هر څومره چي د پښتون ملت د شجرې او ان د قیس عبدالرشيد د شتوالي په اړه شک او تردید وسي بيا هم ټول پښتانه شجره لیکونکي هغه ته رجوع کوی او په همدغو شجرو باندي د قامونو د وېش اتکا لري.
د قيس عبدالرشيد د څلورو زامنو سړبن، غرغښت، بيټني او کرلاڼ بابا څخه د پښتنو څلور څانګي پيداسوې، چي تر اوسه هم د دوی په نومو یاديږي. پښتني قامونه له همدغه څلورو پلرونو له زوزات څخه منخ ته راغلي او هر يو يې د نږدې نيکه په نامه ياديږي. دغه قامونه تر زیاتي اندازې له يو بل نه بېل دي ( هر یو ځانته خاصه ساحه لري ) او هر قام خپلي محلي لوبي او ځانګړي ادبیات لري خو ددې سره سره يې سپورټونه او نڅاوي هم فرق کوي.
د یادو قامونو مسابقې په تېره بيا په و دونو کي ښې معمولي دي. د واده والا يو اوښ تهيه کوي، چي ښايي په منډه ونيول سي. شل يا دېرش په آسونو سپاره کسان په ښه هوار ميدان کي تر لسو يا دوولسو ميلو ورپسي ځغلي. داسي هم په پښتنو کي شخصي مسابقې ښې دود دي، خو په لويديځ پښتنو کي د اتڼ يا غومبر نڅا په ډيري خوښۍ سره تر سره کيږي.
په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس کي د اتڼ په اړه داسي راغلي دي: د پښتنو ډله ييزه ولسي نڅا- پښتانه د قهرمانۍ، بهادرۍ، بري، يووالي او ځينو نورو داسي برياليتوبونو په نتيجه کي ډله ييزي مستۍ، خوشالۍ او نمانځني ته اتڼ وايي. اتڼ په تاريخي لحاظ د پښتون ټبر د يوه پاخه ملي کلتور ښکارندوی دی. اتڼ عموماً د ډولونو، غورځيو او ملي سندرو په وسيله سره د يوې مخصوصي او منظمي نڅا په ترڅ کي د ځوانانو او سپين ږيرو له خوا د ‘’ مير ‘’ تر لارښودني لاندي اجرا کوي.
دوی له لسو څخه تر شلو پوري ښځي يا نارينه يوه کړۍ يا دايره جوړه کړي، او دغه دايره په دوبي کي د خپلو خېمو د وړاندي او په ژمي کي د اور شاوخوا ته جوړوي. يو نفر د حلقې په منځ کي بدلي يا د اتڼ خاصي نارې وايي او ورسره د ساز خاصه اله هم وهي. نڅا کوونکي يو شمېر خاص حرکتونه اجراکوي، نارې وهي، لاسونه پړقوي او ګوتي کښته پورته کوي. کله کله دوی لاسونه هم سره کوي او د ساز په قرار په ورو يا چټکۍ سره خوځيږي او ټول په ګډه او يو اواز سره نارې وهي. د الفنسټن په قول د پښتني اتڼ آهنګ ډېر ساده او د سکاټ لينډيانو آهنګ ته ورته دی.
اتڼ يوه لوبه ده چي پښتانه يې د خوښۍ او برياليتوب پر مهال اجرا کوي خو د ايشلي حيثيت نه لري، بلکي د قبايلي ذهنيت، د دلاورۍ، او کلتوري تمثيل په نوم يې ټوله پېژني او په ټولو سيمو کي په يوه شکل او بل شکل رواج لري، حتی په زياتره قبايلي سيمو کي يې روحيه او ترتيب مشترک دی.
اتڼ هم نارينه کوي او هم ښځي خو د نارينه او ښځو اتڼ سره بېل دی. اتڼ ډېر ډولونه لري د ښاغلي محمد ولي ځلمي په قول چي مشهور يې دادي: کرار اتڼ، يو بغله اتڼ، درست اتڼ، د ايشلی اتڼ، د ناستي اتڼ، د پروتي اتڼ، د پروتي دوه بغله اتڼ، چپه او راسته اتڼ، پټ اتڼ. که ډول وي ډولچي په منځ کي دروي يا په دايره کي ورسره ګډ وي او ډول وهي، کرار اتڼ شروع وي او اتڼچيان لومړی ارام او په منظم ډول د اتڼ د دايرې راسته خواته ټول په يوه سلا حرکت کوي او په عين حرکت کي يواري ټول درې قدمه پر مخ ځي بيا درې قدمه بيرته شاته ځي او د اتڼ د دايرې هره خوا په خپل وار سره ناره کوي.
د مثال په توګه:
کلاته چي پر سر دي پالېزونه ««« د نورو پالېز لاښ سو، د چټي پالېز اوس وهي ګلونه
اتڼ دي د سپېروان نجوني کوينه ««« خوارک يې سپين کشمش دي ، سهار يې د غونډۍ شمال وهينه
اتڼ مي د بوري نجوني کوينه ««« پر ملا کږه وږه سي، شهباز يې د نامه غوټۍ وهينه
د اتڼ ډولونه:
1. يو بغله اتڼ: په عيني ګرځېدو کي ټول په يوه سلا يو بغل د دايرې و منځ ته ګرځوي او بيرته سميږي، پښه د مځکي وهي او د پښو وهلو سره سم خپل لاسونه هم و پړقوي.
2. درست اتڼ: عام اتڼ دی.
3. د ايشلي اتڼ: ټول حرکتونه يې يو بغله اتڼ ته ورته دي خو ژر ژر خپل بغلونه و دايرې ته را ګرځوي.
4. د ناستي اتڼ: په عيني ګرځېدو کي ټول په يوه وار سره کښيني او بيا ناره واړوي.
5. د پروتي اتڼ: ټول د اتڼ کولو په وخت کي په يو وار سره پر يوه بغل پريوزي او په چټکۍ سره بيرته ولاړ سي او ګرځي.
6. د پروتي يو بغله او دوه بغله اتڼ: يعني ټول په يوار سره پر راسته بغل او بيا پر چپه بغل پريوزي او په منظم ډول بيرته ولاړ سي.
7. د پړمخي اتڼ: يعني ټول د ولاړي څخه پر يوه بغل او پر بل بغل او بيا پړ مخي پريوزي او بيا چټک ولاړ سي.
8. چپه او راسته اتڼ ( ګډ اتڼ ): دايره نه سره پرېکوي خو دوه پوړه کوي يې، يوه دايره راسته خواته او بله دايره چپه خواته په مخصوصو حرکتو سره ګرځي او چي ستړي کيږي يو يو وزي يعني ټول په يوار سره نه ځي.
9. پټ اتڼ: دا اتڼ د شپې کيږي او په دايره کي ټول لاسونه سره نيسي او لاسونه نه سره ايله کوي خو کله کله د دايرې په منځ کي اور هم بلوي.
10. د ښځو او نارينه و اتڼ: په لومړي سر کي توپير نه سره لري خو په دوه ډوله اجرا کيږي: کرار اتڼ او ګډ اتڼ. په اتڼ کي هره يوه د اتڼ دريه وهي او هم د اتڼ نارې کوي خو د اتڼ ناره زياتره وخت يوه پخه ښځه کوي او بيا نوري ښځي په يوه سلا اوازونه ور سره پورته کوي او مسرۍ ورسره وايي. ښځي د نارينه و د اتڼ مخالف د اتڼ په نارو کي لنډي او مخصوص کسر ورسره وايي او په کسر کي د خپلو تورياليو مېړنو ستاينه کوي لکه:
مسته صاحب خانه غازي ««« مړ مه سې او خانه، تازه اوسې
د نارينه و د اتڼ پر نارو علاوه ښځي ځانته نوري نارې هم لري، ښځي لومړی کرار کرار اتڼ شروع کوي بيا وروسته پر جوش راځي او ناره اړوي او ګډ اتڼ شروع کړي.
11. برګ اتڼ: د پښتنو په ځينو قبيلو کي برګ اتڼ کيږي او دا اتڼ باالعموم خپلوان او تېروني دوستان سره کوي، د اتڼ په دايره کي يو نر او يوه ښځه سره دريږي خو کله کله لاسونه هم سره نيسي.