کور / نثر / دپير محمد کاکړ په دېوان کښي پښتني اصطلاحات

دپير محمد کاکړ په دېوان کښي پښتني اصطلاحات

زموږګران هېواد افغانستان د لرغوني تاريخ درلودونکی دئ او هره سيمه يې ځانګړي ارزښت لري چي په دې برخه کښي دپښتو ژبي ښه او کره فولکلوري (اولسي ادبيات ) او يا هم ليکلي ادبيات لري چي وخت په وخت يې دمختلفو سيمينارونو او ناستو پاستو په ترڅ کښي دليکلو او ناليکلو ادبياتو په اړه بحثونه سوي دي او ترڅنګ يې سترو ادبي مخکښانو ،ليکوالانو ،شاعرانو او پوهانو نه ستړي کېدونکي خدمتونه کړي دي چي دادئ خوشبختانه ديوه بل مبتکرشاعر او ليکوال پيرمحمد کاکړ علمي سيمينار په اشرف البلاد لرغوني کندهارکښي د هېواد دسترو علمي شخصيتونو او اديبانو په خاصه توجه سره جوړېږي چي په دې عرصه کښي ما هم هڅه کړې چي دخپلو ډېرو درنو پوهانو او مشرانو ترڅنګ دکاکړمرحوم په دېوان کښي د پښتني اصطلاحاتو ځيني بيلګي راټولي او ستاسو درنو حضورته يې وړاندي کړم څنګه چي د هېواد وتلي مبتکرليکوال او شاعر مرحوم بېنوا صاحب هم دپيرمحمدکاکړددېوان په سريزه کښي دځينو پښتني اصطلاحاتو يادوني کړي او هغه يې په ښه ډول رو ښانه کړي دهغوي مرتبې او درجې ته خو رسېدای نه سم ولي دغه څه اصطلاحات مي راغونډ کړي چي دا هم د پيرمحمد کاکړ داشعارو يو بل ښه خصوصيت دئ ،نو په همدې هيله چي زما دغه علمي کار ستاسو درنو استادانو له پاره دقناعت وړ وي اود اشتباها تو دشتون له کبله يې راته بخښنه او اصلاحي مشورې راکړئ .
لومړی غواړم په ټوليزه توګه داصطلاح په اړه څه ووايم چي اصطلاح يعني څه ؟
اصطلاح :
داسي ژبنی ترکيب چي په هغه کي ټولي کليمې په خپلو اصلي معناوو نه استعمالېږي او دټولو کليمودمعناوو له ترکيب څخه داسي يو واحد مفهموم لاس ته راځي چي په جلاجلاډول دهري کليمې له اصلي معناوو سره مستقيم ارتباط نه لري :
۲ – ايډيم ،ټرم ،هغه کليمې چي د استعمال له پلوه په کوم علم کي په خاص ډول استعمالېږي لکه : فزيکي اصطلاحات ،کېمياوي اصطلاحات ،طبي اصطلاحات
۳ – محاوره ،وراشه پښتو پښتو تشريحي قاموس
اصطلاحي واحدونه هغه تعبيرونه دي چي هرملت او اولس يې دخپل ژوندانه په چاپيريال کښي دخپلو عنعنو ،اخلاقو ،روحياتو په چوکاټ او محيط کښي په خپله ژبه کي رامنځ ته کوي دا نه يواځي په خبرو کښي استعمالېږي بلکه په ليکلو ژانرو کښي هم استعمالېږي .
اصطلاحات خورا ستر ارزښت لري د لغوي پانګي په بشپړولو کښي خاص رنګ او خوند لري .
اصطلاحات معمولاً په يوه سبک پوري تړلي نه دي بلکه د څو سبکونو سره شريک رامنځ ته کېږي .دغه اصطلاحات که موږ وګورو ثابت او ټاکلي دي پرته له تصرف کولو څخه دضرورت په وخت کښي دجوړ (تيار) سوي غونډ (ترکيب ) په توګه کارول کېږي چي مجازي او کنايې معناڅرګند وي .
اويوه شی ته بايد ډېردقت وسي چي عادي ترکيبونه او اصطلاحات سره ګډ نه سي .
لورپه لوټه تېره کول دا يو ترکيب دئ .
مخکي له دې چي خپل دموضوع اړوند دپيرمحمد کاکړ په دېوان کښي پښتني اصطلاحاتو ته ورسم ددې سيمي يو څو ډېرمحلي اصطلاحات چي اوس په ورځينو محاورو کښي استعمالېږي ستاسو سره شريک کړم بيا به خپلي موضوع ته ورداخل سم .
۱ – د بل په ارغوند يې مه وله: د بې باوره يا هم پردي کس په لاس کار مه کوه.
۲ – کش پر واچوه : خپله مخه دي ونيسه. د مخي مي ليري سه. اکثره د جنګ يا دعوې پر وخت استعمالېږي.
۳ – ده ته بيا ګوره : داسي وخت ويل کېږي چي يو څوک د يو کس خبرو ته نابللى ورلوېږي.
۴ – بيداري به نه که يې(کوې): چالاکي به نه کوې.
۵ – پر را خطا يې که: د توکلي کار کولو بلنه.
۶ – پلانى د ځان طبيب دى: ځان ساتونکى يا هم مضر احتياط کوونکي کس.
۷ – پلانى يې نه ګټي: چنداني سړى نه دى.
۸- ته به بيا راسه : د يو چا له خوا د بېځايه او ناچله نظر ورکولو پر مهال ويل کېږي.
۹ – پلانى ډېر شله سړى دى: له خپلي خبري نه اوړي.
۱۰ – ستا هغې دي اوس يي(وي): خبره يا نظر دي بېځايه دى.
۱۱ – کش پر واچوه: مخ دې پرته کړه، راڅخه ولاړ سه.
۱۲ – د يغت ونه کې(کړې): نفس دي تنګ نه سي
او اوس به راسو اصلي موضوع ته چي هغه دنازکخيال شاعرپيرمحمد کاکړپه دېوان کي راټول سو اصطلاحاتو ياګړنوته چي دهري اصطلاح له پاره دنوموړي شاعردشعريويو بيت دبيلګي په توګه راخيستل سوئ دئ او هغه دادئ ستاسو درنو ګډنوالو حضورته وړاندي کوم .
اصطلاحات
۱ – دځيګر ويني خوړل :
چي کله ويني دځيګربه پسي زه خورم اشنايې چي مي بنياد کړه له بينيازه
کړواونه او ستونزي .
۲ – پرهار مالګي دو ړول :
په پرهار مي مالګي بس پاشه ناصحه هيڅ ثواب دي پکښي نسته بې وباله
چاته ترخه او ناوړه خبره کول يا ځورول
۳ – قدم د سترګو په حلقه ايښودل
راشه قدم کښېږده پرحلقه زما د سترګو آب وقيمت زيات کړه دخاتم له دې نګينه
دخپل محبوب سره ډېره زياته مينه کول او درنښت کول

۳ – زړه سړېدل
مګرزړه يې لاپه ما سوړ سوی نه دئ چي پرسرمي هنوزګرځي دګرګونه
وخپل هدف او مرام ته چي ورسېږي او زړه يې خوشحاله سي
۴ – دګورخښته سرته اېښودل :
رب دي نه کړي چي جمال به يې زه هېرکړم که ترسرلاندي مي کښېږدي دګورخښته
له دې نړۍ څخه دتل له پاره تلل او يا وفات کېدل
۵ – له ځانه لاسونه منيځل
مګرخان چي په مرګ درومي پيرمحمده ته په ژوند له ځانه پرېمنځه لاسونه
خپل واک او اختيار له لاسه ورکول
۶ – زړه چاودن
يومي زړه له دې بې نيازه خلق چوي بل مي سوځي دخوبانو په جفا زړه
ډېرغمجن کېدل
۷ – پرتوروپرسپين اړول :
نيم کشته يې دجفا په سنګرېزو کړم لکه مار پرتورو سپين مي اړوي
۸ – پرزړه لاسونه ايښودل :
بيلتانه دي کړل زولن په ګلوخوږشي پيرمحمد په زړه لاسونه په ورو ورو ږده
خپل ځان ته سکون او ارامتيا ورکول ،ډاډه کېدل

۹ – سترګي سپيندل :
د ديدن په انتظاريې سترګي سپيني منتظرچي د ديداروي څه به خوب کا
ډېرانتظار ايستل ،سترګي په لاره کېدل
۱۰- توري خاوري کېدل
توري خاوري استوم په جورو په جفا ستا لابه کله شي له مهروفا ستا
له هرڅه له منځه تلل او تباه کېدل
۱۱ – دکښت د نوبت تېرېدل
دانوبت دکښت مي تېرشو په غفلت کي خبرنه وم هيڅ په دا تلوار دعمر
دځوانۍ دموسم تېرېدل ،سپين ږيری کېدل ،زړېدل
۱۲ – پرپالنګ اوښتل :
محبوبا پرپالنګ واوښته له خوابه که هوسۍ وه د بهار پرګلو رغښته
۱۳ – خاوري په سرکېدل
وبخيل ته که خرمن شي سيم وزر چي انفاق يې نه کړي خاوري يې په سر
له ډېرلوی غم او مصيبت سره لاس او ګرېوان کېدل
۱۴ – دمخ آب وړل
اوښو دفراق مي دمخ آب راڅخه يووړ کښت مي دزعفرانو دې سېلاب راڅخه يووړ
بې ژبي کېدل ،بې عزته کېدل

۱۵ – د ديدن لار :
غماز تړلي دي لور دلوره د ديدن لاري ودلبرته
۱۶ – پرملا ماتېدل :
بېلتانه يې پرملا مات په څېرد دال کړم الف قده دخپل حبيب چي منظورشو
له ډېرلوی کړاو او لويې ستونزي سره مخ کېدل .
۱۷ – آه له زړه را ايستل :
آه له زړه کاږم آهسته څه رنګ چي لمبه خېږي ترخوله په زوره
افسوس او ارمان کول
۱۸ – خاوري ايري کېدل
خاوري ايرې شوم په فراقت کي مينه مي نه شوه د خاطرنوره
بې ګټي کېدل او عبث کېدل
۱۹ – لېمه يا سترګي وتل :
لېمه مي وزي درپسي راشه دغمزه ده و د سترګو توره
۲۰ – خوار زار
خوارزارهسي فراق کړم دخپل يار چي اوس زړه راباندي سوځي داغيار
په دردونو او مصيبتونو اخته کېدل .

۲۱ – سپينه خوله :
ماله ياره سپينه خوله په خندا غوښته ده له نازه دغنچې په دود ونغښته
دمحبت او ميني څرګندوی
۲۲ – سپينه خوله :
چي په سپينه خوله تل ننګ کا هغه يار پرما جور رنګارنګ کا هغه يار
۲۳ – توري خاوري دلحد
توري خاوري دلحد دي بستر وينم څوبه خواب کړې دبخملو پرفراش
له دې دنيا څخه ناهيلي کېدل
۲۴ – باڼه له سترګو ختل :
ډېرزيات کړاو او ستونزه
د پښتو ژبي دمشهورو ليکوالانو او شاعرانو او په مجموع کښي ادبي او فرهنګي څېرو دوخت دغوښتنو سره سم د پښتو ژبي دغنا او بډايني له پاره ډېرسترخدمتونه کړي دي ،که دپښتو ژبي هغه ډېراثارچي زموږ په واک کښي نه سته او يا دزمانو مختلفو تحولاتو راڅخه ورک کړي دي زموږ سره وايئ لا به نور ډېرڅه هم موږ دپښتو ژبي داصالت له پاره دنوی نسل په واک کښي ورکړي وايئ ولي متاسفانه چی زموږ دپښتو د ډېرو آثارو دله منځه وړلو له پاره ځيني سياسي کړيو هم کارکړئ او ډېرآثاريې چي موجود وه له منځه وړل سوی دي او يا اوس هم په دې عرصه کښي په خورا شدت سره کار روان دئ هيله ده چي د پښتو ټول مينوال دې موضوعاتو ته جدي پاملرنه وکړي او دهمدې لرغوني ژبي د لا بډايني له پاره اساسي کارونه ترسره کړل سي او يو وړانديزمي هم دادئ چي اوس دپښتو دمعياري ليکدود په برخه کښي ددې سيمي سره سخته جفاسوې ده اساسي کار وسي او د پښتو اصالت وساتل سي ډېره مننه .
دکندهار د ښځو ځيني اصطلاحات
۱ – ستا دسترګو بلا واخلم
۲ – صدقه دي سم
۳ – خدای دي دجنت حوره کړه
۴ – جنتي سې
۵ – پرځواني دي برکت سه
۶ – دسيالانو سرسې
۷ – الله (ج) دي نېک پلوه کړه زرغونه سې
۸ – دښه بخت او تخت مېرمن سې
۹ – سرتوره مه سې
۱۰ – بوره مه سې
لیکونکی محمد فهیم رفیق