کور / نثر / کیسه ګۍ – د عبدالله الهام جمالزي اثر

کیسه ګۍ – د عبدالله الهام جمالزي اثر

کیسه ګۍ د هغه کتاب نوم دی چې نوښتګر لیکوال ښاغلي عبدالله الهام جمالزي لیکلی دی او تر دې د مخه په پښتو ادب کې د کیسه ګۍ په نامه اثر نه دی لیکل شوی.
له ټولو د مخه ګران عبدالله الهام جمالزي صاحب ته د دې نوښت مبارکي وایم او نوموړي ته په دې لاره کې د لا زیاتو بریالیتوبونو غوښتونکی یم. پښتو ادب به یې نوښت د خپل تاریخ په زرینو کرښو کې ساتي او پرې ویاړي به.
له دې د مخه چې د کتاب په منځپانګه خبرې وکړم، غوره ګڼم چې د کیسه ګۍ اثر درنو لوستونکو ته ور و پېژنم.
کیسه ګۍ اثر، د کتاب پوښ سربېره ټولټال ۹۰ مخونه لري او په دې لس کم سلو مخونو کې ۲۰۰ کیسه ګی یا مینیمالونه، د لیکوال سریزه، د ښاغلي وفا سمندر سریزه، د علم ګل سحر سریزه، د کیسه ګۍ یا مینیمال پېژندنې په هکله د لیکوال له لوري یوه په زړه پورې مقاله، مننه او کورودانۍ او د کیسه ګیو په اړه د فېس بوک او یو شمېر نورو ټولنیزو شبکو له لارې د ۳۲ کسانو مختصر نظریات له ځان سره لري.
د کتاب لیکوال ښاغلی عبدالله الهام جمالزی دی، د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز په روان ۱۳۹۳ هجري لمریز کال کې د اسد دانش په مطبعه کې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپ کړی او نوموړې مطبعه په کابل کې موقعیت لري.
د همدې کتاب د ډیزاین چارې سپین سهار او د پښتۍ ډیزاین یې د لیکوال د انځور سره یو ځای ښاغلي نثار احمد نثار کښلی دی چې ښکلې هنري بڼه لري.

د دې کتاب ټول مادي او معنوي حقوق د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز سره خوندي دي او د پښتو ادب لیکوالانو ته د ښاغلي جمالزي له لوري په مینه ډالۍ شوی دی.
د پښتۍ رنګ یې خاورین فولادي او غوندې دی خو د پښتۍ په بیخ کې یوه سره لیکه پرې کښل شوې ده چې دوې پاڼې لري او د سرې لیکې په منځکې په ژېړ رنګ داسې لیکه کښل شوې ده چې دواړه سرونه یې د غېشي بېخ ته ورته دي او د پښتۍ په لومړي مخ د سرې کرښې څخه را لاندې د لیکوال نوم لیکل شوی. همدا سره کرښه د پښتۍ په وروستۍ برخه کې د لیکوال تر انځور را لاندې چپ لوري ته یوې تورې دایرې قطع کړې چې د تورې دایرې په منځکې په سپین رنګ یو لیکل شوی حرف هم ښکاري.
د پښتۍ د لومړي مخ د خاورین رنګ په منځ کې بیا هم په خېره ډول د څو ونو انځورونه دي چې د پاسه پرې څلورو مرغانو پرواز کړی او لیدونکی د عجیبو او غریبو خیالونو نړۍ ته و رسره بیایي. خو د پښتۍ په دویم مخ بیا د لیکوال ښاغلي عبدالله الهام جمالزي یو داسې انځور کښل شوی چې زما په آند پخوانیو پوځي افسرانو ته ورته دی. د پښتۍ په همدې مخ د افغانستان د ژباړې او څېړنې د مرکز لوګو هم شته او تر هغې د لاندې لیکل شوي چې (د افغاستان د ژباړې او څېړنې مرکز له انتشاراتو څخه).
د کتاب نړۍ ته چې زما لپاره هم نوې ده خو د دې کتاب د لوستلو پر مهال مې و مونده چې: مینمالیزم یا کیسه ګۍ لیکلو په ۱۹۶۰ میلادي لسیزه کې د کیسه ایز ادب نړۍ ته لاره پیدا کړې، دا ژانر په پښتو ادب کې نوی دی او د ښاغلي جمالزي کتاب یې لومړۍ بېلګه ده چې پښتو ادب ته مخه کوي.
باید وویل شي چې مینیمال یا کیسه ګۍ په ادبیاتو کې د لنډې جملې په معنا دی، دغه راز جمله باید خلاصه وي، یو څه پېچلتیا و لري، فکر ته اړوېستونکې وي، ښکلې وي او باید په داسې طرز سره لیکل شوې وي چې نقطه یا ټکی و نه لري او داسې و ښيي چې جمله پای ته نه ده رسېدلې او د لوستونکي ذهن د جملې د دوام جوړولو ته اړ باسي. په دې مانا چې مخاطب باید خلاصه شوې برخه و مومي او اصلي پیغام ځینې را وباسي.
زه د همدې کتاب د کیسه ګیو یوازې دوې نمونې را اخلم او ستاسو قدرمن حضور ته یې وړاندې کوم:

فلسفي خبره
شېبه مخکې مې ورته کیسه کوله چې ډاکتر وویل: د فکر خرابۍ اصلي دلیل دې څه دی؟ ما ویل په کور پسې مې زړه تنګ شوی، اوس یې را ته ویل چې یوه فلسفي خبره خو راته وکړه ما ویل: یو وخت په قفس کې تنګ یو او یو وخت په قفس پسې…

قسمت
د کور زنګ ووهل شو، هغه یې لور واستوله او ورته و یې ویل چې ځواب ورکړه چې پلار مې په کور نشته، لور یې دروازه پرانیستله او هماغه خبره یې ورته وکړه، سړی روان شو او ویل یې: بس نو قسمت به یې نه وو…

جالب ټکي
د دې کتاب په هکله تر ټولو غوره ټکی دا دی چې یو نوی ابتکار ګڼل کېږي او د داسې نوښتګر لیکوال په وسیله لیکل شوی چې د ښو کیسو لیکلو په برخه کې روښانه ماضي لري او د پښتو ادب ته یې د لومړي ځل لپاره د خپل ابتکار او نوښت یوه بله بېلګه وړاندې کړې ده.
بل په زړه پورې ټکی دا دی چې د دې کتاب د عنوانونو په لیکبڼه کې د عنوان سره یو ځای د شمېرې لیکل هم یو نوښت دی او د کتاب په پای کې لوستونکي ته ښيي چې په کتاب کې څومره کیسه ګۍ را ټولې شوې دي.

د پاملرنې وړ ټکي
یو د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې د دې کتاب په یوه سریزه کې چې ښاغلي وفا سمندر کښلې ده ښکاري چې د دې کتاب کیسه ګۍ یوازې شمېره لري او عنوانونه یې نشته خو ما چې کتاب و لید له یوې کیسه ګۍ پرته نورې ټولې عنوانونه لري چې دا خبره د ښاغلي سمندر په سریزه کې بېرته واضح شوې نه ده او نوموړي شاید دا خبره د کتاب د چاپ څخه ډېره د مخه کړې وي؟
بل دا چې کله د کیسه ګۍ عنوان لیکل شوی نو د عنوانونو مخې ته دوه ټکي اېښودل شوي چې د عنوان مخې د دوو ټکو اېښودل په اوسینو پښتو لیکبڼو کې رواج نه لري. ځکه چې هره کیسه ګۍ یو مستقل عنوان دی او په ځینو پخوانیو پښتو لیکبڼو کې یوازې د فرعي عنوانونو مخې د دوو ټکو اېښودل رواج وو.
وړاندیز
درنو لوستونکو ته مې وړاندیز دا دی چې د کیسه ګۍ اثر پیدا او ولولی نو هرو مرو ته به تاسو نوي ټکي او د نوښت په تول برابرې ښکلاوې پکې و مومی او ستاسو له علمي او کلتوري پانګې د ډېرولو سره به مرسته وکړي. یو ځل بیا دې درانه جمالزي صاحب ته ددې اثر چاپ مبارک وي.