دغه کوڅه کښي دکیڼ لاس وخواته کور د دروازې یوه پله یې پوري او بله پرانیستې وه. ودغه کورته زړه او نا زړه ورننوتې د سوپ په پای کښي یې سر ور ایسته کړ. او په لوړ اواز سره یې ږغ کړل: په کورکي ښځمني څوک سته؟
د ښه لیکوال یوه ښېګڼه په لیکوالۍ کي تلوسه ده، هغه لیکوالان چي د تلوسې پله یې درنه وي، د هغوئ لیکني لوستونکي په یوه ساه وايي، که د ډاکټر صاحب پورتنۍ جمله وګورو، سړی فکر کوي چي زه په ژوندۍ بڼه د انجونو یوه ډله وینم او هغوئ بیا داسي یوې کوڅې ته داخلیږي، څو کوره پکښې وي، دلته د یوه کور د دروازې یوه پله پیش او بله خلاصه ده، اوس چي دا انجونو دا کور ته ورځي، هلته د هغه کور د انجونو او نورو کوشنیانو د مکتب او زده کړو پوښتني کوي، داچي زموږ د ټولني په ځینو برخو کي تعلیم عیب دی، نو د هغه کور ښځمني هم په حیرت ورته وايي چي مکتب ته څنګه خپلي لوڼي ولیږو، یاني دا خو لوی شرم دی….
په ادبیاتو او لیکوالۍ کښي جدیت، د یوې ژبي او ټولني د پرمختګ لپاره ډیر مهم رول لري، زموږ اکثره لیکوال خپلي ژبي ته جدي نه دي، نو ځکه داسي فکر کیږي چي ادبیات د بېکاره خلکو کار دی!
ایا پر دې مو فکر کړئ، زموږ اکثریت ځوانان له ادبیاتو فارغیږي، خو د یوې لیکني توان په ځان کي نه ویني، دلته د تومني خبره نده، هر انسان د ډیر څه کولو وس لري، خو دلته اساسي بحث جدیت دی، دوئ همدا خپل مسلک ته جدي نه دي، کله چي لیکوال جدي نه وي، نو لوستونکی هم هغسي لیکنه بابیزه کڼي.
ما چي د استاد پالوال د لیکني هره کرښه لوستي، حتی یو حرف هم بېځایه نه استعمالوي، هغه لیکوال چي د قلم رنګ او د پیسو استعمال یو ډول کوي، د هغوئ لیکني د پوره ارزښت لرونکي وي. همدا علت دی چي په هر اخبار کي د پالوال صاحب لیکنه په خاصه تلوسه لوستل کیږي.
د ارسطو له قوله د ابن خلدون د ویناوو د یوې برخې لوستل او په اړه یې څو میاشتنی تأمل او تفکر، ددې انساني ویښتیا پیلامه وه. ابن خلدون په خپلې سریزه کې اووه ګوني اهداف بیانوي. له دې اهدافو څخه یو د بدیع او یا له نوښته ډک مضمون افریني ده.
موږ چي د ډاکټر پالوال هره لیکنه وایو، نوي خبري به ضرور پکښې وي، هغه که ژبني مسائل وي، سیاسي تحلیلونه وي او یا ټولنیزي کشالې وي. که تاسو د (معیاري پښتو)، (موږ محوه کیږو) او نوري متفرقي لیکني ولولئ، ډیرخبریالان چي د مایکونو تر شاه ژباړل سوې پښتو وايي او د چا پر هغې غوږ هم نه نیسي او یا هغه بې غوره چارواکي چي غفلت یې د ټولني لپاره د ناسور زخم جوړ سوئ، په داسي انداز نقد سوي چي تر څنګ یې د حل لاري هم بیان سوي.
لیکنه په خپل سرلیک را ټولوم، د پالوال صاحب د لیکنو او لوستونکو تر منځ د نژدې والي عُمده علت د استاد د نثر ژوندي تصویرونه، لنډ خو د پیغامه ډک مطلبونه، د حالاتو مطابق د ښو سوژو انتخاب او پر موضوعاتو د حاکمیت تر ټولو ښه رول لري.
د ډاکټر صاحب د اوږد او صحتمند ژوند په هیله!