دخونې ور وټکېده
کوم غږیې وانه ورېده
داځلې یې په زوره وواهه
راځه!څوک یې؟
په عمرپوخ سړی ورننوت،
هلک ور ولاړشو
السلام علیکم حاجي صیب ستړی مه شي
لوی شي بچیه،په خوله مې هم نه راځي.بېګاه ته شپه راکړه.
کاکاراځه پښتانه څوک له کوره نه شړي.
خیر یوسي.
راځه دې بالښته ته ډډه ووهه،چای درته کېږدم،که ډوډۍ درته تیاره کړم
وراره که لږچای کېږدي،ښه به وي،ډوډۍ به وروسته وخورو
ژریې ورته چایبرپه ګازډبه کېښود،پیاله يې پرېمنځله.
ګوړه خورې،که بوره درته واچوم.
ګوړه سهي ده
ښه حاجي صیب دکوم ځای یې ؟
سړي نه وارخطاشو
ززززه دکنړیم،
ښه،بیاخومشرقي وال یې.دکومې ولسوالۍ یې ؟
یره واره په نوم دکنړیم،خوټول ژوندمې په پېښورکې تېرکړی،دوټه پوریم.
موږسره په اطاق کې هم دوه کنړي،ملګري دي.خونن کورته تللي.
وراره دکوم ځای یې؟
زه دپکتیکا د اومنې یم،دلته په ننګرهاپوهنتون کې یم.درسونه وایم.
په کوم پوهنځي کې یې ؟
شرعیاتوکې یم.
ښه مولوي کېږي؟
هو که ده الله خیر و
رښتیانوم دې څه دی؟
ولي محمد(خروټی)
اوستا؟
سړي ژبه بنده شوه،سسیف الدین.
ولي محمدچای ورته کېښود،ته چای چکه زه به ډوډۍ راوړم
هه داپیسې درواخله.
نه حاجي صیب داڅه خبره کوي.
نه وراره ته محصل یې،بوج کېږم نه درباندې.
ډېرکش یې وکړ،خوپیسې یې ورنه وانه خېستې.
هلک له خونې ووت
سړي ژرموبایل له جېبه څخه راوېست،اوکی یې کړ،ځان مې ورته راورساوه،نوربې غمه اوسئ،چاره یې کوم.اته بجې ډنډغاړې ته نږدې ودرېږئ.
ځان سره یې سوچ وکړ،ولې یې دې ظالمانوته په ګوتوورکوم؟ماته یې څه بد رارسېدلي؟پښتانه خونمک حرامه نه دي؟څومره ښه هلک دی،څه په سړيتوب غږېږي.
نه نه یولک افغانۍ،هغه راکوي.پرمایې څه ،ولې د دولت ضدکارونه کوي؟
دخونې ورخلاص شو
حاجي صیب خپه نه شې؟دمسافرۍ ژوند دی.
نه نه وراره
شېبه پرشېبه یې ساعت ته کتل،ځه یووخت شته،پرېږده،چې دا ډوډۍ بې غمه وخورې.
دسترخوان یې هوارکړ،دوه کاسې یې پرې کېښودې،حاجي صیب دلته نږدې هوټل نه شته خپه نه شي،غرمني خواړه دي.
اتوته لس پاتې وې،چې موبايل وشرنګېده.
الوچېرته یې ؟
زه خود ډنډغاړې ته نږدې یم.
وراره یوملګری مې په ډنډغاړه کې دی،زه به ورشم.
خوهاغه به هم راولم.
نه زه هغه سره ځم کوریې په نارنج باغ کې دی.
ته راځه چې دواړه ورشو،چې څه وایي.
سمه ده.
کوټه دې قلف کړه.
په ډنډغاړه درې رینجرې ولاړې وې،تورې دریشۍ یې پرتن وې.
دلته خو څوک نه ښکاري؟
ته راځه زه به ورته زنګ ووهم
درینجرخواته نږدې شول،موبایل یې اوکی کړ
سمدستي پوځیان له دوی نه تاوشول،یوپرې مټې واړه ولې ،بل توره خولۍ ورپرسرکړه،هلک زور واهه،چیغې یې وهلې،څه خبره ده؟
سیف الدین ورنږدې شو،هلکه خپل درسونه به دې ویل،په طالبانوکې دې څه کول،ستاپرسرمې یولک افغانۍ واخېستې،تاپسې له ډېره وخته وم،په څنګ کې مې درته اطاق و،نن شپه ،چې دې ملګري لاړل،نوهمداښه موکه وه.نوردې په خدای سپارم.
1392/10/2
جلال باد ــ امېد مارکېټ