د لوی څښتن په نامه
نيدرلند ته د ښاغلي حامد کرزي د راتګ په اړه
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون
د 2008 م کال د جون مياشتې له 8 نېټې تر 11 نېټې پورې، د افغانستان ټولواک ښاغلی حامد کرزي نيدرلند ته رسمي سفر کړی ؤ او د نيدرلند له لوړپوړو چارواکو او د نيدرلند له ملکې بياترېکس سره يې رسمې ليدنې کتنې تر سره کړې. داسې ويل کېدل، چې ښاغلی حامد کرزی به په بهر کې له هالند-مېشتو افغانانو سره هم وګوري، خو له خواشيني سره باید ياده شي، چې د افغانستان ستميانو د افغانستان په ټولو چارو کې لکه چنګاښدانه رېښې ځغلولې دي او له افغانستان او افغانانو سره په هر ډول چې وي خپله کرکه څرګندوي، خپل مضريت تر سره کوي او د افغانستان غميزه تلپاتې کوي.
په نيدرلند کې د افغانستان کونسلګري هم د ستميانو په يو تبليغاتي او سازماني مرکز اوښتی دی، چې د افغانستان او پښتنو په اړه منحرف او درواغجن پروپاګند کوي، چې د حامد کرزي پټ راتګ او په پټه تګ د دغو مغرضو چارواکو کړو ته په نېغه ښودنه کوي. د افغانستان کونسلګري په نيدرلند کې په تنظيمي لومو کې ښکېل دی، چې نه د افغانستان استازيتوب کوي او نه هم د کرزي د دولت. دلته په نيدرلند کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارواکي د ملي جبهې وفادار غړي دي، د افغانستان او سولې دوښمنان دي او په لوی لاس پښتو، پښتانه او افغاني هويت تخريبوي او بهرنيو ته افغاني-ضد سپارښتونه کوي.
په نيدرلند کې د افغانستان کونسلګري د نيدرلند له پوليسو سره نېغې اړيکي لري او د افغانانو په اړه له کينې او ضرره ډک مالومات ورکوي او د افغانانو په حقوقي ستونځو کې له افغانانو نه دفاع نه کوي، مګر هڅه کوي چې افغانان په ستونځو کې ښکېل شي او يا په زور له هالنده واېستل شي. د کونسلګرۍ چارواکي په بډو اخيستلو اخته دي او د پيسو په بدل کې حتی بهرنيو وګړو باندې هم افغاني پاسپورتونه خرڅوي. په کونسلګري کې يې ګڼ شمېر چاپي رسمي پاڼې يوازې په فارسي جوړې کړې دي، چې له پښتو سره نېغه تربګني ده. دغه فارسي پاڼې چې لګښت به يې له 10 سېنټو ډېرې نه وي مګر د سلهاوو اېورو په بدل کې په افغانانو پلورل کېږي، چې افغاني رسمي پاڼې د نيدرلند د بهرنيو چارو د وزارت د رسمي پاڼو په پرتله څو ځله ګرانې دي او دا هم جوته نه ده چې دغه پيسې چېرې ځي او د چا جېب ته لوېږي.
په بهر کې د ديپلوماتيکو موسسو دنده ده چې د خپل هېواد کلتوري او ملي ورځې ولمانځي، چې د افغانستان له کلتور او تاريخه نور بهرني هېوادونه خبر کړي، چې دغه هېوادونه د يو او بل په کلتوري ارزښتونو خبر شي، خو په نيدرلند کې د افغانستان کونسلګري يوازې د جمعيت ګوند پېژني او د احمد شاه مسعود د مړينې ورځ، چې د جمعيت يادون او د مسعود د مړينې د ورځ لمانځل د دوی بنسټيزې هڅې دې، چې دغه پېښې د رباني- مسعود د واکمني ناورين ته ښودنه کوي او په هېوادپالو افغانانو کې زاړه غمونه تازه کوي او د خلکو په پرهارونو لکه د مالګې شنل ګڼل کېږي او افغانانو ته روحي او رواني تکليفونه پيدا کوي.
په نيدرلند کې د افغانستان په کونسلګري کې د پښتوويل خو د زغم وړ نه دی، مګر پښتو ليکل بيا کفر ګڼل کېږي، چې ډېر خلک په وار وار د خپلو ستونځو د حلولو لپاره کونسلګرۍ ته ځي، ځکه چې د هغوی پښتو غوښتليکونه نه منل کېږي او چې په فارسي ليکل شوی غوښتنليک يې ومنل شي، نو د فارسي په املا او انشا بيا ځورول کېږي، پرته له دې اړ دی چې د کونسلګرۍ چارواکي ته په سلهاوو اېورو ورکړي، چې عريضه په فارسي ورته وليکي او يا هم پاڼه ورته ډکه کړي، نو درنو هېوادوالو د افغانستان کونسلګري په نيدرلند کې کومه ديپلوماتيکه مرجعه نه بلکې د سوداګري يو مرکز دی.
په نيدرلند کې د افغانستان د کونسلګرۍ چارواکي له پښتو او پښتنو سره کرکه لري او موږ هم له دوی سره کرکه لرو، ځکه چې زموږ هويت او ژبه تخريبوي. له ښاغلي حامد کرزي سره د ليدلو په برخه کې هم د کونسلګرۍ ستميانو هڅه وکړه چې د افغانستان ريښتيني وګړي، پېژندل شوي اشخاص او په تېره بيا پښتانه له ښاغلي حامد کرزي سره ونه ګوري، خو دغه ليدنـــــې ته يې يــــــو شمېر غوړه مالان او د کونسلګرۍ اجنټان ورغوښتي ول، چې د قونسل او سفير ستاينه ورته وکړي او ستميان په دې وتوانېدل چې د دې مخنيوی وکړي، چې ښاغلی حامد کرزی د دوی له افغاني ضد کړنو او له افغانانو سره د دوی د ملي ضد چلند څخه خبر شي او په نيددرلند کې د افغانانو د ستونځو په اړه مالومات تر لاسه نه کړي.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه وړانديز کوي، چې د افغانستان لوستي خلک او پېژندل شوي اشخاص د په نيدرلند کې د ستميانو د کونسلګرۍ د نا جايزو او افغاني ضد هلو ځلو په اړه غبرګون وښيي او په نيدرلند کې د افغانستان د کونسلګرۍ د چارواکو له کړو خپل هېوادوال خبر کړي، چې د افغانستان په ديپلوماتيکو موسسؤ کې نوښت رامنځ ته شي او د پښتو او پښتنو سره کرکې ته د پای ټکی کېښودل شي، چې په افغانانو کې زغم ، ورورولي او يووالی رامنځ ته شي او افغاني ټولنيز ژوند پياوړې شي.
په درنښت
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
11-06-2008
Na het bezoek van de president Karzai wordt een en ander geschreven over de Afghaanse consulaat in Nederland. Ik heb in de verschillende webartikelen gelezen dat sommige medewerkers echt anti Pashtuns zijn, en dat deze mensen zelfs Pashto en Pashtuns haten. Om toch geen vooroordeel te krijgen ben ik naar de officiële website van de ambassade gegaan, ik ben erg verbaasd over het feit dat de informatie alleen verstrekt wordt in het Dari of het Engels. Bij mij komt gelijk de vraag waarom ook niet in het Pashto? Wordt Pashto door het consulaat niet beschouwd als zijnde Afghaanse taal? of …
Misschien na het lezen van dit email denkt u dat ik gek ben. Nee, ik ben niet gek, ik ben een normale (geen racist) Afghaan. Ik verwacht van het consulaat geen discriminatie, maar krijg toch langzaam het gevoel dat iets niet klopt. Graag ontvang ik toelichting over het feit dat er geen informatie wordt verstrekt in het Pashto. Ik stuur tegelijk kopie van deze mail naar diverse Afghaanse websites zowel in Nederland als in het buitenland.
In verwachting op uw antwoord.
عزيزانو !
دا خو څه نوې خبره نه ده. تر هغو چي د امريکا د B52 الوتکو په زور راغلي کسان پر افغانستان حکومت کوي، د پښتو او پښتنو به دغه حال وي .
عجبه خبره خو داده، چي تاسي په خپله ليکنه کي د حامد کرزي يادونه کړي ده، هغه څوک چي پخپله د امريکايي لښکرو په مستقيمه مرسته، د کابل تر تاج او تخته ورسېد .
دا ډېره نامعقوله او بې ګټي خبره ده، چي څوک د حامد کرزي په شان مزدورو ګوډاګيانو ته د پښتو او پښتنو د ژغورني ګيله وکړي .
د هيواد په ګوټ ګوټ کي هره ورځ د امريکايي او ائتلافي لښکرو له خوا د پښتنو ښځي او نارينه، ځوانان، سپين ږيري او کوچنيان په ډېري بې رحمۍ سره په وينو لړل کيږي، ايا د حامد کرزي په څېر بې ضميرو او بې واکو مزدورانو يې مخه نيولې ده ؟!
د افغانستان د لاس پوڅي ادارې ټول پښتانه واکمنان يوزاي د خپلو ګټو او چوکييو د ساتني په لټه کي دي . هغوي ته پښتو ژبه، پښتني فرهنګ او پخپله پښتانه د يوې ټنګې ارزښت نه لري .
حامد کرزي خو حتا د پښتنې مور شيدې هم نه دي رودلي .
ګرانو انډيوالانو !
د پښتو او پښتنو د روا حقوقو او ازادييو د خوندي کولو له پاره په خپله د سرښندي او قربانۍ ډګر ته را وړاندي سئ .
ستميان او د پردو ډول ډول نوکران ټول په ګډه د پښتو او پښتنو د له منځه وړلو تکل لري .
په دې ښه پوه سئ !
يا يووالی، ټينګ هوډ او قرباني
یا مرګ او نابودي
انتخاب په تاسو پوري اړه لري .
هـ خ