د ډيره وخته يوې خبري ځورولم چي څنګه يې وليكم د كمه ځاى څخه يې پيل كړم پر دومره لويو شاعرانو باندي ليكنه خو دا پر ځان فرض ګڼم چي هرومرو به څه ورباندي ليكم نن غواړم چي پر پير محمد كاكړ او مولوي عبدالغفار بريالي باندي يو څه وليكم . لومړى غواړم چي د پير محمد كاكړ په هكله څه وليكم .
د پير محمد كاكړ ديوان دوهم چاپ د صحاف نشراتي مؤسسه كوټي له خوا په كال (۱۳۸۲) لمريز كښي چاپ سوى دى ، پر دغه ديوان ليكل سوي سريزي د استاد حبيب الله رفيع او استاد بينوا صاحب له خوا ليكل سوي دي . اوس به راسو د رفيع صاحب د سريزي پر لور چي رفيع صاحب پير محمد كاكړ څنګه را پيژني ؟ رفيع صاحب ليكلي دي : پيرمحمد كاكړ په خټه پښتون او د كاكړو له لوى ټبر څخه وه، خو پير محمد كاكړ په خپلو اشعارو كښي د ځان سره د كاكړ كلمه نه ده راوړي خو شمس الدين كاكړ د پير محمد كاكړ پيرو او لاروى وه چي خپل بشپړ ديوان لري د پير محمد كاكړ د نامه سره د كاكړ كلمه راوړي او وايي :
پير محمد كاكړ په شعر كښي نامدار و
يووړ قبر لره ده ارمان د شعر
تر دې وروسته د پښتو ټولو محقيقينو ، تذكره ليكوونكو او ادب څيړونكو د پير محمد د نامه سره د كاكړ كلمه كښلې او راوړې ده . استاد بېنوا صاحب په خپله سريزه كښي ليكلي دي : پير محمد كاكړ د پښتو ادب نوميالى شاعر په قوم كاكړ او اصلي ځاى يې ږوب و ،چي مخصوص د كاكړانو پښتنو د استوګنې هېواد دى . د پيرمحمد زيږېده په همدې علاقه كښي چي د پلار او نيكه ټاټوبى يې بلل كيږي واقع سوى دى مګر د زيږېدو نېټه يې په يقيني توګه څرګنده نه ده د اټكل او تخمين له رويه د ده زيږېده بايد د (۱۱۲۰ هـ،ق) كال په حدودو كښي وې ځكه چي دى د احمد شاه بابا معاصر و او د احمد شاه بابا په وختونو كښي يې شعر وايه او په خپله د احمد شاه بابا د زوى شهزاده سليمان استاد او معلم و . څنګه چي له يوې خوا احمد شاه بابا په (۱۱۶۱هـ،ق) كال پر تخت كښېناستلى دى او له بلې خوا د پير محمد كاكړ د اشعارو په استناد په دې وخت كښي پير محمد كاكړ سپين ږيرى و ، نو د ده د زيږېدو دپاره به پورتنۍ نېټه ناوړه او له حقيقته ډېره ليرې نه وي .
اوس به راسو د مولوي صاحب عبدالغفار بريالي پر لور . د مولوي عبدالغفار بريالي صاحب كتاب چي اهاړ نوميږي د دوهم ځل لپاره په كال (۱۳۸۲ لمريز) كښي د مكتبه قاسميه كاسي روډ كوټي له خوا چاپ سو د كتاب سريزه ښاغلي محمد ناصر نصرت نيازي ليكلي ده . نوموړي د مولوي عبدالغفار بريالي صاحب په هكله ليكلي دي ښاغلى عبدالغفار بريالى ځلمى شاعر دى چي څه وخت مخكې يې د زخمي تخلص ځانته غوره كړى او اوس د برياليتوب ډګر ته را وتلى دى دا شاعر (۱۸) كلن او په قوم كاكړ دى چي د كندهار د سرپوزى په ګيلان نومي كلي كي پيدا سوى او د پلار يو زوى دى . د ده د روزني او پالني زياتره برخه په ښار كي سوې ده . پلار يې تكړه عالم او مولوي اختر محمد صاحب نوميږي چي اوس هم ژوندى دى او د پنجوايې ولسوالۍ په يو مسجد كي امام دى ، بريالى صاحب له كوچنيوالي تخمين څلور نيمو كلو را هيسي په خصوصي توګه په خپل درس شروع كړې او د لوست د ډيري برخي زدكړه يې په خپل كور كي له خپل پلار څخه كړې ده ښاغلى بريالى فصيح اللسان د ښې قريحې او خوږې طبع خاوند او پوه ځلمى دى . په پښتو،فارسي او عربي علومو كي هم ښه مهارت لري چي تر ممكني اندازې درس هم وركولاى سي . ښاغلى بريالى له ډيره وخته په شعر ويلو لاس پوري كړى او د (۱۳۲۶ لمريز) كال څخه يې د طلوع افغان په قلمي ملګرتيا كي برخه اخيستې او خپل لومړني ادبي اشعار يې د طلوع افغان پر صفحاتو د عبدالغفار زخمي په نامه خپاره كړي دي د دې شاعر د اشعارو زياته برخه عشقي ،اجتماعي او موږ ته د ده شاعرانه سوز د ده د نشر سوو شعرونو څخه ښه څرګند او د دې عصر د پير محمد كاكړ پيرو يې بللاى سو .
دا خو د پير محمد كاكړ او عبدالغفار بريالي صاحب په اړوند لنډ معلومات وه، چي د دواړو كتابونو په سريزو كښي ليكلي دي څه موده وړاندي مي د پير محمد كاكړ صاحب ديوان كتئ چي و مخته مي يو غزل راغله فكر مي وكړى چي دا غزل ما په بل كتاب كښي ليدلې ده . اخر مي ياد سو چي د بريالي صاحب په كتاب كښي سته كله چي مي د بريالي صاحب كتاب ولوست . نو هغه غزل پكښي وه . فكر مي ډير خراب سو چي دومره غټ خلګ او داسي كار ..؟
اوس غواړم د هغه غزل پر لور ولاړ سو او وګورو چي د پير محمد كاكړ صاحب په دېوان كښي په څه ډول ده او د عبدالغفار بريالي صاحب په كتاب كښي په څه ډول ده اوس به دواړي غزلي پوره وليكو او و به ګورو چي څومره فرق سره لري . د يادوني وړ خبره ده چي د پير محمد كاكړ صاحب ديوان لومړى چاپ كال (۱۳۲۵) دوهم چاپ كال (۱۳۸۲) د بريالي صاحب كتاب لومړى چاپ كال (۱۳۷۷) دوهم چاپ (۱۳۸۲) لكه څنګه چي مو وليدل بريالي صاحب په كال (۱۳۲۶) كښي و طلوع افغان ته خپلي ليكني پيل كړي نو لومړني شعرونه يې د عبدالغفار زخمي په نامه خپاره سوو او د كاكړ صاحب ديوان په (۱۳۲۵) كال كښي چاپ سوى دى . نو تاسو خپله پرېكړه وكړى چي څنګه كار دى او چا كړى دى ؟
اوس به راسو د غزل پر لور او به وګورو چي څومره ورته والى سره لري .
د پير محمد كاكړ صاحب غزل صفحه نمبر ۶۴ او ۶۵ :
چي پر مخ وهي خالونه شپه و ورځ
له مژګانو د خونريزو شوخو سترګو
د زړه ويني مي توښه دى پسى درومم
تورو زلفو د خوبانو زه تاراج كړم
هېڅ اثر پر سنګيندلو نه كړي څه كړم
بېلتانه مى زړه زخمي كړ نه رغېږى
ښادي نه شته پير محمده په دنيا كى
را كوي پر زړه داغونه شپه و ورځ
په سينه مي ځي سيخونه شپه و ورځ
چي چلېږى كاروانونه شپه و ورځ
استوي پر ما پوځونه شپه و ورځ
دا زما ساړه آهونه شپه و ورځ
تر پرهاره يې ځى نوونه شپه و ورځ
بيلتون اړوي كلونه شپه و ورځ
د بريالي صاحب غزل صفحه نمبر۶۵ :
چي پر مخ وهي خالونه شپه او ورځ
د مژګانو د خونرېز د شوخو سترګو
تورو زلفو د خوبانو زه تاراج كړم
ښادى نسته په دنيا كى برياليه
را كوى پر زړه زخمونه شپه او ورځ
په سينه مي ځى سيخونه شپه او ورځ
استوى پر ما پوځونه شپه او ورځ
بيلتون اړوي ګلونه شپه او ورځ
پير محمد كاكړ په اول بيت كښي داغونه راوړي دي او بريالي صاحب پر هغه ځاى زخمونه راوړي دي . دوهم بيت د پير محمد كاكړ صاحب او د بريالي صاحب يو رنګه (ډول) دي بيا د پير محمد كاكړ د غزل څلورم بيت او د بريالي صاحب د غزل دريم بيت يو رقم دي . د پير محمد كاكړ د غزل وروستى بيت او د بريالي صاحب د غزل وروستى (اخرنى) لږ فرق سره لري چي هغه ته موږ ته فرق (توپير) نسو ويلاى ، هغه فرق دا دى كاكړ صاحب خپل نوم د مصرع په منځ كښي راوړى دى ، بريالي صاحب په اخير كښي راوړى دى . د وروستي بيت په دوهمه مصرع كښي كاكړ صاحب كلونه راوړي دي او بريالي صاحب ګلونه راوړي دي . زه په خپل نظر دا كمپوزي تېروتنه (غلطۍ) بولم، ولي چي بريالي صاحب پر كوم ځاى ګلونه كارولي دي هلته دا توري نسي كاريدلاى . يو وار به دلته پر پوره بيت نظر واچوو :
ښادى نسته په دنيا كى برياليه
بيلتون اړوي ګلونه شپه او ورځ
تاسو وكتل بريالى صاحب وايي ښادي نسته په دنيا كى . بيا يې د بيلتون ذكر كړى دى . نو بيلتون كله ګلونه اړوي بيلتون د غم يوه نخښه ده . جلاوالى دى او ګل يا ګلونه د خوشحالۍ او يا د پسرلي نخښه ده نو بيا بيلتون او ګلونه څنګه يو ځاى را تلاى سي . هېڅكله هم نسي راتلاى نو دا هم هغه د كاكړ صاحب كلونه دي چي په كمپوز كي يې په ګلونو بدل كړي دي .
د يادوني وړ خبره ده چي دغه غزل د كندهار يوه نوميالي هنرمند او سندرغاړي عبيدالله كندهاري ويلي ده . د كاكړ صاحب غزل (۷) بيته لري او د بريالي صاحب غزل څلور بيته لري . خداى دي وكړي چي زه سم پر ږغيدلى يم . زما مقصد د چا زړه ازارول نه دى او نه پر يو چا تنقيد كول . ما يوازې حقيقت را مخته كړى دى . نور فيصله د قلم خاوندانو ته پريږدم چي هغوى څه پريكړه كوي دا د كمپوز غلطۍ بولي ،آدبي غلا ورته وايي او كه قصداً چا دغسي كار كړى دى . بايد زموږ د قلم خاوندان پر دغه موضوع باندي تحقيق وكړي ځكه چي په كاكړ صاحب او بريالي صاحب كي خو يو هم ژوندى نسته ، چي خبره سپېنه سي دا و تحقيق ته اړتيا لري . دا موضوع چي څومره وڅيړل سي هغومره به روښانه سي او علت به يې هم په ګوته سي .
محمد ناصر نصرت نيازي دا خبره سمه نه ده ليکلې، چي اروښاد مولوي عبدالغفار بريالی زلمی شاعر دئ . د ده د مالوماتو له مخي بريالی ( ۱۸ ) زلمی دئ . عجبه خو دا چي دی په خپله ليکي : « ښاغلى بريالى له ډيره وخته په شعر ويلو لاس پوري كړى او د (۱۳۲۶ لمريز) كال څخه يې د طلوع افغان په قلمي ملګرتيا كي برخه اخيستې او خپل لومړني ادبي اشعار يې د طلوع افغان پر صفحاتو د عبدالغفار زخمي په نامه خپاره كړي دي. » په دې حساب خو بريالی د يوازي په « طلوع افغان » کي د خپلو شعرونو د خپرولو له وخته د دوو شپېتو( ۶۲) کالو عمر لري . طبيعي خبره، چي بريالي د مور په نس يا له زېږېدو سره سم په شعر پيل نه ؤ کړی . ښايي د شعر ويلو پر مهال يې عمر د شلو کالو په شاوخوا کي ؤ، چي په دې ډول د بريالي عمر اوس لږ او ډېر اتيا کالو ته رسيږي .
حقيقت دا دئ ، چي مولوي عبدالغفار بريالی په ۱۳۵۸ هـ ش کال د افغانستان د مستبد او غير ملي حکومت له خوا شهيد سو . روح دې ښاد وي.
ښايي بريالي د پيرمحمد کاکړ دا غزله يوازي د تفنن او تضمين په بڼه په خپله ديوان کي ليکلې وي؛ ځکه هغه په خپله د ژور فکر او نوښتګر خيال خاوند ؤ؛ او د پيرمحمد کاکړ له ديوان څخه يې غلا ته اړتيا نه لرله؛ خو په داسي حالاتو کي يې بايد هرو مرو د اصلي ماخذ يادونه کړې وای .