داخاطره ماډېره پخوا په پاڼه ليکلې وه،خو اوس یې غواړم چې ستاسو قدرمنولوستونکو حضورته يې په درناوي سره وړاندي کړم.
اصلي خبره داسي وه چې: ديوې موهيمي(مهمي) موضوع په هکله چې زما ژوندته دخطرخبره وه،له ډېره ليري ولايت څخه په هغولارو چې داسلام ټېکه دارانوله خطرونو ډکې کړې وې په پښو، موټر،اليکوپتر اوطياره کي ايله په ايله په شلوورځوکې له ډېرو ټېلو،ټمبو اوستونزو سره کابل ته را ورسېدم . چې دکورنيوچارو وزارت ديوريس صاحب سره ووينم .
خپله هغه خبره ورته وکړم چي زما ژونديې په مرګ تهديداوو،داځکه ماتر بل هرچاهغه ريس صيب (صاحب) مناسب سړ ی وباله چې ليدل يې راته څه اسانه ښکارېدل، وزيرته هم نيږ دې اوباقدرته سړی وو. اوهمدارنګه يوځل چي ماچيري ليدلی وو،ښه وګړ نيز برخورده سړی راته ښکاره شوی وو .
زه دڅارندوی دټيټي رتبې ماشيني افسروم، ترکومه ځايه چې زه پوهېږم زما اودهغه ريس صاب (صاحب) به نيږدې سره همزولي وو، دزده کړې درجه به مو هم سره يوشاني غوندي وه ،خو په وړکتوب کې دجومات دديني اواسلامي زده کړو پرتله ماته نه مالو مېده، خوله کړووړويې داسي مالومېدل چي زما پله به پرې درنه وي .
يوخبره وه ! هغه داچي دی ترما په چلوول کې آباد وو، په سياست پوه(ددسيسواودرواغو) متخصص وو اوډېري داسي نورې خبري وې چي دی ورته جوړوو، خو ماته يې پوهېدل ګران وو،نوهمدغه موبېلوالی ووچي دی . . . .اوزه . . . .
زه چي کابل ته راورسېدم نو په څارندويي دريشي کي هم نه شوای کرزېدلای ځکه رخصتي مي په لاره پوره شوي وه، اوپه شخصي(ملي) کالوکي هم دجلب او احضار د ګروپونو له وېري څخه چي دښار په هر قدم کي به ولاړوو نه شوای ګرزېدلای، ځکه رخصتي مي پوره شوي وه.
دغو دتلاشي ګروپونو په عامو او غريبو خلکوژوند سوراور ګرزولی وو، دتنکيوزلميانو دعمردمالومولولپاره يې لينګي اوورنونه ور کتل،دادسن سنجي نوي،اسانه،ارزانه اوچټکه اختراع وه چې کړې يې وه ،مګرمتأسفانه له دې اختراع څخه نوري نړۍ استفاده ونه کړه چي دسن اوعمر دمالو مېدلو (معلومېدلو) ډېره ښه لاره اوطريقه وه.
راځم خپلي اصلي خبري ته ،هغه داچې : هرسهار به مي وختي دښاري سرويس دشا په دروازه پوري ځان وځړاوو اود رسمياتو وخت ته به دوزارت دتلاشي دروازې ته رسېدم .
وزارت ډېري دروازې در لودې،چې يوه دروازه دوزيروه،بله دروازه دلويو ريسانو،دريمه دروازه دوړوريسانو اوعمومي مديرانووه چي په خپلو حکومتي والګاوواوجيپانو موټرو کي به داخل ته ننوتل .
څلورمه دروازه دټول پرسونل(اداري کارکونکو) له پاره وه چي هر سهاربه په اتو بجو پيره دار دالويه دروازه خلا صوله اوهرڅوک به دخپلو شعبو په لورلکه غلامان ځـغستل .
دپرسونل ددروازې خواته يوه وړه کوټه وه چې ددغي کوټې مخته به مراجعين ډله ډله غونځېدل اوقطاربه يې جوړاوو، ترڅوپه نوبت سره په هغه کوچني وره يویونفر ورننوزي اوتلاشي ورکړي .
په دغه کوټه کې څلورتنګي اوسپنيزي لاري جوړي شوي وې اوددغو لارو په اخيرکې به يويو نفرولاړ وو،خلک به يې تلاشي کول،دهويت کارتونه،تذکرې سګر يټ، اورلګيد، دنصوار و ډبلي،طبی دواګاني،دسنتوبياطي،نوک نيونکي،چاړوګۍاو داسي نورشيان به يې ځني اخستل، کله چې به بېرته وتل خپل شيان به يې نيم اونيمګړي ترلاسه کول اوتلل به .
زه به هم هره ورځ لکه چې وموويل دلته راتلم اوپه دغه لين کي به درېدم تلاشي به مي ورکوله اودريس صاب په انتظارخانه کې به ترمازديګره کېناستم ،بيا به نومازديګر بېرته تلم خودريس صاب ليدنه دآسمان ختل وو،ريس صاب ښه ښکلي اومهم ملاقاتونه درلودل .
يوه شپه ډېر نارام وم، خوب نه راته، دريس صاب په حضورد مشرفېدلوډول ډول لارې مي سنجولې،کله به مي فکروکړ چې کومه واسطه ورته پيدا کړم ،دانظر به مي ردکړچي زه بايد څوورځي دواسطې په دربار کي هم تېري کړم،څو ځله مې تليفون ورته کړی وو،خو تليفون به اول سکرټر اخيست، هغه به راته ويل ريس صاب مصروف دی اويابه يې ويل ريس صاب په اوپراتيفي جلسه کي دی،نوله ځان سره مي پرېکړه وکړه چې سبا به دتلا شي دقطارپه اول سرکې درېږم ترڅو ريس صاب دفترته دراتلوپه وخت کي ووينم، نومي دلاس دګړۍ(ساعت) ستنه پنځه دقيقې مخکې کړه چې راباندي ناوخته نه شي .
سباسهارښه وختي پاڅېدلم او دښاري سرويس تم ځای ته مي ځان ورساوو،ملي بس راغی ودرېده خودروازې يې نه خلاصېدې ځکه ډېر ډک وو اوپايدان کشال يې څوک نه پرېښودل، څو شېبې وروسته يوشخصي چې ورته ميني بس يې ويل که څه هم هيڅ ځای پکې نه وو، مګرپه منډه مي لاس ور واچاوو کلېنر مي لاس ونيواوپايدان کشال شوم ،په منډه منډه مي دوزارت دتلاشي دروازې ته ځان ورساوو،يواوبل مي په وږو ټېل وهل او په قطار کې اول نفر ودرېدم، دپرسونال دروازه خلاصه شوه اداري افسران اومامورين ننوتل،مراجعين يې ښه وځنډول ، ويل يې چي مامورين دوترو(دفتر و)ته ورسېږي، نيم ساعت وروسته یې کوچنۍ دروازه خلاصه کړه او ور ترپ مي کړل، په اوله اوسپنيـزه لاره ساه درېدلی پلټونکي ته ودرېدم ، وزرونه مي ورته خلاص کړل، ټول ځان يې ښه کلک کلک راته چاپي کړ، جيبونه يې راته خالي کړل،بوټونه يې راباندي وایستل،کله چي مي بوټونه پښوکول، نويي راته وويل: ساعت دي څو بجې دی؟
سمدستي يې زمالاس ورکش کړاوساعت يې وليدچي پنځه دقيقې تروخت دمخه دی ، نویې راته وويل : ولاړ شه ساعت دي چيري کېږده بيا راشه!عذرا وزارۍ مي ورته وکړې،ورته ومي ويل : وروره زه هره ورځ له دغې ګړۍ سره راځم جوړه تياره ګړۍ ده هيڅ کومه غلطي نه لري ، دا پنځه دقيقې مابدبخته پخپله مخکي کړې ده. دا ډېر ښه ساعت دی، دادوه کاله راسره دی يوه ثانيه هم ټيم نه غلطوي . ځان مي ورمعرفي کړ، وروره کارت هويت مي وګوره!دوزارت د څو افسرانونومونه مې ورته واخيستل، هغوی ما پېژني، تليفون ورته وکړه! زما په هکله پو ښتنه ځني وکړه! همصنفیان مي دي حتا يوجنرال خومي لاشاګرد هم د ی .
چاته وایې؟ زماټينګارهيڅ ګټه ونه کړه،بلکه په داټولو خبرو برسيره يې په ټټرکي ټيل وهلم،آن تردې چي نوره خبره بيخي خرابېده،دې سپين سترګي یوه خبره راته کوله، هغه داوه :(ولاړ شه سات(ساعت) دي چيري کېږده بيا راشه!) دنورو دریو قطارو خلکو برګ برګ راته کتل، ماهم يوې اوبلي خواته رډ رډ کتل،په زړه کې مي ويل:ګوندي کوم پېژندوی مي راپيدا شي او ورته ووايي چي پرې يېږده! موږ يې پېژنو، خوڅوک را پيدا نه شول اوناهيلی شوم .
په مړو بندو دتلاشي له کوټې راووتم . څودقيقې هاخوا دېخوا وګرزېدم ساعت مي په ټېم برابر کړ نوبيا دتلاشي په کوټه ورننوتم او اخيري قطارکي مي ځان وربرابرکړ،خدای خدای مي ياداوه چې دهغه اولي ښکاري رافکرنه شي، دسترګو ترکونجومي ورته کتل،زمانوبت راورسېد، سړي تلاشي کړم په اخير کي دهغه ښکاري رافکرشوغږ يې پرې وکړ،«صبروکه!ددغه سړي ساعت بې ټيمه دی مه يې پرېږده!» داغږ نه وود سورشپيلۍ وه،د اغږ نه وودبلاغږوو،زړه مي له پښوولوېده، هغه وو چي بيايې په ستوغوسپورواو ټيله دتلا شي له کوټې څخه و ايستلم .
هلته نيږدې يوسماوار وو هلته ته ورغلم ،له سلام اوروغبړ څخه وروسته مي ورته په کږه غاړه وويل :( برادر! اي سات خو بريم نګاه کو). هغه راته وويل (ديګه کارنه کنم ساتاي مردومه نګاه کنم،ني برادرببخشين .)
هلته وړاندي يوه عکسخانه وه هغه ته مي يوړ هغه هم په ترشه ټنډه جواب راکړ، له عکس خانې څخه راووتلم، هلته وړاندي يو سګريټ خرڅونکي ته ورغلم هغه ته مي هم وويل چي ساعت مي راته وساتي خوعين جواب يې راکړ، نومي ورته وويل :
برادر ساعته بيګي! از توباشه ! من پس ازپيشت نميګرم!مفت از توباشه! بسيار خوب ساعت اس، سيکو پنج اس،يک ثانيه پس و پيش نميشه! ….هغه راته وويل ( آزارم نده نميګيرم، برو برادر بري کسي دګه بده!)
هکه وپک پاتي شوم ، له ځانه سره مي وويل : ورځ خومې هسي هم تېره شوه. ګوندي وي چي هغه زما دوښمن ښکاري چيري تللی وي،نوبيا دتلاشي په کوټه ورننوتم که ګورم چي په رښتياهم هغه سړی نه وو ډېر خوشاله شوم خلک هم کم شوي وو ، بل نوي پلټونکي ته ورغلم،وزرونه مي ورته پرانستل،په ټول ځان يې ګوتې راته ووهلې،باالاخيره له تلاشي څخه په خير تېر شوم.
خو کله چي دتلاشي له کوټې څخه دوزارت انګړته ننوتلم زما دبدو عمل په مخه راغی بېر ته يې راوګرز ولم، وېل يې «دلته راشه! »دا غږ هم دټوپک دګولۍ څخه کم نه وه، سرمي راباندي وڅرخېد، په سترګومي توره تياره شوه، بېرته يې په کوټه ننويستم ، وېلې (ويل يې )ساعت دي څه کړ؟ په زړه کي مي وويل چي داسړی زما دوښمن دی؟ که زمادساعت دوښمن دی؟ اوکه زماقواره اپو زيسيون ته ورته ده؟ [زماساټ اوباټ خو نورپه رښتيا هم منصبدار ته نه پاته کېده ،همداسي نوروډېرو ډول ډول ناخوالومي قواره بيخي ګرزولي وه ، اوديوشمېر نااهلو، جاهلو، مغرورو،چاپلوسانو، او ددسيسودمتخصصينو اميرانو، ترخپلو بي عقلو لاسو لاندي معدونا ن له ژونده بېزاره کړي وو، زه هم يو دهغوی له معدونانوڅخه وم .]
نورنو ګيچ اوتلولی شوم سا عت مي له لاسه راخلاص کړ نو ورته پټه خوله ودرېدم، راته ويې ويې ويل : ( ماتاته ويلي(ويلې وو) سات دي مه راوړه!) بيامي غاړه ورته کږه کړه ورته ومي ويل : وروره! ته په خبره پوهېږې؟ دابم او ماين نه دی! تاسي چي دومره وېريږی اوپه خپلو افسرانو، مامور ینو اوکار کوونکو باندي بې باوره ياست او ځني ډاريږی نودقفس له ژوند څخه ځانونه په خير خلاص کړی!
نوساعت مي دښي لاس په موټ کي ونيو لاس مي له سره ښه پورته کړ اوڅو مره زورچي مي درلودساعت مي په سمنټــي غولي وويشت اوټوټه ټوټه شو.
نويې کړنچ وهل اوراته ويې ويل :«ساعت دي ولي مات کړ؟»
ددې سوال جواب مي نه درلود، نورا نېغ شوم ورته ومي وويل : نرغوندي مي مات کړ،څه دپلارساعت خودي نه وو؟خپل ساعت مي وو،ښه مي وکړه چې مات مي کړ، ستايې څه؟
ده لکه تربيه شوي سپي غوندي دغپېدو په ځای کوله وايسته اوکړونچ يې وهل راته ويې ویل :
ټولي کړه!( دساعت ټوټې دي جمع کړه!)راځه !چي پلاني ريس صاب ته دي ورولم!
په دې خبره خوشاله شوم همدغه خبره ماپه آسمان غوښته خدای په مځکه راکړه! دټول قهر، غضب اوهيجان په سره اورمي يخي اوبه تويې شوې، نرم شوم،وغوړېدم!په سنتوکي ورته موسکی شوم او ورته ومي ويل : ښه ټولوم يې . ځکه زماکار له همهغه ريس صاب سره وو، له ځان سره مي په زړه کي وويل والله داکار په لسو ساعتو ارزي، ځکه دا يوه هفته کيږي چي سهار وزارت ته راځم اودريس صاب ددربارپه دروازه کي په نوبت کېنم بياترمازديګره پورې اومازديګر وچي شونډي، وږی تږی بېرته ځم،خو دريس صاب په حضوردخوار،بې واسطې نر(نارينه) مشرف کېدل څه اسانه کارهم نه وو،اوس ښه شوه، وايي : (دپښ کورچې اوسو هلته ښه شو،) دوعاده چې وايي: (شر راپيښ کړې خدايه! چې خېرمي پکې وي!) همداسي وشول . خوله بده مرغه رسميات ختم شوي وو .
ياره اندړ صاحب سلام دی تاسي ته !
باور وکړئ چې کمپيوټر ته يوازې ناست يم ، او ستاسو طنز ته پسله ډيرې مودې خاندم ، زموږ هره ورځ غم او خواشينې وي ، نن ستاسو قلم وخندولم .
خندان اوسئ