دپښتونخوا ادبي غورځنګ غونډه تېره ورځ دسهیلي پښتونخوا په تاریخي ښار کوټي په سمنګلي سیمه کښي دغورځنګ دمشرښاغلي علي جان خوشحال په مشري کښي وسوه.دغونډه پېل دعبدالله دانش له خوادقرآن پاک تلاوت کولووروسته پېل وسوو.دغونډي په لومړي برخه کښي مشاعره وسوه.په غونډي کښي لاندي ذکرسوۍ شاعرانوبرخه درلودلۍ.
- عبدالهادي ریاض:
ماقسم کړی داوارمابه ووېنې
پخپله غاړه لکه هارمابه ووېنې
- محمدادریس اکمل:
هرباچاکه په داخپل تخت خوشحالېږي
خوپښتون دې چې پخپل نامه ناږېږي
- فېض محمدښادنام:
الله دې خېرکړي راته ښکاري پرېشان پښتونه
له کومه راغلې دسي ستړي ستومان پښتونه
- عبدالرحمان یارانه:
ته چې وېنې په محل کښې داوېرجن خوبونه
تاغزولي زموږګلشن ته داخېرن لاسونه
- صالح بهار:
په ترنم کښې خپلي دوې غزلي وړاندي کړې.
- عبدالولي فرقاني:
په نوم دپلارموجهان ویاړي
………………….ویاړي
- علاؤالدین وزیر:
په توره شپه چې له مخه نقاب پاته سو
ماخوویل چې نوردې له نقاب پاته سو
- عبدالله دانش:
ستادسروښونډوپه جام کښې لږشراب راکه
دظالم لوري یامخامخ جواب راکه
- عباس درویش:
نه وایم داچې لباسونه زرزري غواړمه
یم پښتنه پېغله خپل قام له خپلواکي غواړمه
- محمدرمضان ارماني:
ګرځې پرېشانه څه کوې
نه راځې جانانه څه کوې
- احمدهنریار:
آزادنظم وړاندي کړې.
- علي جان خوشحال:
ښکلي ستامیني په ژوندهسي بې تاب کړم
په ټولي دلیونوکښې یې حساب کړم
پښتونخواادبي غورځنګ وغونډي ته دویناکولومهال دعلي جان خوشحال وویل چې وخت راغلي دي پښتانه دي دپښتوژبي اوپښتون قام دپرمختګ دپاره دقلم،ټوپک اوتوري دلاري خپلي هلي ځلي رواني وساتي.په ټوله نړۍ کښي پښتانه له ستونزوسره مخامخ دي.په یوه ورځ کښې په لوي شمېرپښتانه په افغانستان،پښتونخوااوپه پاکستان کښې وژل کېږي.شاعران اولیکوالان دي دقلم دلاري دپښتون قام ستونزي هوارولوهڅي وکړي.اوپښتانه له دې تورتم څخه وباسي.شاعراولیکوالان بایدچې دپښتون قام په ښه توګه مخکښي وکړي.اوپه پاکستان کښي پښتانه دپرېدوله غلامی څخه خلاس کړي .
ښکلی راپور مو ليکلئ دئ؛ خو په اخره جمله کښي [خلاس] په [خلاص] ليکل کيږي…. مننه