په هالنډ کي دافغانستان کونسلګرۍ ، ولسمشر کرزی ، افغاني کلتوري ټولنه او ملي تلويزيون تير ايستل
د افغانستان د ملي تلويزيون له خوا نن ماښام په خبري سرويس کي هالنډ ته د ولسمشر کرزي د رسمي سفر په دوهمه ورځ د نوموړي د رسمي ليدنو کتنو د خبر په ترڅ کي دا هم وويل چي ولسمشر حامدکرزي په هالنډ کي له يو شمېر افغانانو او د کلتوري کړيو له استازو سره ليده کاته وکړه ،ښايي ملي تلويزيون ته به په هالنډ کي د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ له خوا داسي خبر ليږل سوئ و، مګر حقيقت لږ بل ډول وو ،په دې اړه د لراوبر ويبپاڼي د عيني شاهدانو له خولې لاندي راپور چمتو کړئ :
هالنډ مېشتی افغان ډاکټر عبدالصبور عابد لراوبر ويبپاڼي ته وويل : کوم کسانو چي نن له ولسمشر حامدکرزي سره ليده کاته وکړه يو يې هم په هالنډ کي د مېشتو افغانانو استازی نه و ، بلکي زيات شمېر يې په هالنډ کي د افغانستان د جنرال کونسلګرۍ او جنرال کونسل سلطان محمد بنياد له خوا هلته ور بلل سوي وو تر څو د افغان کونسل له خدمتونو ستاينه وکړي او د کونسلګرۍ په نفع وږغيږي . عابد وايي په هالنډ د افغانستان کونسلګري هم لکه د افغانستان د نورو سياسي نمايندګيو غوندي د پښتو او پښتنو ضد عناصرو په محاصره کي ده ،دغه ډول کسان ددولت او ولس تر منځ په واټن رامنځته کولو کي رول لري چي دا د ژوري خواشينۍ ځای دئ .
په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني ريس ډاکټر سيد نصير احمد لراوبر ويبپاڼي ته وويل : ماته د افغان کونسلګرۍ له خوا لس ورځي مخکي زما د مرستيال پذريعه بلنه راکړه سوې وه تر څو د افغاني کلتوري ټولني استازي د ولسمشر سره د افغانانو د ليدني کتني په ناسته کي برخه واخلي ، موږ ددوی بلنه ومنله او د خپل مرستيال په لاس مو ددغو څلورو کسانو د ورتګ وړانديز وکړ ، ډاکټر سيد نصير احمد په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني مشر ، حسن شور د ملي موزيم پخوانی امر ، قومي مشر او سپين ږيری ښاغلی علي محمد مجبور ، انجنير ذکريا پوپل د افغانستان د چارو کارپوه .
ډاکټر سيد نصير وايي : عزيز الله چي د افغان کونسلګرۍ له خوا ځان هالنډ ته د ولسمشر د سفر دچارو مسول راپيژني ټينګار کاوه چي يوازي هغو خلکو ته د راتګ اجازه ورکوله کيږي څوک چي د افغان کونسلګرۍ د کارونو ستاينه کوي او يوازي هغو کسانو ته دخبرو کولو حق ورکول کېږي څوک چي يوازي په هالنډ کي د افغان کونسل په نفع خبري کوي ، کله چي موږ ورته وويل چي موږ به د جنرال کونسلګرۍ دکارونو ، په هالنډ کي د افغانانو د ستونزو او ددولت په ادارو او بهر کي په سياسي نماينده ګيو کي د اساسي قانون د شپاړسمي مادې يا دژبو د انډول نه ساتلو په اړه وږغيږو .
دوی که څه هم موږ ته ډاډ راکړ چي د غونډي تر جوړېدو څلور ساعته مخکي به احوال درکوو.خو په وروستۍ ورځ نن ۱۰ جون ۲۰۰۸ د غونډي جوړېدو څخه يو ساعت مخکي زموږ له خوا په ورسره نېول سوې اړيکه کي وويل چي بخښنه غواړو ، د ولسمشر کرزي سره د افغانانو د ليدني کتني پروګرام د ولسمشر دستړيا او ناروغۍ له امله پاته شو . اوس موږ او ولسمشر د هالنډ د ملکې بياتريکس په ماڼۍ کي يو ، وروسته به ولسمشر لږ آرام کوي او بيا به په لايډن پوهنتون کي کنفرانس ورکوي .
ډاکټر سيد نصير زياتوي زموږ د معلوماتو له مخي د غونډي لپاره د کونسلګرۍ د خوښي کسانو ته بلنه ورکول سوې وه او هر څه د پلان سره سم ترسره کېده ، کله چي زما مرستيال د افغان کونسل استازي عزيز الله ته وويل چي موږ به ستاسو ددې نامناسبي هڅي په اړه چي خپل ځيني غوړه مالان ولسمشر ته په هالنډ کي د افغانانو په استازو ور وپيژنئ ، خپل احتجاج افغان ولس او ولسمشر ته د مطبوعاتو له لاري ورسوو . عزيز الله وويل تاسي ماته پنځه دقيقې وخت راکړئ ، وروسته به درته ووايو چي تاسي هم راتلای شئ کنه .
پنځه دقيقې وروسته عزيز الله د ټيلفون پر ليکه وويل ددې لپاره چي ډيره کوچنۍ غونډه په پام کي نيول سوې ده ، د نورو کسانو له راتګ څخه معذرت غواړ، خو يوازي يې عبدالله احسان په نښه کړ چي که له نورو خبرو تيريږي او ولسمشر کرزي ته د په هالنډ کي د افغان جنرال کونسلګرۍ د کارونو د ستايني تر څنګ د کونسلګرۍ پر ځای د سفارت جوړېدو پر اړتيا ږغيږې ، او سفارت جوړېدو وړانديز ورته کوي راتلای شې ، کنه په دې ناسته کي د نورو خبرو لپاره وخت نسته . ډاکټر سيد نصير وايي چي په هالنډ کي د افغانستان د کونسلګرۍ کارکوونکو او جنرال کونسل دې ته ورته افغاني ملي ضد هڅي پخوا هم ترسره کړې ، دوی له پښتوژبي او پښتنو سره کرکه لري او غواړي په دې ډول د افغان دولت او ولس تر منځ واټن رامنځته کړي ، نوموړي لراوبر ويبپاڼي ته وويل چي دوی به د خپلي به په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني له خوا په رسمي ډول احتجاجي ليک خپور کړي .
دغونډي يوبرخه وال لراوبر ويبپاڼي د سترګو ليدلی حال داسي انځور کړ:
غونډه د ماپښين پر دوې بجې او شل دقيقې په ډيره بې نظمي شروع سوه ، افغان کونسل خپلو نژدې کسانو ته د ځان د ملاتړ لپاره بلنه ورکړې وه ، يوازي د يوسفزي په نوم يوه کس د ماشومانو په ګډون دخپلي کورنۍ له شاوخوا لسو تنو سره راغلی و ، شاوخوا شلو کسانو برخه اخستې وه ، ولسمشر حامدکرزي ته د ننګيالي بڅرکي ، شاکر واصفي او جاويد واصفي له خوا ښه راغلی وويل سو، ولسمشر هم د خلکو تر منځ پر يوه چوکۍ کښېناست ، لمړۍ خبري محمديوسف يوسفزي وکړې ، نوموړي ځان په هالنډ کي د افغانانو د استازي په توګه وپيژاند ، افغانستان د جنرال کونسل ښاغلي سلطان محمد بنياد د کارونو ستاينه يې وکړه او وړانديز يې وکړ چي اوسنی جنرال کونسل دي د افغانستان سفير او کونسلګرۍ دي په سفارت بدله کړه شي ، نوموړي خپل وړانديزونه په ليکلې توګه هم ولسمشر کرزي ته وسپارل .
وروسته ننګيالي بڅرکي وړانديز وکړ چي په کندهار ولايت کي دي يو سړک د هغه د مرحوم پلار محمد علم بڅرکي په نوم ياد کړه سي .
ولسمشر کرزي د هالنډ مېشتو افغانانو سره له ليدني کتني څخه خوښي څرګنده کړه ، په افغانستان کي د بياروغوني په اړه وږغېد او زياته يې کړه ، نوموړي وويل رواني نا امنۍ د بيا رغوني کارونه ستونزمن کړي دي .
عزيز الله لراوبر ويبپاڼي ته په ټيلفوني اړيکه کي وويل : که تاسو او نور افغانان هم وړانديزونه يا پوښتني لرئ نو کولای سئ چي د ښاغلي يوسفزي له لاري يې موږ ته او موږ به يې ولسمشر کرزي ته ورسوو .
که د جنرال کونسلګرۍ ويبپاڼه ګورئ،دا ځای کليک کړئ
لږڅه مخکي مي دلري اوبري پښتونخوا په نامتو پاڼه کي چي ديوه واقيعي فرهنګي شخصيت ښاغلي عبدالله احسان په زيار خپريږي ، يو خبر ولوست چي په هغه کي مي ددوښاغـلو ډاکټرانوعبدالصبورعابد صاحب او ډاکټرنصيراحمد تحليلونه ولوستل . خو داچي دوی څه ليکلي وه زه پردې نه غـواړم چي څه وليکم ؛ ولي هغه څه چي زما دسترګو ليدلی حال دی هغه په لاندي ډول سره بيانوم .
لومړی : داچي زه ولسمشرجلا لتماب کرزي ته دکوم چا په ځانګړي شناخت سره نه وم ورغـلی بلکي؛ زه خپله دټولنيزو ستونزو دهوارۍ په خاطر او دهغه ستونزو په خاطر چي دااوس زموږ هيواد او هيوادوال په نوموړو ستونزو کي کړيږي دهغوی ديادونو په خاطر مي يولړ نيوکي پر سترا تيژکو کړنلارو باندي درلوده. اودا مي يو منا سب ځای وګاڼه ؛ نومي غوښتنه وکړه چي دولس مشرسره وګورم (اوومي کتل ) . اودا دهرهيوادوال دنده بولم چي دخپل هيواد دستونزو اولاسته را وړونو څخه دفاع وکړي . ما په نوموړي مجلس کي دسفارت سره کومي اړيکي نه درلودې . اونه چا راته سپارښتنه کړې وه چي ته په دې شرط مجلس ته را تلای سې چي ته به دسفارت صفت کوې .
دوهم : په مجلس کي ډير شريف افغانان سره را ټول سوي وه . او بيله دې چي زه دا احساس کړم . چي نوموړې غونډه دي ديوه قوم يا يوې ژبي دخلکو دخوا جوړه سوې وي ، مجلس دافغانانو ګډ مجلس ؤ. اوبرسيره دهالينډ پر افغانانو دنورو ځايو لکه بلجيم ، جرمني اورومانيا دټولنو استازو هم برخه اخيستې وه .او په هالينډ کي ښاغلی شاهپورچي په اروپاه کي دافغانانو دسرتاسري کلتوري ټولنو په استازي يتوب راغلی ؤ . ښاغلی محمد سعيد يوسفزی دسياست دوکتوراونور دقدر وړ شخصيتونه سره را ټول سوي وه. ماداسي وفهمول چي نوموړی مجلس به درياست جمهورۍ له خوا تنظيم سوی وي .نه ده کونسل يا کونسلګرۍ له خو اپه هر صورت .
دريم : غونډه په لومړۍ ورځ ونه سوه برسيره پردې چي دډيرو ليروځايو څخه نماينده ګان را غلي وه . موږ ته داسي وويل سول چي ولس مشر کرزی ناروغه دی اوناوخته هم را ورسيدی .
څلورم : څه چي ماګوت نيوکي کړي دي يا مي ويلي دي ، په هغه کي دسفارت په باب هيڅ هم نه سته ، ما دغه خبري په کټ مټ توګه کړي دي؛چي د لته به يې زه تاسوته په لنډه توګه وليکم .
په لنډه توګه دافغانستان ستونزي عبارت دي له : وټيزو يا اقتصادي برتريو ( طبقاتي لوړوالی ) دهيروينواوتارياکو کښت ، قاچاق ، دتوپک سالارانو زور زياتي او خپل سري ، په دولتي مامورينو کي فساد او رشوت ، دغذايي موادو لوړوالی ، دکښته رتبه مامورينو او لوړ رتبه مامورينو دمعاش بې اندازې توپير او دناټو خپل سري اوبې رحمانه بمباردومانونه پرکليو اوکورنو باندي، ددې سبب سول چي ولس خوابدی سي . اوبيا مي هغه يادونه اومننه دجلا لتماب کرزي صاحب څخه وکړه چي زما دپلار مرحوم محمد علم بڅرکي دتسليت پيغام يې ماته دهيواد پالني په روحيه په رسمي توګه را سپارلی ؤ . اودمرحوم محمد علم بڅرکي دژوند هغه برخه مي وڅيړل چي دولس په خاطر ، دډيموکراسۍ په خاطر اود هيواد دبيا آبادولو په خاطر يې يا بندونه ګاللي وه يايې تر نظارت لاندي شپې تيري کړي وې اويا جبري ديوه ښاره څخه وبل ښارته په جبر ليږل سوی ؤ. او په اخير کي دمرحوم محمد علم بڅرکي او مر حوم استاز پوهانداعلامه حبيبي صا حب ته په يوه مکتوب کي لزومي تقاوت ورکړل سو . او همدغسي دمرحوم محمد علم بڅرکي داتياؤ نه دزياتوعلمي اوادبي کتابونو او اثارو؛ چي په پښتو انګليسي اواردو ژبو يې ليکلي وه يادونه وکړه. او دمرحوم يو کتاب چي څو عمر مخکي خپور سوی ؤ ، ( دښځو وتاريخ ته يوه کتنه ) هغه مي ورته ډالی کړ. او په پای کي مي دفرهنګيانو په غوښتنه او داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني اود مرحوم محمد علم بڅرکي دکورنۍ دخوا پشنهاد وکی چي ؛ په افغانستان کي دي دمرحوم محمد علم بڅرکي په نوم يوه علمي څانګه يا مؤسيسه يا يو ه جاده ونومول سي . په دې کار به دادب مينه وال او هيوادپال اود مرحوم کورنۍ به خوښ سي . او په غونډه کي په لسهاو کسانو برخه اخيستې وه چي په دې کي يو لړ ماشومان هم وه چي دښاغلي ولس مشر عکسونه يې دځانه سره لرل .
که ستونزي موجودي وې نو علتونه به يې په لاندي ډول وي .
لومړی :په هالينډ کي دټولنواو په هالينډ کي دميشتو افغانانو تر منځ نا هم اهنګي يا داړيکو نشته والی .
دوهم : سيميزه فکرونه اوپرسيميزواوژبنيو مسآئلو دټولنو جوړښتونه ددې سبب کيږي چي فا صيلې سره ليري سي . او په داسي وختونو کي بې نظمۍ جوړي سي ، نو زما له نظره تر هر څه مخکي با يد په هالينډ کي ميشت افغانان سره هم غاړي او په يوه نظر سي . څو په اينده کي نوموړي ستونزي را منځته نه سي .
او تر هغه ځايه چي زه ښاغلی سلطان محمد بنياد پيژنم هغه يو واقيعي افغان دی اود هيڅ قوم او ژبي سره تضاد او مخالفت نه لري . هغه يوازنی دولتي استازی دی چي داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني دښووني اوروزني بهير يې دنژدوڅخه وکتۍ او زده کونکي يې دخپلي ژبي پښتو او فارسي وزده کړي ته وهڅول . اوهغه په دې ډير خوشحاله سو چي دلته دغه لس کاله افغانان په خپله مورنۍ ژبه ليک لوست کوي اوښاغلي بنياد صاحب دزده کونکو څخه پوښتني وکړې زده کونکو بنياد صا حب ته داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني ترانه ولوستل او دخپلو کتابونو ځيني برخي يې ورته ولو ستلې . او په همدغه ډول ښاغلی يو سفزی که څه هم په قوم پښتون خو هغه په وا قيعت کي يو واقيعي افغان او يو ملي شخصيت دی .
نتيجه : دلسمي نيټې غونډه يوه ښه اودصميميت په فضا کي را ټوله سوې غونډه وه او دهدفمندو بيا نيودخپريدوڅخه ورسته پا يته ورسيدل .