ريانوستی ، د ۱۳۷۸دجوزا ۲۱ مه
ژباړونکی: حبيب الله غمخور
د ۱۳۷۸دجوزا ۲۱ مه
دانگلستان دهوايي قواودبې پيلوټه الوتکي((MQ-9 Reaper)) څخه دلومړی ځل لپاره د افغانستان په جنگی عملياتوکي استفاده وکړه .
د((Flight Global )) دادارې دراپورله مخې ددې بې پيلوټه الوتکې پوسيله چي دامريکاد((نوادا))په ښارکي دامريکادهوايي قواوو د(( کريچ ))له پوځی هډې څخه ديوې ځانگړي دستگاه پوسېله رهبري کېده په افغانستان کي ئې دطالبانوپر مرچلواوپټن ځايودلمړنی ځل لپاره هوايي عمليات ترسره کړل . تر اوسه ددې عملياتودبڼې ،وخت ،مو خي اوشمير په اړوند معلومات ندي خپاره شوي .
دانگلستان هوايي قواو د وې بې پيلوټه الوتکي ((MQ-9 Reaper)) د۲۰۰۷ م کال داکتوبر په مياشت کي تر لاسه کړې . مگر سږکال داپريل په مياشت کي يوه الوتکه دپرمځکه کښېنستلو په وخت کي له منځه ولاړه ،دريمه ((ريپر)) الوتکه به دراتلونکي کال دجولاي په مياشت کي دانگلستان هوايي قواووته ورسپارل شي . انگلستان غواړي په راتلونکي کښي دا ډول بې پيلوټه ((۱۰))الوتکې رانيسي .
MQ-9 Reaper دابې پيلوټه الوتکه چي کولاي سي (( ۲۴))ساعته پرواز وکړی ،دا بې پيلوټه الوتکه په څلورو((AGM-114 Hellfire)) توغنديواودورهبری شوو بمونو GBU-12 Paveway II سمبال سوې ده . ددې الوتکي ماشين داسي جوړشوی چې کولاي شي په يوساعت کي تر ۴۸۰کيلومتره په زيات سرعت پرواز وکړي . پاي
دژباړونکی يادونه : ممکن لوستونکي دخبر له لوستونه حيران پاته سي ،چي داخو دومره مهم خبره نده .
لومړی خو دخبر له ژباړلو نه زما موخه له ې لاري دپښتو ژبې معلوماتي پانگي پياوړتياده اوله بلې خوا غواړم دلوستونکو پام دغه ټکی اوخطر ته راواړوم ،دالومړی ځل دی چي دا ډول الوتکې دجگړې په ډگر کي ازمويل کيږي . تر ټولوبده خبره داده چې دادئ يوځل بيا زموږ دجنت پشان ښکلئ هيوادپه افغانستان کي دمېشتو بهرنيو پوځونودځمکنيو اوهوايي مډرنو وسلودازموينې لپاره ديو پليگون يا وسلودلابراتوار په ډگر بدلېږي، ددغو وسلو (توغنديواوبمونو) استعمال زموږ دهيواد پر چاپېريال ناوړه تاثير لري .
پدې هيله چې زموږ ولس دملي تعقل پر بنياد له دې غميزي نه دابد لپاره خلاص اوتل پاتې سوله تامين شي
بخي زيات ښه کار دي کړيدي همداسي ده ګرانه مونږنه پوهيږوچې و الي افغانستان داسي يو سترجنجال سره مخ دي اوهم مونږوينوچې هره ورځ پوښتون که په لرکې دي يابرکې وژل کيږي
خداي دوکړي چې له دي وروسته افغانان اوپښتانه پوه شي اوددغه راز بدبختيو څخه لاس واخلي
Gharib melat ao mazdoor mashran da ie hal da.
Gharib melat ao mazdoor mashran da ie hal da.
grana aw mehrabana ghamhkora da zmong khain mshran de che zmong khkolai aw khista watan ee de pradoee lakhkaro aw salagano de azmoeni pa dagar badal kree aw sta nawoo malomatona dera manana
الله پاک په قران کريم کي فرمايي- چي تاسي د الله ج په رسي پسي لاسونه ونيسي ټول (چي قران او حديث) دي او جلا کيږي مه.