کور / نثر / ادبيات دڅه لپاره ؟

ادبيات دڅه لپاره ؟

زه ديو پلار په توګه تل کوښښ کوم چي دخپلو اولادونو سره يوځاي وخت تېر کړم او تر ډېره بريده چي په غيررسمي وختونو کښي کله يو خواته ځم، هغوی راسره وي. که يووخت دتلوېزون دليدلو فرصت راته برابر شي، هم يې په ګډه سره ګورو ددې ټولو څخه مي هدف داوي چې:
1. ځان ددوي ملګري ثابت کړم چي ترخپله وسه پوري هغوی دخرابو ملګرو دناستي او ولاړي څخه وژوغورم.
2. هغه دوستان او ملګري چي زه ورسره ناسته ولاړه لرم يا هغه ځايونو ته چي زه دتفريح او بحث لپاره ورځم، هغه دالله په امر سره دښو خلګو کوربه وي، نو زه او دواړه زامن مي کوښښ کوو چي هلته دهغو څخه تر خپله توانه او استعداده يو څه ځني زده کړو.
3. کله چي په ګډه تلويزون ګورو، کوښښ مي داوي چي هغه پروګرامونو (سريالونه) چي دګټو پر ځاي يې تاوان ډېر وي، هغه ونه ګورو او دهغو پر ځاي مي کورنۍ او اولادونه دغسي پروګرامونه وګوري چي يو مسلمان افغان دبل ورور دمعلوماتوزياتولو او ټولنيزي اصلاح لپاره خواري په کښلې وي.
4. داولادونو دملګرتيا يوه ګټه ماته همدا وي چي کله هغوی راسره مله يا ناست وي نو ديو پلار په توګه زه هم دخپلو کړنو او خبرو سره احتياط کوم تر څو هغوی زما څخه داسي څه زده نکړي چي ماشومانو ته يې زده کړه نه ښايې.
خو!!!
تيري دوې اونۍ په دي خپل مهال ويش کښي دستونزو سره مخامخ شويم، او په څو مواردو کښي خپلو اولادونو ته بې جوابه شوي يم.
لومړى) کله چي مي لس ورځي وړاندي اولادونو ته دښونځی لباس اخستئ، تر بيخي ډېر ګرځېدولو وروسته په يو ډېر معمره او باسواده دکاندار پيښ شوم او داړوند لباس اندازه او قيمت موسره خلاص کړ، خو دکاندار تر يو خبري پوري ديموکراسي ته اشاره وکړه چي فلاني ويل چي ديموکراسي معني ته ما… کوه، زه به تا… کوم. ددې خبري په اورېدلو سره مي مشر زوي ژر ماته وکتل او کشر مي په خندا شو خو زما سر له شرمه کښته شو او ددکان څخه راوان شوم.
دوهم) داچې دپوهنتون مي ناوخته شوي وو،نور کورته نه شواي راتلاي، اولادونه مي پوهنتون ته راسره بوتله، هغوی مي دپوهنتون په چمن کښي کښېنول او يوڅه دخوراک شيان مي ديو څو لارښونو سره ورته وسپارل . زه صنف ته ولاړم او ٥٠ دقيقي وروسته ورته راغلم. ګورم چي ځاي يې بدل کړيدئ او بل ځاي ناست دي. پوښتنه مي ځني وکړه چي ولي؟ مشر زوي مي راته وويل چي هلته څو ځوانانو (چي دهمدې پوهنتون محصلين دي) يوبل ته او دپوهنتون ښونکو ته ډېر بد ښکنځل کول نو مو داښه وبلل چي له هغه ځاي ولاړ شو او بل ځاي کښېنو.

درېيم) دثور پر ٢٠مه مي دانارګل په دوديزه مشاعره کښي دگډون کارت داخستلو لپاره يوڅو دوستانو ته خواست وکئ ، په ترلاسه کولو يې بريالى شوم اودکندهار راډيو تلويزون انګړ ته مي ځان ورسوئ . هلته ډېر درانه استادان، ليکوالان، شاعران، اديبان، درسنيو ملګري او دشعر مينه وال راغلي ول او دمشاعري ځاي (دکندهار راډيو تلويزون انګړ) هم دمشاعري خوند ور ډېر کړي وو. خبر شوم چي مشاعره په ژوندۍ بڼه دکندهار ملي راډيو تلويزون څخه خپريږي نو مي ژر کور ته تليفون وکړئ او زامنو ته مي وويل چي که بريښنا وي نو تلويزون له لاري دانارګل مشاعره ننداره کړئ او کنه، نو بیا کولاي شي دراډيو له لاري ئې واورئ ځکه چي پسله ډېره وخت ځيني درانه استادان او پوهان راغلي ول تر څو دهغو دعلمي او ادبي ملغرو څخه زما بچيان هم مستفيد شي. مشاعره دکندهار دوالي صاحب، استاد رفيع او لېوال صاحب دسياسي او علمي خبرو څخه وروسته پيل شوه . ليوال صاحب هغه کس دئ چي زه يې تل ليکني لولم او هغه ټکي ځني ياداښتوم چي زما او زما دټولني په ګټه اوماته د مطرح ارزښتونوسره په ټکر کي نه وي. ځوانان او مشران شاعران راتلل خپل اشعار يې ويل چي په دي منځ کي يواري پر يوه تجربه کار ليکوال، شاعر.. او د يو ځوان خو دپياوړي قلم خاوند ښاغلي يار باندي دشعر ويلو لپاره ږغ وشو، هغه په خپله معنوي انرژي ددريځ مخي ته راغلى او دخپلو ځينو روغتيايې ستونزو تر يادوني وروسته يې په شعر ويلو پيل وکړ. دشعر په جريان کښي يې شعر دده په وينا خپلو کشرانو او مشرانو وراره ګانو ته ډالۍ کړ. ديار صاحب شعر چي پر شيخ او شرابوورګرځېدئ خو يو دم يې داستنجا کلمې هم ورسره يوځای کړې او په جګه غاړه يې دنرو او ښځو په منځ کي او تلويزون او راډيو له لاري خپل شعري خو غيري اخلاقي پيغام تر ټول کندهاره ورسوئ او دځينو افراطيانو لخوا په چکچکو هم بدرګه شو. کوم څه چي ده په هسکه غاړه او خلاصو سترګو ويل (شيخ په شرابو استنجا وهئ که شيخه په شرابو استنجا وواهه) ما او زما ملګرو په ټيټو سترګو اورېدل او دخپلو اولادونو تر څنګ مي ټول هغه کسان راياد شول چي دښاغلي دې عالمانه؟ وينا ته به يې غوږ نيولي وو او دځان سره مي فکر وکړئ چي رشتيا هم علم بې عمله، ګمراهي ده او افراطيان يوازي توپک لرونکي نه وي بلکه په ژبه او قلم سره هم يوڅوک کولاي شي دخلګو فکرونه او ذهنونه باطلي او نيمګړي لاري ته رهبري کړي. په مشاعره کي ځينو نورو هم ورڼو هم دخپلو فکرونو انځور دشعر په شکل وړاندي کړ چي يو دانه يې بل هم دغسي وو خو هغه کس يار صاحب ته ډېر ځوان وو او کيداي شي په راتلونکي کښي (دغه دغه) اصلاح او پر ځاي يې وکاروي. تر څو شعرونو اوريدلو وروسته او ترډوډۍ خوړلو مخکي کور ته راغلم اولادونه مي استراحت کاوه ، سهار پر چاي مي دکورنۍ غړو دمشاعرې په اړه پوښتني کولي چي زوي مي ديار صاحب او ديوبل شاعر دشعر پوښتنه وکړه. دټولو خبري مي واورېدې خو جواب يې راسره نه وو ځکه چي وايي چي دشعر معنى دشاعر سره وي خو زه په دي پښيمانه وم چي ولي مي هغوی ته عليحده ټليفون وکړ چي مشاعره واوري.

په هر صورت دپرون مشاعري ديو څه وخت لپاره خپل درنښت له لاسه ورکړ او خلګو دنورو غير اخلاقي او بې ګټي ويناوي او د اسلامي او افغاني ارزښتنو مخالف اشعار هم واورېدل چي عيني دغه کار ځيني غير افغاني رسنۍ په خپلو ورځنيو ډرامو او ځينو پروګرامونو کښي ترسره کوي.
الله دي موږ ته هدايت وکړي او زموږ باطن دي راروغ کړي تر څو په مټ يې دې ناروغي ټولني ته پر ځاي درمل تهيه کړو.