پير محمد کاکړ د کلاسيکو شاعرانو له ډلې څخه هغه شاعر دی ، چې په شعر و شاعرۍ کې يې يوه بېله لاره او سبک ځانته غوره کړی دی په ځينو ځايونو کې د سترخوشال خټک او په ځينو برخو کې د صوفي عبدالرحمن بابا سره يو والی ښيي. مرحوم استاد پوهاند عبدالحی حبيبي د پيرمحمد کاکړ د سبک او مکتب ځانګړنې داسې بيانوي:
۱- د عشق خورا نري احساسات پکې سته ، د دې سبک د شاعر کار له زړه سره دی،لکه د رحمان بابا لسان الغيب نه دی چې د عالم قدس څخه وغږي او نه وچ کلک ناسوتي دی؛بلکې د هغو تودو احساساتو څخه الهام اخلي چې آرټ او صنعت زېږوي.
۲- په دې مکتب کې تشبيهات او استعارات طبعي رنګ لري، د ظاهري ښکليتوب او مادي جمال بيان کوي او په دې ښېګڼه کې د خوشال خان سبک ته ورته دی.
۳- الفاظ او عبارات يې پريولي او روان دي، ژبه يې جذابه ده.
۴- د معاني او احساساتو په تجسم او تصوير کې د ژبې خاص بلاغت استعمالوي،مطلب سپېڅلی او روښانه راوړي،تعقيد او ابهام نه خوښوي.
۵- د اخلاقو تلقين او مواعظه يې لاهوتي نه ده،حتی المقدور د اجتماع او انساني معاشرت له خنډه نه وځي. د پير محمد کاکړ سبک په دغو مميزاتو او خواصو د خوشال او رحمان بابا د سبکونو ترمنځ يو فاصل خط دی او دا سبک د آرت له پلوه غوره او ډېر ښه دی. (۲م، ۵۳)
د پير محمد سبک په سادګۍ،سلاست او متانت کې د خوشال او رحمان بابا مکتب ته ورته دی او په مضمون افرينۍ او نزاکت کې او اديبانه تلازماتو او استعاراتو کې د حميد او شيدا د مکتب ښېګڼې لري، ځکه نو د ده ويناوې خورا خوږې او له خونده ډکې دي او د ده ادبي مکتب د پښتو ادب يو غوره سبک منځ ته را ايستلی دی چې پخوا تر ده نه وو.
دی سره له دې چې خپل کلام د شعر وشاعرۍ په ټولو بديعي مزاياوو او محسناتو ښايسته کوي؛ مګر سره له دې د روانۍ،سلاست او سادګۍ ملونې هم له لاسه نه ورکوي او دا يواځي د ده خاصه ده. (۲م،۲۷۷)
زما ددې ليکنې موخه داده چې زه د پير محمد کاکړ د سبک دغه ځانګړنه چې وای دده په اشعارو کې تشبيهات او استعارې طبعي رنګ لري په اثبات ورسوم او دا روښانه کړم ،چې واقعا نوموړی د بيان په اظهار کې څومره قوت لري،تشبېه او استعاره د بيان پوهنې برخې دي او بيان بيا اصلا د وينا د اظهار بېلابېلې لارې موږ ته راښيي،يعني موږ څنګه کولای شو چې يو مطلب په بېلابېلو لارو چې يوه يې تر بلې ښکلې وي لوستونکو او اورېدونکو ته وړاندې کړو،چې دا کار بيا پر درو لارو چې تشبېه ، مجاز او کنايه ده ترسره کېږي، د دغو موضوعاتو له لارې يو کلام رنګين او هنري کېږي،د بيتونو د مانا په راسپړلو کې ډېره مرسته کوي او لوستونکی فکر کولو ته هڅوي.
ډېر ځله داسې ماناوې چې څرګنده بڼه نه لري د بيان په واسطه د تشبېه،مجاز او کنايې له لارې د محسوساتو خواته رالېږدوي يعني له يوه محسوس څيز سره يې ورته کوي،چې زموږ په ذهن کې د يوې تابلو يا د انګريزي په اصطلاح ايمېج په ډول را مجسم شي. مثلا:
په هر لور چې غورځوي سړی هوی ده
د هوا فرس و هر لوري ته زين دی
شاعر غواړي چې هوی يا نفساني غوښتنې موږ ته راوپېژني او له هغو څخه د ځان ساتنې لوست راکړي نو هوی يې له فرس(اس) سره تشبېه کړې ده،چې په هر لوري د تلو تابيا لري. دا جمله (د هوا فرس و هر لوري ته زين دی ) داسې تابلو يا ايمېج دی،چې انځورګر که هر څومره خواري وکړي بيا يې هم له بيان څخه عاجز دی. يوازي شاعر دی،چې دا کار تر سره کولای شي. (۳م،۳۷او ۳۸)
د پيرمحمد کاکړ په اشعارو کې چې ما څومره مطالعه وکړه د بيان پوهنې د برخې داسې څه به نه وي،چې د ده په اشعارو کې دي نه وي موجود. خو د وخت د کموالي له امله مې پر ځينو موضوعاتو بحث وکړ.
خال د وروځو پر پيوند چې صنم کښېښو
ما خپل ځان لره محراب و امام ونيو
(۲م، ۱۰۱)
په پورته بيت کې خال له امام او وروځي له محراب سره تشبېه شوې دي،خپله د وروځو پر پيوند کې خال اېښودل يو ښکلی حسي انځور زموږ مخې ته ږدي او بيا بېرته د امام او محراب سره تشبېه کول هم حسي رنګ لري،چې د پيرمحمد کاکړ لوړه قريحه ترې له ورايه معلومېږي.
تماشا مې د ګلرخ کړه په ګلزار کې
سپی رقيب مې لکه خار په لمن لک شه
(۲م، ۱۱۴)
د رقيب له ترس و بيمه و دلدار ته
لکه غل په توره شپه ځم بې سراج
(۲م،۵۸)
په لومړي بيت کې شاعر له ډېر حسده رقيب ته د سپي صفت کاروي او بيا يې له خاره سره تشبېه کوي او په ورپسې بيت کې بيا د همدې رقيب له ډاره ځان له غله سره تشبېه کوي او د يار ديدن ته د ده له ډاره په شپه کې بې سراجه روان دی.
کله کله بيا د تجاهل په ډول پر مخ د خط راتلل د سپوږمۍ سره چې په شپول کې راګېره وي تشبېه کوي،مانا دا چې ښه پوهېږي چې د دلبر پر سپين رخسار يې خط محيط شوی؛ خو دی وايي،چې نه دا به سپوږمۍ په هاله کې راګېره وي.لکه :
دا مهتاب دی چې ښکارېږي په هاله کې
که چارپېر دی د دلبر پر سپين رخسار خط
(۲م، ۷۸)
په ځينو بيتونو کې شاعر ځان له موسی(ع) سره تشبېه کوي،چې د الهي محبوب د ليدو ځواک نه لري،يعني يو ډول تلمحي تشبېه ده،چې د موسی (ع) کيسې ته اشاره کوي ،کله چې موسی (ع) د الله تعالی(ج) سره د طور په غره کې خبرې کولې نو موسی (ع) ورته وويل،چې ماته ځان راوښيه. الله تعالی(ج)ورته وفرمايل،چې:((لن تراني)) ته مې نه شې ليدی… ؛نو شاعر هم همدا وايي چې زه يې لکه موسی (ع) نه شم ليدی او د ((لن تراني)) په خطاب يې بې ديداره سوځم.
زه په خطاب د لن تراني بې ديدنه سوځم
که منتظر لکه موسی د طور په سر ودرم
(۲م،۹۵)
کله کله خو دومره نازکه او نادره تشبېه کاروي،چې لوستونکي ورته ګوته په غاښ پاتېږي. لکه
ستا د حسن په جلوه سره بېتاب شوم
لکه موی د اور له تابه پېچ و تاب شوم
(۲م،۹۶)
استعاره بيا د تشبېه پرمختللی شکل دی،يعني که چيري موږ د طرفينو څخه يو حذف کړو نو تشبېه په استعاره بدلېږي؛ استعاره د مجاز په بحث کې شاملېږي،چې موږ د دې په وسيله د يوې کلمې څخه د حقيقي مانا پر ځای مجازي مانا اخلو؛خو ځينې قرائين به موجود وي. پيرمحمد کاکړ په خپلو اشعارو کې خورا ښکلې او رنګينې استعارې کارولې او خپله لوړه طبع يې په کې ازمويلې ده . لکه :
کومو خاورو سره خلط هغه سنبل شو
چې پر مخ د ناز پرور به تاوېده
(۲م،۱۱۹)
يوه خبره چې يادونه يې اړينه بولم دا ده ،چې په تشبېه کې خبره د مشابهت ده مګر په استعاره کې د يوشانوالي دعوه ده،يعني شاعر دا نه وايي چې زلفې يې د سنبل غوندې دي بلکه وايې،چې سنبل دي. دلته نو هم شاعر سنبل د زلفو لپاره استعاره کړې ده ،چې سنبل په کې مستعار منه او زلفې چې نه دي ذکر مستعار له دي. پر مخ باندې تاوېدل يا يواځي مخ هغه قرينه ده چې زموږ ذهن د سنبل څخه زلفو ته کشوي.
بنفشه يې د سنبل په سايه زېږي
مختلف تخم کرلی دی باغبان ګڼ
(۲م، ۹۸)
دلته هم بنفشه د شين خط او سنبل د زلفو له پاره استعاره شوې دي،چې شاعر په ډېر ښکلي انداز خپله خبره تر مخاطبه رسوي،يوه خبره بله چې يادونه يې اړينه بولم هغه د شنه خط ده . پخوا عموما دوه ډوله رنګونه کارېدل او مشهور ول، يو تت او بل روښانه رنګ، تور ،شين او زرغون په تتو رنګونو او سپين،زېړ او سور په روښانه رنګونو کې راتلل،ځکه خو موږ سرو زرو ته چې زېړ دي سره وايو، شيدا هم د هند سبزان ډېر يادوي حال دا چې شنه خو نه دي.
چې را ياد يې سپن غاښونه سره لبان شي
تر چشمانو مې اورېږي درمرجان ګڼ
(۲م،۹۸)
د شاعر کمال د دې بيت څخه تاسو ته لا ښه معلوم شو،چې تشبېه او استعاره يو ځای کاروي لومړی غاښونه له درو سره او لبان له مرجانو سره تشبېه کوي بيا همدغه درمرجان د اوښکو له پاره استعاره کوي، چشمان يا سترګې هغه قرينه ده چې زموږ ذهن له درمرجان څخه اوښکو ته بيايي. هسې خو هم له سترګو درمرجان نه اوري.
دا مې د پيرمحمد کاکړ د سبک د يوې ځانګړنې د اثبات له پاره د ده د اشعارو له سمندر څخه يو څو څاڅکي د نمونې په ډول تاسو قدرمنو ته وړاندې کړل،خو زه په زغرده ويلای شم چې د پير محمد کاکړ په دېوان کې هر ډول ښکلاوې په پرېمانه کچه موندل کېږي،نور مينه وال کولای شي چې ويې څېړي.د مانا له مخې دده په کلام کې تصوفي، اخلاقي،عشقي او نور هر ډول موضوعات موندل کېږي چې د ده فکر ترې له ورايه څرګندېږي.
په پای کې زه خپله ليکنه د ده په دې يو بيت چې تعالي يې په کې کړې ده پای کوم. حال دا چې شاعرانه تعالي اوس په صنايعو کې نه راځي،ځکه هغه خوند او رنګ چې په نورو صنايعو کې لکه حسن تعليل او مدعا ومثل يا نورو کې وي په دې کې نشته؛ خو زه د ده دا ادعا واقيعت ګڼم.
په ډېر زهد به زړه ويښ نه کړې زاهده
راشه ورد د پير محمد سوی غزل کا
(۲م،۵۳)
پای
ماخذونه
۱- حبيبي ، پوهاند عبدالحی ،(۱۳۹۱ ل.ل)، پښتانه شعرا لومړی ټوک، علامه رشاد خپرندويه ټولنه ،کندهار
۲- کاکړ،پير محمد،( ۱۳۸۹ ل.ل)د پيرمحمد کاکړ دېوان، د استاد بېنوا په مقابله او د استاد حبيب الله رفيع په سريزه، صحاف نشراتي موسسه-کوټه.
۳- همکار، محمد ابراهيم،(۱۳۹۰ ل.ل)، ادبي فنون بيان، مومند خپرندويه ټولنه ،جلال اباد.